preloder
کور / نور ليکوالان (پاڼه 2)

نور ليکوالان

يو ښکلا ده پۀ تصوير پۀ ننداره کښې – اسرار د طورو

يو ښکلا ده پۀ تصوير پۀ ننداره کښې ائينه دي ‘محاسن’ پۀ فنپاره کښې سل ګلونه، سل رنګونه، سل نازونه سل پۀ سل حسن مېلمه دے ګلدسته کښې د يو بني ادم د شخصيت پۀ جوړولو کښې مختلف عوامل کار کوي. خلقي او مورثي صفتونه، حجره، جومات، مدرسه، معاش، معاشرت او سياسي حالات او چاپېرچل واقعات او حقائق د هغۀ د صفتونو تربيت او تصعيد کوي. د کائنات او د الله پاک د هر تخليق مشاهده د تحیّر او د احساس جمال د بېدارۍ سبب ګرځي. دا مشاهده پۀ يو شاعر ډېر اثر کوي، د هغۀ د شخصيت پۀ رغوڼه …

بشپړ متن

ولې د ‘پښتونستان’ ضرورت ختم شو؟ – ډاکټر خورشید عالم

ډاکټر خورشید عالم زمونږ داسې مشر دے چې پاکستان کښې دننه د پښتون سیاست پۀ یوه ډېره کړمنه کږلېچنه موده یعني اویامه لسیزه کښې ئې فعال او سرګرم سیاسي کردار ادا کړے دے. هغه وائي، “زۀ ضعیف یم – اوس یوه خولۀ لرم او څۀ نیمګړي نیمه خوا یادونه” – د بنو د قرارداد پۀ ویاړ د هغوي دې لیکنه کښې یو پښتون سوخت ځان ښکاره کوي. مونږ د هغوي لۀ خوا د پښتونخوا نامې سره د ‘سیمئیز احساس’ تړون سره اختلاف کولے شو – د ‘بد تر متبادل’ معنې سره هم اختلاف کېدے شي – ‘کۀ پاکستان نۀ وي’ …

بشپړ متن

پۀ لنډیو )ټپو( کښې د پښتنو مېرمنو یوه خاصه څېره – سید بهاء الدین مجروح

پښتو ژبه دوه رازه ادبيات لري: شفاهي ادب او ليکلى ادب. پۀ ليکلي ادب او د دې ادب د مقام او ارزښت پۀ باب خبرې او بحث د ادب تاريخ پوهانو کار دى. کوم څۀ چې ما ته د خاصې پاملرنې وړ ښکاري او دا ځکه چې تر اوسه پرې لا منظمه علمي څېړنې نۀ دي شوې، هغه د خلقو شفاهي ادب دى. دلته مونږ يوازې د دې ابياتو يو ډېر خاص اړخ څېړو او هغه د پښتني ښځې سندره ده او د هغې څېرې مطالعه ده چې لۀ دې سندرې څخه راوځي. مګر د موضوع د رڼا کولو دپاره …

بشپړ متن

Cognitive Dissonance د ‘اظهار کېفیت’ او فکري بڼه – وصال بغدادوال

پۀ شعر کښې د يو کېفيت درک موندل، د متن وجدان ته کوزېدل او پېژندل دي – د بېلګې پۀ توګه يو شعر راخلم: د اسمانونو د وسعته راشه! د زمکې حال وګوره! ښکته راشه! توقير ابشار د خپلې تجزیې نه وړاندې پۀ دې شعر ښاغلي افتاب ګلبڼ خپله یوہ جامع تجزيه وړاندې کړې ده چې هغه تجزيه، زما پۀ اند يوه غېر مطمئن او غېر فېصله کن تجزیه ده؛ هغۀ پۀ داسې تناظر کښې چې د دې شعر پۀ حواله د خداے د تصور پۀ حقله دوه بنيادي نظریې راوړې دي: تهي ازم او ډي ازم – او تر …

بشپړ متن

‘پښتون’ پرون، نن او سبا – سید یاسر علي شاه

کله چې د یونین جېک جنډه پۀ بالاحصار پورته ولاړه وه او د پېرنګي د اسپو ټکار د پښتنو پۀ کوڅو کښې اورېدے شو نو پښتونخوا سور تنور ؤ. پۀ دغه تنور کښې احساسات هم سوزېدل او د پښتون د سر حیات هم سوزېدۀ. هر کله چې د جېل خانې او جېل خانې فرق ختم شو او سپېېځلي روایات ممات شو او غندلي روایات زیات شو نو دغه وخت ؤ چې پښتون قام کښې هادي پېدا شو. دغه هادي د ازادۍ حجت هم پېژندو او د قلم کتاب حرمت هم – دغه هادي د قام ژبې ته ګفتار وبخښلو، ګفتار …

بشپړ متن

توحید خان داودزے

پۀ انساني معاشره او سياسي تاريخ کښې داسې موړ او وخت هم راغلے دے چې اقليت پۀ اکثريت باندې زور ور شوے دے او د جبر او زور پۀ ذريعه ئې خپل استعماري حکومت قائم کړے دے. دا استعماري نظام حکمراني او با اقتداره خاص طبقه د خپل استعماري اقتدار قائم ساتلو د پاره او د خپلو عزائمو پوره کولو لپاره نۀ يواځې پۀ ټولو وسائلو ګټو وټو قبضه دار شي بلکې د خپلو مفاداتو د تحفظ او د اقتدار اخلاقي بنياد قائم ساتلو د پاره ثقافت او تهذيب هم د خپل انجنئيرنګ پۀ ذريعه ضعيف کړي او پۀ معاشره …

بشپړ متن

د ‘ژوندون’ څخه د 1944-45 څو پاڼې او د ساقي صاحب د زړۀ ‘بړاس’ – فضل الرحیم ساقي

:1944 26 اکتوبر: نن سرډهېرو ته لاړم – د میروس د جلوس مېلمانۀ د شېخو تپې تقسیم کړل. دېرش کسان پکښې ما کلي ته راوستل. 27 اکتوبر: نن هغه جلوس دے چې د میروس سره باچا خان سره د ملګرو د پېرنګیانو فوجونو وهلے ؤ، روان شو. جلوس نه پس مردان کښې جلسه وشوه. ما پکښې نظم ووې. 28 اکتوبر: نن مرکز عالیه سردریاب ته لاړم. د صوبې کارکنان جمع وو. د شپې اجلاس وشو. ما پکښې مختصر شان تقریر وکړو. 29 اکتوبر: نن زۀ او سالار اعظم د پېښور د کانګرس دفتر ته لاړو. اېم اېل اے ممبران جمع …

بشپړ متن

شهید بابا – نیازبین یوسفزے

پۀ درې ويشتم اپرېل 1930ز قيصه خوانۍ کښې د خونړۍ پېښې نه پس د ازادۍ ولوله د پښتنو زړونو کښې نوره هم پۀ غورځنګ شوه او د ازادۍ د رڼا مشالونه د پښتنو زړونو کښې بل شول. انګرېز چې د قيصه خوانۍ د قتل عام نه پس پۀ دې طمع ؤ چې پښتانۀ به ووېروي، دغه پارېدلو جذبو نور هم اوتر کړو او د تشدد لاره ئې خپله کړه. د پېرنګې استعمار د ظلم او تشدد يوه واقعه د تاريخ پاڼو کښې د ټکر د جنګ پۀ نوم خوندي ده. دغه واقعه د سرکاري نصاب او د ازادۍ د جنګ …

بشپړ متن

غني غني، نامې نامې رنګین رنګین، نغمې نغمې – ډاکټر نګاه حسېن نګاه

ايازالله ترکزے د فرورۍ د مياشتې پۀ دوېمه نېټه کال 1976 کښې د امان الله صاحب پۀ کور کښې سترګې غړولې دي. ابتدائي تعليم ئې د خپلې علاقې مېره کچوړۍ نه حاصل کړے دے. لسم جماعت ئې د چمکنو هائي سکول نه پاس کړے دے. موجوده وخت سره د پښتو اکېډمۍ پېښور يونيورسټۍ نه پۀ پښتو ادب کښې د اېم فل ډګري تر لاسه کولو کښې بوخت دے. د دوي د اېم فل مقالې عنوان ‘پښتو ادب کښې خاکه نګاري’ دے. اوسه پورې دوي پښتو ژبې او ادب ته ډېر څۀ پۀ کتابي شکل کښې ورکړي دي چې ذکر ئې …

بشپړ متن

مولانا عنایت الله د طورو

د پېرنګيانو پۀ دور حکومت کښې پۀ پښتونخوا (صوبه سرحد) کښې د انتخاباتو سلسله شروع کېدونکې وه. باچاخان د صلاح او مشورې د پاره مردان ته تشريف راوړے ؤ. پۀ دغو شپو ورځو کښې بکټ ګنج بازار ته مخامخ دومېل ګنج کټېړه ډېره اباده وه. د کپړو د تجارت لوي لوي دکانونه او د صرافانو دکانونه پۀ کښې وو. باچاخان ته د ازادۍ سپاهيان جمع وو. د دې کټېړي يو دولت مند سکهـ چې امريک سنګهـ نوم ئې ؤ. د مشورې مجلس ته راغلو. ناظرينو ته به معلومه وي چې پۀ مشترک هندوستان کښې يو لوے سياسي جماعت ال انډيا …

بشپړ متن