preloder
کور / نور ليکوالان (پاڼه 20)

نور ليکوالان

د ډاکټر سلمٰي شاهين پهٔ وياړ د خوېندې ادبي لښکر (خال) نمانځغونډه – زېبا اپريدۍ

]د خوېندو ادبي لښکر (خال) د ښځینه شاعرانو ادیبانو هغه ټولنه ده چې پهٔ خپل ځاے د وړومبي ښځینه ادبي جوړښت کېدو دعويٰ لري. د خال د مشرې اغلې کلثوم زېب د وېنا تر مخه، د دې جوړښټ نامه ښاغلي ډاکټر اباسین ایسپزي ايښې ده او شعار (Logo) ئې نیازبین انځورګر رفعت خټک جوړه کړې ده.[ د خوېندو ادبي لښکر )خال( د سيوري لاندې د اګست پۀ اتمه نېټه کال دوه زره اوولس )2017ز( د جمعې پۀ ورځ مازيګر څلور بجې د اغلې پروفېسر ډاکټر سلمٰي شاهين پۀ درناوي کښې د يوه درنه نمانځغونده او يوه ازاده مشاعره د کلچر …

بشپړ متن

د پښتو دا باباګان دعا هم غواړي او دوا هم – اکمل اسد ابادي

د پاکستان جوړېدو سره سم پۀ پښتونخوا کښې ځنې قوتونو د پښتنو ژوند ژواک پۀ زنځیرونو کښې د تړلو کوشش وکړو او هر قسم سماجي او سیاسي بندېزونه ئې ورباندې ولګول. هغه وخت “پښتو” باندې هم رنګ رنګ قدغنونه ولګولے شول او پښتو ئې د بې زبانه مرغۍ پۀ شان پنجرې کښې د بندولو کوشش وکړو. پۀ دغه تریخ ماحول کښې د پښتو زلمي را اوچت شول چې نن باباګان دي او د دغه قدغن ماتولو کوشش ئې وکړو. صرف پېښور کښې یوې ادبي ټولنې وجود لرلو. اوس د بنو، ټانک، ټېري نه ملاکنډ پورې ادبي جرګې جوړې شوې. دغه …

بشپړ متن

د اکرام الله ګران شعر، عدم تشدد او  د قران پاک اٰیت – ابشام افریدے، کراچۍ

کۀ څوک مې وژني لاس ئې هم نۀ نيسم زما پۀ يو حالت کښې شر نۀ لګي د ارواښاد اکرام الله ګران دا پورتنے شعر مې د مودې نه د زړۀ پۀ وران کنډر لکه ده لمدې خاورې لګېدو. کله کله به راته داسې محسوسېدۀ لکه د دې شعر سره زما ازلي او ابدي رشته وي. د دې وجې نه ما اراده وکړه چې د دې شعر شاليد معلومول پکار دي، ځکه چې دا شعر ما ته د باچاخان بابا د عدم تشدد فلسفې سره ډېر نزدې ښکارېدو. ما وې کېدے شي ګران بابا د باچا خان د فلسفې نه …

بشپړ متن

عارضي حکومت – باچا خان

    1 جولائي 1946ز د هندوستان د وېش نه وړاندې د باچاخان د تقریرونو یوه لړۍ پښتون      د څهٔ مودې نه شروع کړې ده. تېره میاشت د دغه تقریرونو ټولګه مونږ ته ترلاسه شوې نهٔ وه، ځکه دغه لړۍ پهٔ ډېره ناخوالۍ پاتې شوې وه. مونږ د خپلو لوستونکو نه د دغه ځنډ بخښنه غواړو او ژمنه کوو چې دا لړۍ به تر اخري تقریر خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو ــــــ پښتون زما وروڼو! څۀ وخت چې زۀ د ډیلي او د شملې د کانفرنس نه پس دلته راغلم نو څۀ نه څۀ واقعات ما تاسو ته بیان کړي …

بشپړ متن

عجيبه سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

]دا خاکه د پښتون   د جولایـۍ 2017ز ګڼه کښې پهٔ مخونو 70-67 نیمه چاپ شوې وه او پاتې نیمه برخه ئې نهٔ وه ترلاسه شوې. پهٔ ترلاسه کېدو ئې دې یادګیرنې سره تاسو ته وړاندې کوو ــــ پښتون[ د دوستانو د کتابونو پۀ حقله به ئې کله کله دلچسپې تبصرې هم کولې. لکه چا ترې تپوس کړے ؤ چې د پرېشان خټک صاحب کتاب “پشتون کون؟” څنګه دے؟ نو وې وئيل، “کتاب ښۀ دے خو چې پۀ کومه ژبه کښې ليکلے شوے دے، دا د ماضي اردو نۀ ده. دا د حال هم نۀ ده، دا د مستقبل اردو ده.” …

بشپړ متن

عقيده مجاهده ده – محمود احمد

]تېره ګڼه، د اګست د میاشتې، کښې مونږ ته د دې لیکنو کاپۍ پهٔ لاس نهٔ وه راغلي چې پهٔ دې لړۍ کښې د ځنډ لامل ګرځېدلے ؤ. اوس د دغه کاپۍ پهٔ ترلاسه کېدلو به دا لړۍ مخ پهٔ وړاندې تر پایلې رسولې شي. تېره ګڼه کښې د ځنډ د پاره بخښنه کوئ ــ [ (تېر پسې) حضرت عمر)رض( ورته ووې چې تۀ پۀ خليفه پسې ولې ځې چې څۀ درله درکړي؟ هغۀ ورته پۀ ځواب کښې ووې چې زۀ  ولې ځم؟ دا د خليفه کار دے چې د خلقو د کړمو نه ځان باخبره ساتي. هغۀ ورته ووې …

بشپړ متن

د کتاب مخکتنه خان محمد افضل خان (خان لالا) – سمسور بونېرے

سمسور بونېرے   عوامي نېشنل ګوند پۀ باچا خان مرکز کښې پۀ محمد افضل خان لالا د مرتب شوي کتاب چې کوم د هغۀ پۀ مرکزي اسمبلۍ، ملک دننه او خارجي دنيا کښې چې کوم سيمينارونه او تقريرونه د قامي وحدت پۀ سلسله کښې کړي وو او کومو ليکولانو او شاعرانو چې د خان لالا پۀ فکر، ژوند او شخصيت کوم ليکونه او نظمونه ليکلي وو، ښاغلي هارون الرشيد خټک پۀ ډېر محنت او زيار تاليف کړل. د دغه کتاب د مخکتنې دستوره د اګست پۀ شپږمه نېټه دوه زره يوولسم تابيا کړې وه چې دې دستوره کښې ګڼو سياسي …

بشپړ متن

د ابراهم لنکن د خپل زوي د استاد پۀ نوم یو خط – ژباړه: سمسور منګل

د قدر وړ استاده! ما ته معلومه ده چې پۀ دې خو به زما زوے پوهه هم وي چې ټول انسانان انصاف خوښوونکي نۀ وي او هم دا شانې ټول انسانان ریښتوني هم نۀ وي، خو تۀ دۀ ته دا هم  وروښایه چې د هر لوچک او بېکاره سړي پۀ مقابله کښې یو ښۀ او بهادر سړے هم وي. هو بهو هم دا شانې د هر لالچي سیاستدان پۀ مقابله کښې یو بې غرضه لارښود هم ضرور پېدا کېږي. دۀ ته دا ور زده کړه چې د هر دښمن پۀ مقابله کښې یو ښۀ دوست هم وي. بیا هم د …

بشپړ متن

اداريه – نومبر 2017

د ډونلډ ټرمپ د افغان پاليسۍ ممکنه اثرات د افغان پالیسۍ پۀ تناظر کښې د جمي کارټر نه ډونلډ ټرمپ پورې پاکستان همېشه د امریکې نزدې همکار پاتې شوے دے. د پاکستان پۀ خارجه پالیسۍ کښې هم امریکائي فېکټر باندې همېشه تنقیدونه شوي دي او کله هم د پاکستان خارجه پالیسۍ ته معتدله یا ازاده خارجه پالیسۍ وئیلې شوې نۀ ده. د هم دې پالیسۍ پۀ وجه پاکستان خپل ګاونډ کښې د هندوستان، ایران او افغانستان سره د تعلقاتو سمون کښې څۀ ډول پېش قدمي نۀ ده کړې چې د پاکستان پۀ مجموعي سیاسي، امنیتي او اقتصادي صورتحال ئې بد …

بشپړ متن

د افغانستان او ترکمنستان اړيکې او ګډ اقتصادي ليد – طائر ځلاند

ترکمنستان د منځنۍ اسیا لۀ هېوادونو یو هغه دے چې د شوروي اتحاد لۀ وېشل کېدو وروسته ئې د خپلواکۍ پۀ اعلانولو سره پۀ سیمه کښې د بې پرې سیاست اعلان وکړ او ورسره ئې د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکو ته د امنیتي او نورو مسائلو پر ځاے اقتصادي لید مطرح کړ. افغانستان یو لۀ هغه هېوادونوڅخه ؤ چې د ملګرو ملتونو پۀ سازمان کښې ئې لۀ ترکمنستان ملاتړ اعلان کړ او هم دا ډول ترکمنستان هم د هغه وخت د مجاهدینو لۀ رژيم او بیا د طالبانو سره هم خپلو اړیکو ته دوام ورکړ. د ترکمنستان لپاره پۀ …

بشپړ متن