loader image
کور / نور ليکوالان (پاڼه 22)

نور ليکوالان

عجيبه سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  [دا خاکه د پښتون د جولایـۍ 2017ز ګڼه کښې د اووهٔ شپېتم نه تر اویایم مخونو باندې نیمه چاپ شوې وه او پاتې نیمه برخه ئې نهٔ وه ترلاسه شوې. پهٔ ترلاسه کېدو ئې دې یادګیرنې سره ستاسو د لوست ذوق ته سپارو ــــ پښتون] د دوستانو د کتابونو پۀ حقله به ئې کله کله دلچسپې تبصرې هم کولې. لکه چا ترې تپوس کړے ؤ چې د پرېشان خټک صاحب کتاب "پشتون کون؟" څنګه دے؟ نو وې وئيل، "کتاب ښۀ دے خو چې پۀ کومه ژبه کښې ليکلے شوے دے، دا د ماضي اردو نۀ ده. دا د حال …

بشپړ متن

پۀ  کتاب تبصره – اورنګزېب خان

  "د مرګ نه مخکې يو څو ټکي" ليکوال: ډاکټر خورشيد عالم ګو چې د ډاکټر خورشید عالم صاحب د هم دې عنوان لاندې پۀ انګرېزۍ کښې ليکلے شوے کتاب به زما نزدې يو کال کېږي چې مطالعې لاندې دے چې پکښې موجود  د ميلينونو ډالرو سوالونو ته معقول او مناسب جوابات ولټوم خو چې کله مې د پښتو دا کتاب وليدو، راواخستو او ولوستو نو د هغوي د خوښې مطابق چې پۀ انګرېزۍ خو د هغوي بچي هم پوهېږي، نو فېصله مې وکړه چې اول به پۀ پښتو کښې دغه تبصره وليکم نو بيا به انګرېزۍ کښې هم انشاالله …

بشپړ متن

تورے ڪباړي (افسانه) – اشنغر روغانے

تورے ڪباړي (افسانه) – اشنغر روغانے توره سوکړۍ ږيره، سکڼ رنګ، سترګې او د لاسو ګوتې؟ لکه د ښارو پنجې ـــ پۀ څلور قونجه دنيا کښې د کونډې ابۍ ایکي يوه اسره ـــ “تور خان” ـــ چې کله کله به ئې ورته د ډېرې مينې نه “شهزاده” هم وې، خو د کلي واړۀ وو چې بې د “توري” به ئې ورته بل نوم نۀ اخستو. خوار لا د درې کالو و چې د پلار د زنې نه ئې کونډې ابۍ چيرړه تاو کړې وه. وائي چې خمبې به دانو نه لږې او زړونه د خلوص نه ډېر ډک وو. کۀ چا خېرات ورکوۀ …

بشپړ متن

شاه حسن خېل لکي مروت د کونډو او يتيمانو مېنه : عزیزالله خان

د بي بي سي ډاټ کام پهٔ مننه ژباړه شوې لیکنه د کبل بي بي قیصه د کبل )سوات(، قبائیل،کوئټې او کابل قیصه هم ده دا د خېبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت د کلي شاه حسن خېل خبره ده چرته چې اووۀ کاله وړاندې یو ځانمرګي برید کښې یو سل او لس کسان وژلے شوي وو او دوه سوه نه زیات ژوبل شوي وو. ځانمرګي برید کښې اویا نه اتیا پورې کورنیو ګټونکي لاسونه بائیلل او نن د دغه کورنیو روزنې او پالنې د پاره کونډې شوې ښځې مزدوري کوي. تېر حکومت وژلے شوو ته سړي سر درې …

بشپړ متن

د   “حيندرو”  ليکوال ته خط – ثناء اعجاز

ډېر محترم همدرد يوسفزي صاحب! سلامونه مې قبول کړه، هيله لرم چې روغ جوړ به ئې! څۀ موده وړاندې د باچا خان ايجوکېشنل فاؤنډېشن ملګري د هر کال پۀ شان چې د ماشومانو د تعليم کمپائن کښې زمونږ ځاے ته راغلل، څۀ کتابونه هم ورسره وو. پۀ هغه کتابونو کښې ورسره ستا کتاب هم ؤ. وئيل ئې چې د دې چنده به د ماشومانو تعليم له پۀ کار راځي. د هغوي تلو نه پس مې چې کتاب راواخستو او مخ ته مې پام شو نو خندا راغله (د خوشحالۍ نه، يو خو د برې پښتونخوا دا حمدالله ارباب هم سم …

بشپړ متن

د پښتون تنظيم، روس مشر – ژباړن: نويد محمد

  "تعليم کښې د عدم تشدد تدريس او نفسيات"، د روس پهٔ نصاب کښې شامل دا کتاب د روسي پوهنتون د لوړو زدکړو د طالبعلمانو د پاره مخصوص دے او پکښې د باچاخان د عدم تشدد نظريات او ژوند روسيانو ته وړاندې کړے شوي دي. اسلام کښې عدم تشدد Ненасилие в исламе Хан Абдул Гаффар Хан biЫio-online.ru مونږ کۀ پۀ اسلام کښې د عدم تشدد تصور ته ځیر شو نو ګڼ نومونه زمونږ مخې ته راځي. پۀ دې نومونو کښې یوه ستره نامه د خان عبد الغفار خان ده چې ټول ژوند ئې د عدم تشدد پۀ فلسفه اډاڼه تېر …

بشپړ متن

راجيني كول : د پېښور يادونه – دانش احمد

"د راجيني کول د پېښور یادونه"، دا لیکنه د فېسبوک پاڼې نه اخستے شوې دي او زمونږ نیازبین بچي دانش احمد پښتون د پاره ژباړلې دي. د راجیني کول خبرې د پښتو یوې سندرې نه شروع کېږي، "راشه دلربا ـــ نن بیا بیا ـــ ستورے د سبا ـــ نن بیا بیا بیا" بیا ترې انټرویو اخستونکې تپوس کوي چې تاسو ته پېښور کښې د خپلې استوګنې چرته به چې تاسو اوسېدې، پته یاده ده؟ "ما ته بالکل پته یاده ده ـــ 3152 بخشي سټریټ، کریم پوره کښې به اوسېدو. هلته ټولې کوڅې د هندوانو وې. زمونږ د کوڅې پۀ شروع …

بشپړ متن

د شلمې پېړۍ د ستر شاعرقاضي ملا عبدالسلام بابا د حماسيشاعرۍ د رامنځ کېدو لامل څۀ ؤ؟ – نور  احمد  فطرت

یوه تاریخي څېړنه ملا عبدالسلام اشيزئ د سويلي پښتونخوا لوے مبارز، مجاهد، قامي شاعر او د باچا خان د تحريک مرستيال ؤ. د انګرېز استعمار نه تر پنجابي استبداد پورې هر وخت د هغهٔ د قلم څوکه تېرهٔ چلېدلې ده. د هغهٔ شعري ځواک، د اسلوب اوچت اٰهنګ، پهٔ لفظ و معني پوره وس لاس، حريت پسندي، بېباک، معاصر معروضي ادراک او د سياسي شعور پهٔ بنياد کهٔ مونږ هغه د بنګالي قامي شاعر نذر الاسلام سره پرتله کړو نو بده به نهٔ وي، خو لهٔ بده مرغه نن زمونږ پښتانهٔ د دې دومره لوے قامي شاعر د مبارزې ، …

بشپړ متن

میډیا : فاټا اصلاحات او اسلام اباد رېلي – نهار خان تنګيوال

میډیا : فاټا اصلاحات او اسلام اباد رېلي – نهار خان تنګيوال فاټا سیاسي اتحاد د خپلو درېو مطالبو نۀ منلو پۀ صورت کښې پۀ نهم اکتوبر اسلام اباد کښې د لاریون اعلان کړے ؤ او د پښتنو حقیقي مشري کوونکي ګوند عوامي نېشنل پارټۍ دغه لاریون کښې د شرکت لوظ کړے ؤ. حکومت غلے پاتې شو او فاټا اتحاد د اعلان پۀ رڼا کښې دې لاریون د پاره راووتلو. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي او صوبائي قیادت سره د سنېټ غړي هم د فاټا اولس او پارلېماني مشرانو سره اسلام اباد ته روان شول. اسلام اباد رېلي وشوه. د اسلام …

بشپړ متن

د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض

د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض تاثر د شعر ګويۍ عمل عام طور د نوخېزه ځوانۍ پۀ دور کښې شروع کېږي. دا پۀ نفسياتي لحاظ ډېر نازک وخت وي. د نوې ځوانۍ جذبات پۀ غورځنګونو وي او بنيادم ډېر متحرک وي، خو کۀ دغه جذباتي غورځنګ د خپل اظهار د پاره سمه لار ونۀ مومي نو نتائج ئې پۀ ذاتي توګه هم او پۀ معاشرتي توګه هم ښۀ نۀ راوځي. پۀ نوخېزه ځوانۍ کښې د جذباتي تطهير او ارتفاع د پاره شاعري د بهترينو ذريعو نه يوه ده. شاعري پۀ ابتداء کښې صرف …

بشپړ متن