preloder
کور / نور ليکوالان (پاڼه 3)

نور ليکوالان

افسانه Phantom Pain – همدرد یوسفزے

زۀ نۀ پوهېږم چې دا زۀ پۀ کوم غم واړېدم. ما ته ايله ايله ياد شي چې زۀ د شپږم کلاس طالب علم وم چې يو وار د خپل ترۀ ګل اغا سره د ښار هسپتال ته تلے ومه. دغه وخت ګل اغا ترۀ پۀ دغه روغتون کښې ډسپنسر ؤ. د سرجري وارډ ؤ. دغه غټ هال کښې بلها ډېر کټونه پراته وو. څۀ مريضان خاموشه وو خو د ځينې مريضانو د دردد شدته چغې وهلې. ما ته مې کاکا وې، “دغه مخامخ چې ولاړ دے، دغه ډاکټر صاحب اوس اوس د برطانيې نه راغلے دے؛ لا کم عمره دے …

بشپړ متن

حبیب الله کاکړ

زۀ نۀ پوهېږم چې پېل د مذهب او د مینې تر منځ لۀ رشتې څخه وکړم کۀ نه، تعصب او کرکه چې لۀ مذهب سره پۀ کوم ارتباط کښې پۀ لټرېچر کښې ځلېږي؟ پۀ 1950 خواوشا کښې چې ټولنیز اروا پوهانو د ټولنو د ستونزو پۀ اړه مذهب لوستلو نو د مذهب او نسلي تعصب تر منځ د ربط پۀ پلټنه کښې وو او کشاله هم دا ورته پېښه وه چې مذهب پۀ متن کښې مینه، انساني مساوات، انساني اقدار، برداشت او د صبر تلقین کوي – خو ټولنیز سائنسي تجرباتي تحقیقونه (Social Empirical Studies) د مذهب او تعصب تر …

بشپړ متن

شکیل احمد خان امریکا کښې ووژلے شو – اتل افغان، سوات

  د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي جائنټ سېکرټري خان نواب نمسے او د اېم پي اے وقار احمد خان ورارۀ شکیل احمد خان د نامعلومه کسانو لۀ خوا د امریکې لوے ښار نیویارک کښې وژلے شوے دے. یاده دې وي چې دې نه مخکښې هم د ترهګرو لۀ خوا دا کورنۍ د سوات پۀ ناورین کښې پۀ نخښه وه. د شکیل احمد خان پلار اقبال احمد خان 14) فروري 1946 – 25 اګست (2008 او دوه وروڼه جمیل احمد خان 1972)-25 اګست (2008 او عباس احمد خان 25-1985) اګست (2008 شهیدان شوي دي. د دوي حجره چې ‘د خانانو …

بشپړ متن

پښتون مجله – اېمل ولي خان ډائرېکټر، باچا خان ټرسټ

دا ډېره د خوشحالۍ او فخر خبره ده چې ‘پښتون’ پۀ خدائي خدمتګارو خصوصي نمبر وباسي. خدائي خدمتګار تحریک زمونږ د قامي تاریخ هغه ځلنده پاڼه ده چې دې دانه وانه او ځان نه ورک قام ته ئې خپل شناخت هم وښودلو، د اولس د خدمت لاره ئې هم ورته زوته کړه او د عدم تشدد بیانیه ئې هم ورکړه – د پېرنګي سامراج خلاف د ازادۍ مبارزه چې پۀ کوم spirit سره خدائي خدمتګارو شروع کړې وه او بیا پرې هر ازمائش او کړاو ته د عدم تشدد د نۀ ماتېدونکې عقیده سره روان وو، د هغې مثال شاید …

بشپړ متن

خدائي خدمتګاري او باچا خان په اوسني وخت کښې – ډاکټر سيد وقار علي شاه

23 اپرېل 1930   داسې توې کړې هېڅ چا نۀ دي د چرګانو وينې لکه توې کړې دي انګرېز د مظلومانو وينې ځکه ليکلے دے سن تيس اپرېل هر چا پۀ وينو چې پۀ دې ورځ باندې ويړيا وې د خوارانو وينې د نوموړي خدائي خدمتګار عبدالمالک فدا دا شعرونه يوې اهمې پېښې ته پاملرنه کوي چې د پېښور پۀ قصه خوانۍ بازار کښې پۀ درې ويشتم اپرېل کال 1930 کښې شوې ده او پۀ کښې خواوشا دوه نيم سوو نه زيات کسان شهيدان شوي وو. د دې خونړۍ پېښې ذکر نۀ خو زمونږ پۀ درسي کتابونو کښې شته او …

بشپړ متن

‘انډس کلچر فورم’ یو تاثر – سعدالله مېوند

د ‘انډس کلچر فورم’ کلنۍ غونډې ته د پښتونخوا پۀ شمول ټول هېواد څخه د مختلفو ژبو شاعران او ليکوالان رابلل شوي وو. د دغې پرتمينې غونډې لۀ ناستو او ایجنډو څخه خبرېدلو. دلته پۀ خصوصي توګه د ښاغلي اقبال حسېن افکار هاند او هڅې د ستائيلو دي چې لۀ فېسبوک پاڼې نه ئې خپل ملګري د دغه دوه ورځني سيمينار لۀ ټولو جزئياتو خبر ساتل او دا چې وروستۍ ناستې ته ئې زمونږ دروند شاعر رحمت شاه سائل وېنا کړې ده، هم دا د داد وړ خبره ده. دا زمونږ د پاره يو زېرے او د اميد بڅري دي …

بشپړ متن

د بام خېلو سجاد خان ماما – لیکوال: سېد نبي خان، بامخېل

د صوابۍ د بام خېلو سجاد خان ماما، اندازاً کال 1877 کښې د ګنبد خان کره زېږېدلے ؤ. د عمر سړے پۀ دې ؤ چې باچا خان به ورته هم ‘ماما’ وئیلو. باچا خان چې پۀ وړومبي ځل بامخېلو ته راغلو نو د جمعې ورځ وه. ماما ته ئې ووې چې د جمعې نمونځ نه پس به اولس سره دلته خبرې کوو – ماما ورته ووې چې بامخېلو کښې د جمعې نمونځ نۀ کېږي – هم دغه جمعې نه د بامخېلو پۀ مداخېل جومات کښې د جمعې نمونځ شروع شو. د تحریک سره د وابستګۍ پۀ سبب قېدونو سره مخ …

بشپړ متن

د پلېنکوچ سفر – نعیم مخلص

زۀ او زما ورور چې کله ماشومان وو، یعني پۀ شپږم اوووم کښې به مو سبق وئیلو؛ نو داجي دې خداے وبخښي، د قمر کاکا ټانګه ئې راله ټهېکه کړې وه. سحر به ئې سکول ته بوتلو او ماسپښین به ئې کور ته راوستلو. د قمر کاکا ټانګه هم نو خداے دې وبخښه؛ خو چې دوه کلومیتره لاره به وه نو د قمر کاکا نېستمنې اسپې او ټانګې به پۀ درې نیمې ګېنټې کښې وهله. او لا کله کله خو چېې به بې بې دوي چرته مړي ژوندي له یا چرته عذر ومبارک له تلل د خپلوانو کره، نو داجي …

بشپړ متن

د خدائي خدمتګارۍ مقصد ‘خدائي خدمتګاري: تجزیه او تبصره – ناظم سرفراز خان

  پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، مارچ 2019، مخونه 28-20 د اول نه اول خو دا سوال پېدا کېږي چې د خدائي خدمتګارۍ شروع کولو څۀ ضرورت ؤ؟ يا دا خاکه د چا د فکر او تصور پېداوار دے؟ د دې سوال پۀ وضاحت سره د جواب ورکولو نه اول د پښتون قوم يوه ډېره مختصره نقشه راښکل ضروري ګڼم چې د پښتنو اٰئنده نسلونو ته د تحريک پۀ پس منظر پوهېدلو کښې څۀ مشکلات نۀ وي. دا خبره د نړۍ ټولو پوهانو منلې ده چې د نړۍ د تاريخ پۀ پاڼو کښې د پښتنو پۀ شان بهادر او …

بشپړ متن

جرنېل – امیر محمد خان

مولانا عنایت الله د طورو د برټش (پېرنګي) حکومت پۀ دور کښې راقم الحروف د ازادۍ پۀ تحريک کښې شامل ؤ. د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ سلسله کښې امير محمد (موچي) د هوتي مردان د خدائي خدمتګارو جرنېل منتخب شوے ؤ. جرنېل صاحب به څپلۍ جوړولې او وخت تېرے به ئې پرې کولو. د جرنېل صاحب پۀ کور کښې دوه نفره وو – والد صاحب ئې ؤ او دے پۀ خپله ؤ – خو د عبدالقیوم خان پۀ وزارت کښې ټولو ناکړدو لۀ پۀ خندا مخامخ مقابلې له ورتلو. غالباً پۀ 1951-52ز کښې جرنېل صاحب پۀ دفعه 40 سرحدي قانون …

بشپړ متن