preloder
کور / نور ليکوالان (پاڼه 4)

نور ليکوالان

د ‘پښتون’ مقصد او لار – اسرار د طورو

د “پښتون” اجراء پۀ څۀ مقصد شوې وه او د دغه مقصد د حاصلولو د پاره به کومه لار او کومه پاليسي اختيارولې شي؟ پۀ مۍ 1928ز کښې چې د “پښتون” رساله راغله، د دې اول جلد اول نمبر لکشمي پرېس ارټ سسټم راولپنډۍ کښې طبع شو. د دې چلوونکے عبدالغفارخان ؤ. پۀ سر پاڼه ئې د افغان )فضل احمد )دکن(( پينځۀ اشعار چاپ وو. دغه اشعارو کښې د علم و فن د زدکړې، د ځان د پېژندلو، پۀ دنيا کښې د عزت ګټلو، د مشقت کولو، د قربانۍ، د خطرو د مقابلې ترغيب ؤ. ظاهره ده چې د رسالې …

بشپړ متن

تشدد او عدم تشدد – حبیب الله کاکړ

د یو نوي انسان د تخلیق کولو د سرچینو پۀ حیث: ضد استعماریت، د فرانټز فانون نېشنل لېبرېشن فرنټ او د باچاخان خدائي خدمتګاري Violence and Nonviolence as the Sources for the Creation of a New Man: Decolonization, Frantz Fanon’s National Liberation Front and Bacha Khan’s Khudai Khidmatgari زۀ نه پوهېږم، چې نړۍ چې د اضدادو مجموعه وګڼل شي، څوک چې تشدد فطري ګڼي؛ هغه عدم تشدد څنګه د فطرت لۀ دائرې نه بهر کوي. د انسان پۀ انفرادي او ټولنیز فطرت کښې کۀ غضباني قوت ته فطري وئیل ممکن وي نو لوراني اړخ ئې څنګه فطري نۀ شي ثابت …

بشپړ متن

قصه خوانۍ بازار – رام سرن نګینه – ژباړن: طارق پښتونیار

  اٹک پار کی یادیں، لاہور، فکشن ہاؤس، ۲۰۰۹، ص ۳۶۔۳۳   درې ویشتم اپرېل 1930 ورځ د صوبه سرحد )خېبر پښتونخوا( پۀ انقلابي تاريخ کښې يو ځانګړے حېثيت لري کله چې پښتنو پۀ يو زبردست مجاهدانه ډول د ازادۍ نعره اوچته کړه او پۀ بدل کښې ئې پۀ خپلو لغړو سينو باندې د زهريله ګوليو مړدکي وزغمل . دومره کلونه تېر شول خو تر اوسه زما د قصه خوانۍ هغه خون ريز منظر د سترګو هېر نۀ شو. ما پۀ دغه ورځو کښې د پېښور پۀ نېشنل هائي سکول کښې سبق وئيلو چې دا وحشت ناکه خبر راغلو او …

بشپړ متن

د سنځاوۍ د لېويز سرتېرو د وژنې پېښې د رياست د امنيتي او استخباراتي ادارو کردار تر پوښتنې لاندې راوستی دی! – اصغر خان اڅکزے

@AsgharAchakzaii (د مارچ پۀ شلمه د بلوچستان پۀ سنځاوۍ کښې د ترهګرۍ پۀ يوه پېښه کښې د لېويزو شپږ سر تېري ووژل شول. د پېښې پۀ درېمه ورځ د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر او پۀ بلوچستان اسمبلۍ کښې د ګوند پارلېماني ليډر اصغر خان اڅکزی د شهيدانو لۀ کورنيو سره د غمرازۍ د پاره سنځاوۍ ته تللی وو او هلته ئې يو پرېس کانفرنس ته وېنا کړې وه. لۀ اردو څخه مو هغه مهمه وېنا پښتو ته ژباړلې او دلته مو پۀ “پښتون” کښې چاپ ته سپارلې ده.) وړمه ورځ چې دلته پۀ سنځاوۍ کښې زمونږ د لېويزو شپږ …

بشپړ متن

سمائیلنګ بدها – بېګم نسیم ولي خان

‘پښتو’ (غني خان نمبر)، پښتو اکېډيمي، پېښور پوهنتون، جنوري – اپرېل 1997، مخونه 125-123 د غني خان سره به د چا د فلسفي پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د ادب پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د فن پۀ واسطه تړون وي، د چا به ورسره د شعر او شاعرۍ پۀ واسطه تړون وي او د چا به ورسره د ليکوالۍ پۀ واسطه تړون وي، د چا به د تنقيد نګارۍ پۀ واسطه، هغه ډېر زوره ور ؤ، پۀ هغې واسطه به د چا ورسره تړون وي او هغه به ئې پۀ زړۀ پورې وي. …

بشپړ متن

یو شاعر او دوه مکتبونه تحقیق او تنقید – ډاکټر نګاه حسېن نګاه

چې د پښتو ژبې او ادب د شعر او شاعرۍ پۀ مېدان کښې د فريد جان استاد شاعرۍ ته کۀ غور سره نظر وکړے شي نو سړے حېران شي چې د دوي ستائنه او تعريف د کوم ځاے نه شروع شي او پۀ کوم ځاے ختم شي ځکه چې دوي د خپل فکر، خيال، رجحان او مېدان د استعمال ډېر پۀ عجيه انداز کړے دے د دوي د ديوان شاعري د رحمان بابا سبک ته ورته ده بلکې پۀ مکمل ډول ئې د رحمان بابا اُسلوب خپل کړے دے د دوي د کوچ مال نومې کتاب شاعري د عوامي اولسي …

بشپړ متن

جواهر لال نهرو – ژباړن: مېوند افغان

پۀ مونږ کښې د ډېرو خلقو دا خيال ؤ چې د هندوستان د ټولو نه لويه بدنصيبي دا ده چې هلته مختلفې ډلې او اقليتونه اباد دي چې هندوستان ئې ډېرو مسئلو سره مخامخ کړے دے. خو حقيقت دا دے چې دا مسئلې نورو هېوادونو ته هم رامخې ته شوې دي خو هغوي ئې حل را ويستے دے. روس پۀ دې سلسله کښې پۀ خصوصيت سره د يادولو وړ دے چرته چې مختلفو ژبو او مختلف کلتور لرونکي بې شمېره قومي اقليتونه دي. د دې اقليتونو پۀ باره کښې چې بالشويکو کومه لاره خپله کړې وه. د هغې لوستنه به …

بشپړ متن

افسانه مرحوم – همایون مسعود

د تېرو څوارلس ګهنټو نه هغه پۀ مسلسل سفر کښې ؤ _ دا ئې څلورم بس ؤ چې بدل ئې کړو خو د ستړي والي هېڅ اثار د هغۀ پۀ مخ نۀ ښکارېدل. د منزل تعيّن ئې لا تر اوسه نۀ ؤ کړے خو د داسې ځاے، د داسې ګوشې پۀ تکل کښې ؤ چې خپل پاتې عمر، د وينو د رشتو نه لرې د ګمنامۍ پۀ حالت کښې تېر کړي. غټ غټ ښارونه ډېر وو، د استوګنې د پاره هغۀ د لوے ښار انتخاب کولے شو. پۀ لوئې ښار کښې هغۀ د خلقو پۀ هجوم کښې ځان ورکولے شو …

بشپړ متن

پینځۀ اویا کاله مخکښې د پښتو یوه رساله – اسرار د طورو

د باچاخان پۀ ادارت کښې د پېښور نه د “پښتون” پۀ نوم مياشتنۍ رساله د مۍ 1928ز مطابق ذيقعده 1346هـ قمري کښې شائع شوه. دا اولنۍ مجله پۀ څلورڅلوېښت مخونو خپره وه. پۀ دې مخونو کښې څلور مخه د رسالې د پاڼو نه راتاو د غټ کاغذ دوه دوه اوراق وو. د مجلې پۀ سرپاڼه سپوږمۍ او ستوري وو. پۀ دغه سپوږمۍ کښې د يو عمارت ګنبد او منارې وې چې د يو درسګاه ګمان پرې کېدو. د دغې عمارت ښي او کيڼ لاس ته دوه بېرغونه وو. د دې د لاندې پۀ غټ قلم لفظ د “پښتون” ليک ؤ …

بشپړ متن

د نن سوشل میډیا بحث عدم تشدد او باچا خان – ډ. خورشید عالم

پۀ ټولنیزو رسنیو دا بحث ډېر پۀ زور سره پورته کېږي چې ‘عدم تشدد’ څۀ لاس ته راوړي دي؟ د دې تپوس ځواب کښې دا تپوس کېدے شي چې ‘تشدد څۀ لاس ته راوړي دي؟’ ـــ کۀ خبره د ‘اگلے کی بولتی بند کرنا’ وي نو دا پېغور ورته هم کېدے شي چې ‘نائیکه! دا ستا چې دومره برېتو نه وینې څاڅي نو وښایه! تۀ چا نیولے یې چې تشدد مۀ کوه!’ ــــ مونږ خو امیر حېدر خان هوتي ته هم نۀ وایو چې کۀ هغه د هندوستان لۀ خوا پۀ ائیر سټرائیک اسمبلۍ کښې هندوستان له د جواب ورکولو …

بشپړ متن