loader image
کور / نور ليکوالان (پاڼه 5)

نور ليکوالان

افسانه مرحوم – همایون مسعود

د تېرو څوارلس ګهنټو نه هغه پۀ مسلسل سفر کښې ؤ _ دا ئې څلورم بس ؤ چې بدل ئې کړو خو د ستړي والي هېڅ اثار د هغۀ پۀ مخ نۀ ښکارېدل. د منزل تعيّن ئې لا تر اوسه نۀ ؤ کړے خو د داسې ځاے، د داسې ګوشې پۀ تکل کښې ؤ چې خپل پاتې عمر، د وينو د رشتو نه لرې د ګمنامۍ پۀ حالت کښې تېر کړي. غټ غټ ښارونه ډېر وو، د استوګنې د پاره هغۀ د لوے ښار انتخاب کولے شو. پۀ لوئې ښار کښې هغۀ د خلقو پۀ هجوم کښې ځان ورکولے شو …

بشپړ متن

پینځۀ اویا کاله مخکښې د پښتو یوه رساله – اسرار د طورو

د باچاخان پۀ ادارت کښې د پېښور نه د “پښتون” پۀ نوم مياشتنۍ رساله د مۍ 1928ز مطابق ذيقعده 1346هـ قمري کښې شائع شوه. دا اولنۍ مجله پۀ څلورڅلوېښت مخونو خپره وه. پۀ دې مخونو کښې څلور مخه د رسالې د پاڼو نه راتاو د غټ کاغذ دوه دوه اوراق وو. د مجلې پۀ سرپاڼه سپوږمۍ او ستوري وو. پۀ دغه سپوږمۍ کښې د يو عمارت ګنبد او منارې وې چې د يو درسګاه ګمان پرې کېدو. د دغې عمارت ښي او کيڼ لاس ته دوه بېرغونه وو. د دې د لاندې پۀ غټ قلم لفظ د “پښتون” ليک ؤ …

بشپړ متن

د نن سوشل میډیا بحث عدم تشدد او باچا خان – ډ. خورشید عالم

پۀ ټولنیزو رسنیو دا بحث ډېر پۀ زور سره پورته کېږي چې ‘عدم تشدد’ څۀ لاس ته راوړي دي؟ د دې تپوس ځواب کښې دا تپوس کېدے شي چې ‘تشدد څۀ لاس ته راوړي دي؟’ ـــ کۀ خبره د ‘اگلے کی بولتی بند کرنا’ وي نو دا پېغور ورته هم کېدے شي چې ‘نائیکه! دا ستا چې دومره برېتو نه وینې څاڅي نو وښایه! تۀ چا نیولے یې چې تشدد مۀ کوه!’ ــــ مونږ خو امیر حېدر خان هوتي ته هم نۀ وایو چې کۀ هغه د هندوستان لۀ خوا پۀ ائیر سټرائیک اسمبلۍ کښې هندوستان له د جواب ورکولو …

بشپړ متن

بخت زاده دانش او د هغۀ شاعري ـــ یو تاثر – طاهر بونېرے

ښاغلے بخت زاده دانش زمونږ پۀ نوي نسل کښې دومره نازولے شاعر دے چې ډېر خلق پرې مئين دي. د هغۀ شاعري د ډېرو خلقو خوښه ده او د سوشل مېډيا نه متاثره زلمي خو والله د يو دېوتا غوندې عزت او احترام ورکوي. پۀ کومه دستوره يا مشاعره کښې چې د دانش صاحب د شموليت امکان وي، هلته د اورېدونکو تعداد ډېر زيات وي. هغه پۀ دې وجه ډېر خوش نصيبه دے چې ډېر داسې مينه وال هم لري چې نۀ خو د پښتو ادب څۀ داسې ژوره مطالعه لري او نۀ ادب پسې داسې خاص غاړه وړي . …

بشپړ متن

جنګ ئې جنوبي پښتونخوا ته راوړو! – اصغر خان اڅکزے

@AsgharAchakzaii 1 د فرروۍ پۀ درېمه نېټه پۀ سبي کښې د عوامي نېشنل ګونند یوې اولسي غونډې ته د صوبائي صدر اصغر خان اڅکزي د اردو تقریر پښتو متن د ګوند د ملګرو! قافلې د قلعه سېف الله پۀ لور روانې دي، هلته نن د وطن بچی “ارمان” خاورو ته سپارل کېږي، لۀ زړونو مو وينې څڅېږي. د قدرمنو ملګرو، صوبائي کابينې، صوبائي وزيرانو، ضلعي کابينې، د ګوند د جعفر اباد او سبي د ټولو ملګرو پۀ اجازه! ملګرو! نن هم چې مونږ د خپلو مشرانو (باچاخان او ولي خان) د تلينونو د لمانځلو پۀ غرض دلته يو او بل …

بشپړ متن

د قادر خان ټاټوبی او کورنۍ – ډاکټر صادق ژړک

لۀ تېرو دوو درېو کلونو څخه به پر رسنيو د قادر خان د مرګ خبرونه خپرېدل چې بيا به ئې وروسته ترديد وشو چې هغه ژوندی دی . خو پۀ یو دېرشم دسمبر 2018ز کښې چې د قادر خان د مرګ خبر خپور شو نو دغه خبر رښتيا شو. د ارواښاد کورنۍ د دې خبر تائيد هم وکړ چې قادر خان د کېنېډا پۀ ټورنټو ښار کښې د ناروغۍ پۀ حالت کښې ژوند لۀ لاسه ورکړو. خدای دې پرې ورحمېږي! امين. قادر خان چې د هندي سنېما يو مشهور ادا کار ؤ، د نوموړي د ژوند پۀ اړه وخت پر …

بشپړ متن

شهید ژورنالست ولي خان بابر – نور محمد بابر

دا دنيا ختمېدونکې ده. کوم بنى ادم چې دلته خپل قدمونه ږدي هغه به هم پۀ مرګ باندې لۀ دې دنيا نه رخصتېږي. ځکه چې مرګ د انسان د پاره اخري پرده ده. پۀ قران پاک کښې الله پاک فرمائيلي دي چې هر نفس به يو ځل د مرګ خوند ګوري. پۀ دې دنيا کښې څۀ داسې خلق هم شته دی چې د مرګ نه پس هم نوم پۀ هر ځای کښې پۀ ښۀ نامه يادېږي. ځکه خو بعضې خلق د خپل نامه، کردار، مړانه، ننګ، غېرت، قوم پرستۍ، مينه، ښۀ اخلاق پۀ قام مئين وي چې لۀ مرګ نه …

بشپړ متن

پاکـ افغان امن کانفرنس – رؤف ایسپزے

د امو دریا او هرات ختیځ نه د سرو وينو رود د څو پېړيو نه روان دے چې د ‘لویې لوبې’ (ګرېټ ګېم) نامه ورکړې شوې ده. د روس او برطانيې پۀ رسه کشۍ کښې د پښتنو بې درېغه وينه وبهیولې شوه او بيا د کميونسټو او سرمايه دارو پۀ جنګ کښې پۀ لکهونو خلق ووژل شول. دې وروستو اسلامي انقلابيانو او د مهذبې دنيا علمبردارو څۀ د غصب بمباري او ورسره ورسره خودکش حملې کوونکو د هر چا د وژلو کوششونه وکړل او پۀ دغه خون رېزۍ کښې د ډېورنډ د سپېرې کرښې دواړو غاړو ته پښتون افغان اولس …

بشپړ متن

سلیم او د هغۀ شاعري – قلندر مومند

قلندر مومند، میزان، 2008، پېښور، زرپاڼه پرنټرز، مخونه 32-21 د ارواښاد سېف الرحمان سلیم د تلین پۀ ویاړ د هغۀ د یادولو د پاره د هغۀ پۀ شاعرۍ د ارواښاد قلندر مومند دا لیکنه د ‘پښتون’ لوستونکو ته د ‘میزان’ نه وړاندې کوو. د دې اپرېل پۀ ديارلسم تاريخ به د سليم د باقاعده شاعرۍ څلور کاله پوره شي؛ دا زۀ ځکه وايم چې د سليم د غزلونو کتاب کښې وړومبے غزل د 1951ز پۀ څوارلسم اپرېل ليکلے ښکاره کړے شوے دے. دا ظاهره ده چې دومره لږه موده کښې شاعر شاعري خو څۀ کوې چې د شاعرۍ پۀ حقله …

بشپړ متن

عوامي نېشنل ګوند او جنګ ځپلی افغانستان – خان زمان کاکړ

د عوامي نېشنل ګوند ټول نظرياتي او تنظيمي چوکاټ د فخرِ افغان باچاخان د ټولنيزې اصلاح، اولسي، سيکولر، جمهوري، ضدِ استعماري او خپلواکي غوښتونکې مبارزې پر اساس رغېدلی دی. د باچاخان تحريک د يو ډائنامک تسلسل پۀ ترڅ کښې يا د يو جمهوري ډائناميزم پۀ لاره پۀ خپل ارتقايي سفر کښې، لۀ کالونيل او پوسټ کالونيل بندېزونو سره پۀ مخامختيا کښې، د حالاتو غوښتنو ته پۀ پام سره، د ژورو شعوري هڅو پۀ زور د عوامي نېشنل ګوند بڼه خپله کړې ده خو يو مهم ټکی دا بايد چې پۀ پام کښې ونيول شي چې پۀ يو زورواکه رياست کښې …

بشپړ متن