loader image
کور / مستقل ليکوالان / خان عبدالغفار خان (باچا خان)

خان عبدالغفار خان (باچا خان)

باچا خان، زما ژوند او جدوجهد، جنوري 2018، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر – باچا خان

    افغانستان ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې د ‘زما ژوند او جدوجهد’ د خورو ورو پاڼو نه دا کرښې مو پۀ دې هوډ راواخستې چې ووینو فخرِ افغان د افغان، افغانیت او افغانستان سره تړون څومره شدت سره لرلو. د ‘هجرت’ پۀ حواله فخرِ افغان د ‘شور’ سره نۀ ؤ تلے، خپل دریځ سره ولاړ ؤ او چې د هجرت پۀ حواله د هغۀ څۀ تجزیه وه، نتیجې چې کله هم هغسې راغلې نو مونږ وینو چې لکه د ‘عادل شاه پیر’ هغه د خپلې کډې غم پۀ سر نۀ ګرځوي – د ‘هجرت’ نه د ورانې شوې ماشوړې …

بشپړ متن

‘پښتون’، دسمبر 1990 اتلسم ائیني ترمیم ته ګواښ او د باچاخان پمفلټ – باچاخان

    د نوي پاکستان نوے سرکار د ‘زیرو زور’ او ډېر شور سره د څلور سوه (400) ارپه روپیو د ګټې تمبل غږوي. دې څلور سوه اربو د پاره د نوي پاکستان نوے سرکار پۀ یو اېړ ټېکسونو کښې اضافې کولو سره د سرکارۍ اراضۍ، ګاډو او نورو اثاثو د خرڅ چغې هم وهي. د ملک د مبینه ‘لوټ شوي دولت’ د واپس راوړلو پۀ ځاے ‘ریاستي چنده مهم’ شروع دے او د ریاست د څلورو واړو ستنو اوږو ته سپین شنۀ کچکولونه ځوړند دي. ‘عسکري وزیراعظم’ اتۀ اتۀ ګېنټې عسکري هېډکوارټرو کښې ناست وي او دا هر څۀ …

بشپړ متن

د امامانو میاشت – باچاخان

عبدالغفار، ‘زما ژوند او جدوجهد’، پېښور، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2018، مخونه 28-26 لکه څنګه چې مونږ د خوشحالۍ اخترونه لرل، دغسې مونږ د غم او خفګان ورځې شپې هم لرلې.د امامانو مياشت یعني محرم د مسلمانانو يو شريک يادګار دے. زمونږ مسلمانانو ته پۀ دې کښې يو لوے درس او سبق پروت دے.د اسلام پېغمبر صلي الله علېه وسلم پۀ مدينه کښې د جمهوريت يوه روښانه ډيوه بله کړې وه، زۀ دا منم چې دغه جمهوريت يواځې د مدينې د ښار ؤ او د مسلمانانو ؤ یعني د مسلمانانو مشر او د رسول صلي الله علېه وسلم خلفاء او …

بشپړ متن

د پاکستان دستور سازې اسمبلۍ ته د باچاخان وېنا 25 مارچ 1954ز – خان عبدالغفارخان

  جناب صدر! زۀ ډېرې خبرې کوونکے سياسي مقرر نۀ يم خو اوس اوس يو معزز غړي د پښتونستان پۀ حواله څۀ داسې خبرې وکړې چې هغې زۀ پۀ څۀ وئیلو مجبور کړم. جنابِ! ما ته محسوسېږي چې معزز غړے یا خو د دې معاملې متعلق څۀ علم نۀ لري او يا بيا عمداً پۀ دې حقله يو غلط تاثر تخليقول غواړي. تاسو ته به ياد وي چې پۀ دې ايوان کښې يو ځل جناب لياقت علي خان پۀ دې باره کښې زما نه پوښتلي وو چې ما ډېر پۀ وضاحت سره ځواب ورکړے ؤ. د لياقت علي خان صاحب …

بشپړ متن