preloder
کور / مستقل ليکوالان / فېصل فاران

فېصل فاران

سیکولر ازم او اسلام یوه مباحثه – فېصل فاران

    د سيکولرازم پۀ حواله زمونږ ټولنه کښې دومره لويه تېروتنه موجود ده چې ښۀ ليکلي لوستلي خلق هم سيکولرازم (Secularism)، کميونزم (Communism)، لبرلزم(Liberalism) ، اېتهيئزم(Atheism) ، اېبکيورزم (Abcurism) هر څۀ سره خپلو کښې ګډوډوي او بيا د علمي زوال کمال دا چې د سيکولر مطلب ټول لغتونه ‘لاديني’ کوي لکه: )الف(: سيکولر- لا دينى، جس ميں مذہبى امتياز نہ کيا جائے؛ (علمى اردو لغت، وارث سرهندى) )ب(: سيکولر- دنيائي، غېر مذهبي، مادي، دهري د وحدت منکر، هغه سړي چې مذهبي قوانين نۀ مني. )قاموسنه ډاټ کام( تاسو ورګوئ چې لمړي صفت کښې د لا دينيت خبره شوې ده …

بشپړ متن

د یو نظم توکنه – فېصل فاران

  ګلالۍ غورځئ خځلې اباسین کښې اوبۀ نشته چرته ووینځي منګولې شاهد اسرار شاهد شوروي روس ماتېدو نه پس نظريه متن کښې منظر نه پس منظر ته لاړه او تنقيد حاشيې نه متن ته رادننه شو چې ماحولياتى تنقيد ئې غوره مثال دے ــــ لکه کۀ مونږ د شاهد اسرار شاهد دا درې مصرعيزه نظم د ايکو کرټسيزم يا ګرين سټډيز پۀ بنياد وڅيړو نو دا خبره به رڼه شى چې د نظم ليکونکي شاعر زمانه موجوده زمانه ده چې اباسين کښې داوبو نیشتوالے د غازى بروتهـا پراجېکټ نه پس راغلے دے. دې سره پوره ايکالوجي تباه شوې، بېلې ختمېږي، …

بشپړ متن

اردو ژبه او د انګرېز استعمار سیاست – فېصل فاران

  پاکستان کو نہ جناح نے بنایا نہ اقبال نے، بلکہ اردو نے پاکستان کو بنایا ۔ ہندو اور مسلمان میں اختلاف کی اصل وجہ اردو زبان تھی۔ دو قومی نظریہ اور سارے اختلاف صرف اردو کی وجہ سے تھے، اس لئے پاکستان پر اردو کا بہت بڑا احسان ہے۔ بابائے اردو مولوی عبدالحق، قومی زبان، کراچی، ۱۶ فروری ۱۹۶۱ء   د ‘پښتون’ مجلې فرورۍ میاشت دوه زره اتلسم کښې زما لیک ‘اردو یوه استعماري ژبه ده’ پۀ ځواب کښې د ملګري پروفېسر ګوهر نوید لیک ‘اردو ریښتیا د استعمار ژبه ده؟’ چاپ شو. چونکې زما لیک ‘پښتون’ کښې چاپ …

بشپړ متن

[نظم توکنه] د حسېن احمد صادق د نظم “پوډري” – فېصل فاران

  حسېن احمد د پښتو يو پېژندلے شاعر دے. د شاعرۍ درې ټولګې ‘سوراړا’، ‘روښانه سحر’ او ‘غندلې’ چاپ کتابونه دي. پۀ وړومبنۍ مجموعه ئې د متنازعه کېدو يوه هڅه هم شوې ده او امريکه کښې مېشته يو ګمنامه شاعر دا دعويٰ کوي چې دا ئې زما نه تروړلې ده. دغه دعويٰ پۀ خپل ځاے، البته حسېن احمد صادق د شعر وئیلو تر حده دعويٰ کوونکي شاعر نه غوره شاعر دے. نۀ يواځې دا بلکې معريٰ نظم کښې د واقعاتي قيصۍ منظومول هم هغه دومره پۀ اغېزمنه طريقه کوي چې دغه قيصه ايز معريٰ نظم هم هغۀ پورې مختص ګڼلے …

بشپړ متن

اردو يوه استعماري ژبه – فېصل فاران

هره ژبه خپل تهذيت، ثقافت، سماج او خاص سياسي ذهنيت هېنداره وي. ګويا ژبه تر ډېره حده د هاغه روادارۍ مترادف نه ده څۀ ته چې سيکولرازم وئېلے کيږي خو داسې ده چې ځنې ژبې د خپل ماحول له رويه تر ډېره حده رواداره وي لکه پښتو کښې د امروزه ژبې او فوک لور له رويه ئې د روادارۍ بې شمېره مثالونه موندل کيږي ځنې ژبې د تنګ نظرئ او تربګنۍ پله زيات روز کوي لکه اردو ژبه. ددې خبرې پۀ ثبوت کښې د تهذيب، مذهب، سماج ثقافت، سياسي ذهنيت پۀ بنياد عبراني، اسرائيل، سنسکرت، هندو دهرم، عربي اسلام، پالي …

بشپړ متن

د ښاغلي عبدالرؤف عارف د نظم توکنه – فیصل فاران

‘حلف’ “ستا د وفادارۍ حلف مې اخستے دے د دغه حلف نامې سره تړلي ټول مراعات او پېرزوئېنې مې هم قبولې دي خو بیا هم دا زړۀ مې ستا د پاره د بغض حسد کېنې نفرت تربګنۍ دښمنۍ کرکې او عداوت نه ډک دے” “نو دا خو ښکاره منافقت دے وروره! ستاسو دا شېوه، عقیده`او مزاج مې خوښ نۀ شو” “زه خپله هم پوهېږم چې دا کار او رویه ښه نۀ ده خو…..“ “خو ځه! د خپل عادت نه مجبوره ئې” “کېدے شي” دا نظم د ‘مُلک دوستۍ’ د یو خاص تصور تر اثر لاندې لیکلے شوے دے چې د …

بشپړ متن

د رهبرِ تحريک ادبي تنقيدي شعور د ميا سيد رسول رسا د بېديا ګلونه – فېصل فاران

د “ليت لار” غوندې “د بېديا ګلونه” دا شعري مجموعه هم رهبرِ تحريک ته پۀ دسمبر نولس سوه دوه کم څلوېښتم زېږديز کښې پۀ هري پور سنټرل جېل کښې ترلاسه شوې، هم هغه د جېل انچارج بي اے قاضي د “نو ابجېکشنېبل” دستخط ئې پۀ مخپاڼه دے او هم پۀ مخ پاڼه ــ د رهبرِ تحريک پۀ انګرېزۍ کښې لاسليک سره څلبريشتم مۍ يو کم پنځوسم ليک دے چې دا ددې کتاب د لوست د پوره کېدو نېټه ده. د مخ پاڼې نه پس پۀ وړومبي مخ باندې د سر محمد اقبال باراېټ لا فارسي شعر ليک دے چې ښاپېرک. …

بشپړ متن

د مقبول عامر نظم بابا ! تم ناراض نہ ہونا! – فیصل فاران

زمونږ رواج دے ازاد کړے مو دے د ستم ښارکښې چا د چا د خولې نه خبره وتې ده د صدق، د صفا تۀ خفه کېږه مۀ يو تۀ خو نۀ ئې تاريخ کښې نور هم مثالونه شته دے دلته چې څوک بېداروي ذهنونه د خوب پۀ سرائې کښې کوي غږونه مونږ ئې بېړو او زولنو کښې ساتو چې چا راوړي د حرمت توغونه دلته د سترګو او د زړۀ تيرې له ډيوې راوړل جرم دے، لوے کفر دے د مجوسيانو پۀ دې جګ اېوان کښې ګل ټوکول جرم دے، لوے کفر دے تا خو بېخي نو هم ناشوني کړې …

بشپړ متن

د پان اسلام ازم حقيقت – فیصل فاران

هر کله چې 1768/1774 زېږديز کښې ترکي روس جنګ کښې ترکي ماتې وخوړۀ او روس ګټه وکړه نو د زار روس خوالا وغزېده دغه وخت برطانوي استعمار امپراطوري ساتنې د پاره او د روس او ځان ترمنځه يو حد فاصل ضروري وګڼلو هم دغه هر څۀ سياسي د اصطلاح لوېديځ پوښتنه (Eastern Question) دوېمه نامه ده لوېديځ پوښته مطلب د يورپ د لویو ځواکونو، سياسي، معاشي تحفظ او تزويراتي لارې چارې هلې ځلې دي. هم دغه ويسټرن کوېسچن نه د پان اسلام ازم تصور پېدا شو چې د هغې تر مخه مسلمانان دي شيعه، سني مسلکونو نه بالاتر يو حکومتي …

بشپړ متن

د پڪتا وېنا یوه تبصراتي تجزيه – فېصل فاران

د بشير احمد مټه “د پکتا وېنا” کښې اسلوب وړومبے مهم شے دے چې مونږ ئې د دې کتاب تجزيه کښې وينو ــــ هم دغه رنګ اسلوب د پير روښان د کتاب “خېرالبيان” هم دے خو هلته کښې ورسره د سورۃ رحمٰن قافيې راوړې شوې دي. دغه ډول تکراري انداز د فرېډرک نطشے کتاب “د زردشت وېنا” کښې هم شته دے. “د پکتا وېنا” اسلوب باندې دراصل هم د دغه دواړو کتابونو د اساليب اغېزه ده خو د نطشے مفکوره د چارلس ډارون پۀ حياتياتي تهيوري باندې داسې اضافه وه چې د دې پۀ ذريعه کېتهولک عيسائيت د اخلاقياتو ځپلي …

بشپړ متن