preloder
کور / مستقل ليکوالان / حيات روغانے

حيات روغانے

د پاکستان تصور د علامه اقبال د خوب نه د بشريٰ مانیکا خوب پورې – حیات روغانے

د پاکستان پۀ حواله د سر علامه محمد اقبال لاهوري خوب باندې د هغۀ د خپل زوي رېټائرډ جسټس جاوېد اقبال د راغلي بیان نه پس سوالونه نور هم ګڼ شوي دي او هغه ټول تاریخ پوهان چې د پاکستان د تصور او د علامه اقبال د خوب پۀ اړه ئې د ‘مطالعه پاکستان’ پۀ ټولو معلوماتو اعتراضونه کول؛ د مذکوره رېټائرډ جسټس د بیان نه پس لا ګران شول. د پاکستان د تصور پۀ حقله تر ټولو جامع، واضح او راجح تفسیر د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” )څلورم ټوک( مخ یو سل شپېتم …

بشپړ متن

د قصور د زېنب، د جمو د اٰمنه بانو او ديپيکاسنګهـ مذهبونه – حیات روغانے

    وحشت یو مذهب نۀ مني، جرم هر قانون د پښو لاندې ګڼي، ګناه د ثواب او عذاب د تصور نه باغي وي ـــ مونږ د زمکې خلقو ځانونه پۀ تعویذونو کښې غوټه کړي دي، کرښې مو د ځانه تاو کړې دي او د فتنې لۀ وېرې د فتوې پۀ تخته سره د خپل ایمانه بې وسه پراتۀ یو. وحشت، جرم او ګناه مذهب پۀ ځان راخور کړي، قانون واغوندي او د کرښې بل اړخ ته ودرېږي ـــ فتويٰ د فتنې چُوکه لاس کښې نیولې مونږ ته وائي، ‘مذهب به نۀ سپړئ! د قانون تڼو له به ګوتې نۀ …

بشپړ متن

قصرِشاببوجان کابل – حیات روغانے

د جلال اباد خاورې ښکولول، د کابل سیلۍ سره ځانګل او د لغمان کلو رغو کښې لوغړېدل مې د زړو مودو نه پۀ زړۀ وو. د چا به پۀ زړۀ نۀ وي؟ ـــــ خو ځینو ارمانونو رېژېدلو د پاره جوړې شوې بهانې ښې نۀ وي ــــــ دلته مونږ د ارباب مجیب جنازې ته ولاړ وو چې د استاد عبدالله بختاني خدمتګار د مرګ دروند خبر راغلو. ما د ساه پۀ ځاے کېدو نه پس اېمل ولي خان ته زنګ ووهو او د بختاني صاحب مرګ نه مې خبر کړو. ماښام ناوخته هغۀ چرته کومه جرګه کښې د ناستې عذر وړاندې …

بشپړ متن

نقيب مسيد پښتون دے – حیات روغانے

د پښتنو قسمتونه؟ بس نقیب ته ګوره!!! کور کښې ئې ووژنه ـــ لار کښې ئې ووژنه ـــ بازار کښې ئې ووژنه ـــ د لوبو مېدان کښې ئې ووژنه ـــ سکول کښې ئې ووژنه ـــ پوهنتون کښې ئې ووژنه ـــ موټر کښې ئې ووژنه ـــ دفتر کښې ئې ووژنه ـــ هېڅ بې هېڅه ئې راونیسه او وئې ژنه ـــ قرانګو کۀ د څۀ جواز ضرورت هم لري ـــ ناست ئې ووژنه ـــ ملاست ئې ووژنه ـــ ولاړ ئې ووژنه ـــ پۀ سیوري ئې ووژنه ـــ پۀ غرمو ئې ووژنه ـــ بس چې څنګه دې خوښه وي، هغسې ئې ووژنه ـــ دا …

بشپړ متن

دوېم ون يونټ، هو لنډيه! هو برکيه! هو چرکيه! هو!ه -حيات روغانے

حیات روغانے استاد سعدالله جان برق وائي. تاریخونه د بادشاهانو لیکلي وي او ځکه د تاریخي واقعاتو نه زیات د بادشاهانو پۀ حقله مبالغې لري، اسطورې د اولسونو لۀ خوا علامتي تاریخونه وي او کۀ د تاریخي واقعاتو ترتیب سره ولوستې شي نو د مروجه تاریخونو نه زیاتې باوري وي. دروغژن تاریخونه باوري جوړولو د پاره سپین تورول نۀ یواځې د ذهنیت د یوې خاصې درجې غوښتنه کوي بلکې دې لړ کښې د تاریخي واقعاتو تحریف د پاره یو خاص “جرأت” هم پکار وي. پاکستان کښې د فاټا انضمام د پاره اوچت شوے غږ پۀ اولسي کچه خپل ټول شور …

بشپړ متن

پښتون حلاج*: یو تاثر

پښتون حلاج*: یو تاثر تاثر: ډاکټر همدرد ایسپزے پهٔ تاثر تاثر: حیات روغانے زما نا لیدلي اتله! وینې وینې ــــ ژوبل ژوبل ــــ د اریانې چوک ــــ ستا پۀ دار د ختلو رسم دنیا ته حلاج ور یاد کړو!!! ستا چغې ــــ ستا د انالحق نعره څۀ عجېبه وه ــــ ستا د پښتون پښتون وينې هرې قطرې وئیل، “هو! زۀ افغان یم ــــ ستا د وېنې او مېنې هر څاڅکے د ننګ، غېرت، پت او مړانې داسې تصویر شو ــــ چې هر انداز ئې وئیل، “هو! سر ورکوم خو سنګر نۀ ــــ” “کفن به واغوندم خو وطن چا ته نۀ …

بشپړ متن