loader image
کور / مستقل ليکوالان / خان زمان کاکړ

خان زمان کاکړ

د افغانستان سل کلن استقلال او ‘پښتون قامي تحریک’

“افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ هغه وخت کښې واقعي خپلواک نۀ وو او پۀ جزوي توګه د برطانوي يا اتحادي ځواکونو تر واک لاندې وو( چې بلواکه مسلمانان به پر ځان راټولوي او د خپلواکۍ او ازادۍ پر لاره به د هغوي راهنمائي کوي.”(1) دا خبره بل چا نۀ بلکې د شوروي روسيې لوی انقلابي موسس ولاديمير لېنن پۀ نومبر 1919ز کښې د افغانستان د خپلواکۍ د اتل او روښانفکره باچا اعليٰحضرت امان الله خان پۀ نامه پۀ خپل يو ليک کښې کړې وه. تر دې ليک پوره شپږ لسيزې …

بشپړ متن

پۀ افغانستان کښې د ملي پخلاينې او ټولنيز تداوي هيلې

د افغانستان د څلوېښت کلنې غميزې او د ترهګرۍ خلاف روان اتلس کلن جنګ پۀ ترڅ کښې پۀ تېرو څو مياشتو کښې يو ډېر د اندېښنې وړ پړاو دا منځ ته راغلو چې د امريکا متحده ايالات او طالبان لۀ يو او بل سره د مذاکراتو پروسې ته لاړل او د ډاکټر اشرف غني پۀ مشرۍ کښې قائم د افغانانو منتخب او نمائنده دولت لۀ نظره واچول شو. دې وضعې د افغانانو د نويمې لسيزې لۀ ترخو تجربو سره يو بشپړ ورته والی څرګند کړ او پر حالاتو ژور نظر لرونکو وګړو ته ئې د افغانستان د اخري انقلابي اولسمشر …

بشپړ متن

# J u s t i c e 4 S a r t a j K h a n د ‘پښتون’ د مشاورتي بورډ د اجلاس نیمګړې ایجنډا – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar پر دوه ویشتم جون پۀ باچا خان مرکز پېښور کښې د مياشتنۍ “پښتون” مجلې د مشاورتي بورډ ناسته رابلل شوې وه. ما هم پکښې ګډون درلود. د ناستې ايجنډا د جولائي او اګست د ګڼو د پاره موضوعات او مواد سنجول او برابرول وو. د جولائي د ګڼې د پاره د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو کښې انتخابات او د هارون بلور شهيد او ميا راشد حسېن شهيد د تلينونو لمانځل پر ايجنډا وو. پۀ دې ترتيب د جولائي د ګڼې مخپاڼه هم تر اجلاس دوې درې ورځې وروسته پر ټولنيزو رسنيو شريکه کړل شوه چې د هارون بلور شهيد …

بشپړ متن

اوسمهاله خدائي خدمتګاري – خان زمان کاکړ

د خدائي خدمتګار تحريک لۀ بنسټ ايښوولو څخه 90 کاله پس د زمکې پر سر پۀ يوه بېخي بدله نړۍ کښې مونږ د پښتون قام د برخليک د بدلولو پۀ لړ کښې د هغې مفکورې يوې نوې تشريح ته اړتيامن يو د کومې مفکورې پۀ مرسته چې د هند لۀ نيمې وچې د پېرنګي استعمار د ټغر ټولولو پۀ لار د احمد شاهي افغانستان د بشپړې زمکنۍ خپلواکۍ د اخستلو او د افغانانو د ملي او جمهوري خپلواکۍ د يقيني ګرځولو مرام ته پۀ ژمنتيا نۀ يواځې اولسونه د ټولنې پر کچه د فکري بېدارۍ او پاڅون پړاو ته جګ …

بشپړ متن

د قام ارمان – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar د روان کال د فرورۍ پر دويمه نېټه مې د خپل يو ډېر نزدې ملګري د شهادت اعصاب لړزوونکی خبر واورېد. لۀ پښو مې زمکه ووته. کۀ څۀ هم محمد ابراهيم ارمان لوڼی به اکثره خلقو د يوې کلنې احتجاجي څپې لۀ کبله پېژندو او هم ئې پۀ تاريخ کښې ځان د دې احتجاجي څپې د لومړني شهيد پۀ توګه ثبت کړ خو زما او د ارمان تعلق تر پي ټي ايم ډېر پخوانی، شا و خوا پر لسو کلونو محيط او پۀ ډېرو حوالو د ځانګړي اهميت حامل ؤ. دا تعلق پۀ بنيادي توګه د پښتو ادبياتو پر …

بشپړ متن

عوامي نېشنل پارټي او پۀ سیاست کښې د کمپرومائز روایت: یوه لنډه جائزه – خان زمان کاکړ

    د پېرنګي استعمار یوې اوږد مهاله دورې کۀ د وړې اوچې مزاج کښې د (ردعمل او مزاحمت د فطري انساني صلاحیت تر مخه) سیاست کرلو کښې کردار ادا کړے دے نو چالاک لوبغاړي پېرنګي فکر د دغه سیاست نه د مزاحمت او اغېز ساه ویستلو د پاره هم پۀ وخت لاره ویستې ده. دغه چالاک لوبغاړي پېرنګي فکر د سیاست مزاج له تاودۀ هم ورکړل، جذباتیت ئې پکښې هم وټومبۀ او د نعرو د ګونج پۀ کونج کښې ئې هم ګېر کړو. سیاست له ئې خولۀ کښې سپے وتړۀ او لاس کښې ئې کوتک ورکړو. سیاست ئې د …

بشپړ متن

د پاکستاني ستراتیژکي ژورتیا کۀ د پښتون وژنې ژوره کنده – خان زمان کاکړ

  Twitter: @khanzamankakar   د پاکستان د پوليسو د يو لوړ پوړي پښتانۀ چارواکي طاهر خان داوړ قتل پۀ پاکستان کښې د پښتنو د پرديتوب پۀ احساس کښې ډېره ژوره اضافه وکړه او دوي ئې پر دې حقيقت سوچ کولو ته مجبوره کړل چې پۀ پاکستان کښې د پښتنو ژوند چرته هم محفوظ نۀ دی، عن د دې ملک پۀ پلازمېنه اسلام اباد کښې هم نۀ. پښتانۀ دې چرته لاړ شي؟ د “وسيع تر قومي مفادو” خړپوښي ساتندويان بايد دوي ته د کوم محفوظ استوګنځای د تجويز کولو پۀ لړ کښې يو بحث منځ ته راوړي ګنې پښتانۀ به پۀ …

بشپړ متن

د پڑھا لکھا پنجاب پوخ تشدد – خان زمان کاکړ

د تل پۀ شان تېره مياشت پۀ پنجاب پوهنتون کښې ولې يواځې پښتانۀ او بلوڅ محصلين لۀ اسلامي جمعيت طلباء سره لاس او ګرېوان شول؟ ولې د پوليسو لۀ خوا وډبول شول؟ پۀ زندانونو دننه کړل شول او د ترهګرۍ پۀ فعاليتونو کښې پۀ ککړتوب تورن کړل شول؟ پۀ لاهور کښې پۀ دومره زيات شمېر لبرالانو، سوشلسټانو، فيمنسټانو او ترقي پسندانو کښې ولې هر ځل د محکومو قامونو بالخصوص پښتنو او بلوڅو محصلين د جماعت اسلامي دې متشدد اورګان ته مخامخ کېږي؟ يا خو یواځې هم دا د محکومو قامونو وګړي دي چې د تشدد او برلاسيتوب تيکنيکونو منلو او …

بشپړ متن

باچاخان او عدم تشدد – خان زمان کاکړ

دا مقاله پۀ 2011م کښې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې لۀ خوا “د باچاخان د عدمِ تشدد فلسفه” تر سرليک لاندې پۀ ترتيب شوي يو ه ورځني سېمينار کښې اورولې شوې وه. د مقالې د ارزښت تر مخه ئې مونږ د باچاخان د ورځ پۀ مناسبت خپلو لوستونکو ته د پښتون پۀ پاڼو وړاندې کوو. د بدلېدونکې نړۍ د مزاج سائنسي درک لرونکي ذهنونه پوهېږي چې باچاخان يواځې د تاريخ يو مهم ماخذ نۀ دی بلکې د جبر او استبداد پۀ اوسني دوزخي صورت حال کښې نجات دهنده حواله هم ده، رښتيا خبره دا ده چې باچاخان تر خپل …

بشپړ متن