preloder

م ر شفق

‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ – م. ر. شفق

  ‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ یو مجاهد عالم او خدائي خدمتګار د هوتي مردان، مندڼ يوسفزيو پۀ سيمه کښې ‘تورو’ (طورو) ياد کلے دے – دا کۀ يو خوا د نوابانو خانانو کلے دے نو بل خوا د ډېرو لويو ديني عالمانو،خطيبانو او مدرسانو مرکز پاتې شوے دے چې شهرت ئې پۀ اما کما خور ؤ او لۀ دې کبله به ورته ‘د يونان ټکړه’ او دوېم بخارا وئيلي شو- پۀ ‘تورو’ کښې د عبدالعزيزي حسني ساداتو يوه کورنۍ اباده ده چې مورث اعليٰ ئې نور العلماء شېخ نور محمد المعروف اخوند يونس ګېلاني او ‘خاودبابا’ …

بشپړ متن

زاهد د ژوند د حسن شاعر – م. ر. شفق

حېران یم خلق دښمنۍ څنګه پۀ مینه پالي  مونږه خو خپلو الفتونو ته وزګار نۀ یو  زاهد ج هغۀ چې کرۍ ورځ محنت مزدوري وکړه، د زرعي تخمونو د اونو بوټو زهرژنو دارګانو لۀ دوکانه پۀ تیارۀ ماښام کور ته ستړے ستړے راغے؛ د ماسخوتن نمونځ او بیا ډوډۍ نه لږ وزګار شو، نو پۀ موبائیل فېسبوک ته مخامخ کښېناست ـــ مور ئې غوښتل چې ریچې ریچې وجود له به لږه دمه ورکړي خو د خوږمنې مور خاموش احتجاج له، ښه وه، د ماشومانو مور د اظهار ژبه ورکړه ــ وې وئیل: ‘یه سړیه! تۀ ټوله ورځ ستړے نۀ شوې؟ …

بشپړ متن

“خوش طبعي” د باچاخان پهٔ ژوند لیکنه کښې – م . ر. شفق

باچا خان (عبدالغفار خان) پۀ بنيادي توګه د قوم مصلح خدائي خدمتګار او رهنما ؤ نو قدرتي طور د هغۀ پۀ کردار او ګفتار، تحرير او تقرير او ناسته ولاړه کښې د اصلاح، خدمت او لارښودنې جذبه زياته وه. د يو قومي رهنما د پاره چې د کومو اوصافو ضرورت وي الله تعالٰي باچا خان پۀ هغو ټولو وصفونو او صفتونو نمانځلے ؤ. د هغۀ پۀ زړۀ کښې د انسانيت دړد ؤ. د خواخوږۍ جذبه وه. د خداے مخلوق سره مينه وه، پۀ خبرو او عمل کښې اخلاص ؤ، د صبر، زغم، استقلال يو ژوندے مثال ؤ او د خدائي …

بشپړ متن

ښاغلي خان عبدالولي خان سره درې ملاقاتونه – م . ر . شفق

ښاغلے عبدالولي خان ــــ د عالمي شهرت يو دروند خوږ شخصيت ؤ. هغۀ سره زما د ملاقات سوال نۀ پېدا کېدۀ خو کله کله داسې کار وشي چې د بنده پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راځي. ژوند کښې مې ورسره درې ځله اتفاقاً ليدۀ کاتۀ شوي دي. ما ته ياد شي. د اطلاعاتو صوبائي محکمه (پېښور) کښې نوے نوے ملازم شوے وم. د 1971ز جنګ پۀ نتيجه کښې ملک دوه ټوټې شوے ؤ او باقي پاتې پاکستان (مغربي پاکستان) کښې د پاکستان پيپلز پارټۍ د چئيرمېن ذوالفقار علي بهټو عبوري حکومت ؤ. د اطلاعاتو وفاقي وزير مولانا کوثر نيازي …

بشپړ متن

چل کۀ تڪل – م ر شفق

د ا تکل د ډاکټر اسرار د کتاب “د تکل پهٔ تکل” د مخکتنې دستوره کښې [درګۍ ملاکنډ 14 اکتوبر 1994ز] اورولے شوے ؤ د پښتو يوه ټپه ده دا زړۀ مې داسې نن خفه دے لکه د سمې سوداګر چې سوات له ځينه د ليکونکو شاعرانو، د دنيا پۀ سُود سودا دومره کار نۀ وي، دوي خو د زړۀ سودا لېوني کړي وي. خو دا به ښاغلي اندېش سره د ناستې پاستې اثر وي چې کله سوات ته د تلو پروګرام جوړ شي نو د زړۀ نه مو يو الله خبر وي. څه موده وشوه د صاحب شاه صابر …

بشپړ متن

عبداللّٰه جان اسیر یو پیاوړے ادبي شخصیت – م ر شفق

شخصیانه د مندڼ یوسفزو علاقه کښې، د مردان صوابۍ څلور کلي “ټوپۍ”، “زېده”، “هوتي” او “طورو” د یوسفزو د مشرۍ مرکزي ځایونه وو. زېده کښې اتۀ ملکۍ وې. عبدالله جان اسیر د زېدې دغو ملکانو یوه معتبره کورنۍ کښې پۀ 14 جولائي 1910ز زېږېدلے ؤ. د پلار نوم ئې خان مقرب خان 1960-1890)ز( ؤ چې یو لوستے او د علاقې سپین روبے شخصیت ؤ. اسیر صاحب د کلي مدرسه کښې 1916ز نه تر 1921ز څلورم ټولګے پۀ امتیازي شان پاس کړو. بیا د نوښار اسلامیه هائي سکول کښې داخل کړے شو. دوه میاشتې ئې تېرې کړې وې چې پۀ میعادي …

بشپړ متن