preloder
کور / مستقل ليکوالان / نورالامين ايسپزے

نورالامين ايسپزے

پۀ پاکستان کښې د قومیتونو مسئله )دوېمه/ اخرۍ برخه( – نور الامین یوسفزے

  نن چې څوک دا خبره کوي چې څوک “دو قومي نظريه” نۀ مني هغه دې د پاکستان جغرافيې نه وځي نو هم دغه خلق دغه نظريه د ستر شاعر او مفکر علامه محمد اقبال سره تړي او حال دا دے چې هم علامه محمد اقبال دې لړکښې وائي: ايک هون مسلم حرم کى پاسبان کے لئے نيل کے ساحل سے لے کر تاب خاک کاشغر د علامه اقبال د شاعرۍ او نثرى ليکونو نه دا خبره راجوتېږي چې هغه د وطني قوميت او جغرافيائي حدونو خلاف ؤ، ځکه خو وائي چې: اړتى پهرتى تهین هزارون بلبلين ګلشن مين جى …

بشپړ متن

پۀ پاکستان کښې د قومیتونو مسئله – نور الامین یوسفزے

پاکستان څنګه جوړ شو؟ د هندوستان پۀ وېش کښې د هغه وخت د نړۍ د لويو قوتونو څۀ دلچسپي وه؟ کۀ لږ ساعت د پاره هغه ټول تاريخي حقيقتونه يو خوا ته کېږدو او د دې ملک د واکدارانو دا خبره ومنو چې پاکستان پۀ پاکستان کښې اوسېدونکو قامونو )بنګال، پنجاب، سندهـ، بلوچستان او پښتونخوا( د ووټ پۀ ذريعه جوړ کړے دے نو د دې مطلب به دا شي چې پۀ دې ملک کښې پۀ بنيادي توګه څلور لوي او تاريخي قامونه اباد دي چې هر يو پۀ کښې خواوشا پينځۀ زره کاله قامي تاريخ لري. خپل خپل کلتور، فرهنګ …

بشپړ متن

د حضرت باچاخان پۀ تصور کښې “د يو مثالي پښتون تصور” – نور الامين ايسپزے

کۀ مونږ د نړۍ پۀ فکري، عمراني او فلسفيانه تاريخ يو ځغلنده نظر واچوو نو وبه وينو چې د تاريخ پۀ هر دور کښې د وخت او زمانې سترو مفکرينو او فلسفيانو پۀ کائناتي تکون غور او فکر کړے دے. د کائنات، خالق او انسان پۀ حقله ئې سپېځلو ذهنونو کښې سوالونه را پېدا شوي دي او بيا ئې د خپل فکر او وجدان پۀ زور د دغه سوالونو د جوابونو ورکولو هڅه کړې ده او هم د دغه غور او فکر پۀ نتيجه کښې ئې چې کله د خپل فکر نچوړ پۀ منظم انداز کښې وړاندې کړے دے نو …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار تحریک او د نن دور غوښتنې – نورالامین یوسفزے

خدائي خدمتګار تحریک او نهضت یو داسې تحریک او نهضت دے چې پۀ ګړده نړۍ کښې خپل ثاني او ساري نۀ لري. اکثر داسې شوي دي چې کله د یو قام یو قامي اتل د خپل قام د پاڅون لپاره راپاڅېدلے دے نو یا ئې سیاسي مبارزه کړې ده یا ئې د تورې جنګ کړے دے او یا ئې د قلم پۀ ذریعه د یو مفکر پۀ حېث د قام د اصلاح هڅې کړې دي؛ ولي د نړۍ پۀ معلوم تاریخ کښې داسې یو مثال هم پۀ لاس نۀ راځي چې د یوې بې سواده، غلامې او قبائلي سیمي پۀ …

بشپړ متن

د زغم د نړیوالې ورځ 16) نومبر( پۀ ویاړ ځانګړې لیکنه – نور الامین ایسپزے

  د زغم او برداشت ورځ نن چې پۀ ګړده نړۍ کښې د زغم او برداشت 16) نومبر( لمانځلې شي نو دا هم يو تريخ حقيقت دے چې د نن پۀ دې نړېوال کلي کښې پۀ عمومي توګه پۀ وګړي کښې د زغم او برداشت ماده کمه شوې او د شدت پسندۍ او انتها پسندۍ ماده پۀ څو چنده زياته شوې ده چې مثالونه ئې د جنګ د مېدان پۀ ځاے د لوبو پۀ مېدانونو کښې هم هره ورځ پۀ نظر راځي. پۀ خصوصي توګه کله چې پۀ نړېوال کچ د فټ بال مېچونه کېږي، پۀ سوونو انسانان پکښې د …

بشپړ متن