preloder

پښتون

ګګن جیت سنګهـ او چرن جیت سنګهـ – پښتون

  د لَا اِلٰه پۀ نوم جوړ شوي پاکستان کښې وړومبۍ کابینه پۀ مذهبي حواله څومره متنوع وه ــــ د مشرقي بنګال ګورنر ‘Sir فریډرک بورن’، د پنجاب ګورنر ‘Sir فرانسز مودي’، د شمال مغربي سرحدي صوبې ګورنر ‘Sir جارج کننګهم’ او یواځینے ځائي ګورنر ‘Sir غلام حسېن هدایت الله’ د سندهـ صوبې ؤ. بلوچستان نېغ پۀ نېغه د ګورنر جنرل جناح صاحب د اختیار لاندې وه. د فوځونو مشرانو کښې د رائل پاکستان اٰرمي مشر ‘Sir فرانک مېسري’، د رائل پاک ائیر فورس مشر ‘Sir پېري کېن’، د رائل پاکستان نېوي مشر ‘Sir اېډمرل جیفورډ’ سره سره د ګورنر …

بشپړ متن

د جاسوس قیصې: ‘را’، اٰئي اېس اٰئي’ او د امن فرېب – “پښتون”

SPY CHRONICLES: RAW, ISI & THE ILLUSION OF PEACE HarperCollins Publishers, India, 2018 هند او پاکستان تل یو بل سره د تُورې پۀ ژبه خبرې کړې دي خو اوس حالات ډېر بدل دي. اوس یوې مودې نه ډېر پۀ هنر سره د دنیا د ټولو نه ‘تود بارډر’ واهګې نه د دښمنۍ لمبې مغربي ډېورنډ کرښې ته اړولې شوې دي. د هند او پاکستان تر منځه د تجارتي او اقتصادي هلوځلو نه د ثقافتي او کلتوري شریک محفلونو، مشترکه فلمسازۍ او ‘اچهے پړوسی والے’ راشه درشه روان دي. د واهګې پۀ پوله بسونه ځي راځي، اخوا اجمیر شریف له د …

بشپړ متن

مبارکي – پښتون

یو دېرشم ائیني ترمیم منظورېدل د دې ملک د تاریخ او د پښتون قام د تاریخ یوه لویه ورځ ده. د فاټا انضمام سره به ملک مضبوط شي. زمونږ مشرانو چې د کومې ورځ نه دا غوښتنه کړې وه نو هغې ورځ نه د ازمېښتونو، تکلیفونو، جېلونو او مقدمو سره مخ وو. نن د دې ائیني ترمیم منظوري زمونږ د مشرانو د تاریخي موقف حمایت دے او زمونږ د سیاست د نظریاتي اساس د مضبوطیا دلیل دے. دې ټوله موده کښې د قبائیلي سیمو خلق پۀ جسماني، روحاني، مالي او مادي طور ډېر کړېدلي او زورېدلي دي. د هغوي کورونه …

بشپړ متن

ډاکټر ډېوډ ګوډال او هندي فلم ‘ګزارش’ – ‘پښتون’

    गुजारिश د انسان د ژوند او وینې حرمت، د هغۀ د ملکیت د حق احترام او د هغۀ خپلې فېصلې د پاره د خودمختارۍ تصور ته پۀ مهذبه نړۍ کښې لۀ هر څۀ زیات تقدس حاصل وي. ډاکټر ډېوډ ګوډال چې د اسټرېلیا نامتو ماهر نباتات او ماحولیات ؤ، پۀ لسمه مۍ 2018 سوئټزرلېنډ کښې پۀ یو کلینک کښې د زهریله ستن پۀ ذریعه د یو سل څلور کلونو عمر کښې خودکشي وکړه. پۀ لسمه مۍ د خپلې خودکشۍ نېټه د ټاکلو پۀ وخت هغۀ وئیلي وو، ‘د مرګ وخت مقرر دے خو انسان ته د خپل ژوند …

بشپړ متن

خط مې راغلے د جانان دے – ‘پښتون’

  د ‘ډمه ډوله باجوړ’ نه د عنایت الله بهار خط د ګران فخرِ افغان بابا د مرکز ټولو منتظمینو او د ‘پښتون’ مجلې کارکوونکو ته پۀ هغه پښتنه ژبه سلام وړاندې کوم د کومې ژبې لیک لوست چې زما پښتنې مور ما ته د ‘پښتون’ مجلې پۀ ذریعه ښودلے دے او د خوښۍ خبره ده چې هغه سلسله نن هم روانه ده. زما مور بې بې د څلوېښتو کالو نه ‘پښتون’ مجله لولي او زما ‘پښتون’ مجلې سره د ملګرتیا اووۀ کلونه پوره شول. پۀ دې موده کښې ما د ‘پښتون’ د لوستلو پۀ ذریعه ډېر هغه څۀ زده …

بشپړ متن

د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې بل ترمیمي بِل یو دېرشم ائیني بدلښت، 2018 ز – ژباړه: ‘پښتون’

31st Ammendment, Act 2018 1 مختصر عنوان او د نفاذ پېل: 1.1 دا اېکټ به د دستور )یو دېرشم ترمیم( اېکټ 2018ز بللے شي. 1.2 پۀ دې اېکټ کښې د بیان شوو ځینو نکتو پرته، دا به في الفور نافذ العمل وي. 2 د دستور د ارټیکل ترمیم: د اسلامي جمهوریه پاکستان دستور کښې چې وروستو ئې حوالې ورکولې کېږي، د ارټیکل 1 شق 2 کښې؛ اول پېراګراف )ب( کښې به ، وقفې نه پس لفظ ‘او’ شاملولے شي. دوېم پېراګراف )ج( به ختم کړے شي، او درېم پېراګراف )د( ته به د پېراګراف )ج( نمبر ورکړے شي. 3 د …

بشپړ متن

يه مُلا! ستا نیم قران مې واورېدو رباب کښې – پښتون

  د ‘امین افغاني’ حافظ محمد ادریس یاد حافظ محمد ادریس د طورو اوسېدونکے ادیب او خطیب ؤ. علامه انورشاه کاشمیري چې د دېوبند نه جدا ئې د ‘جامعه ډابېل’ بنیاد ایښے ؤ، حافظ صاحب دیني علوم کښې د هغۀ شاګرد ؤ. خپلۍ مورنۍ ژبې پښتو سره ئې پۀ عربۍ، فارسۍ او اردو ژبو وئیلو، لوستلو او لیکلو لاس بر ؤ. اېم اے او کالج امرتسر کښې چې پرنسپل ئې ډاکټر تاثیر ؤ، فېض احمد فېض پکښې د انګرېزۍ ژبې استاد ؤ، حافظ ادریس به دغلته د دینیات تدریس کولو. امرتسر نه اسلامیه کالجېټ پېښور ته او دلته نه ئې …

بشپړ متن

لیکوال د پنځویشت کلني کېدو نمانځغونډه – پښتون

باچاخان مرکز، 11 مارچ 2018ز لۀ هغې زمانې چې چاپخانه او نشراتي فعالیتونه پښتون افغان وطن ته رارسېدلي او پېل شوي دي، بېلابېلو مجلو، ورځپاڼو او داسې نورو مطبوعاتو اولسي خبرتیا، ویښتیا او د شعور پراختیا کښې ډېر ارزښتمن او اغېزمن رول لوبولے دے. د امیر شېرعلي خان د واکمنۍ دوېمه دوره کښې پښتو د خپرونو مېدان ته راغله خو پۀ نورو ژبو کښې خپرېدونکو مجلو کښې به د پښتو د پاره ځانګړې برخه ورکړې شوې وه. کال 1928ز کښې فخرِ افغان باچاخان ‘پښتون’ مجله ټول پۀ ټوله پۀ پښتو ژبه راوویستله او بیا د وخت سره مختلفې پښتو مجلې …

بشپړ متن

“رولټ اېکټ”

باچاخان “رولټ اېکټ” ‘زما ژوند او جدوجهد’، باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر/ډسټ اٰن بکس، 2018، مخونه 96-84 ‘رولټ اېکټ’ پۀ اتلسم مارچ 1919ز د هندوستان د پاره ‘شاهي قانون سازه اسمبلۍ’ یو اېکټ منظور کړے ؤ. دې اېکټ د پاره کمېټۍ کښې سډني رولټ (Sidney Rowlatt) صدر، هوج (JDV Hodge) سکتر او کماراسوامي ساستري، لوټ (Verney Lovett) او مټر (P.C Mitter) غړي یوو. د دې اېکټ تر مخه حکومت سیاسي کارکنان بې د څۀ ځنډ او خنډه دوو کالو د پاره بې د څۀ مقدمې او استغاثې پۀ دې جواز سره بندي ساتلے شول چې دوي نه امن و امان ته …

بشپړ متن

د ANP تهنک ټېنک نه پس د ملي مشر پرېس کنفرانس – پښتون

د پخواني وزیراعظم نواز شریف پۀ حقله د سپریم کورټ د وروستۍ فېصلې راتلو نه پس پېدا شوي صورت حال باندې د ANP د تهنک ټېنک یوه ناسته پۀ ولي باغ کښې وشوه. دې اجلاس نه پس ملي مشر د رسنیو/میډیا وړاندې پرېس کنفرانس کښې د ګوند تګلاره او پۀ روانو چارو موقف اعلان کړو. مونږ لوستونکو د پاره د ملي مشر رسنیو ته دغه وېنا دلته وړاندې کوو: ‘سپریم کورټ د ملک تر ټولو لوے عدالت دے او د دې د فېصلو د احترام پۀ نتیجه کښې مونږ د تحفظات باوجود د سپریم کورټ فېصله قبلوو. زۀ د تېر …

بشپړ متن