loader image
کور / مستقل ليکوالان / رحمت شاه قرېشي

رحمت شاه قرېشي

عوامي نېشنل پارټي د احتجاجي سیاست تازه غورځنګ – رحمت شاه قرېشي

ګراني + میډیا + نېب زور هسې پېغور شي چې همت ورسره مل نۀ شي ورک هاغه مشال شه چې تیارۀ شي او دے بل نۀ شي داسې کله کېدے شي چې پۀ قام به سخته وي او عوامي نېشنل پارټي به د خپل قام د پاره اواز او قدم پورته نۀ کړي؟ عوامي نېشنل پارټۍ کښې د خدائي خدمتګار تحریک راستي، جرأت، رښتینولي او حرکت موجود دے. د انګرېز سامراج د ظلم او استبداد پۀ ضد چې فخرِ افغان باچا خان بابا پاڅېدو نو تر هغه وخته ئې دمه ونۀ کړه چې انګرېز ئې د دې خاورې نه ویستے …

بشپړ متن

خېبر پښتونخوا سره د ‘فاټا’ د ادغام فائدې – رحمت شاه قرېشي ګومل

د هر وخت جابر او ظالم د خپلو مفادو د پاره پښتون قام پۀ څو ځايونو تقسيم کړے دے او خپل مفاد ئې پۀ دې منځ کښې حاصل کړي دي او د هر وخت حکمرانانو او خپلو کسانو ته ئې دا خبره کړې ده چې کۀ چرې پښتون قام پۀ خپلو کښې يو ځاے شي نو دوي کله هم څوک غلام ساتلے نۀ شي، بلکې کۀ دوي یو ځاے شي نو ډېر باچاهتونه به تر قلمرو لاندې کړي. ځکه نو د هر وخت حکمران او بادشاه دا کوشش کړے او لا ئې دا کوشش دے چې پښتون بې اتفاقه کړي …

بشپړ متن

د ډېره اسماعيل خان خدائي خدمتګاران – رحمت شاه قرېشي

  اخونزاده شکر دين کاکا: د خدائي خدمتګار اخونزاده شکر دين کاکا د پلار نوم جمال دين ؤ. پۀ قام شېراني ؤ. د پېدائش تاريخ ئې نولس سوه پينځۀ دېرش دے. د دوي زوے حاضر دين شاه وائي چې زما پلار ټول عمر پۀ دې تحريک کښې تېر کړو. دوي وائي چې بې نظير بهټو د حکومت خلاف د اے اېن پي کار کوونکي او مشران کشران ګرفتار کړي وو او ملي مشر اسفنديار ولي خان ئې ډي اٰئي خان جېل کښې قېد کړے ؤ. شکر دين کاکا دغه جېل کښې قېد ټولو خدائي خدمتګارو ملګرو ته د لسو زرو …

بشپړ متن

څلور پېغامونه – رحمت شاه قرېشي

    میا افتخار حسېن دې خداے سلامت لري: د میا افتخار حسېن ژوند ته د ورپېښې خطرې تر اوسه څۀ خبر مخې ته نۀ دے راغلے. حکومت لکه چې پۀ دې انتظار کښې دے چې خداے مۀ کړه کله دغه خودکش ځان خلاص کړي. پۀ خپل ځاے دې خداے د دوزخ څټکورے کړي خو خداے مۀ کړه بل چا ته څۀ نقصان ورسوي. میا افتخار حسېن ثابته کړه چې هغه یو سُوچه باچاخانے دے او باچاخانیان د مرګ وېره زړونو کښې نۀ لري البته خفه پۀ دې یم چې میا صاحب ته پۀ غاړه دا دښمني خو د هغۀ …

بشپړ متن

باچاخان مرکز کښې د ملي مشر اسفندیار ولي خان پرېس کانفرنس – رحمت شاه قرېشي

    د ملي مشر اسفندیار ولي خان دا پرېس کانفرنس د ستمبر پۀ څلیریشتمه نېټه باچاخان مرکز کښې شوے ؤ. د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره ئې دلته د ښاغلي رحمت شاه قرېشي پۀ مننه وړاندې کوو. دا وخت پۀ ملک کښې افغانانو او بنګالیانو ته د شهریت ورکولو کومه خبره چې ‘سلېکټډ’ وزیر اعظم کراچۍ کښې کړې وه، پۀ دغه خبره د څۀ خلقو خوا درنه شوې ده او احتجاج ئې کړے دے. زۀ د دې ملک د واکمنو نه یو تپوس کوم! کوم خلق چې د مشرق لۀ خوا )هند نه( پاکستان ته راغلي دي؛ هغوي له خو …

بشپړ متن

د 2018 انتخابات کۀ د ضمیرونو سودا – رحمت شاه قرېشي

    زما ډېر وخت وشو چې زۀ پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې شامل شوے يم او زما تقريباً اتۀ ویشت کاله کېږي چې زۀ دې پارټۍ کښې يم او انشاء الله کۀ الله ته منظوره وه نو تر مرګه پورې به پۀ دې پارټۍ کښې يم او د خپل قام او اولس خدمت به کوم او د باچاخان بابا او د خان عبدالولي خان بابا پۀ فلسفه به د اسفنديار ولي خان پۀ قيادت تر منزل دا قافله بوځم. انشاء الله. ما ته د 1990 نه تر دې وخته پورې هر قسم الېکشن ياد دے او پۀ دې کښې …

بشپړ متن

د شهید زوے هم شهید شو خپله خاوره باندې – رحمت شاه قرېشي

    د باچاخان بابا تحريک هر پښتون داسې مخلص کړے دے چې د اول نه دا سلسله جارې ده او خلقو د خپل سیاست د پاره د خپل مال او وخت سره د خپلو سرونو نه هم تېر وو. نۀ د خپل اولاد مينې د وطن او خاورې لۀ مينې پاتې کولے شي او نۀ د خپل ورور، خور او مور مينه د قام پۀ مینه زورېدلې شوه. هغوي د قام پۀ مینه داسې مست وو چې نۀ ئې د وخت ستم ته کتلي دي او نۀ د کوم اٰمر جابر ظالم حکمران وړاندې د حق خبرې کولو نه …

بشپړ متن

لر و بر پښتنو ته زېرے قبائیلي سیمې د پښتونخوا برخه شوه – رحمت شاه قرېشي

نن د مئۍ څلیريشتم تاريخ د زیارت ورځ ده. دا ورځ به د پښتنو پۀ تاريخ او ژوند کښې داسې روښانه وي چې همېشه همېشه به پرې پښتانۀ فخر او وياړ کوي او دا تاريخ د قبائیلي سیمو د پاره يو لوے زېرے او خوشحالي ده ځکه چې پۀ دې ورځ هغه کرښه او هغه امتیازي وحشیانه قانون لۀ منځه لاړو چې پېرنګي او نورو پښتون دښمنه قوتونو پرې دا پښتانۀ لۀ يو او بل نه تقريباً يو نيم سل کال اول جدا کړي وو او يو کور او د يو کور خلق ئې پۀ پینځو ځايونو کښې تقسيم کړي …

بشپړ متن

د اجمل خټک بابا دوه خطونه – رحمت شاه قرېشي

  رحمت شاه قرېشي د ټانک د سیمې یو تکړه او متحرک ملګرے دے. هغه یو کلک باچاخانے او پوخ نېشنلے دے. د خپل ګوند، خپلې نظریې، خپل بېرغ او خپلو مشرانو سره بې کچه سُوچه مینه لري. هغه د باچاخان مرکز او ‘پښتون’ مجلې سره د خپل وس نه زیات کومک او اخلاص کوي. ‘پښتون’ د هغۀ د مینې پور وړے دے او د هغۀ هرې مرستې ته پۀ دروند نظر ګوري. د ارواښاد اجمل خټک دغه دوه خطونه هغۀ د تېرې میاشتې د پاره رالېږلي وو چې پۀ وخت مونږ ته نۀ وو رارسېدلي. دا خطونه پۀ یو …

بشپړ متن

د نومبر مياشتې خبرونه – رحمت شاه قریشي

وړمبے نومبر د پنجاب 9 سيټونه کم، د خېبرپښتونخوا 5 د زياتولو فېصله. د پالېماني غړو پۀ نوے حلقه بندو باندې اتفاق، صبا نه بله ورځ پورې به ترميمي بل منظورولې شي. د قومي اسمبلۍ 342 نشتونه به برقرار پاتې کيږي. د بلوچستان درې او د اسلام آباد به يو سيټ زياتيږي. حکومت ډيزل او د خاورو تېل 5.39 روپۍ او پېټرول 2.49 روپۍ ګران کړل. د پېټرولو نوے قيمت 76 في ليټر او هائي سپيډ 59 روپۍ في ليټر. کابل: پۀ سفارتي علاقه ځانمرګے بريد، 13 تنان وژلے شوي او 15 سخت ژوبل. بريد د اسټريليا د سفارت خانې …

بشپړ متن