preloder
کور / مستقل ليکوالان / سميع الدين ارمان

سميع الدين ارمان

د زردشت (زرتشت/سپینتمان) ګاتونه – سمیع الدین ارمان

    اثارِقدیمه، علم الانسان، جغرافیه او نورو بلها علومو دا یو متفقه شان تاثر جوړ کړے دے چې د لرغوني انساني تاریخ د پېل نه راواخله تر ننه د اجتماعي، قامي یا تهذیبي ژوند یوه د تاریخیت حامله معاشره هم د رسمي یا غېرِ رسمي مذهب د شتون نه یکسر خالي نۀ ده پاتې شوې. د دې نه دومره قدرې خبره خو ډېره پۀ اسانه راڅرګندېږي چې مذهب د انسان د کوم داسې ضرورت د پوره کولو وسیله ده چې د هغې نه بغېر ژوند او مرګ دواړه نیمګړي او لایعني دي. بل د نړیوال تهذیبي تنوع د رسا …

بشپړ متن

حسن معجزه ده – سمیع الدین ارمان

انسان کائنات او د دې دواړو ترمنځه د نسبت تعین هغه مثلث دے چې د علومو واړه جهانونه ئې زېږولي دي. زۀ څوک یم؟ زما ابتدا او انتها څۀ ده؟ څۀ حقیقت لرم؟ کائنات څۀ ابتدا انتها مقصد او مرام لري؟ زما او د کائنات ترمنځه د رشتې تعین څۀ دے؟ دا هغه سوالونه دي چې د جواب د هڅو نه ئې مذهب، فلسفه، سائنس او ادب ټول پۀ ټوله راټوکېدلي دي. د یویشتمې پېړۍ پۀ دې پړاو چې نن ترې نه د سټیفن هاکنګ غوندې معروف و مقبول سائنسدان هم رخصت شو، د ماقبل سقراط فلسفه، اووۀ نابغه (سېون …

بشپړ متن

رابندرا ناتهـ ټېګور او غني خان: مفروضات او حقائق – سمیع الدین ارمان

ټېګور پۀ کال اتلس سوه او یو شپېتم 1861)ز( کښې پېدا شوے ؤ او پۀ کال نولس سوه او یو څلوېښتم 1941)ز( کښې وفات شوے ؤ. پۀ کال دوه زره او یوولسم 2011)ز( کښې د هائډل برګ د مشهورِ زمانه پوهنتون ساوتهـ اېشیاء انسټیټیوټ د ټېګور د زېږون یو نیم سل کلونه پوره کېدو باندې هغۀ ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې کولو لپاره د “ټېګور نمانځنه” پۀ عنوان تقریبات منعقد کړي وو. دې تاریخي تقریباتو کښې د ټېګور د فکر و فن او شخصیت پۀ ګڼو اړخونو تحقیقات، تاثرات، ډاکومنټریز او د هغۀ تخلیق کړي سُرونو باندې موسیقي او د …

بشپړ متن

د ریاست او تجارت پهٔ لاس د مورنیو ژبو قتلِ عام – پروفیسر سمیع الدین ارمان

‘پۀ کوم وخت او ځاے کښې چې مونږ نن ژوند کوو، هغه راته د جورج اروېل هم هغه د اوشیانا ریاست ښکاري چې د منفیت مثالي ریاست (نېګټیو یوټوپیا) دے. داسې ریاستونو د انسانانو فطري ازادي، برابري، د هغوي تاریخي او کلتوري شناخت نۀ شي زغملے، ځکه ئې یا خو کلتور، ژبه، تهذیبي او تاریخي نخښې وروژني یا بیا د ځائي وګړو د پېژند پۀ نامه یو مصنوعي قامي کلتور تخلیق کړي چې مرام ئې هم هغه د ‘مشر ورور’ وي. پۀ زړۀ پورې پدیده (مظهر) دا هم ده لکه څۀ ډول چې د لومړني دور پۀ ریاستونو کښې پاچایانو …

بشپړ متن

زمونږ د باچا خبرې – پروفیسر سمیع الدین ارمان

د ښاغلي سمیع الدین ارمان دا لیکنه د پښتو اکادمي کوئټه لۀ خوا پۀ “تنقیدي تعبیرات” دوېم ټوک کښې هم چاپ ده. د “پښتون” خصوصي ګڼې د پاره د ښاغلي ارمان لیکنه کښې د دغه یاد کتاب ذکر راتلو سره مو د یاد مضمون اهمیت مخې ته راغلو. دا لیکنه د باچاخان فکر ته د یوې نوې زاویې نه د کتلو هڅه ده. زمونږ د باچا خبرې والټئر1 ليکلي دي چې صرف مختصر کتابونه اصلي اهداف حاصلوي. تهامس پېن2 يوه رساله ليکلې وه چې نامه ئې “Common Sense” (عقل سليم) وه. دا رساله محض د اووهٔ څلوېښتوپاڼو وه او عجيبه …

بشپړ متن

د فلسفه عدم تشدد نفسياتي بنيادونه – پروفیسر سمیع الدین ارمان

د کارل ګستاو ژونګ مطابق انسان د یو څیز د حقیقت ادراک پۀ څلورو وسائلو سره کوي. هغه پۀ دې کښې دوو ته عقلي او دوو ته غېر عقلي وسائل وائي. عقلي وسائلو کښې هغه سوچ او احساس او پۀ غېر عقلي وسائلو کښې حس او وجدان شماري. خارجي ماحول سره اشنائي د حواسو پۀ ذریعه کېږي او انساني حواسِ خمسه د جانکارۍ پۀ عمل کښې بنیادي کردار ادا کوي. بیا ورپسې مرحله کښې د حواسو دا ادراک تر هغې نیمګړے وي چې د ابلاغ او ترسیل لپاره ئې څۀ لاره را وباسلې شي. دا لاره د ټکو او د …

بشپړ متن

د سياسي نظرياتو د ارتقاء تاريخ او تلخيص – پروفيسر سميع الدين ارمان

سياست يو مقدس علمي مېدانِ عمل دے. د دې د لرغوني اساسياتو مطالعه دا د فلسفې او سائنس مرکب ګرځوي. ماقبل سقراط فلسفه کښې د سياست او رياست پۀ حقله قديم تصور د ‘هومر’ دے چې هغه د حکومت پۀ باب له د “نظريه تخليقِ رباني”(ډيوائن رائټ اٰف مونارکي) منونکے ؤ. د دې نظر خلاصه دا ده چې حکومت کوونکے به انسان وي خو د خدائي اختياراتو د وديعت پۀ سبب به د هغۀ درجه د عام انسان نه برتره وي. د حاکم د حقِ حکمرانۍ او معزولتيا لپاره اصلُ الاصول به هم خدائي وي. د دې برعکس ‘هسيوډ’ د …

بشپړ متن

د سړو سړيتوب/ د نرانو نرتوب (اخرۍ برخه) – پروفېسرسميع الدين ارمان

یادګیرنه: د ښاغلي تنقیدنګار پروفېسر سمیع الدین ارمان دا مهمه فکري لیکنه د هغه مغالطو د مدلل تردید یوه هڅه ده چې د تهذیبونو او مذهبونو پهٔ نوم د ښځو د اخلاقي، مادي، روحاني او جسماني استحصال د پاره مکارو مزغو وړاندې کړې دي. دلته د دې لیکنې تلخیص وړاندې کړے شو. بشپړه لیکنه د ښاغلي پروفېسر پهٔ کتاب “تنقیدي تعبیرات” دوېمه برخه کښې لوستونکي کتلے شي ـــــ  پښتون د دنيا د ټولو نه قديم تمدن کښې د بابل اهميت او تاريخيت د نظرانداز کولو نۀ دے. د دې حاکمانو جنسي ملاپ له قانوني او د دې ښار مذهبي رهنماو …

بشپړ متن

پان اسلام ازم د نيوهسټورسزم پۀرڼاکښې

د عالمګير حکومتونو تاريخ مونږ ته دا خبره واضحه کړې ده چې پۀ اکثره دنيا حکومت کوونکو کښې تر ټولو ياد حکومت د يونانيانو ؤ چې د مقدونيه سکندر پکښې د وسله وال طاقت پۀ زور د عالمګيريت سرخېل ياديږي. د دې نه وړاندې هم د هخمنشيانو تهذيب مشهور دے، خو پۀ دې کښې د عالمګيريت رواجي اساسي محرکات پۀ څرګنده توګه فعال نۀ دي. بيا ورپسې د رومن امپائر (رومن امپراطوري) يادېږي چې اګسټس سيزر ئې اولنے سالار ؤ، جوليس سيزر پکښې ډېر مشهور دے چې کله ئې سياسي بريا ترلاسه کړه نو ډېر زر مطلق العنانيت ته ګامزن …

بشپړ متن