preloder
کور / مستقل ليکوالان / شمس بونېرے

شمس بونېرے

د ډاکټر خان صاحب د وزارت د ختمولو پۀ باب د خفیه خطونو ترجمه – شمس بونېرے

    ډاکټر وقار علي شاه پۀ خپل کتاب ‘اسلام، نسليات او قام پرستۍ’ پۀ نوم ډېر ژور تحقيقات کړي او ښکاره کړي دي. دا مضمون د هغې د يو باب ژباړنه ده چې د وائسراے د خپل داخلي سېکرټري ماونټ بېټن پۀ واسطه کړي او د هغۀ د چاپ شوي کتاب ذکر او مصدقه صفحې لري. خط نمبر 3265 د اتم اګست 1947 کښې ليکي. ‘زۀ هدايات کوم چې د صوبې ګورنر لاک هارټ ته ووايه چې د ګورنر پۀ حېث پۀ يوولسم اګست غرمه خپل وزارت ختم کړي او کۀ ممکنه نۀ وي نو پۀ دولسم اګست سحر …

بشپړ متن

د ډاکټر سید وقار علي شاه د کتاب اسلام، نسلیات او قام پرستي – شمس بونېرے

د یوې اهم واقعې ژباړه زما مخې ته د ډاکټر صاحب دغه پورتنے کتاب د مطالعې د پاره پروت دے. د دې يوه داسې واقعه چې نن پرون اوسبا هرځاے راتلې شي، نو دا ژباړه د ‘پښتون’ مجلې پۀ واسطه ستاسو مخې ته ده. چې خان عبدالاکبرخان د افغان زلمي تنظيم صدر او ميا احمدشاه چې د دې تنظيم جنرل سکتر ؤ، بيانونه چې د کانګرس پۀ شرکت وو او دا مشترکه بيان ئې خورکړے ؤ: ‘دوه کاله مخکښې مونږ درې تنه ملګرو عبدالاکبر، ميا احمدشاه او عبدالغفارخان او څو نورو ملګرو د افغان جرګې دځوانانو د يو تنظيم بنياد …

بشپړ متن

د مولوي فضل محمود مخفي یادونه او زیارونه – شمس بونېرے

وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي. د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او مبارزې نه څوک هم انکار نۀ شي کولے. د پېرنګي پۀ ضد د هند پۀ خاوره ګاندهي، ابوالکلام ازاد، شېخ مولوي محمودالحسن، باچا خان، د سندهـ پۀ خاوره عبېدالله سندهي نو د پښتنو پۀ خاوره عبدالصمد خان، حاجي صاحب ترنګزئ او فضل محمود مخفي داسې …

بشپړ متن

پاکستان د نوو تجربو نه تېرېږي – شمس بونېرے

د دنیا د موجوده ملکونو پۀ تاریخ کښې د پاکستان هغه تاریخي حېثیت نشته چې دا پرې لکه د بعضې تاریخ دانانو لۀ خوا دعويٰ کېږي، د زرګونو کلونو تاریخ لرونکو ملکونو سره یو صف کښې ودروي. دا نۀ چا قبضه کړے او نۀ د دې د ازادۍ د پاره جنګونه شوي دي. دا خاورې د ‘وړې وچې’ او ‘بحرِ هند’ پۀ نامه پۀ تاريخ کښې شته. پۀ دې خاوره مغلو او پښتنو جنګونه او حکومتونه کړي دي ولې هند خپل نوم برقرار ساتلے او د ‘هندوستان’ پۀ نوم ياد شوے دے. دغه جنګونه د قبضې او د باچاهۍ جنګونه …

بشپړ متن

څهٔ وئیل پکار دي؟ – شمس بونیرے

تاريخ د حقيقي واقعاتو د جمع کولو او بيانولو نوم دے چا چې واقعې کردار او منظر پۀ اصلي او واضح توګه بيان کړے او ليکلے دے، دا تاريخ دے او چا چې واقعاتو او کردارونو ته پردۍ جامې اغوستې دي، دا درباري قيصې دې. تاريخ مسخ کېدے شي خو فسح کېدے نۀ شي. فلسفه د ابتدائي ادراک پۀ سبب وجود ته راغله چې ورته د علومو مور وئېلې شي. فلسفه دوه سترګې لري، پۀ کومه سترګه چې د اسمان او ماورائي قوتونو ته ګوري دغې فلسفې ته موضوعي فلسفه وائي، بله فلسفه چې زمکې او خلقو ته ګوري او …

بشپړ متن

چيندرو د ډاکټر همدرد فنپاره، شمس بونېرے

مونږ چې پۀ کومه ټولنه کښې ژوند کوو، دا د خانۍ ملکۍ او مذهب پرستۍ نه ډکه ده او هم دغې درې قوتونو پۀ لاسو کښې کلکه نيولې او قابو کړې ده، خو ددې ټولنې پۀ خېټه کښې نرے نرے درد دے. دا ټولنه د ډاکټر او حکيم پۀ تلاش کښې لېواله او سرګردانه ګرځي چې ورته خپل مرضونه وښائي او دغه ډاکټر طبيب څۀ دارو درمل ورکړي. ددې ټولنې پۀ خېټه کښې د غريبۍ چينجي دي. دا ټولنه د جنسي مرضونو او ذاتي خواهشاتو د ظلم زور او ستم نه ډکه ده. د دې بيمارو د پېدا کېدو وارثان …

بشپړ متن

ملک او قام – شمس بونېرے

ملک او قام – شمس بونېرے ملک او قام جدا جدا تعريفونه او تاريخونه لري. د قامونو د شريکېدلو نه ملک جوړېږي خو دغه ملک پۀ قام کښې نۀ شي بدلېدے. ملک د قامونو د مجموعې نوم کېدے شي خو دغه ملک د قام نوم نۀ شي کېدے. قامي پېژندګلو د خپلې قامي ژبې، قامي کلتور، خپلو مخصوصو سرحدونو، تاريخ  او شريکې سياسي تجارتي منډۍ نه جوړېږي او ملک د ګڼو قامونو شرکت چې د جدا ملک او رياست پۀ نوم اعلان شي. کوم قامونه چې د خپلو ستونزو، مسئلو او امن شريک ژوند او دفاع د پاره پۀ شريکو مسئلو …

بشپړ متن

جنګ: د ادم نه تر دی دمه – شمس بونېرے

جنګ د درې ټکو نه جوړ دے، ولې د دې ټکو پۀ خېټه کښې يو بې پاياوه سمندر وجود لري چې لا تر اوسه ئې پاياو معلوم نۀ دے. د مذهب د لارې نه وړومبے تکرار او جنګ د ملائېکو ؤ چې يه خدايه! د زمکې پۀ سر ولې انسان پېدا کوې؟ زمونږ خدمت او عبادت کښې څۀ کمے دے؟ نو خداے ملائېکو ته ووې، د ادم او د هغۀ د اولاد نه دنيا کښې کار اخلم. ملائېکې چپ شوې او چې ادم عليه السلام جوړ شو او ملائېکو ته حکم وشو چې سجده وکړئ نو د شېطان د جنګ …

بشپړ متن