کور / فېصل فاران / د پڪتا وېنا یوه تبصراتي تجزيه – فېصل فاران

د پڪتا وېنا یوه تبصراتي تجزيه – فېصل فاران

د بشير احمد مټه “د پکتا وېنا” کښې اسلوب وړومبے مهم شے دے چې مونږ ئې د دې کتاب تجزيه کښې وينو ــــ هم دغه رنګ اسلوب د پير روښان د کتاب “خېرالبيان” هم دے خو هلته کښې ورسره د سورۃ رحمٰن قافيې راوړې شوې دي. دغه ډول تکراري انداز د فرېډرک نطشے کتاب “د زردشت وېنا” کښې هم شته دے. “د پکتا وېنا” اسلوب باندې دراصل هم د دغه دواړو کتابونو د اساليب اغېزه ده خو د نطشے مفکوره د چارلس ډارون پۀ حياتياتي تهيوري باندې داسې اضافه وه چې د دې پۀ ذريعه کېتهولک عيسائيت د اخلاقياتو ځپلي انسان پۀ ځاے يو نوے تګ و تاز کوونکے فوق انسان پېدا شي ځکه چې نطشے د جمهوريت هم پۀ دې خلاف ؤ چې دا هم دغه د مذهبي اخلاقياتو ځپلي انسانان د هغه بنيادمانو برابروي چې فکري توګه باندې لوړ دي او د قامونو د لار ښودنې جوګه دي. دا تصور هم نوے نۀ دے. مذهبي تاريخ کښې هم پېغمبران همېشه د اوچتې کورنۍ نه راغلي دي. د نطشے فوق انسان نه وروسته د نازيت تهيوري پېدا شوه. د پير روښان د “خېرالبيان” کردار هم “مسکين” نومې کردار دے چې د سکونت درجه کښې د خزان بهار د تګ راتګ نه بې پرواه لکه نحل مستقيم پۀ خپل مقام دے. مسکين هم دراصل انسان نۀ، فوق انسان دے خو د دۀ شا ته د تصوف د انسان کامل تصوير پروت دے. “د پکتا وېنا” کردار هم معمولي کردار نۀ دے. د دې کردار د پاره “پکتا” پۀ زرګونو کاله د انتظار او هيلې زيار باسلے دے او بيا ئې دغه کردار موندلے دے او ورته وائي:

“او رښتيا چې ومه زۀ پۀ انتظار لږ ډېر وخت نه پۀ خپل تومن کښې، د يو کس لرونکي د يو روح پوخ، بار زغمونکے، بار وړونکے چې ورکړم ورته زما خبره خپله خلاصه او ښکاره. اوس چې ما بياموندې تۀ، لرلې پۀ زړۀ کښې يوه ړنده مينه، نۀ هېرېدونکې، نۀ بدلېدونکې، د پاره زما د پښت او زما د خاورې.”

“د پکتا وېنا” کښې د زوي دا کردار پۀ غرور غوڅوي باندې سر وي. دغسې بيا د”زردشت وېنا” کښې زردشت هم لس کاله پۀ غرور غوڅوي. اخر ورله د نمر نه د الهام ځواک حاصل شي او نمر ته ګويانه شي او وائي ورته:

“وګوره چې څنګه غلوځې مچۍ ډېر دي شات راغونډ کړي هم دغسې، زما عقل هم لۀ کچه وتے دے، او اوس د هغۀ د رسولو ضرورت دے چې د دې اخستلو د پاره ما ته خوارۀ شي، زۀ غواړم چې دا ووېشمه.”

د پکتا نيکۀ هم د زوي کردار ته وائي:

“دا غوښتل ما چې پوهه کړم تا پۀ هغه ټولو خبرو چې دي د پوهېدلو د پاره ستا، او د پاره د هغه ټولو کسانو چې ګډ وي زما پۀ پښت، او برڅېره کړم تا ته رازونه درانۀ د زمکې.”

 او دغسې زردشت چې قام اولس ته راشي د فوق انسان فلسفه او زېرے راوړي، “د پکتا وېنا” هم دغه د زوي يا نمسي د فوق انسان غوندې د لوے زغم او د شخصي استحکام کردار دے چې زړۀ ئې د قام د مينې نه ډک دے. د زردشت وېنا ليکلو دوران فرېډرک نطشے هم کۀ الهامي تجربې ذکر کوي چې اوس د نوو نفسياتو لۀ رويه ئې اندازه شته چې الهام دراصل د شعوري افکارو لاشعور کښې د مضمون اتيلاف برابرول او د دۀ موندنه ده چې دې پسې دا بيا شعور نه واپس پوره ترتيب سره راځي او د الهام ګمان پېدا کوي. د نطشے فلسفيانه خيالونه شاعرانه جامه کښې وړاندې کوي او مذهبي اسلوب نه ګټه اخلي او” د پکتا وېنا” کښې هم سماجي، سياسي، مفکوره د “خېرالبيان” اسلوب کښې وړاندې کړې شوې ده خو کۀ فرېډرک نطشے د زردشت وېنا اسلوب کښې د لنډتيا عنصر دے، د “پکتا” پۀ وېنا کښې اوږدتيا ده ـــ وجه ئې دا ده چې وړومبے ليکوال مفکر او دوېم سياستوال دے. لازماً ده چې اسلوب د ليکوال د فردي تشخص اغېزه وي. “خېرالبيان” سره ورته اسلوب کښې سياسي، مفکوره وړاندې کول د ليکوال د ذهني بصيرت د روښاني خوځښت پۀ بابله همخيالي ده چې ګوندې هغۀ دا تحريک يواځې مذهبي تحريک نۀ دے ګڼلے او هم دغسې ده، ځکه چې د سياست او مذهب د بېلات تصور د ګرجا او رياست تر مينځه د ازادې تجارتي سرمایې د دوام نه پس راغلے دے. مذهب کله هم سياست نه بېل نۀ دے پاتې شوے. د دوېم خليفه وژنې نه تر کربلا پورې او کربلا نه تر ابو مسلم خراساني تحريک پورې او د ابومسلم خراساني تحريک نه تر د مهدوي پاڅونونو پورې او مهدوي پاڅونونو نه راواخلې د مسلم ليګو تحريک پاکستان پورې ـــ ټول سياسي تحريکونه مذهبي او مذهبي تحريکونه سياسي پاتې شوي دي. ځکه دغه تحريکونو ته يواځې د مذهبي تحريکونو پۀ نکته نظر کتنه سهوه زماني کښې راځي. ليکوال د دغه سهوه زماني نۀ دے ښکار شوے او هم ځکه “د پکتا وېنا” اسلوب د پاره ئې د “خېر البيان” اسلوب پکار راوړے دے.

بايزيد انصاري چې د سورة رحمٰن اسلوب “خېر البيان” ته راوړو نو د هغۀ وړاندې دا نکته هم ده چې هغه د يو زيري ورکوونکي کردار ترسره کوي او سورۃ رحمٰن هم ټول جمالي انداز کښې د نعمتونو د زبادنې او د ځوابي غوښتنو د مضمون نه ډک دے. هم دغسې “د پکتا وېنا” هم د يوې خوش خبرۍ پله د دوامي تګ اعلان دے چې دې کښې د پښتون قام بدمرغي پۀ دې نکتو راسپړدلې شوې ده چې:

  1. “پښتانۀ خپل کتاب نۀ لري”،
  2. دوي باندې لوېديځ او سويل نه يرغلګري راغلي دي،
  3. د غرونو لۀ کبله دوي پۀ قبائيلي توګه پاتې شوي او يو قام ملت نۀ دي جوړ شوي،
  4. دوي چې هند ته لاړ شي، خپل شناخت لۀ لاسه ورکړي،
  5. خپل قامي لرغوني اتلان نۀ پېژني،
  6. د ګرمو اوبو نيشت والے ـــ

کۀ مونږ وړومبۍ نکتې ته راشو نو مونږ پۀ ځا ے دعويٰ لرو چې زرتشت د لرغوني پښتون قام پېغمبر ؤ چې يرغلونو کښې ئې کتاب “اوستا” څو پېرې سوزېدلے دے. تاریخ وائي چې د سائرس دي ګرېټ وخت کښې پارس د “اوستا” د یوې برخې پۀ بنیاد موجوده کتاب مرتب کړے او دغه تعلیمات ئې خپل کړي وو. د دې نه وړاندې پۀ دې کښې د مجوسي مذهب تصورات هم دننه شوي دي. ارجاسپ توراني نه سکندر مکدوني پورې “اوستا” څو واره يرغلونو کښې ضائع شوے، ځکه موجوده متن کښې ئې اګر کۀ پښتونيت پله ډېرې اشارې نشته خو ددې ځنې تصورات لکه د کر کروندې مقدس حېثيت اوس هم مونږ پۀ دې مجبوره کوي چې پښتني تحريماتو کښې دننه د پولې پټي، ورخ، ناکې، اور، اوبۀ خور،زميدارۍ پۀ حقله فکر وکړو او د قياس لۀ مخه ووايو چې پښتونواله يا پښتونولي دراصل ټاکلے تړلے قبائليت بيخي نۀ دے او د قبائيليت پۀ نسبت تهذيبي او مذهبي تقدساتو ته زياته نزدې مفکوره ده او دغسې نۀ دا د لوېديځ د قاميت تصور سره ډېر سمے خوري چې فاشزم او شاونزم ئې بنيادي روح دے. د پښتونوالې دننه د اصلاح او فلاح او انسانيت تصورات ډېر بنيادي دي. د څۀ خاص مذهبيت ښودنه کوي. پښتونيت ته نيم کفر او پښتو ته دوزخي ژبه وئيل هم دغه ډول لرغوني تحفظاتو ته اشاره کوي خو لۀ بده مرغه د پښتون ملت د يو قام جوړېدو نه محرومي او انتشار دغه قياس د پاره دلائل و اثار د نيشت برابر لري. خو دومره اندازه کېږي د پکتيا سيمې اوسېدونکو دغه مذهب ته وده ورکړې وه، ځکه پښتون يا پکتين هم دې سيمې سره نسبت لري او بله دا چي پکهت قبيلې پۀ اريائي قبيلو کښې موجودګي هم دا قياس مضبوطوي.

دا نۀ دي هېرول پکار چې پښتون قام کښې د وصلي پښتون تصور نشته. د بهاکو خان  شاه جهان ته پګړۍ ور پۀ سرول او د شېر شاه سوري د بهار راجپوتان وصلي پښتانۀ کول چې اوسه پورې ځان ته راجپوت پټهان وائي، دغه مفروضې ته تقويت ورکوي. بل خوا د ځنې مغربي پوهانو يوه نظريه دا هم ده چې راجپوت هم زاړۀ پښتانۀ دي بلکې سورج بنسي راجپوت خو نېغ پۀ نېغه سړبني قبېلې سره يو يادېږي. ښکاري لرغونې اريائي دوره کښې به د پښتونيت لۀ رويه نورې نورې قبيلې هم د پښتونيت پۀ بنياد خپلو کښې يو شوې وي. لۀ بده مرغه د پګړۍ پۀ ذريعه د وصلي پښتون کېدو دې زبردست تصور ته د انګرېزانو نه پس پنجاب لوے نقصان ورکړو. اوس قبائيلو کښې هر وختې د شپاړسم سکېل پنجابي افسرته پګړۍ پۀ سرولې کېږي او دا عمل بې معنې شوے دے.

دوېمه مهمه نکته چې د لوېديځ او سوېل يرغلګرو د راتګ ده، نړۍ کښې د خدائي جهان غرڅني او څاراني قامونه دي خو خبره خدائي پکار ده، پښتون کښې د جنګرېزۍ عنصر زيات دے ګني باچا خان به د عدم تشدد مفکوره هم نۀ خپلوله. د جنګرېزۍ د دې عنصر وجه هم د دغه بهرني يرغلګرو چپاوونه او يرغلونه دي چې د دوي سره مقابلو د پاره هر وخت تيار اوسېدۀ زمونږ د لرغوني نيکانو مجبوري وه. فارمے چرګ هم کۀ پینځلس ورځې کورنو چرګانو سره خلاص پرېږدې نو پۀ شپاړسمه ورځ ټونګه لګول شروع کړي. نو دا خو د زرګونو کلونو سفر کښې د يرغلګرو سره هره زمانه کښې جنګ و جدل ؤ، لازمي به ئې د پښتون قام جينياتي ترتيب کښې ګرموالے راوستے وي او د غصې جينز به ئې ورله زيات متحرک کړے وي. اخر بنيادم هم د ماحول او جغرافيې غلام دے، جنېټک کوډز بدلېدۀ دومره وخت نۀ اخلي لکه فلپائن کښې د ماڼګيو يو قبيله ده چې د هغوي د سترګو لينز لکه د سيل او وهيل مهيانو د سترګو د لينز غوندې وي او اوبو کښې دننه هغوي ته لکه د کبانو ښکاري. د دې وجه دا ده چې هغوي د مودو نه د سمندر پۀ خوا کښې ژوند کوي او زيست روزګار ئې ټول پۀ اوبو اډاڼه دے، ځکه “د پکتا وېنا” د ليکونکي دغه نکته پر دې حواله هم ډېره مهمه ده چې د پښتون د يو قام پۀ توګه د يونسل د خاص تشخص نشاندهي کوي چې دغې نه بيا هر غاصب د مذهب، قبيلې پۀ نوم د بربادۍ مفکورې لپاره ګټه پورته کړې ده او بالاخر پښتون ته ترهګر وئيلے شوي دي ـــ خو سمه خبره هغه ده کومه چې غني خان “دي پټهان” کښې کوي چې “پښتون بهر نه څومره سخت، کلک، ستغ، سپور، شډل بډل ښکاري؛ دننه هومره مهين او پوست وي ـــ د خپل ماحول د وېرې نه د ځان باندي دغه شلوخ اچولے وي چې تحفظ ورته ورکوي.”

پښتنه سيمه باندې دا کنډر کنډر پرتې لرغونې ابادۍ هم دغه ګواهي ورکوي چې د پښتون تهذيبي دورې لرغوني تاريخ کښې تېرې کړې دي، دا هم ځکه دننه نه نرم و نازک دے او د وحشي قامونو خاصيتونه نۀ لري. انتشار، بدامني ئې د معاشي او سياسي عواملو سره تړل پکار دي خو خوي خصلت سره ئې بالکل هم نۀ دي تړل پکار.

“د پکتا وېنا” کښې يوه مهمه نقطه د ګرمو اوبو د نيشت هم ده ـــ څنګه چې د يورپ دوېم پاڅون کښې د سمندر کردار د وړو وړو قامونو لکه انګرېز، ولندیز، پرتګیز، اسپېنش، فرنچ د نېوي او تجارت پۀ ذريعه تجارتي سرمايه دارانه نظام جوړ کړو او د نړۍ د تاريخ لوے استعمارچيان جوړ شول، د دغه نکتې وروستۍ لکۍ پۀ ګوادر کاشغر روټ باندې تمامېږي خو لۀ ښۀ يا بده مرغه د دې بندرګاه راهداري پۀ پښتنه سيمه هم راځي. کۀ تورشلک استعمار دغه راهداري د پښتون د سيمې نه لرې تېرولې شوه يا متبادل لاره ئې ورسره کولې شوه، هغه خو وشوه، خو د هزاره صوبې د پاره دا قرارداد بِل هم مستقبل کښې ددې منصوبې سياسي اړخ ښکاري چې د دې پاتې راغلې لارې مسئله هم دغسې هواره شي او هزاره د پښتنونخوا نه بېله شي. لۀ ښۀ مرغه بلوچ قام سره د پښتون قام اړيکې بدې نۀ دي.

ممکنه ده راتلونکي وخت کښې دغه اړيکې مثبت رنګ راوړي چې کله بلوچ خپلواکي ترلاسه کړي. هسې هم بلوچ شجره کښې پښتون، ازبک او بلوچ خپلو کښې د يو نيکۀ الواد ښودلے کېږي او بلوچ قام پۀ دغه شجره پوره يقين لري. سياست کښې هره ممکنه تر مينځه راځي، عن تر دې چې کرکټ او فټ بال هم.

اتل خوښي:د پکتا وېنا” يوه ډېره مهمه نکته ښکاري خو داسې ده د دې نکتې تړون هم د زردشت وېنا کښې د نطشے د برتره کردارونو تصور سره کېدې شي. تهامس کارلائل خو ټول تاريخ د شخصياتو د هلو ځلو دوېمه نامه ګڼي، خو البته نطشے د عام وګړي پۀ دې هم خلاف دے چې عام وګړے د برتره کردارونو، شخصيتونو، اهميت او لوړتيا نه نۀ وي خبر او دوي پورې خاندي، ټوقې وشتې کوي ـــ ځکه هغه د عام انسان ذکر ډېر پۀ سپکاوي کوي او وائي:

“تا خو د چينجي نه انسان پورې لاره ووهله خو اوس هم درکې چينجے توغړېږي. يوه زمانه کښې تۀ شادوګے وې خو اوسه پورې تۀ د شادوګي نه زيات شادوګے ئې او ستاسو د ټولو نه زيات پوهه کس هم هاغسې بې جوړه شے او د اونو بوټو او روحونو ارګجه اولاد دے.”

د ابن خلدون ټولنپوهنه کښې د قامي اتحاد د پاره د تعصب مثبت اړخ باندې هم خبرې شوي دي. دغه قامي تعصب کښې د اتلانو پېژندنه او خپلونه هم بنيادي بحث دے. نزدې تاريخ کښې هم جمال عبدالناصر هسې اسرائيل ته دړکه کښې دا نۀ وو وئيلي چې يهوديانو ځان پوهه کړئ! مونږ د فرعون الواد يو ـــ ځکه چې هغه پۀ دې رسېدلے ؤ چې يو ټاکلي وخت کښې يوه ټاکلې تاريخي حواله د قام جذبات راپارولے شي.

هندوستان کښې قامي تشخص بائيلل نقطه ده. شېرشاه سُوري ژور پوخے (نابغه) وۀ. ځکه هغۀ ددې خبرې ادراک هاغه وخت کړے وۀ او جرنېلي سړک سره سراسر د پښتون قام د ابادۍ تصور او د راجپوت قام وصلي پښتانۀ کول دراصل هم د دغه نقطې پۀ بنياد ولاړ سوچ وۀ. کۀ دغه نقطه عملي شوې وه نو تازه دم نفرۍ سره به پښتانۀ هر وخت هندوستان ته کومک د پاره موجود وو او د هندوستان پښتانۀ به هم د قامي تشخص ورکېدو نه بچ پاتي شوي وو. شېرشاه سوري چې د فارسۍ پۀ ځاے هندوستاني ژ‌بې له وده ورکول غوښتل، هغې کښې هم دغه نقطه د هغۀ وړاندې وه چې پښتو هندوستان کښې متبادل ژبه نۀ شي کېدې، ځکه چې علمي او فني ژبه نۀ ده، خو هندوستاني يا هندوي ژبه چې وده ومومي نو دا د فارسۍ ژبې لاره نيولې شي او دا ځکه چې فارسيبان د تخت او تاج او واکمنۍ پۀ لوبه کښې د پښتون قام زاړۀ ترڅمن وو او چې چرته ورته موقع ملاوېده نو پښتون قام ته به ئې نقصان رسولو.

لېږدنه او تلنه پخوا راهسې د اريايي قبيلو مقدر ؤ ځکه چې د دوي پلرنے ټاټوبے بلخ باختر چې ورته د تهذيب ځانګو وئېلې شي، د ابادۍ د زيات زغم توان نۀ لرلو، ځکه وخت پۀ وخت به ترې د اريايي قبيلو پرګنې راوتلې او پۀ لوېديځ او ختيځ خورېدې. دې نه علاوه قبائيلي تربګنو هم دې لېږدنو او تلنو کښې مهم کردار لوبولے دے.

د غرونو لۀ کبله د قامي جوړښت نيمګړے پاتې کېدۀ نکته ده. دې کښې شک نشته چې پښتون غرڅنے يا څارانے او کور پۀ سرے قام دے. پښتو ژبه کښې تر اوسه امروزه محاوره کښې د کاڼي تقدس دغه حېثيت ته اشاره کوي. د غرور وياړنې د پاره د هسکې غړۍ محاوره کردار، د پاره د غر غوندې پۀ ځاے د ودرېدو محاوره ښائي چې سهار وختي به د نمر وړومبنۍ څريکه چې د غر پۀ اوچته څوکه پښتون قام ليدله کتله نو غړۍ به ئې ورپسې هسکوله او ملا نېغوله. هم دغسې ئې غړۍ هسکه او ملا نېغه پاتې شوې ده. خو بل خوا د غرونو ګډوډ وېش لۀ کبله دغه اريائي قبيلې د قاميت د فطري جوړښت نه لرې پاتې کړلې ـــ ځکه تر اوسه پورې زمونږ کليواله ژبه کښې ټاټوبي ته “ملک” خپلې علاقې ته “وطن” او قبيلې ته “قام” وئيلے کېږي. مغلو دې خبرې ته لا تقويت ورکړو او ټول پښتانۀ مشران ئې د داودزي، لودهي، مشواني، کاکړ، لوهاني او نيازي پۀ نومونو وګمارل، بيا ئې خپلو علاقو کښې هم قبائيلي جنګونو کښې يو بل سره مشغول وساتل، ګنې مونږ ګورو چې کله موقع راځي خټک، مومند، افريدي، بنګښ، مندڼ ټول د پير روښان غورځنګ سره يو موټے کېږي نو مغلو له ئې د وهلو بينا نۀ ورځي. نو بيا ئې پۀ پيرانو، دروېشانو، مشائخو، ستانه دارو باندې پۀ مذهبي توګه وهي چې مخامخ مثال ئې د پير بابا او اخون دروېزه دے چې نسل در نسل ئې پښتانۀ خپلو کښې پۀ جنګونو ساتلي. نزدې زمانه کښې ددې ښۀ مثالونه د پير مانکي، پير زکوړي، د بام خېلو باچايان، د مردان مدرار الله نقشبندي وغېره دي چې د خدائي خدمتګار پاڅون خلاف ئې پښتانۀ پۀ مذهب ووهل. مغل نه پس خو انګرېز دې ته داسې عملي صورت ورکړو چې تر اوسه پښتانۀ پۀ انتظامي حواله هم ډکرې ډکرې پراتۀ دي او د سر مورټيمر ډيورنډ راښکلې توره کرښه ئې لا تر اوسه پۀ سينه لکه د ښامار پرته ده.

هر کله چې يو استعمار محکوم قام ترلاندې کړي نو قامي تشخص باندې د ګزار دوران هغه د نسل، د ثقافت او د ژبې سره قامي اتلان ورته هم غندل شروع کړي. مونږ ګورو چې د هخامنشي واکمن خاندان نه راواخله چې پښتو ژبې ته به ئې د دوزخ ژبه وې او د پښتنو سيمې ته به ئې دوزخ وې، ځکه چې دلته د هغوي د زبرځواکۍ مهمونه ناکامه وو ـــ بيا پۀ ايران پۀ سوونو کاله حکومت کوونکې پښتنې قبيلې د اساک بدنامولو پورې چې تر اوسه سهاک ترين د زهاک ماران پۀ نوم باندې يادېږي ـــ بيا تر پير روښان پورې چې ورته پير تاريک وئيلے شي او بيا باچا خان پورې د بدنامۍ بې هوده پرچار او ټوقو وشتو، ملنډو دغه عمل مونږ يو تر بله وينو. پښتون بد تهذيبه ثابتولو د پاره دۀ ته د ديو فرعون اولاد هم وئيلے شوي. تاريخ فرشته غوندې مشهور تاريخ کښې نن هم دغه خبرې موجود دي. پاکستاني ادب، ذرائع ابلاغ کښې خو د پښتون کردار هډو د ګل خان پۀ نوم معارفي شوے او يو مزاحيه، پسمانده، جاهل ترين کردار دے.

باچاخان پۀ دې ټول هرڅۀ د خپل بصیرت د وجې رسېدلے ؤ، ځکه د نوي استعماري مطالعې نه ډېر مخکښې کومه چې د فرانز فينن، اېډورډ سعيد او نوم چومسکي غوندې پوهانو نه ډېر وړاندې هغۀ د دې د مخنيوي د پاره پۀ هره شعبه کښې لکه تعليم، سټېج ډرامه، شعر و ادب، صحافت، سياست، مذهب کښې کار کولو، خو لۀ بده مرغه هغه د جېلونو نه وزګار نۀ شو.

بل خوا وګورئ تورشلک استعمار چې زر کاله تاريخ کښې ئې يو رنجيت سنګهـ پېدا کړے چې د دراني لښکر شا ته به ئې د جنګي

ساز و سامان ذمه واري تر سره کوله، د وېش نه پس ئې 1971ز پورې اووۀ داسې اتلان پېدا کړل چې ټول “حېدري” زور لري. دغه اتلان بيا د خپل وړوکوالي نه پۀ خلقو داسې وپېژندلے شول چې دا پېدائشي اتلان وو او د ژوند هره لمحه ئې داسي مجاهده تېره کړې لکه د جنګِ خېبر صحابه کرام ـــ د ژوند نورو شعبو کښې هم پۀ تېزۍ سره تور شلک استعمار د جعلي تشخص پېدا کولو دغه عمل روان کړے او د مجيد نظامي نه ارفع کريم پورې مونږ قسما

شريک ئې کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *