کور / نور ليکوالان

نور ليکوالان

پښتانۀ قدرونه او د حمزه بابا غزل – پروفېسر اباسین ایسپزے

[د استاد اباسین ایسپزي د تحقیقي مقالې دې برخې نه د لیکنې د اوږدوالي تر مخه حوالې او حاشیې لرې کړې شوې.] د هر قام يو ثقافت وي. دغه رنګ د پښتون قام هم يو ثقافت دے، قدرونه دي روايات دي چې د پښتونولۍ پۀ نامه بللے شي او د دې رواياتو لوے خاصيت دا دے چې پۀ زرګونو کاله تېرېدو باوجود دې خپل وجود او روح برقرار ساتلے دے او تر ننه چرته پۀ پوره او چرته پۀ نيمګړي …

بشپړ متن

د امیر محمد خان هوتي یاد – مولانا عنایت اللّٰه د طورو

مولانا عنایت اللّٰه د طورو 1910)ـ 25 جون 1995ز( یاده دې وي چې د ارواښاد امیر محمـد خان هوتي جنازه خداے بخښلي مولانا عنایت الله د طورو ادا کړې وه. کله چې د امیر محمـد خان هوتي زوے اعظم خان هوتي وفات شو نو د مولانا عنایت الله زوي محترم اسرار د طورو ئې جنازه لوستلې وه.   خان امير محمد خان صاحب مرحوم د موضع هوتي (مردان) د پښتنو د لوے خاندان فرد ؤ. د اسلاميه کالج پېښور تعليم …

بشپړ متن

پوره سېر (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  پښتو ادب کښې ډېر قلندران تېر شوي او درې څلور زمونږه پۀ وختونو کښې هم شته او هر يو قلندر څۀ نه څۀ نامه ګټلې ده خو پۀ دې ټولو کښې قلندر مومند لوے نوم لري. د خوشحال خان خټک پۀ زمانه يا د هغۀ نه لږ وړاندې هم يو قلندر ؤ چې د هغۀ باره کښې ئې وئيلي وو: څوک پاوي څوک نېم پاوي دي قلندر پکښې نيم سېر خو قلندر مومندپوره سېر دے. هغه د پښتو متل …

بشپړ متن

د نړیوال ماتم اتهٔ سوه کلن رېکارډ – وسعت اللّٰه خان، ژباړن: سعداللّٰه مېوند

  د اردو ژبې د ورځپاڼې ‘ایکسپریس’ پهٔ مننه   هو! امويان تر منځنۍ اسيا پورې رارسېدلي وو. د لومړي عباسي خليفه ابو عباس السفاح پۀ زمانه کښې د چين د تانګ سلطنت پۀ قلمرو کښې تر ترکستان پورې علاقه د دوي پۀ لاس کښې وه. پۀ جولائي751م کښې عرب فوځونو د کلاس د درياب پۀ غاړه د تبتي ملګرو پۀ ملاتړ سره تانګ لښکر ته پۀ يوه مختصره جګړه کښې واضحه ماتې ورکړې وه او پۀ هم دې شکل …

بشپړ متن

د علم او عمل څښتن، د پېرنګي استعمار پهٔ ضد د خدائي خدمتګار غورځنګ د صف اول رهبر، د پښتنو د تاریخ مؤرخ قاضي عطاء الله خان شهید – معظم جان معظم

زۀ چې کله هم د خدائي خدمتګار تحريک پۀ مبارزينو خپل فکر قلم ته وسپارم مسلسل د جذباتي عمل او وېرې سره مخ يم. جذباتي عمل خو زما د خدائي خدمتګار تحريک سره د ډېر جوخت تړون سبب به وي چې زما ژبې د نومونو اخستلو هڅه کړې وي. ښه! نو “خان بابا” بابا جان به ما وړومبي زده کړي وي. ښه! نو “خان بابا” زما مشر ترۀ ايوب خان بابا ؤ چې زما د نني ليک د ستر مبارز …

بشپړ متن

خوشحال بابا او نېشنلزم – پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت

د جدید نېشنلزم مفکوره عموماً غربي او شرقي نړۍ کښې انقلابِ فرانس 1789)ز( سره تړلې کېږي، اګرچې نېشنلزم مختلفو وختونو کښې خپل شکل بدل کړے دے خو زمان و مکان کښې بدلون سره سره ئې تهیوري (Theory) او پرېکټس (Practice) کښې هم فرق راغلے دے ـــ زۀ دې لنډ شان مضمون کښې صرف د نېشنلزم هغه تعریف راخلم چې پۀ دې ټکو کښې شوے دے؛ “د ‘قام’ د پاره زمکه، مشترکه نسل، د یو والي مفکوره، مشترکه تاریخ، مشترکه مذهب، …

بشپړ متن

د ملي مشر اسفندیار ولي خان د حرم سفر – ګوهر علي خان

عوامي نېشنل پارټي، الریاض   ملي مشر اسفندیار ولي خان د عُمرې سعادت حاصلولو د پاره د دولسمې جنورۍ نه شپږویشتمې جنورۍ پورې د سعودي عرب پۀ دوره ؤ. دې موده کښې د عوامي نېشنل پارټۍ ټول عهدېداران او ملګري د خپل ملي مشر سره څنګ پۀ څنګ ولاړ وو. پۀ سعودي عرب کښې مېشته پښتنو پۀ مختلفو ځایونو کښې د ملي مشر هرکلي د پاره دستورې تابیا کړې وې او دغه لړ کښې چې کوم پروګرامونه هم شوي، د …

بشپړ متن

د اجمل خټک پۀ افکارو کښې قامي او ملي رنګونه – پروفېسر ډاکټر عرفان خټک

د هر بنيادم فکر د يوې سفافې ائينې پۀ څېر وي د کومې ائينې پۀ سبب چې هغۀ د خپل حس پۀ وسيله د خپل ماحول همه څيزونه او د خپل ژوند ژواک ټول کړۀوړۀ افعال او اعمال ويني ګوري خو د يو عام وګړي پۀ نسبت د شعر و سخن صلاحيت او صلابت لرونکي د خپل قوت متخيله فکري استعداد د تېز مشاهداتي او تجرباتي بصيرت د ژوند احساس او رساتخل پۀ زور نه يواځې د خپل فکري ائينې …

بشپړ متن

تاريخ پوهنه – ډاکتر مبارک علي، ژباړه: انجینئیر عثمان ایسپزے

کله چې پۀ قامونو زوال راشي نو د دې مړانه، همت، جرات، حوصله او سپيځلي اخلاقي قدرونه هم ختم شي. بيا د داسې قامونو خلق د تېر وخت پۀ تاريخي يادونو وخت تېروي. ولې تېر وخت کله هم پۀ بيرته نۀ راځي. مسوليني ډېرې هلې ځلې وکړې چې د زوړ رومي سلطنت وخت بيا پۀ بيرته راولي خو کامياب نۀ شو. ولې دغه حال د ايران او عربو هم دے چې پۀ خپل شاندار ماضي پسې ګوتې مروړي. تاريخ د …

بشپړ متن

د راز پۀ لټون (خاکه) – ګل محمد بېتاب

دا وخت چې زۀ د چا پۀ حقله خبره کوم نو دے ټول د رازونو نه ډک دے؛ کۀ ورته د رازونو خزانه ووایم نو بې ځايه به نۀ وي. تر دې چې هم پۀ دې نامه مشهور دے ګنې نو خپل نوم ئې سليم دے. يونزدې ملګري سعدالله جان برق صاحب ئې څۀ موده وړاندې دعوه کړې وه چې “سليم راز سره به هرڅۀ وي خو راز ورسره نشته” خو زما دعوه ده چې ورسره ډېر رازونه شته بلکې …

بشپړ متن