کور / مستقل ليکوالان / مشتاق احمد درانے

مشتاق احمد درانے

د باچاخان اوونۍ #BachaKhansWeek – مشتاق احمد درانے

د تېرې مياشت پۀ شلمه نېټه د فخر افغان خان عبدالغفار خان باچا خان د دېرشم تلين پۀ وياړ باچا خان مرکز پېښور کښې د “باچا خان اوونۍ” پۀ نوم دستوره وشوه چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره سره ماشومانو، طالبعلمانو، د مدني ټولنو غړو او ښځو پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو. دستوره کښې يو شمېر برخې لکه د حمدالله ارباب، حامد خېشګي او زلمي انځورګر سیال شهزاد انځوريز نندارتون، د ‘باچاخان مرکز کتابپلورنځي’ او د …

بشپړ متن

د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے

د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ د يوې قلعې پۀ شان وي د کوم دننه چې انسان ځان محفوظ او طاقتور ګڼي”، د دې قلعې دننه انسان خپل ژوند تېروي، د نورو خلقو د قابو کولو هڅې کوي خو د قلعې د پاره د دېوالونو ضرورت وي او دا دېوالونه د انسان د دروغ وئېلو جواز او دليل وي. 1947ز کښې د هندوستان د تقسيم نه وروستو د پاکستان واکمنانو هم …

بشپړ متن

پاکستان کښې پښتانهٔ او نور قامونه – مشتاق احمد درانے

ټوله نړۍ کښې د پوهه او مهذب ریاستونو د پاره د خپل اولس سرشمېرنه تل یو مهم کار ګڼلے او منلے کېږي. د ابادۍ شمېر کره او ښکاره ساتل او د دې دېو قابو کښې راوستل د هر ملک پۀ ترجیحاتو کښې شامل وي. ابادي د ضرورتونو وېشلو،پوره کولو او د انساني وسائل معلومولو د پاره ډېر اهمیت لري. پاکستان کښې د سرشمېرنې روایت لکه دلته د کېدونکو ووټونو او رېفرنډمونو همېشه مشکوک پاتې دي. اوس خو دلته د اور …

بشپړ متن