پښتون

سنګیتا بروح پشورټي – ژباړه: پښتون

فېصل خان پۀ هندوستان کښې یو سماجي کارکن دے چې د باچاخان پۀ ویاړ ئې هند کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ بیا بنیاد ایښے دے. هغه د خپلو ملګرو سره ډېر ټولنیز فعالیتونه کوي او د خپل معروض ضرورت سره سم د هغۀ دغه هلې ځلې پۀ ټول هند کښې پۀ درنه سترګه کتلې کېږي. هند کښې جمهوري نظام دومره مضبوط دے چې کۀ څوک د سیاست نه بیخي یو اړخ ته سماجي کار د پاره تنظیم سازي وکړي نو …

بشپړ متن

BKTEF میډيا ټيم د باچاخان فېلوز پنځلسم مياشتنے سټډي سرکل

  د باچاخان فېلوز پنځلسم سټډي سرکل پۀ څلورم نومبر د خالي پۀ ورځ، سحر یوولس بجې نه تر درې بجو تر سره شو. سټډي سرکل کښې د بحث د پاره د سعید ابراهیم کتاب ‘سیکس اور سماج’ ټاکلے شوے ‌ؤ. ‎سټډي سرکل کښې د سوات، ملاکنډ، شانګلې، دیر، مردان، چارسدې، صوابۍ، ټانک، وزیریستان، خېبر، مومند، قلعه سیف الله او پېښور فېلوز ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړو. ثناء اعجاز سماج کښې د جنس او صنف پۀ عمومي صورتحال رڼا واچوله. هغې ووې چې …

بشپړ متن

ډاکټر رتهـ فاو، د قربانۍ یو مثال – پښتون

“رېژ رنځ” )جذام/(Leprosy یو وبائي رنځ دے چې د یو بېکټیریا “میکوبېکټېریم لیپراي” (Mycobacterium Leprae) پۀ ذریعه پېدا کېږي. د درېو نه پینځۀ کاله پورې موده کښې د دې رنځ نخښې ښکاره شي. دې رنځ سره د انسان څرمن او د پښو لاسو پټې د وخت تېرېدو سره رېژېږي او اعصاب کار پرېښودۀ پېل کړي. د تاریخ پۀ اوږدو کښې د دې رنځ نخښې ترلاسه کېږي. د یونان، مصر، چین او هند سره سره د نړۍ پۀ زړو تهذیبونو کښې …

بشپړ متن

رتي بائي نه عائشه ګلالۍ پورې – پښتون

 د نړۍ د مختلفو تهذیبونو مطالعه د ښځې د ذات پۀ حقله د داسې مفروضو او مغالطو نه ډکه پرته ده چې نن پۀ دې تهذیبي لحاظ د ترقۍ او روښان فکرۍ لاپه کوونکې ټولنې کښې ئې هم مونږ پۀ هاغه قدیم شکلونو کښې وینو. “مشرق” پۀ ډېرو حوالو د څۀ روایاتو د پاسدارۍ دعوېدار دے او ځکه ځینې واقعات چې “مغرب” کښې ورته څۀ خاص پاملرنه نۀ کېږي، مشرق کښې پرې څوک هم سترګې نۀ پټوي. هم دغه تسلسل …

بشپړ متن

De facto as De jure – افراسياب خټک

د سپریم کورټ  لهٔ خوا پهٔ پانامه کېس د راغلې فېصلې شالید کښې دا لیکنه مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې The Nation پهٔ مننه، چې  د یادې ورځپاڼې پهٔ مخ 7، د  اګست پهٔ  دولسمه نېټه خپره شوې، خپلو لوستونکو ته وړاندې کوو. د نواز شریف خلاف د سپریم کورټ فېصله کښې د وزیر اعظم د نااهلۍ سبب کومه مالي بې قاعدګي/کرپشن نهٔ، بلکې یو معمولي رقم نهٔ اخستل ګرځولے شوے دے. دا لیکنه پهٔ پانامه یو پراخه او جامع نظر …

بشپړ متن

لوےاستاد عبدالله بختاني خدمتګار سره د پښتون مرکه – پښتون

دغه مرکه د یو پوښتنلیک پۀ صورت کښې شوې ده چې لوے استاد ئې ځوابونه پۀ لیکلي صورت مونږ ته رالېږلي دي. د مرکې د لوست پۀ وخت دې دغه نکته پام کښې ولرلې شي. پښتون د ښاغلي اکادیمیسن ظاهر شکېب مننه هم کوي چې د دې مرکې لړ کښې ئې مونږ د پاره کړاو ته غاړه کېښوده د خپل ژوند ابتدائي حالات کۀ راسره شریک کړئ؟ “ګرانه وروره! د “پښتون” مجلې ښاغلي خبریاله! تر هر څۀ د مخه یوه …

بشپړ متن

د یو نظم توکنه “تشدد” بخت زاده دانش – پښتون

د یو نظم توکنه "تشدد" بخت زاده دانش – پښتون د نظم ارزښت نه یو حالت کښې هم انکار نۀ شي کېدے. نظم کۀ د قامي مفکورې د تبلیغ وسیله وګرځولې شي او کۀ د ریاستي بیانیې د تطبیق وسله ـــ ارزښت ئې نۀ پرېوځي. د مفکورې او بیانیې تر منځه فکري او معنوي فرق روڼ ساتل او د دعوې او رد تر منځه معتدل تنقیدي بحث د هر ادبي دور د تنقیدي شعور لرونکو ذمه واري وي. دا میاشت مونږ …

بشپړ متن

عقيده مجاهده ده

  (تېر پسې) جناح ووې چې زۀ به تر هغې د کونسل د پاره نومونه نۀ ورکوم تر څو چې ما ته دا تسله نۀ وي راکړې شوې چې د کونسل ټول مسلمانان غړي به د مسلم لیګ نه وي. کله چې کانفرنس پۀ څوارلسمه جولایۍ شروع شو نو وائسراے د دې د ناکامه کېدو اعلان وکړو. مولانا ازاد د کانفرنس پۀ ناکامه کېدو خپلو تاثراتو کښې ووې چې کۀ جناح مخالفت نۀ وے کړے نو د کونسل څوارلس غړو …

بشپړ متن

د نظم توکنه ”سائيڪله وفاداره” – پښتون

شاعر:  سید رسول رسا سائيڪله وفاداره سرمايه دارانه تهذيب چې د تېروتنې لۀ کبله ورته مغربي تهذيب وئېلے کېږي، ژوند ته د تګ راتګ پۀ حواله کوم دوه اسانتياوي ورکړي نو هغو کښې اورګاډے او جولاګاډے بې کچه د ارزښت وړ دي. د اور ګاډي (ټرېن) رومانيت پۀ دې سېوا پاتې شو چې يو خوا دا اجتماعي او بله د اوږدې فاصلې د پاره سورلي وه نو ځکه اورګاډي باقاعده شعروادب کښې لوے ځاے وموندو. پۀ اور ګاډي باندې کۀ …

بشپړ متن

د رهبرِ تحريڪ تاريخي مرڪه – ژبارن: پښتون

د رهبر تحريک خان عبدالولي خان دا مرڪه د اٰصف بهټي ڪتاب "سياست دان*" څخه اخستې شوې ده چې نن هم خپل افاديت پوره پوره لري.[ محمد اٰصف بهټی، سیاست دان، لاهور، ماورا    يبلشرز، 1988، مخونه 336-327* یادونه: دا مرڪه د ملک د موجوده حالاتو پهٔ حقله نهٔ ده بلکې دا نن نۀ یو کم دېرش کاله وړاندې شوې مرڪه  ده. ملک ته د راپېښ سياسي حالاتو تجزيه تاسو څنګه کوئ؟ ايا تاسو دا محسوسوئ چې موجوده سياسي بحران به …

بشپړ متن