کور / مستقل ليکوالان / شمس بونېرے

شمس بونېرے

څهٔ وئیل پکار دي؟ – شمس بونیرے

تاريخ د حقيقي واقعاتو د جمع کولو او بيانولو نوم دے چا چې واقعې کردار او منظر پۀ اصلي او واضح توګه بيان کړے او ليکلے دے، دا تاريخ دے او چا چې واقعاتو او کردارونو ته پردۍ جامې اغوستې دي، دا درباري قيصې دې. تاريخ مسخ کېدے شي خو فسح کېدے نۀ شي. فلسفه د ابتدائي ادراک پۀ سبب وجود ته راغله چې ورته د علومو مور وئېلې شي. فلسفه دوه سترګې لري، پۀ کومه سترګه چې د اسمان …

بشپړ متن

چيندرو د ډاکټر همدرد فنپاره، شمس بونېرے

مونږ چې پۀ کومه ټولنه کښې ژوند کوو، دا د خانۍ ملکۍ او مذهب پرستۍ نه ډکه ده او هم دغې درې قوتونو پۀ لاسو کښې کلکه نيولې او قابو کړې ده، خو ددې ټولنې پۀ خېټه کښې نرے نرے درد دے. دا ټولنه د ډاکټر او حکيم پۀ تلاش کښې لېواله او سرګردانه ګرځي چې ورته خپل مرضونه وښائي او دغه ډاکټر طبيب څۀ دارو درمل ورکړي. ددې ټولنې پۀ خېټه کښې د غريبۍ چينجي دي. دا ټولنه د …

بشپړ متن

ملک او قام – شمس بونېرے

ملک او قام – شمس بونېرے ملک او قام جدا جدا تعريفونه او تاريخونه لري. د قامونو د شريکېدلو نه ملک جوړېږي خو دغه ملک پۀ قام کښې نۀ شي بدلېدے. ملک د قامونو د مجموعې نوم کېدے شي خو دغه ملک د قام نوم نۀ شي کېدے. قامي پېژندګلو د خپلې قامي ژبې، قامي کلتور، خپلو مخصوصو سرحدونو، تاريخ  او شريکې سياسي تجارتي منډۍ نه جوړېږي او ملک د ګڼو قامونو شرکت چې د جدا ملک او رياست پۀ نوم …

بشپړ متن

جنګ: د ادم نه تر دی دمه – شمس بونېرے

جنګ د درې ټکو نه جوړ دے، ولې د دې ټکو پۀ خېټه کښې يو بې پاياوه سمندر وجود لري چې لا تر اوسه ئې پاياو معلوم نۀ دے. د مذهب د لارې نه وړومبے تکرار او جنګ د ملائېکو ؤ چې يه خدايه! د زمکې پۀ سر ولې انسان پېدا کوې؟ زمونږ خدمت او عبادت کښې څۀ کمے دے؟ نو خداے ملائېکو ته ووې، د ادم او د هغۀ د اولاد نه دنيا کښې کار اخلم. ملائېکې چپ شوې …

بشپړ متن