د افغانستان او ترکمنستان اړيکې او ګډ اقتصادي ليد – طائر ځلاند

ترکمنستان د منځنۍ اسیا لۀ هېوادونو یو هغه دے چې د شوروي اتحاد لۀ وېشل کېدو وروسته ئې د خپلواکۍ پۀ اعلانولو سره پۀ سیمه کښې د بې پرې سیاست اعلان وکړ او ورسره ئې د سیمې د هېوادونو ترمنځ اړیکو ته د امنیتي او نورو مسائلو پر ځاے اقتصادي لید مطرح کړ. افغانستان یو لۀ هغه هېوادونوڅخه ؤ چې د ملګرو ملتونو پۀ سازمان کښې ئې لۀ ترکمنستان ملاتړ اعلان کړ او هم دا ډول ترکمنستان هم د هغه …

بشپړ متن

د پېښور پوهنتون  تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان

د پېښور پوهنتون  تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان د پېښور پوهنتون جوړولو دا بل پۀ يوويشتم مارچ 1947ز منظور شو او سليکټ کمېټۍته حواله شو، کومې کښې چې دا پنځلس ممبران شامل وو. اٰنرېبل وزير اعليٰ، ډاکټر خان صاحب اٰنرېبل قاضي عطا الله خان، ريونيو منسټر اٰنرېبل لالا مهرچند کهنه، فنانس منسټر خان صاحب سردار اسد الله جان خان، لالا مدن لال مهتا، سيد قائم شاه، خان عبدالقيوم خان سواتي، سردار ايشر سنګهـ، خان عبدالقيوم خان بېرسټر، …

بشپړ متن

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک

ناسور نه ځان خلاصول – افراسياب خټک، ژباړه: پښتون د پاکستان وزير خارجه خواجه اصف "د کور د صفايۍ" پۀ خبره دوه ګامه نور وړاندې تلے دے او پۀ ډاګه ئې وئیلي دي چې حافظ سعيد او حقاني نېټ ورک زمونږ "اثاثې" نۀ بلکې د غاړې غُر او د سر بوج دے چې ځان دې بوج نه خلاصولو د پاره به وخت لګي. د دې نه مخکښې پۀ امريکه کښې (ايشيا سوسائټي نيويارک) ته پۀ خپله وېنا کښې هغۀ خپلو امريکائي کوربنو …

بشپړ متن

ملک او قام – شمس بونېرے

ملک او قام – شمس بونېرے ملک او قام جدا جدا تعريفونه او تاريخونه لري. د قامونو د شريکېدلو نه ملک جوړېږي خو دغه ملک پۀ قام کښې نۀ شي بدلېدے. ملک د قامونو د مجموعې نوم کېدے شي خو دغه ملک د قام نوم نۀ شي کېدے. قامي پېژندګلو د خپلې قامي ژبې، قامي کلتور، خپلو مخصوصو سرحدونو، تاريخ  او شريکې سياسي تجارتي منډۍ نه جوړېږي او ملک د ګڼو قامونو شرکت چې د جدا ملک او رياست پۀ نوم …

بشپړ متن

د سلو لفظونو قیصه “روهنګيا” – رحمت  دیوان

"د روهينګيا مسلمانانو سره لوے زياتے روان دے، زړۀ مې وينې وينې دے." هغه پۀ يوه ساه لګيا ؤ. "مسلمانان ډېر پۀ بې رحمۍ وژلے کېږي." ما هم اسوېلے وکړو. "نو امتِ اسلام ولې د دوي لپاره غږ نۀ اوچتوي؟" ما ورته کړه: "د اسلام قلعه شته، اسلامي اېټم بم شته، جهاد شته، د ځان قربانولو جذبه شته، د اسلام لښکرې شته، داعش، طالبان، مجاهدین، القاعده شته د اسلامي نړۍ سالار هم شته او ټوله نړۍ کښې د مسلمانانو د …

بشپړ متن

د ډاکټر اسرار‘‘د تکل په تکل’’ فني توکنه – فېصل فاران

د ډاکټر اسرار‘‘د تکل په تکل’’ فني توکنه – فېصل فاران د تکل پۀ حقله د تېروتنو مونډیزه وجه د دې ادبي صنف پۀ حقله شوي بې شمېره څۀ صفتونه دي چې پۀ توګه د يو ادبي صنف ئې ددۀ مشاده ورانه کړې ده، ځکه چې ګڼو قصابانو کښې مېښه مرداره وي ـــ دغسې دوېمه وجه دا ده چې د تکل د قسمونو پۀ حقله تنقید نګارانو د څۀ فکر نه کار نۀ دے اخستے کۀ دغه دوه خبرې د نظر …

بشپړ متن

پهٔ خبر زما  نظر – لیاقت سیماب

پهٔ خبر زما  نظر – لیاقت سیماب د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه او د اسفديار ولي خان خبرې. خبري کانفرانس: پۀ 19 ستمبر پېښور کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه وشوه. دې نه يوه ورځ مخکښې ولي باغ چارسده کښې د ګوند د مرکزي کارنده کمېټۍ غونډه شوې وه. د کونسل د غونډې نه پس د عوامي نېشل پارټۍ صدر اسفنديار خان د ټاکلې تګلارې (Policy) د خاص خاص نکتو وضاحت پۀ يو خبري کنفرانس کښې …

بشپړ متن

د ناظم سرفراز خان يو خط د مولانا عنايت اللّٰه پهٔ نوم

د ناظم سرفراز خان يو خط د مولانا عنايت اللّٰه پهٔ نوم ډېره اسماعيل خان خان سنټرل جېل،  16 جنوري 1964ز حضرت مولانا محمد عنايت الله صاحب! عمر دې ډېر شه! السلام علېکم وعليٰ من لّديکم. د خداے پاک ډېر لوے فضل، رحم، کرم او احسان دے. ستاسو د ګرانو، خُوږمنو د خُوږ ژوبل زړونو، د لويو صفا سينو، د پاکو مبارکو خولو، د پستو خوږو ژبو او د مستجابې دعا تاسير او برکت دے، زۀ بالکل روغ جوړ يم …

بشپړ متن

ارواښاده  نېنسي ډوپري، د افغان قوم خواخوږي – قاري ادریس خان

03 اکتوبر 1927ز ـ 10 ستمبر 2017ز د افغان کلتور او تاريخ مخلصه پالونکې، امريکنۍ مؤرخه، نېنسي هېچ ډوپري د يولس کم سلو کالو پۀ عمر کښې د کابل پۀ روغتون کښې د مرګ سره د سخت جدوجهد پس ته پۀ حق ورسېده چې شا ته ئې يوه خور او پینځۀ ناسکه اولادونه پرېښودل. د هغې د خواهش مطابق هغۀ د خپل دوېم خاوند لوئس ډوپري (Louis Dupree) سره د باغ بالا پۀ غونډۍ خاورو ته وسپارلې شوه. اروا دې …

بشپړ متن

د پښتو د کتاب مفت تقسيم – مراد علي مراد

 د پښتو ژبې ډېر کتابونه چاپ کېږي خو څۀ معيار ئې نشته. نن وخت ډېر پوهان او ليکوالان داسې دي چې خپل ليک ته ئې معياري شکل نۀ وي ورکړے او چاپ ئې کړي. کتاب يوه زړه او تاريخي بڼه لري ـــ د پښتو ژ‌بې، اردو ژبې، انګرېزۍ ژبې، هندکو ژبې، فرانسیسوۍ ژبې، عربۍ ژبې او فارسۍ ژبې ډېر کتابونه چاپ کېږي او څۀ د چاپ پۀ مرحله پراتۀ دي خو زۀ اصل کښې پۀ دې چکر کښې يم چې …

بشپړ متن