راجيني كول : د پېښور يادونه – دانش احمد

"د راجيني کول د پېښور یادونه"، دا لیکنه د فېسبوک پاڼې نه اخستے شوې دي او زمونږ نیازبین بچي دانش احمد پښتون د پاره ژباړلې دي. د راجیني کول خبرې د پښتو یوې سندرې نه شروع کېږي، "راشه دلربا ـــ نن بیا بیا ـــ ستورے د سبا ـــ نن بیا بیا بیا" بیا ترې انټرویو اخستونکې تپوس کوي چې تاسو ته پېښور کښې د خپلې استوګنې چرته به چې تاسو اوسېدې، پته یاده ده؟ "ما ته بالکل پته یاده ده …

بشپړ متن

د شلمې پېړۍ د ستر شاعرقاضي ملا عبدالسلام بابا د حماسيشاعرۍ د رامنځ کېدو لامل څۀ ؤ؟ – نور  احمد  فطرت

یوه تاریخي څېړنه ملا عبدالسلام اشيزئ د سويلي پښتونخوا لوے مبارز، مجاهد، قامي شاعر او د باچا خان د تحريک مرستيال ؤ. د انګرېز استعمار نه تر پنجابي استبداد پورې هر وخت د هغهٔ د قلم څوکه تېرهٔ چلېدلې ده. د هغهٔ شعري ځواک، د اسلوب اوچت اٰهنګ، پهٔ لفظ و معني پوره وس لاس، حريت پسندي، بېباک، معاصر معروضي ادراک او د سياسي شعور پهٔ بنياد کهٔ مونږ هغه د بنګالي قامي شاعر نذر الاسلام سره پرتله کړو نو …

بشپړ متن

پښتون: د قامي خپلواکۍ صحيفه – حیات خان حیات

د "پښتون" مجلې 89م کليزه پۀ لورالائي ښار کښې "پښتون" مجله پۀ پښتو ژبه اولنۍ مجله ده چې سږ کال ئې نهه اتیا (89) کاله پوره شول. پۀ دې سلسله کښې د لورالائي پۀ ښار کښې "پښتون: د قامي خپلواکۍ صحيفه" پۀ نامه د یوې دستورې تابیا وشوه چې د باچا خان مرکز نه ښاغلي حيات روغاني، چې د پښتون مجلې اوسنے چيف ايډيټر دے، اورنګ زېب خان او طلال بېدار اصلزي ګډون درلود. لۀ صوبې نه، صوبائي صدر ښاغلي …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب قائد اعظم يونيورسټۍ کښې اړے ګړے، يوه الميه د اکتوبر پۀ درې ویشتمه نېټه اسلام اباد پولس پۀ قائد اعظم پوهنتون چپاو وکړو او پۀ درځنونو محصلين ئې ونيول چې د پوهنتون د انتظاميې خلاف ئې مظاهره کوله يا پۀ هاسټلو کښې پۀ قلاره پراتۀ وو. د مۍ مياشت کښې د دوه تنظيمونو يعني د بلوچو او سندهيانو محصلينو مابېن کښې د پوهنتون پۀ احاطه کښې يوه نښته شوې وه چې پۀ نتيجه کښې ئې …

بشپړ متن

میډیا : فاټا اصلاحات او اسلام اباد رېلي – نهار خان تنګيوال

میډیا : فاټا اصلاحات او اسلام اباد رېلي – نهار خان تنګيوال فاټا سیاسي اتحاد د خپلو درېو مطالبو نۀ منلو پۀ صورت کښې پۀ نهم اکتوبر اسلام اباد کښې د لاریون اعلان کړے ؤ او د پښتنو حقیقي مشري کوونکي ګوند عوامي نېشنل پارټۍ دغه لاریون کښې د شرکت لوظ کړے ؤ. حکومت غلے پاتې شو او فاټا اتحاد د اعلان پۀ رڼا کښې دې لاریون د پاره راووتلو. د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي او صوبائي قیادت سره د سنېټ …

بشپړ متن

مياشت پۀ ورځپاڼو کښې – رحمت شاه قریشی

مياشت پۀ ورځپاڼو کښې – رحمت شاه قریشی وړومبے اکتوبر: د فاټا د سیاسي مشرانو اعلان: کۀ صوبائي اسمبلۍ کښې نمائندګي، سپریم کورټ او )پېښور( هائیکورټ ته رسائي او اېن اېف سي اېوارډ کښې برخه رانۀ کړې شوه نو پۀ نهم اکتوبر به اسلام اباد نیسو ـــ د پوځي ځواکونو عمليات، د تباهۍ منصوبې ناکامه، پینځۀ ترهګر مړۀ، اوویشت ګرفتار ـــ نوې امریکائي پالیسي پاکستان زورلو د پاره نۀ ده، نېټو ـــ د خېبر پښتونخوا د صوبائي حکومت لۀ خواپۀ پېسکو د …

بشپړ متن

د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین

د ادغام مسئله – داکتر خادم حسین مونږ د انګرېزۍ ورځپاڼې DAWN پۀ مننه د دې لیکنې ژباړه خپلو لوستونکو د پاره دلته وړاندې کوو. د فاټا اصلاحاتو نفاذ د پاره د قومي کمېټۍ لۀ خوا د ملکي مالیاتي کمېشن پۀ قابلِ تقسیم پېسو کښې، راتلونکو لسو کلونو د پاره، د فاټا برخه متعین کولو او بېلولو پۀ اړه د خزانې وزارت ته ورکړے شوي هدایات د خواشینۍ وړ خبره ده. د دې اصلاحاتو نفاذ د پاره یادې کمېټۍ نور څلور …

بشپړ متن

دَ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ادبي تنقیدي شعور او دَ سمندر د بدرشو کتاب – فېصل فاران 

دَ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ادبي تنقیدي شعور او دَ سمندر د بدرشو کتاب – فېصل فاران  ليت او لار رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان د يو نابغه سياستدان سره سره غوره مؤرخ، محقق، مقرّر او مفکر هم ؤ. د هغۀ کتابونه “باچاخان او خدائي خدمتګاري” څلور ضخیم ټوکه د تاريخ، “ريښتيا ريښتيا دي” د څېړنې او “ملغلرې” د ټپو انتخاب ټولګه، د عبدالاکبر خان اکبر د شعري ټولګې “خواږۀ تراخۀ” د شاعرۍ راټولونه او پۀ بېلابېلو کتابونو باندې د …

بشپړ متن

د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض

د اسماعیل سواتي پهٔ کتاب ځان ته زمانه مې ژړولې ده – فېض الوهاب فېض تاثر د شعر ګويۍ عمل عام طور د نوخېزه ځوانۍ پۀ دور کښې شروع کېږي. دا پۀ نفسياتي لحاظ ډېر نازک وخت وي. د نوې ځوانۍ جذبات پۀ غورځنګونو وي او بنيادم ډېر متحرک وي، خو کۀ دغه جذباتي غورځنګ د خپل اظهار د پاره سمه لار ونۀ مومي نو نتائج ئې پۀ ذاتي توګه هم او پۀ معاشرتي توګه هم ښۀ نۀ راوځي. پۀ نوخېزه ځوانۍ …

بشپړ متن

پښتو املاء بحث طلب – منصف برجیس

  پښتو املاء بحث طلب – منصف برجیس هغه بله ورځ چې مشر زما “دستخط” نه؛ خطا شوم، نه تېروتم، “لاسليک” (کيدے شي چې اوس هم تېر وتلے وم او پۀ “پښتو”، نۀ تېروتم، پۀ “کره پښتو” کښې لاسليک ته کوم بل “لفظ”، نه تېروتم بل “ويي” ايجاد شوے وي) وليدو نو راته ئې وې چې پۀ اردو کښې خو لاسليکونه د کمې درجې جاهلان کوي او خبر خو به ئې چې د اوچتې درجې جاهلان خو هسې هم انګوټها چاپ …

بشپړ متن