loader image

مشتعله بیانیه او Tragedy of blunders

  د پاکستان او هند تر منځه وریته دښمني د پاکستان د وفاقي حکومتونو او اپوزیشنونو غوندې ‘فرېنډلي اپوزیشننګ’ کوي چې کله کله پکښې ‘دهرنا راج’ هم وشي، هېنډ شېک هم وشي، سمجهوته اېکسپرېس هم وچلېږي، کرتار پور اوپننګ هم وشي او کله کله ‘فرېنډلي فائرنګ’ هم وشي. څۀ کارونه د نړیوال استثمار راوړو د پاره کېږي لکه چې د امیر سلمان د راتګ نه وړاندې د کرتارپور لاره پرانستې شوه او څۀ بیا د جنګي اقتصاد د برقرار ساتلو د پاره ‘د جنګي جنون د نارملائز’ کولو پۀ نیت کېږي. د کرښې دواړو خواو ته دا جنګي جنون پۀ …

بشپړ متن

د عوامي نېشنل پارټۍ خبرې – ‘پښتون’

‘قبائیلي سیمې’ چې انګرېز استعمار د خپلې چالاکه جنګي ستراتیژۍ تر مخه د یو ‘بفر زون’ پۀ حېث ساتلېې وې او هلته ئې هېڅ ډول اصلاحاتو ته لاره نۀ ورکوله، د برصغیر تقسیم نه پس هم پۀ کالونیل سنت هم د یو بفر زون پۀ حېث پرېښودې شوه. باچا خان بابا پۀ مارچ 1948 کښې پۀ پاکستان کښې دننه د تقسیم شوو پښتنو د ‘یو انتظامي یونټ’ )صوبې( مطالبه کړې وه چې دغه صوبې ته به د اساسي قانون /ائین تر مخه د خپلې ژبې، کلتور، تعلیم، تجارت، د پارلېمان انتخاب او ترقیاتي کارونو حقوق حاصل وي. عوامي نېشنل پارټۍ …

بشپړ متن

پاکستان پۀ مسئلو کښې ګېر پۀ حل او چل ئې د واک خاوندان نۀ پوهېږي – شمس بونېرے

پاکستان تاريخ او جغرافيه نۀ لري – خواهشاتو جوړ کړے او د یو مبینه خوب د تعبیر تحفه ده. د پاکستان جوړېدو نه پس پۀ دۀ مئين خلق خو يا وژلي شوي يا ترې حکومتونه اخستے شوي دي. عدليې بحال کړي خو ادارو دا فېصلې نۀ دي منلې. د پوځ او انتظاميې پۀ جنګ کښې پوځ د انتظاميې مشران د وطن نه شړلي دي. د پاکستان ادارو اقليت د اکثريت واکمن کولو د پاره د جمهوريت قتل کړے او د قامونو حقونه، ژبې، کلتور او ګوندونه ئې غېر قانوني کړي او د دې مشران ئې پۀ زندانونو کښې اچولي، ويشتلي، …

بشپړ متن

د ورځپاڼې ‘دنیا’ څخه پۀ مننه ارزانه پېسه او ګران ژوند – ‌ډاکټر لال خان – ژباړن: سعدالله مېوند

دې حقیقت نه به څوک هم مخ وانۀ ړوي چې پۀ نړۍ کښې د مادي او غېر مادي پرمختګ د پاره د جنګونو منځ نه وړل تر هر څۀ وړومبے ګام وي. د جنګي اقتصاد او جنګیالي رویو مخنیوي د پاره د سولې، امن او عدم تشدد بیانیه مخ پۀ وړاندې بوتلل او دې د پاره کار کول تر هر څۀ وړومبۍ ذمه واري وي. پۀ ملک کښې د مېشته قامیتونو د مسئلو ادراک، د هغوي پۀ وسیلو د هغوي حق تسلیمول او فېصله سازۍ کښې د هغوي شرکت یقیني کول د ریاست بنیادي ذمه واري وي – دا خبره …

بشپړ متن

عوامي نېشنل پارټي د احتجاجي سیاست تازه غورځنګ – رحمت شاه قرېشي

ګراني + میډیا + نېب زور هسې پېغور شي چې همت ورسره مل نۀ شي ورک هاغه مشال شه چې تیارۀ شي او دے بل نۀ شي داسې کله کېدے شي چې پۀ قام به سخته وي او عوامي نېشنل پارټي به د خپل قام د پاره اواز او قدم پورته نۀ کړي؟ عوامي نېشنل پارټۍ کښې د خدائي خدمتګار تحریک راستي، جرأت، رښتینولي او حرکت موجود دے. د انګرېز سامراج د ظلم او استبداد پۀ ضد چې فخرِ افغان باچا خان بابا پاڅېدو نو تر هغه وخته ئې دمه ونۀ کړه چې انګرېز ئې د دې خاورې نه ویستے …

بشپړ متن

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ټاکنې – طارق پښتونیار

جون 2019ز پښتون سټوډنټس فیډرېشن د عوامي نیشنل ګوند یو ذیلي تنظیم دے؛ دا ځان له یو خپل ائین، منشور او تګلاره لري. پۀ دغه تناظر کښې پېښور پوهنتون خپل ائیني وخت سر ته رسولے ؤ چې د هغې پۀ نتیجه کښې د پېښور پوهنتون تنظیم تحلیل کړے شو او د نوې کابینې د رغوڼې د پاره پۀ یو کم دېرشم مارچ 2019 ارګنائزنګ کمېټي وټاکلې شوه. د ارګنائزنګ کمیېۍ چئیرمېن د پښتو څانګې د PHD سکالر طـارق پښتون يار وټاکلے شو او سترسکتر میا صدیق – دې نه علاوه درې ممبران فهیم وزیر، علي يوسفزے او د اسلامک سنټر …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

. د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني پۀ اووۀ ويشتم جون پاکستان ته راغلو؛ پاکستاني واکمنو سره ئې رسمي خبرې اترې وکړې، شپه ئې پاکستان کښې وکړه، لاهور ښار ئې هم وکتلو او پۀ اتۀ ویشتم جون کابل ته ستون شو. د ډاکټر اشرف غنې دغه سفر پۀ دې اساس د اهميت وړ دے چې دے د پاکستان نه سخت مرور ؤ. څو ځله پاکستان وغوښتل چې نوموړے د پاکستان دوره وکړي، ولې دے مسلسل مرور ؤ. اخر درې نيم کاله پس واوره ويلې شوه او ډاکټر اشرف غني سره …

بشپړ متن

پۀ پاکستان کښې د قومیتونو مسئله )دوېمه/ اخرۍ برخه( – نور الامین یوسفزے

  نن چې څوک دا خبره کوي چې څوک “دو قومي نظريه” نۀ مني هغه دې د پاکستان جغرافيې نه وځي نو هم دغه خلق دغه نظريه د ستر شاعر او مفکر علامه محمد اقبال سره تړي او حال دا دے چې هم علامه محمد اقبال دې لړکښې وائي: ايک هون مسلم حرم کى پاسبان کے لئے نيل کے ساحل سے لے کر تاب خاک کاشغر د علامه اقبال د شاعرۍ او نثرى ليکونو نه دا خبره راجوتېږي چې هغه د وطني قوميت او جغرافيائي حدونو خلاف ؤ، ځکه خو وائي چې: اړتى پهرتى تهین هزارون بلبلين ګلشن مين جى …

بشپړ متن

سلېمان بن غورم بن وړسبون بن بېټن – منور خان مروت

طائب او سلېمان د غورم زامن او د وړسبون نمسي وو. د طائب او سلېمان قبیلې ته خلق ‘طائب خېل’ وائي. پۀ خپلو منځ کښې د بې اتفاقۍ د انتها لۀ وجې د طائب او سلېمان اولاد سره ګډ وډ پروت دے. د طائب او سلېمان اولاد پۀ بېټنو کښې فقیره کورنۍ ده. د تعداد نه ډېر کم دي نو ځکه مغلوب راغلي دي. د سلېمان درې زامن مانئ، اسلام دین او ګل دین وو. د مانئ او ګل دین هېڅ پته نشته، البته د اسلام دین پۀ حقله ځینې بوډاګان وائي چې تۀ ته یو ښۀ سړي د مچي …

بشپړ متن

د خېبر پښتونخوا نوو ضلعو د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ انتخابي منشور

اے اېن پي ‘قبائیلي سیمې’ – چې یو وخت کښې پېرنګ د خپلو مفاداتو د پاره د ‘ازاد قبائل’ پۀ رومانوي احساس سره د ژوند، پرمختګ او تهذیب نه شوکولي وو، نن د ‘خېبر پښتونخوا’ برخه ده. نن د پاکستان هر سیاسي ګوند فخر سره وائي چې د ‘فاټا’ خېبر پښتونخوا سره یو کولو کښې ئې کردار ادا کړے دے او عوامي نېشنل پارټۍ د دغه سیاسي ګوندونو مننه هم کړې ده – خو دا یو حقیقت دے چې د عوامي نېشنل پارټۍ نه بغېر دغه سیمې خېبر پښتونخوا سره یو کول د بلې کومې پارټۍ د منشور برخه قدرې …

بشپړ متن