loader image

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  ضمني انتخابات ته یوه کتنه د اکتوبر پۀ څوارلسمه نېټه ټول پاکستان کښې د صوبائي او قومي اسمبلیو هغه چوکیو د پاره انتخابات وشول چې هغه ممبرانو خالې کړې وې چې د یوې نه ئې زیاتې چوکۍ ګټلې وې او یا هغه چوکیو باندې انتخابات وشول چې د نور څۀ وجوهات لۀ کبله پرې پۀ پنځویشتمه جولایۍ انتخابات نۀ وو شوي. دغه شان پۀ یویشتم اکتوبر پۀ هغه چوکیو باندې انتخابات وشول چې د عامو انتخاباتو نه پس پۀ څۀ وجه ممبرانو خالي کړې وې. دې انتخاباتو د عامو انتخاباتو نه مختلفې نتیجې ورکړې. روایات خو دا دي چې …

بشپړ متن

د تاريخي ښار چمن پۀ ادبي حوزه کښې د ذوالقرنين )باچا( د شاعرۍ ارزښت – نور احمد فطرت

  مونږ ليکوالانو يو وخت پۀ يوه ستره او درنه ادبي غونډه کښې د ځانګړي مېلمه پۀ حېث تحصيل ناظم ارواښاد جلال الدين خان اڅکزي رابللے ؤ. دغه د ادبي کتابونو د مخ کتنې پۀ وياړلې دستوره کښې جلال الدين خان ووئيل، نړۍ او نړېوالو ته لمړى شعور راغلى اوبيا پېسه ورته راغله خو مونږ د دغه سېمې هغه بدبخته وګړي يو چې لۀ يوې او بلې لارې ښۀ پرېمانه پېسه اواقتصاد راته راغلي لېکن شعور لا تر اوسه نۀ دے راته راغلے. دۀ زياته کړه چې ځکه نو زمونږ سره روپۍ يا پېسه خو شته خو د دغه اقتصاد …

بشپړ متن

پۀ بلخ کښې د پښتو نجونو زدکړې او خنډونه – نجیب الله پاڅون

د بلخ پۀ اکثره پښتون مېشتو سیمو کښې ښوونځیو ته د پښتنو نجونو تګ لرې او ستونزمنه خبره ده. ناوړه دودونه، پۀ سیمه کښې د ناسم ذهنیت شتون، ناپوهي او جهالت هغه څۀ دي چې د دغو سیمو د پښتنو نجونو د تعلیم مخه ئې ډب کړې ده. زدکړه د هرې نجلۍ او هلک بنیادي حق دی او هېڅ څوک حق نۀ لري چې یو انسان لۀ دغه نعمت څخه محروم کړي. لوی خدای پۀ قران کریم کښې فرمائیلي، اٰیا برابر دي هغه څوک چې پوهه لري او هغه څوک چې پوهه نۀ لري؟ بشري نړۍ لۀ نارینه او ښځې …

بشپړ متن

د زغم د نړیوالې ورځ 16) نومبر( پۀ ویاړ ځانګړې لیکنه – نور الامین ایسپزے

  د زغم او برداشت ورځ نن چې پۀ ګړده نړۍ کښې د زغم او برداشت 16) نومبر( لمانځلې شي نو دا هم يو تريخ حقيقت دے چې د نن پۀ دې نړېوال کلي کښې پۀ عمومي توګه پۀ وګړي کښې د زغم او برداشت ماده کمه شوې او د شدت پسندۍ او انتها پسندۍ ماده پۀ څو چنده زياته شوې ده چې مثالونه ئې د جنګ د مېدان پۀ ځاے د لوبو پۀ مېدانونو کښې هم هره ورځ پۀ نظر راځي. پۀ خصوصي توګه کله چې پۀ نړېوال کچ د فټ بال مېچونه کېږي، پۀ سوونو انسانان پکښې د …

بشپړ متن

د اېشیاء زړۀ – اسرار د طورو

    تن دې درست زېر و زبر شه زړۀ دې مــۀ شــه لـر و بـر عبدالرحمان بابا زړۀ د بدن د هر اندام د ژوند ضامن ګڼلے شي. د دنيا طبيبان پۀ دې مسئله متفق دي. الفارابي د لسمې ميلادي پېړۍ تر نيمې يو داسې ترکي النسل فلسفي ؤ چې هغه د خپل سياسي ښار مثال انساني جسم سره ورکړے دے چې ناظم يا مشر ئې د اندامونو د مربوط ساتلو د پاره لکه د زړۀ کار کوي .د احاديثو پۀ رڼا کښې هم زړۀ د ټول وجود د اصلاح يا فساد باعث جوړېږي. د پاکستان مصور چې د …

بشپړ متن

پښتو څانګه، اسلامیه کالج پوهنتون، پېښور – عنایت الله بهار

    پۀ دوېم اکتوبر کال 2018 مازيګر څلور نيمې بجې د پېښور پوهنتون پۀ پيوټا هال کښې د زدکړيالو لۀ خوا يو تاريخي يو ورځنے سيمينار راجوړ کړے شو. د ياد سيمينار زياتره منتظمين د فخر افغان باچاخان بابا د فلسفې زلمي سپاهيان وو چې د دې سټډي سرکلونو بنسټ ئې پۀ دوېم اګست کال 2017 کښې اېښے ؤ چې پۀ دې لږه موده کښې ئې ډېرې ګټورې ناستې کړې دي چې څۀ پۀ کښې دا دي: د پېښور پوهنتون د اوونیز سټډي سرکل د پنځوسمي ناستې پۀ ویاړ یو ورځنے سییمنار د قبائيلي سيمو پۀ خېبر پښتونخوا کښې …

بشپړ متن

د پیر محمد کاروان غزل کښې د فطرت ټاکنه – فېصل فاران

    د کاظم خان شېدا نه پس پښتو غزلپالو کښې پير محمد کاروان هغه دوېم شاعر دے چې فطرت ئې پۀ مهمو معنو کښې د خپلې شاعرۍ نۀ بېلېدونکے توکے وګرځولو. يو خوا کۀ فطرت دلته زمکينه برخې (Land Scape) پۀ توګه را دننه کېږي، بل خوا د نظاري (Scenery) بڼه هم لري. خو پۀ حقيقت کښې ئې دغه مخ ليد د شاليد نه بدل دے او فطرت دلته حقيقت ته د رسېدنې لاره ده. لکه څنګه چې پۀ جاپاني شاعرۍ کښې هم ده. خصوصاً هائيکو د زين مت نه راټوکېدلے شعري تاثر دے چې فطرت پکښې مراقبه د …

بشپړ متن

‘روښانه څهرې’ – ابراهیم رومان

  د خاکې ليک لا پۀ پوره توګه پښتو ژبه کښې مروج شوے نۀ دے. دغه درې څلور کتابونه او ایکه دوکه خاکې پۀ رسالو او اخبارونو کښې چاپ شوي دي چې د نشت پۀ برابر دي. خاکه هم لکه د افسانې پښتو ته د انګرېزۍ او اردو ژبو پۀ وساطت سره راغلې خو خاکې لکه د افسانې پۀ شان رواج نۀ دے موندلے. کۀ خيال وکړے شي نو افسانه هم دومره نۀ ده ليکلې شوې خو البته افسانې پۀ عام وګړي باندې ځان پېژندلے دے خو خاکې ته دغه مقام د عوامو لۀ اړخه پۀ لاس ورغلے نۀ دے …

بشپړ متن

د ‘شهید خان’ خان جېلاني خان اتم تلین – محمد عیسٰي غریب

رښتيا هم پښتانۀ وائي ‘د مړاو اوبو سحر وېرېږئ او د تېزو اوبو سحر زړۀ نه غورځوي’. حکمت دا دی چې مړې اوبۀ بېخ وهي او لاره باسي خو تېزې اوبۀ هسې پۀ بیړه سره تېرېږي او ظاهري بڼه جوړوي. نوره پاتې شونې نۀ لري. ‘شهيد خان’ حاجي خان جېلاني خان اڅکزی هم لکه د مړو اوبو پۀ څېر پۀ خطر او محيط کښې د خاموشه سياست د لارې ژوند ته ادامه ورکړې وه. ځای پۀ ځای به ئې سياسي او اولسي غونډې هم وربللې. پۀ ظاهره خو ئې د هڅو لړۍ کمه او پټه خولۀ ئې اختيار کړې وه …

بشپړ متن

پاکستان ولې ډیورنډ کرښه توده ساتي؟ – حیات روغانے

    دا میاشت چې تاسو ‘پښتون’ لولئ، پۀ لسم نومبر (1989) د برلن دېوال یاد کړئ او پۀ دولسم نومبر (1893) د امیر عبدالرحمان او مارټیمر ډیورنډ روحونو باندې زړونه سپک کړئ. د مشرقي او مغربي جرمني تر منځ نړېدلے دېوال خاندي! د جنوبي او شمالي کوریا تر منځه توده سړه شوې ده! د پاکستان او هندوستان تر منځه واهګه نارمل ده! بنګله دېش برما ته سرحد پرانیزي! سعودي عرب اسرائیل ته خپل فضائي حدود پرانستل! ترکي د امارت د چسکې سره د یونان او بلغاریه پۀ پوله پښه ایښې يورپي یونین ته ننوځي! چین ټوله دنیا کښې د …

بشپړ متن