loader image

د ډاکټر خان صاحب د وزارت د ختمولو پۀ باب د خفیه خطونو ترجمه – شمس بونېرے

    ډاکټر وقار علي شاه پۀ خپل کتاب ‘اسلام، نسليات او قام پرستۍ’ پۀ نوم ډېر ژور تحقيقات کړي او ښکاره کړي دي. دا مضمون د هغې د يو باب ژباړنه ده چې د وائسراے د خپل داخلي سېکرټري ماونټ بېټن پۀ واسطه کړي او د هغۀ د چاپ شوي کتاب ذکر او مصدقه صفحې لري. خط نمبر 3265 د اتم اګست 1947 کښې ليکي. ‘زۀ هدايات کوم چې د صوبې ګورنر لاک هارټ ته ووايه چې د ګورنر پۀ حېث پۀ يوولسم اګست غرمه خپل وزارت ختم کړي او کۀ ممکنه نۀ وي نو پۀ دولسم اګست سحر …

بشپړ متن

افسانه قسط – سید یاسر علي شاه یاسر

    نن د پېښور بازار کښې بيا منډې شوې، خلق اوتر شول. ‘هله د کمېټۍ والا راغلل’، دغه اواز چې د بازار بل سر ته رسېدو نو شاه پور بيا پۀ ګس مټ د ډنډې داسې ګوزار خوړلے ؤ چې تله ترې هم دغه شان پرېوته، لکه د مچۍ وچورلېدو او داسې ورته محسوس شوه چې ګڼو مچو پۀ مټ وخوړم. ‘وۍ ظالمه! ؤ دې سوزولم’، دې ټکي سره بيا د دۀ لاس ګاډے اپوټه پروت ؤ. ټماټر د سړک هغه بل سرته ورسېدل او تله د انصاف پۀ تکل د سړک منځ کښې پرته وه. ‘تا ته مونږ …

بشپړ متن

پښتون سټوډنټس فیډرېشن تاریخي پس منظر – عابد ایسپزے

عابد ایسپزے سترسېکتر، پښتون سټوډنټس فیډرېشن، پېښور پوهنتون پۀ کال 1960ز کښې پۀ بېن الاقوامي توګه داسې وخت ؤ چې اېشياء، افريقا او لاطيني امريکه کښې چې کوم د قومي ازادۍ تحريکونه وو، ډېر ګړندي روان وو . د الجيريا جنګ وشو او د فرانس نه ئې ازادي واخسته. دغسې نور ډېر ملکونه وو ـــ وېتنام د خپلې ازادۍ د پاره پۀ لاطيني امريکه کښې مبارزه کوله نو دې حالاتو پۀ ټوله دنيا کښې پۀ ځوانانو کښې يو حرکت پېدا کړو او د ساړۀ جنګ مغربي پاليسیو پر ضد ودرېدل. پاکستان کښې داسې حالات وو چې لس کاله د ايوب …

بشپړ متن

پاکستان، پښتونستان او فاټا ادغام – خان عبدالولي خان

د خان عبدالولي خان کتاب ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري’ څلورم ټوک کښې مخ 108 نه تر مخ 113 دا ټوټه اخستلې شوې ده. د هندوستان د وېش پۀ حقله د باچاخان اصولي موقف، د وېش نه پس د مسلم لیګي ‘رجیم’ رژیم لۀ خوا د رېفرنډم پۀ شا سیاسي غرض او د خدائي خدمتګارانو لۀ خوا د رېفرنډم د بائیکاټ پۀ حواله دا اقتباس ډېر فکر انګېزه دے. د دې لیکنې پایله کښې د ولي خان بابا دا پوښتنه چې ‘پاکستان کښې اخر هغه کوم یو څیز )قانون( دے چې قیوم خان منلے دے او عبدالغفار نۀ دے منلے؟’ خان …

بشپړ متن

مبارکي – پښتون

یو دېرشم ائیني ترمیم منظورېدل د دې ملک د تاریخ او د پښتون قام د تاریخ یوه لویه ورځ ده. د فاټا انضمام سره به ملک مضبوط شي. زمونږ مشرانو چې د کومې ورځ نه دا غوښتنه کړې وه نو هغې ورځ نه د ازمېښتونو، تکلیفونو، جېلونو او مقدمو سره مخ وو. نن د دې ائیني ترمیم منظوري زمونږ د مشرانو د تاریخي موقف حمایت دے او زمونږ د سیاست د نظریاتي اساس د مضبوطیا دلیل دے. دې ټوله موده کښې د قبائیلي سیمو خلق پۀ جسماني، روحاني، مالي او مادي طور ډېر کړېدلي او زورېدلي دي. د هغوي کورونه …

بشپړ متن

میډیا، استعمار او مونږ – احمد حسن حسرت

    ‘د يوې خاص مفکورې د پاره ذهن سازي’ (Brain Washing) يوه داسې موضوع ده چې د لوېديز پۀ مشرقي ملکونو کښې پرې سلګونو نفيساتي استاذانو کتابونه ليکلي او پۀ کلونو ئې پرې څيړنې کړي – دغه دانشورانو پۀ شخصي او ټولنيز دواړو اړخو ډېرکار کړے – پۀ اولني او دويم نړۍ وال جنګونوکښې دواړو ډلو يعني انګرېزانو او جرمنيانو د نفسياتو د استاذانو خدمات ترلاسه کړي وو- دواړو ډلو د خپلو رېډوانو او د اشاعت د ذريعو لۀ خوا نفسياتي جنګ هم ښۀ تود ساتلے ؤ – د جنګ نه پس د دواړو ډلو ماهرانو د ترلاسه شوو …

بشپړ متن

د پاکستان تصور د علامه اقبال د خوب نه د بشريٰ مانیکا خوب پورې – حیات روغانے

د پاکستان پۀ حواله د سر علامه محمد اقبال لاهوري خوب باندې د هغۀ د خپل زوي رېټائرډ جسټس جاوېد اقبال د راغلي بیان نه پس سوالونه نور هم ګڼ شوي دي او هغه ټول تاریخ پوهان چې د پاکستان د تصور او د علامه اقبال د خوب پۀ اړه ئې د ‘مطالعه پاکستان’ پۀ ټولو معلوماتو اعتراضونه کول؛ د مذکوره رېټائرډ جسټس د بیان نه پس لا ګران شول. د پاکستان د تصور پۀ حقله تر ټولو جامع، واضح او راجح تفسیر د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” )څلورم ټوک( مخ یو سل شپېتم …

بشپړ متن

ډاکټر ډېوډ ګوډال او هندي فلم ‘ګزارش’ – ‘پښتون’

    गुजारिश د انسان د ژوند او وینې حرمت، د هغۀ د ملکیت د حق احترام او د هغۀ خپلې فېصلې د پاره د خودمختارۍ تصور ته پۀ مهذبه نړۍ کښې لۀ هر څۀ زیات تقدس حاصل وي. ډاکټر ډېوډ ګوډال چې د اسټرېلیا نامتو ماهر نباتات او ماحولیات ؤ، پۀ لسمه مۍ 2018 سوئټزرلېنډ کښې پۀ یو کلینک کښې د زهریله ستن پۀ ذریعه د یو سل څلور کلونو عمر کښې خودکشي وکړه. پۀ لسمه مۍ د خپلې خودکشۍ نېټه د ټاکلو پۀ وخت هغۀ وئیلي وو، ‘د مرګ وخت مقرر دے خو انسان ته د خپل ژوند …

بشپړ متن

قران پوهنه او غني بابا – سلمان افغاني

د هر چا معتقدين او مخالفين وي. غني بابا چې ډېر لوړ علمي مقام لري، ډېر ژور او فلسفيانه بحثونه پۀ اسان او لنډو ټکو کښې رانغاړي. د هغوي شخصيت هم د دې المیې نه محفوظ نۀ دے پاتے شوے. د غني بابا د کلام نه د هغوي علمي مذهبي ډونګے والے معلومېږي نو دغسې د هغوي رنګين مزاجي او د انساني جذباتو اعليٰ ترجماني ترې هم څرګنديږي. يو شاعر د مذهب نه تېښته نۀ شي کولې، ولې مذهب يو فطري اواز دے او مسلمان ته پۀ ميراث کښې هم پاتې شوے. پۀ دې نظر يو شاعر محض صوفي ګڼل …

بشپړ متن

سیکولر ازم او اسلام یوه مباحثه – فېصل فاران

    د سيکولرازم پۀ حواله زمونږ ټولنه کښې دومره لويه تېروتنه موجود ده چې ښۀ ليکلي لوستلي خلق هم سيکولرازم (Secularism)، کميونزم (Communism)، لبرلزم(Liberalism) ، اېتهيئزم(Atheism) ، اېبکيورزم (Abcurism) هر څۀ سره خپلو کښې ګډوډوي او بيا د علمي زوال کمال دا چې د سيکولر مطلب ټول لغتونه ‘لاديني’ کوي لکه: )الف(: سيکولر- لا دينى، جس ميں مذہبى امتياز نہ کيا جائے؛ (علمى اردو لغت، وارث سرهندى) )ب(: سيکولر- دنيائي، غېر مذهبي، مادي، دهري د وحدت منکر، هغه سړي چې مذهبي قوانين نۀ مني. )قاموسنه ډاټ کام( تاسو ورګوئ چې لمړي صفت کښې د لا دينيت خبره شوې ده …

بشپړ متن