loader image

د قصور د ‘زېنب’ نه د مومندو ‘فرښتې’ پورې – عمران اشنا

اٰفرین دې وي پۀ ندیم سرور، نصر الله کاکړ، عبد الرحیم، نثار مومند، منظور خان، ارم فاطمه، ستاره ایاز، خان زمان کاکړ، سلیم لالا ایډوکېټ، میا افتخار حسېن او هغه قام پالو ملګرو چې د خپلې فرښتې غږ اوچتول ئې د چا د چېنلو اسرې ته پرې نۀ ښودو. پۀ پاکستان کښې دا وخت سلو ته نزدې ټي وي چېنلې دي چې پکښې يواځې دوه د پښتو، ځيني د سندهۍ او نورې ټولې د اردو ژبې دي. پۀ دې خبره بيخي نۀ ده پکار چې د پښتون قام خپله ميډيا کۀ وه نو کېدے شي د هغوي ستونزې هم پۀ …

بشپړ متن

د راب لاک هارټ ماونټ بېټن ته لېږلے يو رپورټ – ډاکټر فضل الرحيم مروت

‘پښتون’ – جولائي 2007 لاک هارټ ته د فخرِ افغان دغه درې وړاندیزونه هغه وخت هم د هغه وخت د ‘نیا پاکستان’ چې د هند پۀ ماتېدو جوړ شوے ؤ، پۀ تاوان نۀ وو؛ د ‘ون یونټ’ د ماتېدو پۀ غوښتنه کښې هم د هغه وخت د ‘نیا پاکستان’ چې د پاکستان پۀ خپلو ماتېدو جوړ شوے ؤ، پۀ تاوان نۀ وو؛ نن هم د نن د ‘نیا پاکستان’ چې فوج، عدلیې، الېکشن کمېشن او احتساب کمېشن ئې جوړولو کښې کردار ادا کړے دے، پۀ تاوان نۀ دي. بیا هم، د دې دور د معروضي حالاتو پۀ رڼا کښې د …

بشپړ متن

د پښتونستان مقدمه – فېصل فاران

پښتانۀ پۀ نسلي توګه ‘اساک’ )ساکا، اساکین، اسکوزي، ساکزي( دي – ‘اٰریا’ نامه د دوي تهذیبي نامه وه چې کله دوي بلخ باختر بدخشان کښې تهذیبونه جوړ کړل. ‘پکت’، ‘پکتین’، ‘نجدي’ د دوي سیمئیزه نامه ده چې وروستو بیا د ‘پښتون’ پۀ صورت دودنده نامي هم ګرځېدلې ده او تر اوسه هم دغه لفظ د پښتو هوډ پۀ معنٰي کارول شي. انګلیسي کښې هم Big ‘غټ’، هندۍ کښې ‘بهګوان’ خداے ته وائي – ‘افغان’ د دوي قامي ملتي نامه ده؛ د دې مطلب دے ‘غېر بت پرست’ – دغه نامې او معنې باندې مولانا عبدالقادر، پروفېسر عبدالمجید افغاني، سر علامه …

بشپړ متن

د اصغر لالا د نظم توکنه بالاحصار – فېصل فاران

د اسلامي جمهوریه پاکستان د رئیس العساکر جنرل قمر جاوېد باجوه لۀ خوا پېښور کښې د پوهنتونونو د زدکړیالو سره د لیدنو روانه لړۍ کښې د مۍ د میاشتې پۀ سر کښې یوه ناسته پۀ قلعه بالا حصار کښې هم شوې ده – وئیل کېږي چې دې ناسته کښې د قبائلي سیمو څخه د یو سکهـ زدکړیال د وړاندیز نه پس باجوه صاحب حکم کړے دے چې د پېښور قلعه بالاحصار کښې دې د سکهـ راجه رنجیت سنګهـ انځور ځوړند کړے شي! ځوړند کړے شوے. د کرتارپور راهدارۍ د پرانستې دستوره کښې نوجوت سنګهـ سدهو سره د پنجابۍ غېږې نه …

بشپړ متن

موسيقي – ډاکټر سهېل خان

موسیقي، چې مونږ ورته پښتو کښې ‘ټنګ ټکور’ وایو؛ د انساني تاریخ هومره زړه ده. دا د انسان د پېدائش سره د مور غېږ کښې د ‘الاهو’ نه واخله تر ‘للې للې للو’، ‘ډنګه ډیچه ډاسا’، د مېچن اوړۀ کېدو سره ‘شرنده شرېږي’، د چاټوري د شوملو سره ‘شخنده شخېږي – بلنده بلېږي’ نه واخله تر د غرونو لمن کښې د چینو او ژرندو لشکار سره – بیا د سیند پۀ غاړه چې څاروي اوبۀ نۀ څښکي نو د مالک یو شپېلي سره څاروي پۀ اوبو خولۀ کېږدي – او چې شپېلۍ بنده شي نو خپل مالک پسې سترګې اوچتې …

بشپړ متن

ولې د ‘پښتونستان’ ضرورت ختم شو؟ – ډاکټر خورشید عالم

ډاکټر خورشید عالم زمونږ داسې مشر دے چې پاکستان کښې دننه د پښتون سیاست پۀ یوه ډېره کړمنه کږلېچنه موده یعني اویامه لسیزه کښې ئې فعال او سرګرم سیاسي کردار ادا کړے دے. هغه وائي، “زۀ ضعیف یم – اوس یوه خولۀ لرم او څۀ نیمګړي نیمه خوا یادونه” – د بنو د قرارداد پۀ ویاړ د هغوي دې لیکنه کښې یو پښتون سوخت ځان ښکاره کوي. مونږ د هغوي لۀ خوا د پښتونخوا نامې سره د ‘سیمئیز احساس’ تړون سره اختلاف کولے شو – د ‘بد تر متبادل’ معنې سره هم اختلاف کېدے شي – ‘کۀ پاکستان نۀ وي’ …

بشپړ متن

پۀ زولنو کښې د رڼا د مینار قصه د باچا خان د زندان احوال 2 – ډاکټر سهېل خان

]دوېمه برخه: د 1948 نه تر 1984 پورې[ د هندوستان د وېش نه پس باید چې د لا اِلٰه پۀ چغه جوړ ملک کښې د اسلام، جمهوریت، ائین او قانون علمداري وه، ولې پۀ دوه ویشتم اګست 1947 د ډاکټر خان صاحب منتخب حکومت ختمولو سره د ‘جمهوریت’ لاش د پېرنګي نه ازاد کړے شوي ‘ګورا قبرستان’ کښې خاورو ته وسپارلے شو. دغه د باني پاکستان جناح صاحب د ګورنر جنرل پۀ حېث د فرمان جاري کولو نه پس وشو. چونکې ‘خان قیوم’ سره اسمبلۍ کښې اکثریت نۀ ؤ – لۀ دې عمله ئې د خدائي خدمتګارو منتخب ممبران ګرفتارول …

بشپړ متن

پۀ لنډیو )ټپو( کښې د پښتنو مېرمنو یوه خاصه څېره – سید بهاء الدین مجروح

پښتو ژبه دوه رازه ادبيات لري: شفاهي ادب او ليکلى ادب. پۀ ليکلي ادب او د دې ادب د مقام او ارزښت پۀ باب خبرې او بحث د ادب تاريخ پوهانو کار دى. کوم څۀ چې ما ته د خاصې پاملرنې وړ ښکاري او دا ځکه چې تر اوسه پرې لا منظمه علمي څېړنې نۀ دي شوې، هغه د خلقو شفاهي ادب دى. دلته مونږ يوازې د دې ابياتو يو ډېر خاص اړخ څېړو او هغه د پښتني ښځې سندره ده او د هغې څېرې مطالعه ده چې لۀ دې سندرې څخه راوځي. مګر د موضوع د رڼا کولو دپاره …

بشپړ متن

Cognitive Dissonance د ‘اظهار کېفیت’ او فکري بڼه – وصال بغدادوال

پۀ شعر کښې د يو کېفيت درک موندل، د متن وجدان ته کوزېدل او پېژندل دي – د بېلګې پۀ توګه يو شعر راخلم: د اسمانونو د وسعته راشه! د زمکې حال وګوره! ښکته راشه! توقير ابشار د خپلې تجزیې نه وړاندې پۀ دې شعر ښاغلي افتاب ګلبڼ خپله یوہ جامع تجزيه وړاندې کړې ده چې هغه تجزيه، زما پۀ اند يوه غېر مطمئن او غېر فېصله کن تجزیه ده؛ هغۀ پۀ داسې تناظر کښې چې د دې شعر پۀ حواله د خداے د تصور پۀ حقله دوه بنيادي نظریې راوړې دي: تهي ازم او ډي ازم – او تر …

بشپړ متن

د خدائي خدمتګار تحریک د بحالۍ پۀ موقع د ارباب عبد الغفور خان خلیل خطاب – ‘پښتون’

یو پنځوس نیم کاله زوړ دا پمفلټ د ارکائیوز نه د ډاکټر سهېل خان موندنه او پۀ ‘پښتون’ پېرزو ده. مشره ډاکټر سهېل خانه! مننه. یو پنځوس نیم کاله زوړ دا پمفلټ هماغه حالات لري چې د تاریخ برخه ده. نن نۀ صرف دا چې ‘ون یونټ’ مات دے، د اتلسم ائیني ترمیم سره دا خاوره خپله تاریخي نامه، خپله اسمبلي او خپل وزارتونه هم لري. لۀ بده مرغه، څنګه چې دې پمفلټ کښې د ګورنر جنرل د ‘اېجنټ’ پۀ صوبه مسلط کېدو نه پس پۀ ائین او قانون پښې ایښودې شوې وې، دغه رنګ نن هم پۀ صوبه مسلط …

بشپړ متن