loader image
کور / مستقل ليکوالان / اداريه / دنیا دې د افغانستان وینو سره یو بل خیانت ته پرې نۀ ښودې شي

دنیا دې د افغانستان وینو سره یو بل خیانت ته پرې نۀ ښودې شي

د افغانستان پۀ وجود چې کوم پرهرونه وروستو جوړېدل، باچا خان او ولي خان هغه پرهرونه پۀ خپلو روحونو انګېرلي )محسوس کړي( وو. د افغانستان د زړۀ څړیکې باچا خان او ولي خان خپلو زړونو کښې زغملې وې او پۀ افغانستان کښې توې شوې وینه هغوي د خپلو ژبو نه وئیلې وه. هغوي چغې وهلې، “دا د کفر او اسلام جنګ نۀ دے” – د هغوي کوکارې چا نۀ اورېدې چې “دا د روس او امریکې جنګ دے” – د هغوي نعرو ته غوږونه کاڼۀ شوي وو چې “لۀ افغانستانه د بارودو سرډ مۀ جوړوئ!”.
د افغانانو وینو د امو دریاب او اباسین اوبۀ سوربخنې کړې خو د نړۍ زړۀ لکه چې لا اوس هم سوړ نۀ دے، افغانه وینه باندې موړ نۀ دے. افغانستان کښې د سردار داود نه تر ډاکټر نجیب الله څوک پۀ خپل مرګ مړ شو؟ څوک پۀ خپلو وینو ونۀ لمبېدو؟ څوک پۀ دار نۀ شو؟ څوک سنګسار نۀ شو؟
د ډاکټر نجیب د ملي پخلاینې پروسه تېزندي کېدو نه پس ټول افغانستان پۀ دار ځوړند دے. افغانستان ټپه کوي:
پۀ لېونو سپو کښې راګېر یم
“یاران” پۀ غټو غټو ګوري ما ترې خورینه
د امن، د اېټمي وسلو نه د پاکې دنیا، د عدم تشدد او د انساني حقونو نړیوالې ورځې نمانځونکې نړۍ د افغان ملت پۀ “زړۀ” کښې کېدونکې بمي چاودنې نۀ ویني، افغانستان کښې روان خونړے جنګ نۀ ویني، پۀ افغانانو د سپکو درنو وسلو سفاک استعمال نۀ ويني، بربري تشدد نۀ ویني، د انساني حقونو وحشیانه پامالي نۀ ویني.
د دنیا د پاره افغانستان کښې د شربت ګلې د سترګو تصویر قیمت لري، د شربت ګلې د سترګو منت نۀ ویني.
تېرې څۀ مودې نه پۀ دنیا افغانستان کښې د امن راوستلو پېریان ناست وو. د اولسمشر ډونالډ ټرمپ لۀ خوا چې کله د افغانستان او جنوبي اېشیاء پۀ اړه د پالیسۍ اعلان شوے ؤ نو یو امید زرغون شوے ؤ چې ګنې اوس به پۀ دې سیمه امن راشي – مونږ د خپلو زړونو سره جنګ وکړو او د عقل خبره مو ومنله. مونږ دا خوش-فهمي واخسته چې ممکنه ده، د دنیا پۀ افغانانو زړۀ سوے وي. د زلميخلیلزاد پۀ یوه پښه ګرځېدلو مو خوش-فهمۍ له نور هم باور ورکړو.
لکه څنګه چې افغانستان کښې د پلیت فساد د پاره د جهاد د مقدسې بیانیې قائمولو د پاره ټوله دنیا یوې خوا ته وه خو د عوامي نېشنل پارټۍ بیانیه د دغه نړیوالې بیانیې پۀ ضد وه – هم دغسې د امن مذاکراتو د پېل سره د عوامي نېشنل پارټۍ بیانیه پۀ هر کارنر میټنګ، هر تهنک ټېنک میټنګ، هر جلوس او هره جلسه کښې پۀ جار مخې ته راغله او د ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان به وئیل،
“مذاکرات دې د افغان حکومت مشرۍ کښې وي – د افغان حکومت شاملولو نه بغېر به مذاکرات بې باوره هم وي او د بې نتیجې کېدو امکان به هم لري – مذاکرات دې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وي؛ امریکا، روس او چین دې پۀ دې معاهده کښې “ضامن” وي – پاکستان دې خپلو دواړو ایوانونو کښې د پاس شوو قراردادونو سره سم افغانستان کښې د افغانانو د منتخب حکومت حمایت وکړي – پُر امن افغانستان د افغانانو سره د دې ټولې خطې د پاره ضروري دے.”
اوس چې د امن معاهدې د ډرافټ مندرجات مخې ته راځي نو عقلونه زړونو ته ملامته کېږي. زلميخلیلزاد څنګه دا جرأت وکړو چې افغانستان د پاره ئې د “اسلامي امارت” لیکلو ته غاړه کېښوده؟ دغه جرګه کښې ګډون کوونکو څنګه پۀ دې نیوکه نۀ ده کړې؟ د امریکا او نور نړیوال مبصرین د “اسلامي امارت” پۀ اصطلاح پوهه نۀ وو؟ د دې تر څنګ د ملي اردو مورال غورځول، افغانستان کښې د سیاست پروسه او انتخابي عمل ځنډول څۀ معنٰي او څۀ اغېز لري؛ پۀ دې د دغه جرګې جرګمار او منځګړي نۀ رسېدل؟
افغانستان د وخت پۀ یوه داسې پوړۍ ولاړ دے چې “یا خو به د خونړي جنګ یوه بله لا حاصله بې نتیجې مرحله شروع شي او یا به دا روان خونړے جنګ څۀ نور وغځېږي خو نتیجه به ئې د حقیقي امن او افغان-واکۍ وي.” پۀ دې موقع مونږ وړاندیز لرو چې کۀ د امن شرائط هم دغه وي نو چې د افغانانو منتخب اولسمشر ډاکټر اشرف غني تر هغه وخته د دغه مذاکراتو سره اړونده کومه سرګرمۍ کښې ګډون ونۀ لري، تر څو چې دغه ډرافټ کښې د افغانانو د ګټې ترمیمونه او اصلاحات ونۀ شي. ډاکټر اشرف غني باید د امن د پاره ودرېږي. ډاکټر اشرف غني باید نړۍ ته د ولي خان دا خبره تکرار کړي چې،
تاسو مونږ زمونږ سمي ته پرېږدئ، مونږ د خپلې ازادۍ د خپل ملک د دفاع پوره قابل یو – کوو به ئې. افغانستان خپلې مخې ته پرېږدئ چې خپلې فېصلې پۀ خپله وکړي.
د افغان ډایسپوره هغه برخه چې د هېواد نه لرې Branded ژوند تېروي او هغه خلق چې د خپلو کورونو مارکیټونو پۀ کونجونو کښې ناست پۀ افغان دولت پسې د ترخونو نه اوازونه وباسي، پچموزې کوي؛ باید دې وخت کښې د خپل افغان دولت سره ودرېږي – بېشکه پۀ حېث د واکمن به د ډاکټر اشرف غني د پالیسیو سره اختلافات لري، پۀ حکومت د تنقید حق هر ووټ لرونکي ته حاصل دے؛ خو دا وخت د پټي د ملکیت جنګ دے، دې جنګ کښې دې د خپل دولت د پښو وهلو تور پۀ خپل تندي نۀ ږدي.
مونږ کله هم د افغانستان جنګ کښې غېر جانبدار او لا تعلقه نۀ شو پاتې کېدے. هو! مونږ پۀ دنیا کښې چرته هم د جنګ ملاتړ نۀ کوو خو افغانستان “دنیا” نۀ ده، افغانستان مونږ هم یو. د افغانستان د حالاتو نېغ پۀ نېغه د ډیورنډ کرښې دې خوا ته اوسېدونکو باندې اثر دے. افغانستان کښې د جنګ اور چې څنګه بر افغانان سېزلي دي، دغه رنګ ئې لر افغانان هم خشاک شوي دي. زمونږ کورونه، بازارونه، لارې، لوبغالي، کښتونه، ښونځي، لېسې او پوهنتونونه هم ړنګ شوي دي. د روانو مذاکراتو نزدې اغېز دا دے چې کۀ یو خوا وزیرستانونو او ډیورنډ کرښې ته نزدې پرتو سیمو کښې پېریان راپارېدل شروع شوي دي نو ورسره شمالي غرونو کښې هم حرکت شروع شوے دے. د عوامي نېشنل پارټۍ پېښور صدر سرتاج خان پۀ رڼا ورځ هدفي وژنه کښې وژل شوے دے، پۀ سوات کښې د پارټۍ پۀ غړو برید شوے دے – دا اوس غټ اختر کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پښتونخوا مشر اېمل ولي خان ته د “ریاستي عناصرو” لۀ خوا انذار ورکړے شوے چې خپلې سرګرمۍ راونغاړي او ستر سېکتر سردار حسېن بابک ته د “تحریک طالبان، بونېر، ملاکنډ ډویژن” لۀ خوا ورکړې شوې دړکه کښې “غېر ریاستي عناصرو” وئیلي دي،
“….. تاسو د کفري نظام لاسونه مضبوطوئ، تاسو د خپل قبیح عمل نه توبه وباسئ…..
د پاکستان فوځ، پولیس او ټولو عسکرو سره او د کفري نظام خپلې ټولې اړیکې ختمې کړئ! دا ستاسو د پاره اخري موقع ده – د ځان اصلاح وکړئ ګنې د هغه جهان تیاري وکړئ.
کمانډر عزیز الرحمان، تحریک طالبان بونېر.”
یو څوک دې ووائي چې د باچا خان نه تر سردار حسېن بابک پورې زمونږ د “کفري نظام” سره څوېمه ده؟ مونږ خو د “مذهبي ګوندونو” سره سیاسي اتحادونه هم کړي دي، پۀ اسمبلیو کښې مو د یو بل د قراردانو مرستې هم کړې دي او تحریکونو کښې هم د یو بل سره ملګري پاتې شوي یو – البته، نظریاتي اختلاف د پاره د سیاست تر لارې هغوي هم کار کوي او مونږ هم.
پاکستان د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته افغانان بلېکمېل کوي چې د افغانستان مسئلې نه ډډې ته شي او دغه دړکې رالېږونکي، هدفي وژنې کوونکې، بمونه ټقوونکي او ځانمرګیان مو د کفري نظام د مرستې پۀ تور وینې ځان ته حلالوي – هغه د ولي خان خبره، “ولي خان د جونېجو نه کمزورے نۀ دے چې دے به وغواړي او حکومت به ورته ملاو نۀ شي.” زمونږ پۀ دې هر څۀ سر خلاص دے چې ‘کفري نظام’، ‘قبیح عمل’، ‘عسکر’ او ‘د ځان اصلاح’ څۀ اصطلاحات دي؟ د چا دي؟ څۀ مقصد د پاره دي؟ هدف ئې څۀ دے؟
مونږ پۀ نامه د جنګ خلاف یو او افغانستان کښې د جنګ خو بیخي خلاف یو. مونږ کله هم نړۍ ته دا اجازت نۀ ورکوو چې د افغانستان د مستقبل فېصله دې کېږي او هغې کښې دې د افغانستان دولت، د افغانستان اولس او د افغانستان اولسمشر ته د یو مساوي فریق پۀ حېث ځاے او درناوے نۀ ورکولے کېږي.

دا چوکټه دې اداریې سره تړلې ولوستلې شي:

تېره میاشت بونېر کښې شمس لالا )شمس بونېري( د عبدالحمید زاهد د تالیف “د شفق رنګونه” د مخکتنې دستوره تابیا کړې وه. زۀ )حیات روغانے( هم پۀ مودو پس پېښور نه وتلے وم. هلته د “پیرې ابۍ” مزار سره نزدې د شمس لالا دېره کښې مخکتنې وه. ما دوه شعرونه وئیلي وو:
پټکي درنه پشقوزې ږیرې بیا چې تېرې نۀ شي
د پیرې ابۍ لپه کښې دعا چې ښېرې نۀ شي
دا شور چې پۀ بونېر کښې دې تود کړے، غلے نۀ شي
دا لارې در نه یه شمسه لالا! بیا سپېرې نۀ شي

ما خوپه محسوس کړې وه خو دومره نۀ چې ګنې بونېر کښې خو پېریانو دومره ایجازې هم ماتې کړې دي.
د دې کرښو تر لیکلو بونېر کښې استقبال خان ته هم دغسې دړکه ورکړې شوې ده. دا وخت عوامي نېشنل پارټي د حکومت برخه نۀ ده. مونږ پۀ دې پوهه یو چې قامي تحریک ولې پۀ نخښه کېږي. مونږ د جنګي اقتصاد پۀ ضد او د امن د پاره غږ پورته کولو باندې پۀ نخښه کېږو – دوي مونږ سره نور کولے څۀ شي؟

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ

دا هم په زړه پورې مطلب دی

اداريه – جون 2019

بادشاه وزیره یاره! د فرښتو برخې سپېرې دي فرښتو رب ته ووئیل، ‘دوي’ به زمکه …