loader image
کور / مستقل ليکوالان / خان عبدالولي خان / د کشمیر لانجه ‘پښتون’، 19 نه تر 25 جون 1990، مخونه 9-5 – خان عبدالولي خان

د کشمیر لانجه ‘پښتون’، 19 نه تر 25 جون 1990، مخونه 9-5 – خان عبدالولي خان

 

د اتوار پۀ ورځ د تېر ستمبر پۀ نهه ویشتمه نېټه د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ ته د پاکستان د ‘ازاد’ وزیر خارجه مخدوم شاه محمود قرېشي وېنا پۀ ډېرو حوالود روانو حالاتو سلسله کښې د سنجیده رویې د مظاهرې مطالبه کوونکو د پاره د تشویش وړ وه. نړیوالې رسنۍ دغه وېنا د یو سفارت کار وېنا نۀ ګڼي او د داخلي او خارجي کږلېچونو منځ کښې د ګېر استازي هېواد پاکستان پۀ استازیتوب ئې د څۀ ډول سوچ او اپروچ نه کنګال وېنا بللې ده. د پاکستان اردو اخبارونو چې بیا پۀ دغه لړ کښې کومې ‘سرخۍ’ لګولې دي، هغه د جنګیالۍ بیانیې د هغه پوکڼۍ خویه شنو پاکستانیانو د پاره د ډډمو نظریاتي ګیا ده چې د تبدیلۍ د نعرې پۀ غنه ترې پۀ ټق چودو هم هوا نۀ ووځي. اردو ژبه کښې دغه تقریر هم د ‘تبدیلي’ نخښه ګرځولې شوې ده!!! خو بیا چې ‘ازاد وزیر خارجه’ کله دغه ‘ازاده وېنا’ کوي نو ځاے پۀ ځاے د ژبې توتنۍ کېدل، نښتل او بې ساه کېدل ئې ثابتوي لکه چې د اسمبلۍ نه وړاندې ورته دا وېنا دومره نۀ وه ورکړې شوې چې خپله ژبه خو پرې راواړوي. د عدلیې، د الېکشن کمېشن، احتساب او فوج وزیراعظم چې څنګه د خپلې حلف بردارۍ پۀ ورځ Oral ګلونه رژولي وو، د هغۀ ‘ازاد وزیر خارجه’ دغه سنت ژوندي وساتل. د اردو اخبارونو د سرخیانو تر مخه د ‘ازاد وزیر خارجه’ وېنا کښې ‘بهارت صبر کا امتحان نہ لے’، ‘جنگ چھیڑ گئی تو بھرپور جواب ملے گا’، ‘سانحہ اے پی ایس میں بھارت ملوث تھا’، ‘اسلام دشمنی کا مقابلہ کرتے رہیں گے’ او ‘کلبھوشن یادیو اپنے جرائم کا اعتراف کر چکا ہے’ غوندې بابولالې وغږولې شوې ـــ دا خو د پاکستان پۀ کوم چېنل هم د هندوستان غوږونو ته رسېدې شوې!!!

د کشمیر د کشالې پۀ حواله د پاکستاني او هندي ورژن نه یو درېم اړخ د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان لیکنه ده. قیصې نۀ، د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره تاریخي حقائق.

د کشمير دې موجوده کشالې باندې د پوهېدو د پاره دا ضروري ده چې د دې تاريخي اړخ ته وکتل شي . کله چې برطانيې دا فېصله وکړه چې هندوستان تقسيم کړي او د مسلمانانو اکثريتي صوبې د پاکستان پۀ نامه د هندوستان نه راوشوکوي نو دې سره سمدستي د هندوستان د رياستونو د مستقبل پۀ حقله هم د فېصلې وخت راغے، پۀ هندوستان کښې پۀ دغه وخت کښې څۀ د پاسه شپږ سوه لوي واړۀ رياستونه وو. د دوي د مستقبل د فېصلې پۀ حقله د هغه وخت دواړو سياسي ډلو يعني کانګرس او مسلم ليګ کښې بنيادي اختلاف ؤ. کانګرس وې چې د رياست د اوسېدونکو رایې دې معلومه کړې شي. د مسلم ليګ دا فېصله چې د رياست فرمانروا نواب يا راجه دې دا فېصله وکړي چې هغه هندوستان سره شاملېږي او کۀ پاکستان سره .

پاکستان بيا خپله دا فېصله د جوناګړهـ رياست پۀ سلسله کښې عملي کړله. جونا ګړهـ د هندوستان د راجپوتانې پۀ علاقه کښې يو داسې رياست ؤ چې نواب ئې مسلمان ؤ او رعيت ئې شپږ اتيا فیصده غېر مسلم ؤ. دغه نواب صاحب د سپو ډېر شوقين ؤ. دے د سپو د نمائش د پاره انګلېنډ ته تلے ؤ چې د دۀ پۀ غېر موجودګۍ کښې سر شاهنواز بهټو )چې د تېر وزير اعظم ذوالفقارعلي بهټو پلار ؤ(، ځان د دغه رياست وزير اعظم کړو او چې کله نواب صاحب واپس راغے نو سر شاهنواز بهټو هغۀ ته ووې چې د پاکستان سره الحاق وکړي!!! چنانچه د الحاق دستاوېز ئې پۀ نواب صاحب دستخط کړو، کراچۍ ته راغے او د پاکستان ګورنر جنرل چې پۀ دغه وخت کښې پۀ ځان قائد اعظم محمد علي جناح صاحب ؤ، پۀ هغه ئې د دغه الحاق توثيق وکړو او پۀ دا شان د پاکستان حکومت دا فېصله سرکاري طور واوروله چې د رياست د الحاق فېصله به د رياست فرمانروا يا نواب کوي. وروستو بيا د رياست اولس چې اکثريت ئې غېر مسلم ؤ، راپاڅېدل. نواب صاحب کراچۍ ته وتښتېدو او د رياست الحاق هم دغه دیوان سر شاهنواز بهټو د هندوستان سره وکړو.

د کشمير د لانجې پۀ سلسله کښې دوېمه اهمه خبره د پنجاب د تقسيم وه. کله چې مسلم ليګ د مذهب پۀ نامه د هندوستان د تقسيم مطالبه پۀ پېرنګي ومنله نو بيا د پنجاب او بنګال صوبو د تقسيم فېصله هم يقيني شوله. د پنجاب د تقسيم د پاره يو کمېشن مقرر شو چې مشر ئې رډ کلف ؤ. د دۀ د فېصلې پۀ حقله بيا يو بنيادي اختلاف د کانګرس او مسلم ليګ تر منځه را ولاړ ؤ. کانګرس دا مطالبه پېش کړله چې رډ کلف کله خپله فېصله واوروي نو د دغې فېصلې پۀ خلاف دې د اپيل حق متعلقه ډومېنين ته ورکړے شي. مسلم ليګ پۀ دې ټينګ ؤ چې رډ کلف کومه فېصله ورکړه هغه دې حتمي او اخري وي او د هغې پۀ حقله دې د هېڅ قسمه اپيل حق هېڅ چا ته هم نۀ وي . نو چې کله رډ کلف صاحب خپله فېصله واوروله او د ګورداسپور ضلع ئې هندوستان ته ورکړله نو د هندوستان پوله کشميرسره وجنګېده او سرحد پوخ شو، ولې چې د اپيل حق خو مسلم ليګ د خپله لاسه ختم کړے ؤ.

کله چې دغه ائيني او قانوني لارو کښې خنډان پېدا شو نو بيا د پاکستان واکدارانو دا فېصله وکړه چې پۀ کشمېر دې حمله وشي او قبضه کړے شي او منصوبه جوړه شوه چې د پاکستان فوځ نۀ بلکې قبائيلي لښکرې دې پۀ کشمير ورواچولې شي. پۀ دغه سلسله کښې خان بهادر قلي خان بابا )باچاخان( له راغے، ورته ئې ووې چې مونږ پۀ کشمير حمله کوو‍ن تاسو هم خدائي خدمتګارو ته ووائي چې مونږ سره پۀ دغه جهاد کښې شامل شي. بابا ورته ووې چې زۀ هم غواړم چې کشمير پۀ پاکستان کښې شامل شي خو ستاسو دې طريقې سره مې اتفاق نشته ولې چې ما ته پته ده چې د کشمير مهاراجه کمزورے سړے دے او چې کله تاسو پۀ کشمير باندې قبائيل ور واچول نو هغه به سمدستي د هندوستان سره الحاق وکړي او بيا به د هندوستان فوځ راشي نو د مهاراجه د فوځ پۀ ځاے به د هندوستان فوح سره جنګ ورپۀ غاړه شي. نو دغه جنګ ګټلے نۀ شئ. خان بهادر صاحب د بابا نه تپوس وکړو چې تاسو څۀ تجويز لرئ؟ بابا ورته وې چې کشمير پۀ جنګ نۀ پۀ سياست ګټلے شي او طريقه ئې دا ده چې د شېخ عبدالله سره خبره وشي. دې کښې شک نشته چې هغه هم قام پرسته او سامراج دښمن دے خو هغه خپل جدوجهد اېغ پۀ نېغه د پېرنګي سامراج پۀ خلاف نۀ دے کړے بلکې هغۀ ته مخامخ يومهاراجه ؤ. نو د هغۀ په سياست يو ګونا فرقه وار رنګ ختلے دے. زما دا يقين دے چې هغه به ډېر پۀ اسانه د پاکستان سره شموليت ته غاړه کېږدي خو د هغۀ به تسله کول غواړي او هغه دا چې اول دې جناح صاحب زما دا تسله وکړي چې د پاکستان د صوبو حېثيت به د يو وفاق وي او مونږ به ټول لکه د مسلمانانو وروڼو پۀ شان د برابر حصې خاوندان يو او مرکز به صوبو له مکمله اندروني خودمختاري ورکوي. دا ضروري ځکه ده چې شېخ صاحب وليدل چې جناح صاحب د صوبه سرحد د منتخبې اسمبلۍ د اکثريتي ډلې وزارت برطرف کړو. د درې دېرش (33) ممبرانو وزارت ئې لرې کړو او د قيوم خان پۀ مشرۍ کښې ئې د اوولس (17) ممبرانو وزارت جوړکړو. خان بهادر صاحب باچاخان ته پۀ خولۀ ووئيل چې زۀ به ستا دا تجويز بره پېش کړم خو چې موټر پورې رسېدلو نو ما ته ئې ووې چې دا د باچاخان قيصه ډېره اوږده ده، زمونږ دا سمدستي کار دے او چې د هند حکومت خبرېږي نو مونږ به کشمير فتح کړے وي.

خېر، څنګه چې بابا وئيلي وو هم هغه شان وشو او چې څنګه قبائيلو پۀ کشمير حمله وکړه نو مهاراجه جمو ته وتښتېدو او سمدستي ئې د هندوستان سره د الحاق اعلان وکړو او هندوستان فوراً خپل فوځونه کشمير ته را ولېږل. عجيبه تماشه خو دا ده چې پاکستان خو دا اعلان کړے ؤ چې مونږ د هېڅ نه نۀ يو خبر او نور څوک خو پرېږده چې قيوم خان او نوابزاده لياقت علي خان دا خبره د جناح صاحب نه هم پټه کړې وه چې مونږ د قبائيلو پۀ ذريعه پۀ کشمير د جهاد اعلان کړے دے. ولې هغه چې کله خبر شو نو ډېر پۀ قهر شو او د پاکستان د هغه وخت د فوځ سرلښکر مېجر جنرل سر ډګلس ګرېسي ئې راوغوښتو او ورته ئې پۀ کشمير د حملې حکم ورکړلو. جنرل ګرېسي واپس جواب ورکړو چې د پاکستان او هندوستان د فوځونو يو متحده کمان دے او د هغې مشر کمانډر فيلډ مارشل اکېنلک دے، نو زۀ به د هغۀ پۀ اجازه قدم اخلم. خبره پۀ دې ځاے تمامه شوله چې هندوستان خو د مهاراجه د باقاعده الحاق نه پس خپل فوځونه رالېږلي دي او د جوناګړهـ مثال واضحه دے چې پاکستان دا حق فرمانروا له ورکړے دے. بله دا چې کشمير کښې خو د پاکستان فوځ نشته چې پاکستان پرې حمله کړے وے، بلکې هلته خو دا وئيلے شي چې دا قبائيل هم د حکومت پاکستان د مرضۍ خلاف پۀ جهاد پسې را وتي دي او درېمه دا چې کۀ د هندوستان او پاکستان ترمنځه جنګ کېږي نو چونکې دواړه ډومېنونه )ملکونه( پۀ برطانوي دولت مشترکه کښې دي نو د دې وجې نه به ټول برطانوي افسران د خپلو خپلو عهدو نه لرې کېږي. دغه وخت د بري فوځ سرلښکر، د هوائي فوځ سرلښکر او د بحري فوځ سرلښکر پېرنګيان وو. پۀ دغه شان د پاکستان د فوځ پېرنګي سرلښکر د پاکستان د ګورنر جنرل قائداعظم د حکم منلو نه انکار وکړو.

استصواب رایې:

نن سبا ټول زور پۀ استصواب رایې دے. بايد چې د دې پس منظر هم بيان کړے شي. لکه څنګه چې مخکښې ذکر شوے دے چې کانګرس دا فېصله کړې ده چې د رياست د مستقبل فېصله دې د اولس پۀ رایې وکړې شي نو چې کله د کشمير د مهاراجه د اړخه د الحاق درخواست راغے نو د هندوستان حکومت د الحاق د تسليمولو سره دا فېصله هم وکړله چې دا الحاق به قطعي نۀ وي بلکې چې کله کشمير کښې امن وامان شي او خارجي قوتونه د رياست نه ووځي نو د رياست د اولس رایې معلومولو د پاره به استصواب کېږي. چنانچه د مهاراجه کشمير د الحاق د درخواست د قبلولو د دستاوېز سره يو بل دستاوېز هم د هند حکومت مهاراجه له د دستخط د پاره ولېږلو چې هغې کښې دا د استصواب شرط موجود ؤ او هم دا تجويز بيا هندوستان پۀ خپله پۀ اقوام متحده کښې پېش کړو او هلته منظور شو. دا د استصواب شرط نۀ پاکستان پېش کړے دے او نۀ امريکې، بلکې دا د هندوستان خپل تجويز ؤ چې پۀ هغې ئې د مهاراجه نه هم د الحاق پۀ وخت دستخط اخستے ؤ.

بغداد پېکټ:

د کشمير د مستقبل پۀ حقله پۀ حرکت کښې لوے فرق هغه وخت راپېدا شو چې کله د پاکستان حاکمانو پۀ ‘بغداد پېکټ’ کښې شموليت وکړو چې د هغې پۀ نتيجه کښې مونږه پۀ يوه داسې معاهده کښې ځان وتړلو چې هغه د امريکې پۀ مرسته د روس پۀ خلاف يوه مورچه قائمول وو. زيات تفصيل کښې نۀ ځم خو نتيجه ئې سمدستي دا وخته چې مونږ چونکې د روس پۀ خلاف امريکې سره ځان وتړلو نو د روس مشران راغلل او پۀ هندوستان کښې ئې څرګند اعلان وکړو چې کشمير د هندوستان حصه ده. پۀ دا شان مونږه بېن الاقوامي طور ځان له دښمني وکتله او د کشمير لانجه نوره هم ډوبه شوه. د بغداد پېکټ غړيتوب مونږ لۀ پۀ دې بل سرحد هم يو غم وکتو او روس پۀ ډاګه د افغانستان سره د پښتونستان پۀ مسئله کښې هم ودرېدو.

ولې زما پۀ خيال د کشمير پۀ مسئله کښې د ټولو نه لوے او سنګين غفلت هغه وخت وشو چې کله د هندوستان ګورنر جنرل لارډ ماونټ بېټن د هند د حکومت لۀ خوا د پاکستان حکومت ته دا پېشکش وکړو چې کۀ د پاکستان حکومت پۀ حېدراباد دکن کښې مداخلت بندکړي نو د هندوستان حکومت به کشمير پاکستان ته پرېږدي . ماونټ بېټن ليکي چې “زۀ دومره خوشحاله شوم مطمئن شوم چې کله دا پېشکش سردار پټيل )چې هغه وخت وزير داخله او د رياستونو وزير هم ؤ( ما ته وکړو خو وائي چې د حېرانتيا او مايوسۍ مې هم اندازه نۀ وه چې کله د پاکستان حکومت دغه پېشکش رد کړو.”

د فيلډ مارشل ايوب خان پۀ وخت کښې يو وارې بيا پاکستان پۀ کشمير حمله وکړه خو هغې هم خوند ونۀ کړو او پۀ زرګونو کمانډوز مو هسې توې کړل او پۀ نتيجه کښې د تاشقند معاهده لاسليک شوه.

شمله معاهده:

کله چې مونږ د خپله لاسه پاکستان وران کړو او د مشرقي پاکستان نه مو بنګله دېش جوړ کړو، قابو يو لاکهـ فوځيان او عمله مو د هندوستان قېد کښې ورکړل او دې خوا د مغربي پاکستان څۀ حصې هم هندوستان قبضه کړې نو د هغه وخت د باقي مانده پاکستان قومي اسمبلۍ د هغه وخت وزيراعظم بهټو سره د نېکو خواهشاتو هندوستان ته د صلحې د پاره ولېږلو. بهټو صاحب هلته کښې پۀ شمله معاهده دستخط وکړو، دغه معاهده ئې قومي اسمبلۍ ته پېش کړه او اسمبلۍ دغه معاهده توثيق کړه. نو اوس پوزېشن داسې جوړېږي چې د پاکستان حکومت د دغه معاهدې پابند دے، تر هغې وخته پورې چې دا نوے پارلېمنټ دغه معاهده ختمه نۀ کړي او پۀ هغه معاهده کښې دا خبره د کشمير پۀ حقله پۀ ډاګه او واضحه ټکو ليکلې شوې ده چې د کشمير فېصله به پۀ خپل کور کښې پۀ افهام و تفهيم کېږي او غرضي ټکے پکښې دا دے چې پۀ معاهده کښې چرته هم د استصواب ذکر نشته.

دا تاريخي حقيقتونه دي چې د دې نه انکار نۀ شي کېدے. رښتيا تراخۀ وي او پۀ بعضې خلقو به دا خبرې ډېرې ترخې لګي.

اوس به دا جائزه واخلو چې پۀ موجوده وخت کښې د کشمير د مسئلې څۀ حل کېدے شي؟

زما پۀ خپل خيال موجوده حکومت ته درې لارې خلاصې دي ـــ اوله لار خو هغه ده چې زمونږ د جماعت اسلامي وروڼه ئې پۀ دېوالونو ليکي؛ “الجهاد الجهاد” او “کشمير بزور شمشير” ـــ ولې د جهاد پۀ دې سلسله کښې يو مشکل هم دې جماعت اسلامي پېش کړے دے. هغه داسې چې کله پۀ 1948ز کښې د جهاد پۀ نامه پۀ کشمير حمله وکړې شوه او پۀ پېښور کښې د جماعت اسلامي د کلیزې اجتماع پۀ موقع يو صحافي د کشمير د جهاد پۀ حقله تپوس وکړو نو د جماعت اسلامي مشر ابو الاعليٰ مودودي صاحب دا اسلامي نکته پورته کړه چې تر څو د ملک سربراه يا امير المؤمنين برملا د جهاد اعلان ونۀ کړي نو هغه جهاد نۀ شى بللے او چونکې پۀ موجوده وخت کښې ايوب خان دغه اعلان نۀ دے کړے نو دا جهاد نۀ بلکې فساد دے. حکومت ولګېدو مودودي صاحب ئې ونيولو، پۀ پارټۍ ئې ورله پابندي ولګوله. نو نن هم دا سوال پېدا کېږي چې هم د دې جماعت اسلامي د ستر مشر پۀ فتويٰ چې تر څو د ملک سربراه د جهاد اعلان ونۀ کړي نو جهاد پۀ قام نۀ فرض کېږي. نو دا تپوس کوو چې ايا”امير المؤمنين” غلام اسحاق خان او يا “اُم المؤمنين” بېنظيرې د جهاد اعلان کړے دے؟ يا د اعلان کولو اراده لري چې هغې نه پس فوځ او قام دواړه جهاد ته ملا وتړي؟ بله دا چې يو خو هسې پۀ جذباتي نعرو خلق رالړزول دي چې د دهلي پۀ لال قلعه به جنډه لګوو، افغانستان به فتح کوو او کابل خو هسې زمونږ پۀ جېب کښې دے؛ زمونږ هدف دے. خو تاشقند او سمرقند دے او پۀ دغه زړۀ خوشحالول دي چې يو عالمي لوے طاقت له مو شکست ورکړو. ولې حقيقت څۀ دے؟ چې مونږ دوه ځله کوشش د جنګ وکړو هندوستان سره او دواړه ځله مو ماتې وخوړه او دا شکست هم پۀ داسې حال کښې چې پۀ افغانستان کښې د ظاهر شاه باچاهي وه او هغه زمونږ پۀ شا ټينګ څوکيدار ولاړ ؤ. نن خو مونږ د افغانستان د حکومت سره اېغ پۀ نېغه پۀ جنګ يو نو پۀ دوو مورچو جنګ دا ملک کولے شي؟

پاتې شوه خبره روس له پۀ افغانستان کښې دشکست ورکولو او دا دعويٰ چې مونږ يو سپر طاقت وځغلوۀ نو لږ تپوس کوو چې سپر طاقت خو مو وځغلولو، ولې د دې وړوکي طاقت نه مو لا تر اوسه جلال اباد وانۀ خستے شو!!!

د جنګ نه علاوه بله لار هغه ده چې مونږ د افغانستان پۀ سلسله کښې خپله کړې ده چې وسله د امريکې، سعودي، مصر او چين نه راځي او پاکستان ئې اېغ پۀ نېغه پۀ څرګنده افغانستان کښې هغه خلقو لۀ ورکوي څوک چې د کابل حکومت پۀ خلاف جنګېږي. دلته يو فرق بل هم دے. د افغانستان پۀ خاوره خو مونږ دعويٰ نۀ لرو بلکې د حکومت پاکستان د وېنا مطابق مونږ دا کار صرف پۀ انساني او اسلامي جذبه کوو. ولې پۀ کشمير د پاکستان دعويٰ ده؛ جناح صاحب وئيلي دي چې کشمير د پاکستان د ملا تير دے نو دلته خو بايد چې مونږ نور هم زور ولګوو او دانساني او اسلامي جذبې سره د خپلې خاورې جنګ هم ملګرے کړو. پۀ کار دي چې حکومت د دنيا پۀ قامونو وګرځي، وسله راټوله کړي او پۀ مخه ئې هغه مجاهدينو ته ورسوي څوک چې نن پۀ کشمير کښې جدوجهد کوي. نو تپوس کوو چې ايا دا موجوده حکومت د پاکستان دا کار کول غواړي؟ وسله راټولولې شي؟ او داسې پۀ څرګنده ئې کشميريانو ته رسولے شي لکه څنګه چې ئې پۀ افغانستان کښې دا تېر لس يوولس کاله کړي دي؟ )څنګه چې پرون پۀ امريکې د پاره کېدل( او نن خو کۀ څۀ کېږي نو د پاکستان د پاره به کېږي او کۀ وسله پۀ ډاګه ورکېدے شي او هندوستان پرې بد وګنل نو بيا؟؟؟

درېمه لار او اخري لار هم هغه ده چې څۀ ته د شملې معاهدې لار وئيلې شي او د شملې د معاهدې لار بالکل واضحه ده چې هغې کښې نۀ د جهاد ګنجائش شته او نۀ د استصواب رایې.

 

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ