loader image
کور / مستقل ليکوالان / طلال بېدار اصلزے / افغانستان کښې د فلسفیانه روایت تاریخ او ارتقاء

افغانستان کښې د فلسفیانه روایت تاریخ او ارتقاء

ځینې بحثونه پۀ رښتيا هم څۀ ډېر ګونجلک نۀ وي خو ولې د هغوي پۀ حقله د سټيريو ټائپک اپروچ د مخه جوړ شوي بتان ماتول اړين وي – ‘پۀ فلسفه کښې د افغان برخه’ هم د داسې بحثونو نه يو بحث دے چې زمونږ پۀ علمي پنګې کښې ئې تل د يو اساسي سوال پۀ توګه سر راپورته کړے دے، خو ولې مونږ سټيريو ټائپک خلقو دې ته ډېر معذرت خواهانه ځوابونه وئيلي دي او پۀ ځاے د دې چې خپل علمي استعداد مو دې سوال ته د ځوابولو پۀ لړ کښې استعمال کړے وے، مونږ هم دا استعداد پۀ څۀ نه څۀ طريقه د دې نیشتوالي ته پۀ دليلونو وئيلو ستړے کړے دے – خو ولې رښتيا خو دا دي چې داسې معذرت خواهانه ځوابونه د دې سوال ځواب نۀ شي جوړېدے او دا ځکه هم چې هېڅ قوم او هېڅ تهذيب داسې نۀ دے تېر شوے، نۀ شته او نۀ به پۀ راتلونکي کښې تېر شي چې خامخا څۀ نه څۀ فلسفيانه )خپل زېږولے يا بهرنے روزلے( نظر ونۀ لري او پۀ هم دې اساس زۀ داسې ګڼم چې پۀ دې ډګر کښې زمونږ د وروستو پاتې کېدو او د بې برخې کېدو وجه د فلسفې نۀ لرل نۀ ده بلکې وجه ئې دا ده چې پۀ دې وطن زېږېدلي او روزل شوي علمي روايتونه او فلسفې مونږ نۀ اوون (own) کړي دي او نۀ مو کومه اکادمیک بڼه ورکړې ده؛ ګنې دا څنګه ممکنه به وي چې پۀ کومه خاوره چې د ويدونو د سر سندرې وئيلې کېږي او هم داسې زرتشت راپېدا کېږي او بيا تر نورې دنيا غزېږي، هغه خاوره به پۀ دې حواله دومره خالي، شنډه او شاړه پاتې وي؟ زما پۀ دې مقاله کښې به هڅه وي چې پۀ دې يادې موضوع خبره وکړم او د دې يو اړخ ضرور پۀ ګوته کړم.

د دې مقالې به درې برخې وي – پۀ اوله برخه کښې به ئې عموماً پۀ فلسفې او خصوصاً د دې د روايتونو پۀ وېش او ابتدائي صورتحال خبره کېږي چې زمونږ پاتې مقالې د پاره به د بحث زمينه برابروي. پۀ دوېمه برخه کښې به د افغانستان د استقلال نه وړاندې د يوې اوږدې دورې د تاريخي واقعیتونو او روايتونو پۀ رڼا کښې د افغانانو د فلسفيانه ورکړو پۀ حقله خبره کېږي او بيا پۀ درېمه برخه کښې به د استقلال نه پس د دورې پۀ فلسفيانه کار باندې نظر اچولے کېږي او پۀ اخره کښې به د ټول بحث نتيجه وړاندې کولې شي.

 

[1] فلسفه او د فلسفې روايتونه:

1.1 فلسفه:

برعکس د نورو علمي او هنري ډګرونو چې د يو زده کوونکي څومره څومره د فلسفې سره اشنائي زياتېږي، دومره دومره به ئې ورته تعريفول ګرانېږي او ځکه خو اخر يو وخت داسې راشي چې يا ئې تعريفول پرېږدي او پۀ نورو فلسفيانه مباحثو کښې بوخت شي او يا بيا د نورو فلسفيانه مباحثو نه را تېر شي او د دې پۀ تعريف، ابتداء، هئيت، ارزښت او پۀ طريقه کار باندې بحثونه پېل کړي او بيا د فلسفې نورو مباحثو کښې د بوخت خلقو غوندې د دوي زيار هم ډېر اهم ګڼلے شي چې د مېټافلاسفي (Metaphilosophy) پۀ نوم پېژندلے کېږي او داسې دوي د مېټافلاسفي تر مخه د فلسفې د تعريف، ابتداء، هئيت، ارزښت او طريقه کار د تعين کولو هڅه کوي. د فلسفې دا څانګه کۀ څۀ هم د فلسفې نېغ پۀ نېغه د تعريف هيله لرونکو ته خو کوم جامع تعريف نۀ ورکوي خو مايوسه ئې هم نۀ پرېږي؛ دا څانګه يو زده کوونکي ته د فلسفې يو داسې ټېسټ ورکوي چې هغه پۀ خپله پۀ دې پوهه شي چې فلسفه څۀ شے دے – زۀ هم د دې ټېسټ تر مخه د فلسفې هغه روايتي تعريف نه مخ اړوم چې فلسفه پۀ اصل کښې چې د انګرېزۍ ‘فلاسفي’ عربي بڼه ده کومه چې د يونانۍ ژبې د دوو تورو فيلو (Philo) او سوفيا (Sophia) نه شته شوې اصطلاح ده چې معنٰي ئې پوهې سره مينه لرل ده او داسې فلسفه پوهې سره مينه لرل ده؛ دا به رښتيا هم وي چې فلسفه د پوهې سره مينه ده خو ولې دا د فلسفې بشپړ تعريف کله هم نۀ شي کېدے. د يو بشپړه تعريف د پاره بايد چې د فلسفې پۀ مباحثو باندې بشپړ نظر واچولے شي او د کوم چې مشترکه نتيجه تقریباً تقریباً هم دا راوځي چې فلسفه د ژوند د بنيادي سوالونو د ځوابولو هڅه ده او ځکه خو پۀ دې موقع زۀ هم لږ نه لږ او ډېر نه ډېر هم دومره وئيلے شم چې فلسفه د ژوند د بنيادي سوالونو د ځوابولو هڅه ده. اوس لکه څنګه چې د فلسفې تعريفول د کړاو کار دے، داسې د دې د مباحثو مطالعه هم ده؛ نو ځکه خو د دې د مطالعې د پاره بېلابېل سکيمونه جوړ دي – لکه چې د دې د څانګو پۀ بنياد، د دې د دورونو پۀ بنياد، د دې د تحريکونو پۀ بنياد، د يو يو فلسفي د لوستلو پۀ بنياد او د دې د روايتونو پۀ بنياد مطالعه. اوس د دې د روايتونو پۀ بنياد مطالعه کۀ څۀ هم يوه ممکنه مطالعه ده خو ولې دې هم د فلسفې مطالعې ته يو نوے جهت ورکړے دے؛ هغه د دې روايتونو پۀ حقله د راپورته شوي سوالونو د ځوابولو د هڅې جهت دے.

د روايتونو د سکيم تر مخه د فلسفې دوه غټ روايتونه منلے شي چې يو مغربي او بل مشرقي فلسفيانه روايت دے او بيا مشرقي روايت نور هم پۀ دوه برخو وېشل شوے دے چې هندي فلسفيانه روايت او چيني فلسفيانه روايت ګڼلے شي او ځینې ځینې پۀ کښې د پارسي فلسفيانه روايت اضافه هم کوي؛ خو ولې مونږ داسې نۀ شو وئيلے چې پارس کومه فلسفيانه بڼه نۀ لري، لري ئې خو د هغۀ بڼه پۀ يو ډول پۀ دوو غټو روايتونو کښې وېش ده چې د اسلام نه وړاندې علمي روايت ئې مشرقي او د اسلام نه پس روايت ئې مغربي دے چې لاندې به ورباندې بحث کېږي. دلته مې د يادولو نه غرض دا دے چې هر کله هم چې د مغرب او مشرق يا د هند، چين، يونان، پارس وغېره خبره کېږي نو خبره د نړۍ قومونو ته راځي او پۀ دې اساس بېلابېل قومونو پۀ دې حقله د خپل قامي تشخص او لرغونتیا تر مخه سوالونه را پورته کړي دي او د ځوابولو هڅه ئې کړې ده لکه چې د هندي فلسفيانه روايت د لرغونتیا پۀ حقله د ابوالکلام ازاد بحث او هڅه ئې ښۀ مثال دے. دا او داسې نورې ټولې هڅې هغه هڅې دي چې د فلسفې پۀ حقله بحث ته يو نوے اړخ ورکوي او پۀ دې هر څۀ کښې زمونږ د دې مقالې مرکزي بحث ‘پۀ فلسفه کښې د افغان برخه’ به هم کوم بې ځايه علمي بحث نۀ وي.

 

1.2 د فلسفې روايتونه:

لکه څنګه چې ما بره يادونه وکړه، د روايتونو پۀ بنياد مطالعه هم د فلسفې د مطالعې يو سکيم دے او د دې سکيم يوه ګټه دا هم ده چې داسې د فلسفې زده کوونکي به پۀ بشپړه توګه د فلسفې مطالعه وکړے شي. عموماً چې مغربي فلسفيانه روايت د نننۍ اکېډیمیا د زورورتيا د وجې پۀ نصابونو کښې وئيلے کېږي. کله هم مونږ ته د فلسفې بشپړه تصوير نۀ شي راکولے او د دې پۀ تقليد کښې کۀ کوم بل روايت هم داسې کوي نو بې د مبالغو او مغالطو به بل د هېڅ څۀ نه کار نۀ اخلي او دا ځکه چې د فلسفې جرړې د انساني تاريخ تر هغه ځايه رسي چې د کله نه انسان غور او فکر کول پېل کړي دي او دغه غور او فکر يواځې د اهل مغرب يا د کوم بل چا شخصي، قامي ورثه نۀ ده بلکې د ټولو انسانانو شريکه ورثه ده او پۀ هم دې اساس هېڅ انساني تهذيب بې د علمي روايت او فلسفې نۀ شي پاتې کېدے نو پۀ داسې صورتحال کښې د فلسفې بشپړه مطالعې ته د داسې اپروچ ضرورت پۀ خپل ځاے دے، خو د روايتونو تر مخه د فلسفې مطالعه لۀ يو اړخه ګرانه هم ده او د دې د ګران والي سبب د دې نيمګړتيا ده او دا ځکه چې انسانانو د ليک کولو نه وړاندې سوچ او فکر کول پېل کړي وو خو مونږ ئې هم هغه سوچ او فکر نه خبر يو چې سينه پۀ سينه راغلي دي او يا )خصوصاً( د ليک پۀ بڼه کښې تاريخ ته سپارل شوي دي، خو د دې ترڅنګ مونږ يوه بله طريقه چې پۀ دې لړ کښې د خپلې اګاهۍ د پاره کارولې ده، هغه د موندل شوي باقياتو پۀ رڼا کښې قياس ارائي ده او داسې دا هم د روايتونو پۀ بنياد د مطالعې يو اساسي عنصر ګرځېدلے دے – د بحث پۀ دې موقع به مونږ بېلابېل روايتونو ته مخه کوو چرته به چې مونږ عموماً د دې روايتونو علمي بڼه او خصوصاً د دوي د شتون او لرغونتیا پۀ حقله د تاريخي سندونو تر څنګ د قياس ارایۍ نه اخستے شوي کار باندې نظر اچوو.

 

1.2.1 مغربي فلسفيانه روايت:

د مغربي فلسفيانه روايت باقاعده پېل د لرغوني يونان تهېليس (Thales) نه کېږي کوم چې د سوکراټيز (Socrates) د زمانې نه وړاندې د دورې فلسفيانو نه دے او د دې دورې د فلسفيانو بحثونه د کائنات د شتون او د اساسي عنصر يا عناصرو پۀ حقله وو چې د کوم پۀ وجه دوي ته نېچرل فلاسفرز (Natural Philosophers) هم وئيلے کېږي. کله چې دا روايت تر سوکراټيز پورې رارسي نو د دې د مباحثو مرکز د کائنات پۀ ځاے انسان ګرځي او بيا دا هم هغه دوره ده چې د پلېټو (Plato) او ارسټوټل (Aristotle) غوندې خلق پۀ کښې منځ ته راځي کوم چې د مغربي فلسفې تر دې دمه د مباحثو رښتوني بنسټګر ګڼلے شي – دې دورې ته کلاسيک دوره (Classic Age) وئيلې کېږي. پۀ دې پسې د ميډايول دوره (Medieval Age) راځي چې فلسفه پۀ کښې د عيسائيت، يهوديت او د اسلام د تشريحاتو پۀ رڼا کښې مخ پۀ وړاندې ځي او د خداے د شتون، د جنت دوزخ، د جبر قدر او هم داسې نورو مېټافزيکل موضوعاتو پۀ حقله بحثونه د مذهب او فلسفې د امتزاج پۀ رڼا کښې کېږي او ورپسې د دوي پۀ ضد د راولاړو بحثونو دوره راځي چې زياتر پۀ تجربو او عقليت زور راوړي او غواړي چې د فلسفې او مذهب تر منځه کرښه راکاږي؛ دې دورې ته ماډرن دوره (Modern Age) وئيلے شي. د دې تر څنګ پوسټ ماډرنزم (Post-modernism)هم ځینې وخت يو دور ګنلے شي خو ولې دا يوه تنقيدي فلسفيانه جائزه ده چې د جديد دور سره د پرېکون تېره کرښه نۀ راکاږي بلکې دا يو ډول فلسفيانه نظرونو ته د کتو غېر روايتي انداز دے.

اوس د دې روايت د بحثونو تر څنګ چې کله د دې د لرغونتیا خبره کېږي نو پۀ دې کښې يو عنصر د يونان دېومالا او پۀ خصوصي توګه د هومر (Homer) نظمونه ګڼلے شي لکه چې نارمېن مېلشرټ (Norman Melchert) د خپل کتاب ‘د ګريټ کنورسېشن’ (The Great Conversation) پېل د هومر نظمونو باندې د تبصرې نه کوي او دې سوال ته ځواب وائي چې بايد مونږ ولې د هومر نه پېل وکړو؟ د هغۀ ځواب دے چې پۀ اصل کښې هغه يو هومر خو ؤ چې د څو پېړیو راهسې ئې يونانيانو ته د يو استاد حېثيت لرلو د کوم نظمونه چې د ټروجن جنګ (Trojan War) پۀ باب له ليکل شوي وو او پۀ کوم کښې چې د يونانيانو د جنګ، واکمنۍ، ډله بازۍ وغېره لارې چارې پۀ ګوته شوي وې (Melchert, 1991, p. 2)؛ د دې نظمونو پۀ حقله عامه رایه دا ده چې دا نظمونه څو نسلونو سينه پۀ سينه را منتقل کړي دي او بيا د ټراے (Troy) د جنګ خو هم تاريخونه واضح نۀ دي – د دې جګړو د ختم کېدو پۀ حقله چې کوم قياس کېږي، هغه ديارلسمه پېړۍ ق.م ده، بل خوا مارټن سايمور سمتهـ (Martin Seymour-Smith) “The Hundred Most Influential Books Ever Written” )سل اغېزمن کتابونه( کښې د دې نظمونو پۀ حقله وائي چې “د هومر ‘ايليډ’ (Iliad) او ‘اوډېسي'(Odyssey) مسودې پۀ ړومبي ځل د هغۀ د مرګ نه 1700 کاله پس موندلې شوې دي. د پلېټو او ارسټوټل پۀ وختونو پورې پۀ لرغوني يونان کښې دې ته د کلاسيک درجه ورکړې شوې وه خو بيا هم مونږ سره د هومر پۀ اړه د باور وړ معلومات نشته. د هغۀ د نوم بېلابېلې معنې ښودلې کېږي لکه چې ‘نالېدل شوے’، ‘تړل شوے’، ‘ملګرے’، ‘د شخړو او لانجو هواروونکے’ او نورې ډېرې – تر دې چې دا هم ښکاره نۀ ده چې ګوندې د داسې نوم کس پۀ رښتيا چرته ژوند کړے” (Smith, 1998, pp. 13-14) – خو د داسې نظر د شتون باوجود هم د ‘ايليډ’ او ‘اوډېسي’ هومر ته منسوب نظمونه ګڼلے شي چې زمانه ئې نهمه صدي ق.م ده. بل خوا کۀ د هومر پۀ حقله د قياس ارایۍ نه را تېر هم شو نو بيا هم د مغربي فلسفې د پېل قياسونو لړۍ ختمېږي نۀ، د سوکراټيز د دورې نه وړاندې د فلسفيانو پۀ حقله هم د ډېرې قياس ارایۍ نه کار اخستے شوے دے؛ لکه تهېليس چې د مغربي فلسفې پلار ګڼلے شي، د ژوند حتمي دورانيه ئې د لمر د تندر د نيولو پۀ وجه معلومه ده چې پۀ کال 585 ق.م کښې واقع شوے ؤ او د کوم چې دۀ ‘پېښ وېنا’ کړې وه، ګنې نور خو د دۀ د ژوند هم ډېره برخه د تاريخ پۀ تيارو کښې ورکه ده او کله چې پۀ تهېليس ارسټوټل هم خبره کوي نو شکمنه ئې کوي (W.T.Stace, 1920, p. 23) او دا ځکه هم چې تر هغه وخته پورې د هغۀ کوم بشپړ ليک نۀ ؤ موندلے شوے نو داسې د دې دورې پۀ حقله زياتره کار د قياسونو نه اخستے شي.

 

1.2.2 مشرقي فلسفيانه روايت:

مشرقي فلسفيانه روايت چې عموماً پۀ هندي او چيني فلسفيانه روايت مشتمل دے او ځینې وخت پۀ دې کښې د پارسي فلسفيانه روايت اضافه هم کېږي خو زۀ به دلته د دې سرخط د لاندې د يواځې د هندي او د چيني روايت خبره کوم او پارسي فلسفيانه روايت باندې به ځان له بحث کوم، کوم نه چې به زما مراد پارسي فلسفيانه روايت سوچه مشرقي ګرځول نۀ وي.

1.2.2.1 هندي فلسفيانه روايت:

هندي فلسفيانه روايت پۀ بنيادي توګه خپله اغېزه لۀ ويدونو اخستې ده کومه چې د لرغوني اريايانو د ژوند ژواک پۀ حقله مونږ ته معلومات راکوي، پۀ هندي فلسفيانه روايت کښې د دې اغېزه پۀ دوه ډوله ده؛ يو ډول هغه مکتبونه دي چې د ويدونو علمي حېثيت مني او د خپلو فلسفيانه مکتبونو بنياد پۀ ويدي تعليماتو ږدي او دوېم ډول هغه مکتبونه دي چې ويدي تعليمات ردوي او د ژوند د بنیادي سوالونو د پاره خپله لار نيسي او هم داسې د هندي فلسفيانه روايت پۀ وېش کښې د وړومبي ډول مکتبونو ته ‘استک’ مکتبونه )يعني د ويدونو د اتهاريټېټو حېثيت منونکي( او د دوېم ډول مکتبونو ته ‘ناستک’ مکتونه )مطلب د ويدونو د اتهاريټېټو حېثيت نۀ منونکي( وئيلے شي. پۀ استک مکتبونو کښې شپږ غټ مکتبونه راځي چې ‘مميسا’، ‘ويدانتا’، ‘سمکهيا’، ‘يوګا’، ‘نيايا’ او ‘ويشېشکا’ دي او پۀ ناستک مکتبونو کښې ‘کارويکا’، ‘بدهـ مت’ او ‘جين مت’ راځي  (Chatterjee & Datta, 2016, pp. 5-6)- د هندي فلسفيانه روايت زوروره بڼه اېګزيولوجي (Axiology) ده چې اېتهکس (Ethics) او اېستهېټکس (Aesthetics) باندې مشتمله ده او ځکه ئې بر عکس د مغربي فلسفيانه روايت پۀ اولس کښې مذهبي بڼه خپله کړې وه چې ښۀ مثالونه ئې بدهـ مت او جېن مت دي؛ خو ولې هندي فلسفيانو د مېټافزکس (Metaphysics)، اېپسټمولوجي (Epistemology) او د لوجک (Logic) مباحث هم لۀ پامه نۀ دي غورځولي چې يو ښۀ مثال ئې کارويکي فلسفيانه مکبت دے چې مېټيرلېسټک  (Materialistic) فکري بڼه لري.

پۀ تاريخي اعتبار هندي فلسفيانه روايت هم پۀ تيارو کښې پټ دے. پۀ دې روايت کښې ښکاره والے د بدها د راتګ او د هغۀ د خورېدو سره راځي او ابوالکلام ازاد چې د هندي فلسفيانه روايت د لرغونتیا دعويٰ کوي نو هم دومره وائي چې مونږ چې بدهـ مت ته ګورو نو دومره وئيلے شو چې پۀ هغه وخت کښې هندي فلسفيانه روايت خپل ځان شته کړے ؤ )ازاد، فلسفه، 2013، مخ 93( او دا ځکه هم چې د فلسفې هر نوے مکتب د تېر مکتب يا مکتبونو سره د اختلاف، تنقيد يا مزيد وضاحت پۀ نتيجه کښې راځي؛ اوس کۀ وکتے شي نو د ‘بدها’ فلسفيانه فکر چې د ناستک مکتبونو نه دے او کوم چې پۀ استک مکتبونو تنقيد يا ورسره د اختلاف نتيجه ښکاري – تر ډېره امکان لري چې هغه استېک مکتبونو نه هم ځینې پۀ دا وخت کښې وو او پۀ اولس کښې خوارۀ هم وو خو ولې دا ټول بيان بيا هم محض پۀ قياس اډاڼه لري.

1.2.2.2 چيني فلسفيانه روايت:

چيني فلسفيانه روايت چې د ‘بدهيزم’ چيني تشريحاتو تر څنګ پۀ څلورو ځائي فلسفيانه مکتبونو کنفيوشنيزم (Confucianism)، ټاوازم (Taoism)، ليګليزم (Legalism) او موهيزم (Mohism) باندې مشتمل دے او د دې روايت د سر مباحث هم لکه د هندي فلسفيانه روايت ايګزيولوجيکل (Axiological) بڼه لري چې مونږ ئې د اېتهکس او سياسياتو د پاره اساسي او د سر بحثونه ګرځولے شو او اوس کۀ پۀ تاريخي اعتبار ورته وکتے شي نو تقریباً دا ياد مکتبونه ټول د پینځمې پېړۍ ق.م پۀ دورانيه کښې راغلي او شته شوي دي او دا تاريخونه دې روايت ته هم دومره لرغونتیا ورکوي لکه چې د مغربي او هندي فلسفيانه روايتونو ده – چيني فلسفيانه روايت چې زياتره بڼه ئې سياسي او دولتي امورو سره تړل شوې ده. د خپلې لرغونتیا سرچينه شنګ (Shang Dynasty) واکمنۍ (1600BC-1046BC) پورې رسوي کومو چې به د زمان او مکان پۀ څرخيز شتون(Cyclical Existence)  )ورځ، شپه؛ لمر، سپوږمۍ؛ اوړي، ژمي پۀ دوامدار نظام( باندې باور لرلو او کوم چې يو ډول د جدلياتو بنسټګر دي، خو د لاوزي (Laozi) د ژوند چې پۀ شپږمه صدۍ ق.م کښې ئې ژوند کړے ؤ، (DK Limited, 2011, p. 24) د دۀ نه وړاندې زياتره د قياسونو نه کار اخستے شوے دے او بيا دا هم ده چې بره ياد چيني مکتبونه ټول د لاوزي نه پس شته شوي دي.

1.2.3 پارسي فلسفيانه روايت:

زرتشت چې يو پېغمبر ګڼلے شي او تعليماتو ته ئې د مذهب درجه ورکولې کېږي، خو ولې داسې هرګز نۀ ده چې دا تعليمات پۀ خپل داخل کښې کومه فلسفيانه بڼه نۀ لري نو پۀ دې وجه ئې مونږ د فلسفې نه کله هم نۀ شو بېلولے او بيا دا چې زرتشت وړومبے معلوم هغه فلسفي ؤ چې د خېر او شر پۀ مسئله ئې خبره کړې ده (Mastin, 2009) او د ‘اهورا مزدا’ (Ahura Mazda) او د ‘انګره ‌مينيو’ (Angra Mainyu) يا ‘اهرمن’ غوندې د ارواګانو تصور ئې وړاندې کړے دے چې دا اولنۍ اروا د ‘تخليق او خېر’ اروا ده او دوېمه د ‘تخريب او د شر’ – هم داسې د زرتشت پۀ تعليماتو کښې د فلسفيانه مورېلټي (Morality) رنګ هم موجود دے چې د دۀ د مذهب د مرکزي تعليماتو نه دے او هغه پۀ دې لړ کښې پۀ ښو فکرونو(Humata)، ښو وېناو (Hukhta) او ښو کارونو (Huvarshta) باندې زور راوړي او پارسي فلسفيانه روايت خپل بنياد د زرتشت پۀ هم دې تعليماتو باندې ږدي او د خپل روايت پېل کوي. د زرتشتي تعليماتو تر څنګ ‘ماني’ او ‘مزدکي’ مکتبونه هم د دې روايت د اسلام نه وړاندې د دورې فلسفيانه مکتبونه دي چې پۀ يو بل پسې د يو بل د اغېزو نه شته شوي دي.

د اسلام د راتګ نه پس چې کله د دۀ د فتوحاتو لړۍ پۀ غزېدو شوه او پۀ دې وخت کښې ځینې مسلمانانو يوناني ژباړې او د هغوي شرحې پېل کړې نو داسې پۀ اسلامي نړۍ کښې هم د علمي روايت پرمختګ پېل شو او د دې دورې فلسفيان چې يو خوا مسلم فلاسفرز د سرخط د لاندې پېژندلے کېږي نو ځینې پۀ کښې پارسي فلسفيانه روايت خپلې لمنې ته راټول کړل چې الفارابي، ابن سينا، البېروني او عمر خيام ئې ښۀ مثالونه دي. ياده دې وي چې د دوي دا دعوې دلته راوړل محض يو مثال دے چې ورسره زما ټول پۀ ټوله متفق کېدل ضروري نۀ دي او بايد لوستونکي ئې هم پۀ دې معنٰي وانۀ خلي.

اوس کۀ پارسي فلسفيانه روايت ته وګورو نو لکه ما چې څنګه بره يادونه کړې وه نو دا روايت پۀ خپل ځان کښې دننه پۀ دوو غټو روايتونو کښې وېش ګڼلے شي؛ کله چې دے د اسلام نه وړاندې د دورې زرتشتي، ماني او مزدکي فکري مکتبونه خپلوي نو پۀ دې وجه د دې شمار پۀ مشرقي فلسفيانه روايت کښې کېږي او بيا چې کله د اسلامي فکري اغېزې د لاندې راځي نو شمار به ئې ارومرو پۀ مغربي فلسفيانه روايت کښې کېږي – کۀ څۀ هم د ځینې لوستونکو به دا خيال وي چې اسلامي فکري روايت خو هم بايد چې پۀ مشرقي روايت کښې وے او يا بيا خپلواکه روايت شمار شوے وے نو د دې ځواب ما ته داسې ښکاري چې کۀ مونږ سوچه اسلامي فکر او يا د متکلمينو مباحثو ته کۀ ګورو نو داسې کول تر ډېره ممکن دي چې اسلامي فلسفيانه روايت يوه خپلواکه بڼه لرلې وے خو ولې د دوي پۀ مغربي فلسفيانه روايت کښې شاملېدل پۀ دې وجه دي چې زياتره مسلمانانو فلسفيانو د يونان نه ژباړې کړې دي، د پلېټو او د ارسټوټل شرحې ئې ليکلي او پۀ هغوي کښې ئې اضافې کړې دي او بيا اسلامي متکلمين هم داسې د مغربي فکر پۀ اغېزه کښې راغلي دي چې پۀ دې بنياد د دوي لۀ هغې غاړې شوکول بې ځايه دي او داسې حال زمونږ د افغان فکري برخې سره هم شوے دے چې لاندې به ورباندې خبره کوو – بهر حال د پارسي فکري روايت د پېل دعويٰ چې د زرتشت د تعليماتو نه کېږي نو پۀ دې کښې هم يوه ډېره کمه برخه سندونه او زياته برخه قياسونه دي؛ هغه کۀ د زرتشت پۀ پارس کښې زېږون دے يا کۀ د پارس سره ئې تړون دے او پۀ دې لړ کښې مونږ دا وئيلے شو چې د پارسي فلسفيانه روايت پېل بې لۀ شکه چې د زرتشت د تعليماتو نه شوے دے کوم چې د ‘بلخ’ نه دوي ته ورسيدلي دي او بيا پۀ پارس کښې ئې نۀ صرف وده کړې ده بلکې تر نورې نړۍ هم خوارۀ شوي دي او دا ځکه هم چې د پارس د درېو سترو واکمنيو ‘هخامنشي’ (550-330 B.C)، ‘پارتي’ (250-226 A.D) او ‘ساساني’ (226-651 A.D) مذهب ؤ (Nasr & Aminrazavi, 2008, p. 13).

دلته زۀ دا يادونه هم ضروري ګڼم چې لکه پۀ بره کرښو کښې ما څو ځله دا يادونه وکړه چې پارسي فلسفيانه روايت چې نيم مشرقي او نيم مغربي ګڼلے شي بايد مشرقي فلسفيانه روايت کښې دې شمار نۀ کړے شي، هم دا حال د افغان فلسفيانه روايت سره هم دے ځکه چې افغان فلسفيانه روايت لرغونيت به هم مونږ تر د زرتشت غزوو. اوس زرتشت چې د بلخ و نو دا پارسي روايت ګرځول يا مشرقي روايت ګرځول به يو ډول علمي خيانت وي ځکه چې د مشرق هند او چين تر څنګ باختر خپله تهذيبي پېژندګلو لرلې ده او هغه دا ښکاره کوي چې دا نۀ پارسي، هندي او چيني تهذيب و نو پۀ دې اساس زۀ داسې ګڼم چې لکه څنګه د مغربي او مشرقي فلسفيانه روايتونو تر څنګ افريقائي روايت اضافه شوي ده دلته دې د باختر فلسفيانه روايت اضافه هم وشي او د کوم چې ذيلي دوه روايتونه به پارسي فلسفيانه روايت او افغان فلسفيانه روايت وي. پۀ داسې کېدلو به کۀ يو خوا د باختر خپل شناخت پۀ ځاے شي نو بل خوا به د پارسي او افغان روايتونو ته يوه شريکه زمينه برابره شي ځکه چې پۀ تاريخ کښې ځنې وخت دا څنګ پۀ څنګ غوړېدلي دي او جوت مثال ئې هم دا د زرتشت د تعليماتو نه فېض اخستل دي.

1.2.4 افريقائي فلسفيانه روايت:

افريقا کۀ يو خوا د ‘نيل’ د غاړې د وړومبي تهذيب دعويٰ کولے شي نو بل خوا پۀ ‘هيلېنسټک’ (Hellenistic) دوره کښې د پلوټنس (Plotinus) رامنځ ته کېدل هم خپل وياړ ګڼلے شي خو ولې بيا هم کومه افريقا چې دنيا نن پېژني، هغه د شپاړسمې صدۍ د استعمار راپېژندل شوي افريقا ده. نن سبا پۀ اکېډیمیا کښې د تحقيق او تنقيد د رجحان د زياتېدو د مخه نننۍ افريقا هم د دې برخه ګرځېدلې ده او داسې د مغربي او مشرقي فلسفيانه روايتونو تر څنګ يو ځانګړے فلسفيانه روايت ‘افريقائي فلسفيانه روايت’ ګڼلے شي. پۀ دې برخه کښې کار کوونکي فلسفيان زياتره اکېډيميشنز دي کوم چې خپل تحقيقونه د اکېډيميا د لارې پۀ رسمي توګه خپروي. افريقائي فلسفيانه روايت زياتره معاصر فلسفيانه مباحثو کښې بوخت دے او ځکه بره ياد شوو روايتونو نه پۀ بڼه کښې بدل هم دے. چېماکونم د افريقې د فلسفيانه تاريخ پۀ حقله مقاله کښې ليکي چې پلېټو دا ګڼي چې فلسفه د حېرانتا (Wondering) نه رازېږېږي او د دې دوه اجزاء ‘تعجب’ (Thamazein) او ‘تجسس’ (Miraculum) دي – نو داسې مونږ د افريقا پۀ لرغونې فلسفيانه بڼه کښې هم دا څيزونه موندلے شو خو ولې د نولس سوه شل (1920) نه پۀ دې خوا چې افريقائي فلسفيانه روايت يوه منظمه بڼه موندلې ده نو پۀ دې کښې يو جز يا عنصر ‘مايوسي’ (Onuma) ګڼلے شو (Chimakonam, n.d.) او دا ځکه چې استعمار يا د هغوي پۀ پل تلونکي ځائي خلقو افريقا انساني استحصال او بد ترينې غلامۍ سره مخ کړې وه.

پۀ افريقائي فلسفيانه روايت کښې هم بېلابېل مکتبونه دي چې د دې روايت پۀ حقله بېلابېلې رایې لري لکه چې د ځینو خيال دے چې د افريقائي فلسفيانه روايت سرچينه ځائي ژبې دودونه دستورونه دي او د دوي پۀ تعبيراتو او تشريحاتو مونږ کولے شو چې پۀ بشپړه توګه فلسفيانه روايت مخې کړو، ځینې دا ګڼي چې د افريقائي فلسفيانه روايت پۀ بشپړه کولو کښې مشران واورېدلے شي او د هغوي د خبرو نه يو منظم روايت مخې ته راتلے شي او هم داسې د افريقايانو قامي مبارزه او د استعمار پۀ خلاف رامنځ ته شوې نظریې، فکرونه او ليکونه هم دې افريقائي فلسفيانه روايت نه بېل نۀ شي ګڼلے. افريقائي فلسفيانه روايت کۀ څۀ هم د خپلې لرغونتیا پۀ معامله کښې دومره نۀ غورځي خو ولې بيا هم دا روايت د خپل ځائي فکرونو، نظرونو او دودونو پۀ لړ کښې ارومرو د قياس ارایۍ نه کار اخلي.

1.3 د بحث غرض او حاصل:

د روايتونو پۀ دې تذکره کښې خپلې نتيجې ته د رسېدو د پاره زمونږ مدعا څلور خبرې مخې ته راوړل وې؛ اوله خبره دا ده چې د بېلابيل روايتونو مطالعه ولې ضروي ده؟ نو مونږ پۀ بره مختصره تذکره کښې پوهيدے شو چې د فلسفې بشپړه مطالعې د پاره بېلابېلو تهذيبونو د لارې مطالعه څومره اړينه ده او دا ځکه چې بېلابېل تهذيبونه د بېلابېلو حالاتو پېداوار دي نو هم داسې د دوي توجه او رجوع هم ځکه بېلابېلو مسئلو ته بدله وه. کۀ وکتے شي پۀ مغرب کښې د فلسفې د سر بحثونه نېچلرل سائنس (Natural Science) ته ورته دي نو پۀ هند او چين کښې ئې اېګزيولوجيکل بڼه خپله کړې ده او بيا کۀ پۀ ‘بلخ’ کښې پام وکړے شي نو دلته د خېر او شر مېټافزيکل بحثونه تاودۀ دي چې پۀ دې کښې هر يو لۀ پامه غورځول به انساني سوچ نېمګړے ښکاره کول وي. د دې ترڅنګ دوېمه خبره کومه چې مخې ته راوړل وو، هغه د دوي علمي مباحث وو نو پۀ بره کرښو کښې مو يادونه هم وکړه چې دا بحثونه چرته د نېچرل سائنس ؤ نو چرته د مېټافزکس او چرته د اېګزيولوجي او بيا پۀ دې کښې دا هم ښکاره کول وو چې نن فلسفه او سائنس چې پۀ کوم مقام ولاړ دي نو پۀ هغه حساب د روايتونو د سر دا بحثونه هېڅ هم نۀ دي لکه چې برټنډ رسل (Bertrand Russell) د تهېليس پۀ حقله ليکي چې د فلسفې )د نن( زده کوونکو ته به دا ډېر زړۀ ماتوونکي وي چې کله هغوي دا لولي چې فلسفه د تهېليس نه پېل کېږي، کوم چې به وئيل چې دا دنيا د اوبو نه جوړه ده (Russell, 1948, p. 44) خو ولې هم دا د سر بحثونه وو چې دا دومره انساني پرمختګ پرې ممکن شو. درېمه خبره مخې ته د راوړلو دا وه چې هېڅ ياد روايت هم پۀ سر کښې کوم پاخۀ تاريخي سندونه نۀ لري او پۀ دې لړ کښې زياتره کار د قياسونو نه اخستے شوے دے او څلورمه خبره چې خصوصاً د افريقائي فلسفيانه روايت پۀ حقله ده، هغه دا ده چې د فلسفې دا روايت د روايتونو مطالعې ته يو نوے اړخ ورکوي پۀ کوم کښې چې دوي د خپلې ژبې، دود دستور، فوکلور، د مشرانو د وېناو پۀ رڼا کښې خپل فلسفيانه روايت ودروي نو د دې ټول بحث نتيجه داسې کېدې شي چې د افغان فلسفيانه روايت کۀ د سر بحثونه د معاصرې فلسفې پۀ شان نۀ وي، يا کوم تاريخي شهادتونه ونۀ لري نو د دې به هرګز دا مطلب نۀ وي چې دا کوم فلسفيانه روايت نۀ لري – د بحث پۀ دې موقع شايد تاسو سره دا سوال ملګرے شوے وي چې بيا د دې څۀ وجه کېدې شي چې يو شته روايت مونږ پۀ نيشت حساب کړے دے؟ نو د دې سوال ځواب هم بره تذکره کښې پۀ يو ډول موجود دے يا د دوي پۀ اضافي تشريح ممکن دے. د علمي روايت پۀ ودرېددو او خپرېدو کښې اهم رول د تحقيق دے او د تحقيق عمل ته وده اکېډيميا ورکوي او يوه خپلواکه اکېډيميا هله وجود مومي چې کله دوي سياسي بالادستي ومومي؛ بره ياد روایتونه هله شته شوي دي چې کله دوي پۀ سياسي توګه را اوچت شوي دي، واکمنۍ ئې ترلاسه کړې دي او بيا خپلو واکمنيو کښې ئې د بېلابېلو علومو د پاره اکېډيميانې جوړې کړې دي. پۀ هند کښې کۀ استک وو کۀ ناستک مکتبونه، نو پۀ شا ئې د هند واکمنۍ وې – ايا بدها به دومره خپور شوے وے چې کۀ پۀ شا ئې د اشوکا واکمني نۀ وه؟ يا ايا زرتشت به شتون موندلے وے کۀ پۀ شا ئې د ‘بلخ’ د تهذيب را منځ ته کېدل نۀ وے او د هغۀ پۀ سياسي توګه فعاليت نۀ وے؟ ايا پۀ سياسي توګه فعال اسلامي خوځښتونو نه به بيا مغرب خپله علمي ورثه وړې وے کۀ پۀ شا ئې د رېنيسانس سياسي فکري بېداري نۀ وے؟ يا نن چې دا ټول روايتونه پۀ يو ډول مغربي روايت ته راټول دي نو دا د دوي د مسلسل سياسي فعاليت نتيجه نۀ ده؟ دې سوالونو ته زما ځواب بيخي مثبت دے، مونږ کۀ افغان علمي روايت ته کتل غواړو نو مونږ به د افغانستان سياسي خپلواکي لۀ پامه نۀ غورځوو؛ تاريخ کښې داسې ډېر ځله شوي دي بلکې لا اوس هم کېږي چې افغانستان د يوې مودې د پاره خپل ځائي خلقو ته پۀ واک ورشي خو ولې د خپل جغرافيائي ارزښت د وجې ډېر زر د کوم بهرني يلغار ښکار شي او پۀ داسې سياسي انتشار کښې د خپلواکه اکېډيميا را منځ ته کېدل ګران شي او د تحقيق عمل ودرېږي. اوس چې مونږ پۀ سياسي توګه د سټېبليټي پۀ طرف روان يو نو زمونږ پۀ ترجيحاتو کښې دې بايد دا هم وي چې د تحقيق عمل ته وده ورکړو او د خپلواکه اکېډيميا د لارې دې خپل قامي تشخص ته خصوصي پاملرنه وکړو او هم داسې د افغان فلسفيانه روايت بشپړه کولو د پاره کار وکړو.

د دې هر څۀ تر څنګ د پورته بحث پۀ نتيجه کښې مونږ سره د افغان فلسفيانه روايت د شتون د پاره دوه لارې دي؛ يوه لاره دا ده چې مونږ د خپل تاريخ پۀ رڼا کښې زمونږ پۀ خاوره د زېږېدلي او روزل شوي فلسفيانه نظرونو راټولونه وکړو او د خپل پرون تر مخه دنيا ته ښکاره کړو چې مونږ د انسانانو پۀ شريکې علمي ورثې کښې څۀ برخه اچولې ده او دوېمه لاره دا ده چې مونږ لکه د افريقائي فلسفيانه روايت د خپلې ژبې، دود دستور، فولکلور، تر مخه او د منتشر سياسي او سماجي حالاتو پۀ رڼا کښې څۀ رامنځ کړي دي او د دې هر څۀ څۀ فلسفيانه حېثيت جوړېږي؟ او دا دوه ډوله کار لا زمونږ پۀ ذمه راپاتې دے. پۀ راروانو کرښو کښې به زۀ هڅه کوم چې تر خپل دې هدف تر څۀ حده ورسم.

 

[2] د افغانستان د استقلال نه وړاندې د افغان فلسفيانه ورکړې:

2.1 افغانستان

پۀ دې برخه کښې به مونږ هڅه کوو چې د افغانستان )چې د افغانانو ټاټوبے دے(، پۀ خاوره د لرغوني تاريخ پۀ رڼا کښې د فلسفيانه کار او زيار پۀ حقله بحث وکړو او دا به مونږ مرحله وار د تاريخ د بېلابېلو پړاوونو پۀ رڼا کښې کوو خو دلته بايد اول دا خبره سپينه کړو چې افغانستان نه به زمونږ څۀ مراد وي؟ نو د دې سوال د ځواب د پاره زۀ غوره ګڼم چې د بهاءالدين مجروح سکېچ کړي افغانستان ته رجوع وکړم چې هغۀ پۀ خپله مقاله “د افغانستان د تاريخ مهم خصوصيات” کښې ليکلي چې “څۀ رنګ چې افغانستان يو هېواد دے نو دا تعريف به يو جغرافيايي تعريف وي – کۀ مونږ نقشې ته يو نظر واچوو نو دا به ثابته شي چې افغانستان د درې دنياګانو د اتصال نقطه ده: 1 پارس، 2 هند، 3 مرکزي اسيا” (Majrooh, 2018) –  د دې نه پس هغه د افغانستان د دې درېو جغرافيو سره د موسمونو، د سمو، غرونو او سيندونو پۀ بنياد توپير پۀ ګوته کوي. پۀ دې توپير کښې چې کوم کليدي عنصر هغۀ پۀ ګوته کړے دے او چې د افغانستان د شتون د پاره ئې اساسي ګڼلے دے، هغه د ‘هندوکش’ غرونه دي لکه چې وائي “هندوکش هم د دې هېواد ستون فقرات [د ملا تير] دے او هم د اوبو مخزن دے او دا لوړ ابي رنګي غرونه د افغانستان د بريښار پۀ افق کښې ليدل کېږي” (Majrooh, 2018) او هم داسې هغه نظر هم ردوي چې وائي چې د هندوکش دا غرونه د کوم دېوال حېثيت لري يا پۀ لارې تګ را تګ نۀ کېږي – دا خبره د مجروح پۀ لفظونو کښې داسې ده چې “شک نشته چې پۀ هندوکش کښې يخ وهلې خاموشي شته، مګر دا يواځې پۀ ژمي کې. پۀ دوبي کښې هندوکش يوه چراګاه ده. يواځې پۀ ژمي کښې هندوکش پۀ خپل سر د تېرېدو لار تړي او هغه هم د څو هفتو د پاره. نور د کال پۀ ټولو موسمونو کښې هندوکش داسې غر نۀ دے چې تېرېدل ترې امکان ونۀ لري. پۀ هره خوا د کنډاوونو او کوتلونو پۀ وسيله خلق د هندوکش څخه ها خوا دې خوا اوړي او کوچيان د خپلو رمیو سره پۀ دوبي کښې د هندوکش پۀ ټولو لمنو کښې خورېږي. هندوکش داسې يو غر دے چې تقریباً د هرې خوا پرې لار شته. هندوکش نۀ يواځې پر سر لارې لري بلکې چاپېر ترې هم سړے ګرځېدے شي. د مغرب و خوا ته د هرات او کندهار پۀ منطقه کښې سړے لۀ هندوکش څخه چاپېر ګرځېدے شي. ډېر امکان لري چې لومړني اريائي لوي تهاجمونه هم لۀ دې خوا شوي وي” (Majrooh, 2018). د مجروح د دې بيان نه پس مونږ پۀ دې پوهېږو چې افغانستان چې د هند، پارس او مرکزي اسيا سره تړلے شوے يو داسې هېواد دے چې د دې درېو واړو نه طبعي جغرافيائي فرق لري او هغه هم پۀ بنيادي توګه د هندوکش د غرونو پۀ وجه – نو داسې افغانستان د هندوکش غرونه او د هغۀ نه ګېر چاپېره د دې غرونو لمنې دي چې پۀ کوم کښې د دې اوسېدونکي نۀ يواځې نن ژوند کوي بلکې هم دلته د خپل پرون داستانونه هم خوندي لري.

2.2 د افغانستان تاريخي پړوانه:

د افغانستان د پېژندګلو نه پس اوس راځم د دې د تاريخ پۀ طرف – د افغانستان د تاريخ دوره پۀ درېو پړاوونو وېشل شوې ده؛ تاريخ نه وړاندې دوره، نيمه تاريخي دوره او تاريخي دوره )رفيع، 2010، مخ (4. د تاريخ نه وړاندې دوره هغه دوره ده چې د ارکيالوجي (Archaeology) او انتهرپالوجي (Anthropology) د څېړونو تر مخه ئې معلومولے شو، کومه چې د نړۍ د انسانانو شريکه دوره ده. پۀ دې کښې لا قامونه رامنځ ته شوي نۀ وو او انسان به پۀ غارونو کښې اوسېدلو. دا وخت هغۀ ابتدائي اوزار ايجاد کړي وو او اور ئې دريافت کړے ؤ. د ارکيالوجي د څېړنو تر مخه د افغانستان شمالي سيمې د هومو سيپینز (Homo-sapiens) ]وړمبي انسانانو[ د پاره طبعي جوړې سيمې وې (Runion, 2007, p. 14) کومو چې به د کاڼي اوزار کارول او د کوم پۀ دلالت چې افغانستان د کاڼي د دورې پورې لرغونے ګڼلے شي.

کله چې مونږ نيمې تاريخي دورې ته را دننه کېږو چې ‘داستاني دوره’ هم ګڼلې شي نو تر دې دمه هومو سيپینز د ارتقاء نوره لار هم وهلې وه او د ‘امو سيند’ پۀ شمالي سيمه چې د ‘اريانه ويجه’ (Ariana Vija) پۀ نوم ئې نومولې وه، کښې ئې ژوند کولو او د ژوند کولو د پاره ئې د بېلابېل کسبونو سره سره خپلې فکري حېرانتيا او انتشار نه خلاصون د پاره د راجوړو کړو عقيدو تر مخه سندرې ووئيلې )رفيع، 2010، مخ (7. د دوي دا سندرې چې راټولېدې راټولېدې نو ‘ويدونه’ شول خو پۀ هغه زمانه کښې چې دوي دا ويدې سندرې وئيلې، دوي د ابادۍ د زياتېدو د وجې د هندوکش پۀ شمال او جنوب کښې خوارۀ شول. پۀ دې پسې ځینې کورنيو د ‘اباسين’ نه پورې د هند سمو ته هجرت وکړو او هم هلته اباد شول، چرته چې پۀ نسبت د خپل پخواني ټاټوبي ژوند اسان ؤ نو ځکه ئې د ژوند د اسانيتاو د وجې غور و فکر کولو ته هم توجه او وخت زيات ولرلو چې پۀ نتيجه کښې ئې هم هغه ويدونو نه هندي فلسفيانه روايت شته کړو. د دې ويدي تهذيب تر څنګ دلته پاتې اريايانو د ‘بخدي’ يا ‘بلخ’ پۀ نوم ښار اباد کړو چې د ښارونو مور ‘ام البلاد’ ورته وئيلے شول )رفيع، 2010، مخ (10. پۀ دې ښار کښې د زرتشت پۀ نوم پېغمبر ظهور وکړو د کوم تعليمات چې بيا پۀ پارس او نوره نړۍ کښې خوارۀ شول. کۀ وکتے شي نو دا دوره چې هم ويدي تهذيب او هم اوستائي تهذيب پۀ کښې رامنځ شوي دي، دې خاورې سره ژور تړون لري خو ولې دا دوره چې نيمه تاريخي دوره ده؛ مونږ ليکلي سندونه نۀ لرو بلکې وروسته رامنځ ته شوي تاريخي واقعياتو او ژبني تړون او ورته والي پۀ رڼا کښې ګنګس وهو او د هغې پۀ نتيجه کښې د دې دورې پۀ حقله خبره کوو او بيا چې کوم اريايان هند ته تلي وو او کۀ پارس ته، نو د دې سيمې د اريايانو پۀ نسبت پۀ سياسي توګه زيات مضبوط شوي دي نو ځکه کۀ ويدي تهذيب ؤ او کۀ اوستائي، دوي ئې دعويٰ زياته کولې شوه او بيا رښتيا دا هم دي چې هم د دوي پۀ لاسو کښې ئې د پرمختګ سندونه هم زيات دي خو ولې بيا هم کۀ کوم قدر زمونږ د ټولو مشترک دے نو هغه زمونږ د ټولو د دې عملي او فکري پنګو شريک بنياد ایښودل دي او دې نه انکار کول به علمي خيانت وي.

د هخامنشيانو د يلغار سره کۀ زمونږ سيمه تاريخي پړاو ته ور دننه کېږي نو بل خوا دا هم هغه دوره ده چې يوې اوږدې مودې د پاره دا خاوره د پردو يرغلګرو پۀ ولقه کښې پاتې کېږي، پۀ دې دوره کښې اول هخامنشيان، بيا يونانيان او بيا د موريا کورنۍ تر دې ځايه را غزېږي او خپل ځان سره راوړي افکار و تعليمات ئې هم راوړي دي او خوروي ئې )رفيع، 2010، مخ (16 چې تر ټولو ښکاره مثال ئې ‘بدهيزم’ (Buddhism) دے چې نن ئې هم پۀ دې خاوره باقيات ښکاره دي. د سکندر د مرګ نه پس چې کوم يونانيان دلته پاتې وو، پۀ هغوي د دې خاورې خلقو سره شريکه واکمني د يونان او باختري پۀ نوم جوړه کړه چې د دې ځاے اغېزه پۀ يونانيانو ښکاره کوي چې مطلب دا ورکوي چې دې سيمې ته تش لۀ بهر نه فکرونه درامد شوي نۀ دي بلکې لۀ دې سيمې ئې هم اغېزې وړې دي او يا ئې تړون داسې لرلے چې بيا پرېکون ئې ګران ؤ او داسې تړون د بهر نه راوړي فکرونو سره هم هله ممکن وي چې کله ځائي خلق پۀ کښې د خپل فکر پۀ اساس نوې اضافې وکړي چې داسې شوي دي.

لرغونے افغانستان د يونانيانو او باختريانو د شريکې واکمنۍ نه پس د ساکانو، کوشانيانو او هپټليانو پۀ واکمنۍ پۀ يو بل پسې راځي او پۀ کوم وخت کښې چې اسلام دنيا ته راځي نو هغه وخت پورې پۀ دې سيمه کښې پۀ يو ډول انارکي وې )رفيع، 2010، مخ (22. بيا اسلام چې تر دې سيمي راځي، يوه اوږده موده اخلي خو راتلو سره د دې سيمې علمي روايت کښې د ويدي، اوستائي، يوناني او بدهائي فکرونو تر څنګ د اسلامي فکر اضافه هم کوي او بيا هم دا اسلامي فکري لړۍ ده چې تر دې دمه پۀ نورو فکرونو غالبه ګرځېدلې ده. اوس سوال دا پېدا کېږي چې د دې د غالب کېدو څۀ وجوهات کېدے شي؟ نو زما پۀ خيال د دې اهم درې وجوهات دا کېدے شي؛ اوله وجه ئې د اسلام د راتلو پورې د سترو هجرتونو سلسله تقریباً ودرېدلې ده لکه چې پۀ لرغوني وخت کښې ځینې اريايان هند او ځینې پارس ته کوچېدلي وو. اوس دا سلسله ودرېږي او د داسې هجرتونو پۀ ځاے د استعماريت سلسله راپېل کېږي چرته چې يو قوم خپل فوجونه پۀ بل قوم ورخېژوي او خپل سياسي او اقتصادي اهداف ترلاسه کوي او داسې د افغانستان پۀ خاوره د کوچيتوب د ژوند پۀ ځاے سټېبليټي راځي او څۀ چې پۀ علمي او فکري بڼه رامنځ ته کېږي نو هغه اخو دېخوا پۀ ټوله بڼه ځي نۀ بلکې هم پۀ دې خاوره وده کوي – يعني د دې ځاے نه علمي فکري وږمې تر نورې دنيا خورېږي خو پردۍ کېږي نۀ. د دې دوېمه وجه د اسلام خپل فکسډ چوکاټ دے پۀ کوم کښې د هغۀ فکرونه الهامي ګڼلے شي او د هېڅ ډول رد و بدل ته پۀ کښې ګنجائش نشته او داسې دې نه وړاندې سامي فکرونه او اسرائيليات هم د رد و بدل سره د ضعيف کېدو پۀ بنياد باطلوي – نو پۀ داسې فکسډ چوکاټ کښې به د اريائي فکرونو د شتون او ودې د پاره څۀ ځاے پېدا شي او بيا دا چې اسلام د يوۀ اوږد مزاحمت نه پس دلته راغلے دے نو دۀ به د خپل فکري چوکاټ د نافذولو د پاره څومره زمينه برابره کړې وي او د يو قوم اوږدې حافظې نه به ئې څۀ څۀ وران کړي نۀ وي؟ د دې درېمه وجه د چنګېزيانو او د تېموريانو يرغلونه وو چې نوي فکرونه خو ئې رانۀ وړل خو ولې دومره تخريب ئې وکړو چې زمونږ لرغونې حافظه ئې تقریباً ورانه کړه او داسې د اسلام د پاره تر دې دمه خالي مېدان پاتې شو او پۀ دې دورانيه کښې چې تر ټولو غټ تړون چې د افغانانو د اسلام سره وتړلے شو، هغه د پښتو پۀ عربي رسم الخط کښې ليکل وو کوم چې کۀ پۀ يو ډول زمونږ علمي روايت بحال کړو خو ولې بلې خوا ئې عربي فکرونو، لفظونو او اصطلاحاتو ته دروازه پرانسته چې د دواړو غاړو د مضبوط تړون د پاره يوه پرانستې لار وه چې لا تر اوسه ده. دې نه پس هم واکمنۍ بدلې را بدلې شوې دي خو فکري روايت کۀ پۀ يو ډول ونۀ درېدو نو يو اړخيز ضرور شو. بيا هم د دې دور خاصه دا ده چې مونږ سره پۀ ليک کښې شتمني ورځې نه بلې ته پۀ ډېرېدو شوه او داسې مونږ او د فلسفې، سياست، شعر او عرفان پۀ ډګرونو کښې لوے لوے نومونه وموندل چې يو تعبير ئې د احمد شاه دراني د ‘ستر افغانستان’ غږ هم ؤ. تر دې ځايه د استقلال د دورې نه وړاندې د تاريخي پړاوونو يوه عمومي خاکه مو وړاندې کړه خو پۀ دې برخه کښې زۀ دا ضروري ګڼم چې بره ياد شوو تهذيبونو، دورونو، واکمنيو کښې داسې خلق پۀ ګوته کړم چې پۀ علمي روايت کښې د افغان د برخې نمائندګي کوي.

 

2.3 د تاريخي افغانستان پۀ بېلابېل پړاوونو کښې د علمي روايت نمائنده خلق:

دا دورې ما پۀ دوو برخو وېشلي چې يوه د تاريخي افغانستان د اسلام نه وړاندې دوره ده او دوېمه د اسلام نه پس دوره؛ او دلته به د خپل بره ياد غرض تر مخه به پۀ دواړو دورونو رڼا اچوم.

 

2.3.1 د اسلام نه وړاندې دوره:

د افغانستان د نيمې تاريخي دورې د مطالعې نه پس مونږ پۀ دې نتيجه رسو چې کوم اريايان چې ‘اريانه وېجه’ نه خوارۀ شول نو هغوي پۀ درېو ډلو کښې وېش شول – يوه ډله چې هند ته لاړل، دوېمه ډله چې د پارس لور ته وغزېدل او درېمه ډله چې د هندوکش پۀ خواوشا اباد شول او چرته هم نۀ لاړل – او هم داسې هند ته خوئېدونکي اريايانو او د هندوکش خواوشا پاتې کېدونکي اريايانو کښې درې غټ تهذيبونه رامنځ ته شول چې د ‘ويدي تهذيب’، ‘اوستائي تهذيب’ او د ‘ګندهارا تهذيب’ پۀ نومونو پېژندلے شي. د ټولو تهذيبونو جرړې د تاريخي افغانستان پۀ خاوره دي، پۀ لاندې کرښو کښې به مونږ يو پۀ يو د دې تهذيبونو د ياد خلقو ذکر کوو کوم چې تاريخي افغانستان ته زيات نزدې وو.

2.3.1.1 د ويدي تهذيب ‘وشوامېترا’ (विश्वामित्र)

هغه اريايان چې د هند پۀ شمالي سيمو کښې اباد شول او ژوند ژواک ئې پۀ څلورو ويدونو ‘رګ ويد’، ‘سام ويد’، ‘اتهر ويد’ او ‘يجر ويد’ کښې خوندي دے، او د هم دې ويدونو پۀ بنياد ورته ‘ويدي تهذيب’ وئيلے شي چې د هجرتونو زمانه ئې 1400 ق.م وه، دا ويدونه نۀ يواځې د هند خوا ته د تللو اريايانو معلومات راکوي بلکې دوي سره زمونږ د لرغونو اړيکو پۀ حقله هم معلومات شته. د مثال پۀ توګه پۀ دې ويدونو کښې د افغانانو د لرغونو قبيلو ‘پکهت )پښتون( او ‘الينيا’ )د نورستان خلق( ذکر ]حبيبي، د افغانستان لنډ تاريخ، 2012، مخ 32[ يا د دوي د سيندونو لکه ‘کوبها’ )کابل(، ‘کورومو’ )کرمه(، ‘ګوماني’/’ګومتي’ )ګومل( او ‘سندهو’ )اباسين( وغېره ذکر – هم داسې پۀ رګ ويد کښې د لسو قبېلو د جنګ قصه هم زمونږ او د دوي د اړيکو ښۀ معلومات راکوي. دا قصه څۀ داسې ده چې د ‘بهارتا’ (भारत) کورنۍ، کومه چې د اباسين نه پورې غاړه اباده شوې وه، يو باچا ‘سوداس’ ) सुदास ( د ‘کوشېکا (कुशिक) کورنۍ يو رشي ‘وشوامېترا’ ځان سره مشير کړے ؤ او هغۀ چې دۀ سره پۀ بېلابېلو جنګونو کښې برخه اخستې وه او ورته بريالیتوبونه ئې ممکن کړي وو خو ولې بيا هم هغۀ وشوامېترا برطرف کړو او د هغۀ پۀ ځاے ئې ‘وسيشټها’ (वशिष्ठ) مقرر کړو او داسې دوي دواړو پۀ حلقه لرونکو کښې جنګ ونښتو او د وشوامېترا پۀ طرف لس قبيلې وې کومو نه چې ځینې پۀ افغانستان کښې اوس هم ابادې دې او پۀ اباسين پورې کوچېدلي نۀ دي – پۀ دې لسو قبيلو کښې يوه قبيله ‘پکهت’ )پښتون( هم وه) حبيبي، 1946، پاڼې (41-40. علامه حبيبي دا قصه ‘د پښتو ادبياتو تاريخ’ کتاب پۀ وړومبي جلد کښې نقل کړې ده او هغه دې نه دا راويستل غواړي چې پښتانۀ د لرغوني اريايانو د سر هغه قبيلو نه دي چې د هجرتونو پۀ زمانه کښې نۀ يواځې شته وو بلکې د هغه وخت د ژوند پۀ بېلابېلو هلوځلو کښې مصروف هم وو خو د دې تر څنګ پۀ دې قصه کښې وشوامېترا سره د دې غاړې د قبيلو ودرېدل د هغه ننګ غمازي کوي کوم چې يو خپل د بل خپل سره د ژوند پۀ سختو کښې کوي نو داسې قياس ته ډېره نزدې ښکاري چې وشوامېترا هم هغه څوک ؤ چې د اباسين نه را پۀ دې خوا اباد ؤ او دلته مې د هغۀ د يادولو نه هم دا غرض دے. د دۀ د کورنۍ ‘کوشېکا’ پۀ حقله حبيبي د دې نه زيات هېڅ نۀ وائي او شايد ځکه هم چې د هغۀ دې قصې نه د کوم مقصد حصول ؤ، هغه ئې تر لاسه کړے دے.

اوس چې دلته زۀ د يو بل قياس امکان پۀ ګوته کوم نو داسې لازمه کېږي چې پۀ دې حواله څۀ زياتي رڼا واچوم – د ‘کوشېکا’ कुशिक) ( کورنۍ چې د وشوامېترا د نیکۀ پۀ نوم منسوبه ده، هم دې ته ورته لفظ کؤشېکا (कौशिक) هم دے چې د اتۀ معنیو نه ئې يوه معنٰي ‘د کوشا نمسے’ يعني وشوامېترا ده او هم داسې د دې لفظ يوه بله معنٰي د ‘ګومتي’ )سيند( ده چې دا هم وشوامېترا ته منسوب ده د کوم پۀ غاړو چې هغۀ وخت اړولے دے، خو ولې د دې ‘ګومتي’ سيند ځاے معاصره نوم کوشي (कोसी) ښائي او کوم چې ‘هماليه’ نه پۀ بهار رابهېږي او پۀ کوم چې سنان د ګناهونو د معافۍ سبب دے (Mani, 1975, pp. 400-401)، خو ولې کۀ مونږ ‘ګومتي’ (गोमती) توري ته وګورو نو دا پۀ لرغوني ويدونو کښې د هغه سيند نوم دے کوم چې نن سبا د پښتونخوا د ‘ګومل سيند’ پۀ نوم پېژندلے شي او بيا چې دې ته ورته توري ‘ګومانتا’ (गोमन्त) معنې ته ګورو نو د دې معنیو نه يوه د هغه اوسېدو د ځاے ده چې د لرغوني هند شمال مغرب ته ؤ او داسې مونږ وئيللے شو چې دا خامخا ‘ګومل’ يادوي. دې سره د دې يوه بله معنٰي ‘کوشا’ ته منسوب غر ده چې د وشوامېترا د نیکونو نه ؤ (Mani, 1975, p. 294) نو داسې زمونږ قياس بې ځايه نۀ شي کېدے چې وشوامېترا ګوندې ‘اباسين’ نه د پورې غاړې کوچ کونکو کورنيو نه نۀ ؤ، بلکې د ګومل سيند پۀ غاړه استوګن ؤ. د وشوامېترا پۀ حقله د دې قياس نه پس د هغۀ علمي او عرفاني اړخ ته راځم.

وشوامېترا چې ‘کهشتري’ ؤ، پۀ خپل عبادت د برهمن درجې ته رسېدلے ؤ او پۀ اووۀ سترو رشيانو کښې ئې شمارکېږي. دے د هغه معلومو ليکوالانو نه يو دے پۀ چا چې به ويدي الهامونه کېدل. داسې ګڼلے شي چې د رګ ويد د درېم ‘منډلا’، چې دوه شپېتۀ حمدونه لري، زياتره پۀ دۀ نازل شوي دي. ويدي لرغونے ادب د دۀ پۀ حقله دا هم وائي چې د دۀ شمار پۀ څليريشت هغه رشيانو کښې د وړومبني رشي پۀ توګه کېږي چې پۀ ‘ګائيتري منتر’ باندې به پوهېدو. پۀ لرغوني ويدي ادبياتو کښې ډېرې قصې هغۀ ته منسوبې دي چې هغه پۀ يو ډول دېومالائي شخصيت ګرځوي، خصوصاً د هغۀ د زېږون قصه، د ‘وسيشټها’ سره د شخړې قصه او د هغۀ د عبادت او د يوې ښځې )مینکا/ मेनका ( سره د مينې قصه. بهر حال وشوامېترا هغه څوک دے چې پۀ ويدي ادبياتو کښې اوچت نوم لري او زمونږ د قياس تر مخه د تاريخي افغانستان د ګومل سره يو څۀ تړون هم، خو د دۀ ژوند به بيا هم مونږ نه يو څۀ نوره څېړنه هم غواړي.

2.3.1.2 د اوستائي تهذيب ‘زرتشت’:

برعکس هند ته د کوچېدونکو اريايانو دلته پاتې اريايان پۀ 1200 ق.م کښې پۀ ‘بلخ’ کښې اباد شول او ښاري ژوند ئې پېل کړو او د يو تهذيب خاوندان شول او بيا پۀ هم دې تهذيب کښې د ‘زرتشت’ پۀ نوم يو پېغمبر ظهور وکړو )حبيبي، د افغانستان لنډ تاريخ، 2012، مخ (37 کوم چې هم دې خلقو نه ؤ، خو ولې بلخ د خپل جغرافيائي ارزښت د وجې تل د پردو د يرغلونو ښکار شوے او غوړېدو ته زياتي نۀ پرېښودے شوے نو داسې د دې تهذيب او هم د زرتشت پۀ حقله معلومات د تاريخ تيارو ته پرېوتل او چرته چې برعکس د حقيقت چا د زرتشت د ذات نفي وکړه او چا پارسي پېغمبر وګرځولو؛ خو ولې بيا هم مونږ چې د زرتشت د دې تهذيب پۀ حقله څۀ معلومات لرو نو يا ئې د ‘اوستا’ د کتاب پاتې برخې نه لرو، پۀ کوم کښې چې د زرتشت تعليمات خوندي دي او پۀ دې بنياد علامه حبيبي دې تهذيب ته ‘اوستائي تهذيب’ هم وئيلي، او يا ئې د تاريخي واقعاتونو او د څېړنو نه.

پارس د زرتشت د خپلولو ډېرې دعوې کړې دي لکه چې بره مو اشاره هم ورته وکړه چې پارسي پېغمبر ئې ګڼي، خو اوس زياتره محقيقن پۀ دې متفق دي چې د هغۀ تعلق د بلخ سره ؤ او هم دلته نه نورې نړۍ ته خور شوے ؤ. پۀ دې حقله د مولانا ابوالکلام ازاد “ترجمان القران” کښې بيان دے چې “اوس زياتره محقيقن د ګلډنر د رایې سره متفق دي او د زرتشت زمانه هم هغه ګڼي کومه چې د سائرس وه … او زياتوي چې د زرتشت ظهور د ايران شمال مغرب ته پۀ ‘اريانا ويجا’ کښې شوے دے او کامياب شوے د ‘بلخ’ نه دے، ازاد د دې پۀ رڼا کښې دا هم وائي چې کۀ داسې وي نو د هغۀ د ژوند زمانه 550 ق.م او 583 ق.م خواوشا بايد چې وي” )ازاد، ترجمان القران، مخ (485.. اوس کۀ وګورو نو د مولانا ازاد د بيان نه خو دا ښکاره کېږي چې د زرتشت تړون د بلخ سره ؤ او زمانه ئې هم هغه وه چې د سائرس وه ځکه چې د هغۀ پۀ بيان کښې دا تفصيل هم شته چې سائرس وړومبے هغه باچا ؤ چې د زرتشت پۀ مذهب شو او د پخواني مجوسيانو پۀ ځاے ئې د زرتشت تعليمات خوارۀ کړل، خو ولې دلته يو سوال دا راولاړېږي چې اريانه ويجه نه چې د اريايانو هجرتونه 1400 ق.م او 1200 ق.م تر منځ کېږي نو څنګه پۀ 550 ق.م او 583 ق.م خواوشا کښې رامنځ ته کېدونکي زرتشت ظهور پۀ هغه ځاے کښې کېږي؟ نو پۀ دې حواله بايد چې مونږ د دې تذبذب نه راوځو او دا ومنو چې هم د زرتشت ظهور او هم نورې نړۍ ته خورېدل ئې د بلخ نه شوي دي او داسې دا وياړ د تاريخي افغانستان دے چې هم ئې لرغونې دنيا ته د وحدانيت پۀ اساس ولاړ يو لرغونے مذهب ورکړے دے او هم ئې د خېر او شر د قوتونو د تصور ترمخه نړۍ ته جدليات ور ښودلي او بيا د ښو ‘فکرونو’ Humata، ښو ‘وېناو’ Hukhtaاو ښو ‘کارونو’ Huvarshta پۀ اساس ئې د سوکاله ژوند راز هم ور پۀ ګوته کړے دے.

2.3.1.3 د ګندهارا تهذيب ‘پانيني’ (पाणिनि)

اباسين نه را پۀ دې خوا د اريايانو يو بل تهذيب چې 1600 ق.م خواوشا دلته رامنځ ته شوے ؤ، د ګندهاره پۀ نوم پېژندلے کېږي. پۀ دې تهذيب کښې د ‘پشکلاوتي’ )چارسده(، ‘پرشاپور’ )پېښور( او ‘هنډ’ )صوابۍ( ښارونه وخت پۀ وخت د دې پائيتختونه پاتې شوي دي او دا تهذيب لۀ ‘ټېکسلا’ تر ‘باميان’ خپور ؤ )خوېشکي، 2016، مخ (22 چې نن هم دا وطن نۀ يواځې د دې د باقياتو امين دے بلکې د خپل شانداره ماضي او خصوصاً د بدهـ مت غټ مرکز د ګرځېدو پۀ سبب د نړیوالو د توجه مرکز هم ګرځېدلے دے، پۀ دې تهذيب کښې د بدها د تعليماتو فروغ، د هغۀ د پېښور د پیپل منډۍ اونو سره منسوبې قصې، د بدهـ مت اجتهاد او پۀ ټېکسلا ميوزیم کښې سوات نه د اخري بدها د ظهور تصور شوې مجسمه کۀ يو خوا د دې سيمې علمي اوچت والے پۀ ګوته کوي نو بل خوا پۀ هم دې تهذيب )د اوسنۍ صوابۍ ضلعې لاهور( کښې زېږېدلي پانيني دې سيمې ته دا وياړ هم وربخښلے دے چې د دنيا وړومبے ګرامري کتاب ئې ليکلے دے. د پانيني د ژوند زمانه پۀ پوره ډول نۀ ده معلومه خو د دې قياس تر مخه چې هغۀ د بدها پۀ حقله کومه وېنا نۀ ده کړې، دا ښکاره کوي چې د بدها نه وړاندې پۀ زمانه کښې تېر شوے دے (Mani, 1975, p. 566) . پانيني چې د سنسکرت ژبې استاد ؤ، دا کتاب هم د دې ژبې پۀ قواعد او اصولو ليکلے دے. د دې کتاب اتۀ بابونه دي او پۀ هم دې بنياد ورته ‘اشټادهيائے’ (अष्टाध्यायी) وئيلے شي.

 

2.3.2 د اسلام نه پس دوره:

پۀ بره کرښو کښې دا يادونه شوې وه چې د اسلام تر راتلو پورې پۀ دې سيمه د بهرنيانو بلها یرغلونه شوي وو او ورسته يو ډول انارکي وه چې دا ښکاره کوي چې دا ياد تهذيبونه پۀ زوال سره مخ شوي يا نور شوي وو او د غټو تهذيبونو پۀ ځاے قبائيلي واکمنۍ را منځ ته شوې وې چې پۀ داسې وخت کښې اسلام هم دې سيمې ته د راغزېدو هڅه وکړه او د يو اوږد مزاحمت او خونرېزۍ نه پس پۀ دې سيمه شته شو. دلته دا هغه مفروضه هم ردوي چې اسلام دې سيمې ته پۀ يوه ورځ راغلے او يا ټولو پښتنو پۀ يوه ورځ قبول کړے ؤ – د تاريخ دا مفروضه د څۀ مفاهمت تر مخه به رامنځ ته شوې وي خو ولې پۀ عملي توګه داسې کېدل د نن پۀ جديدې نړۍ کښې هم نۀ دي ممکن چې د رابطو تېز نه تېز اسباب لرو نو داسې به څنګه ممکنه وه چې پۀ هغه وخت کښې خور وور قوم پۀ يوه ورځ مسلمان شوے وي؟ بهر حال دا د يوۀ اوږدۀ مزاحمت او د يوې لوې خونرېزۍ نتيجه وه چې يو قوم بالکل پۀ نوې سانچې کښې واچولے شو او د خپل پرون پۀ حقله ترې نه هر څۀ وشوکولے شو.

پۀ دې حواله مونږ د افغانستان تاريخي پړاوونو پۀ برخه کښې يوه څۀ تفصيلي خبره کړې ده. دلته صرف دومره يادونه کوم چې هر کله چې اسلامي لښکرونه لۀ عربو پۀ نړۍ را خورېدل، د دوي اغراض اسلامي امت پۀ نړۍ کښې خورول او ستر اقتصادي اهداف ترلاسه کول وو؛ چرته چې د يو امت، يو دين او يوې ژبې د ترويج پۀ بنياد دوي داسې کول غوښتل. دا لښکرې چې چرته هم تللې دي، هغه سيمې ئې ټول پۀ ټوله پۀ هم دې اغېزه کښې راوستې دي او بيا چې پۀ عجم کښې هم کوم علمي کار شوے دے نو خود بخود اسلامي علمي روايت کېش کړے دے او ځکه خو د ‘تونس’ ابن خلدون او د ‘بلخ’ ابن سينا دواړه د يو روايت فلسفيان ګڼلے شي خو ولې کۀ مونږ پۀ جغرافيائي اساس ګورو نو حق لرو چې دا ووايو چې د دې علمي روايت ډېر فلسفيان زمونږ د سيمې دي – خصوصاً کوم چې بلخ، سيستان، جوزجان، بيرون، غور او د غزني سره تړون لرلو. اسلامي علمي روايت پۀ فلسفيانه بحث کښې د طب، رياضۍ، فزکس، مېټافزکس، کلام او فقه کښې د دې سيمې بلها خلقو نمائندګي کوله چې ابن سينا او البېروني غوندې نومونه ئې ښکاره مثالونه دي.

د اسلام د را تګ سره د پښتو پۀ اوسني ليکدود )يعني پۀ عربي( کښې ليکل پېل کېږي او داسې پۀ ليکلې بڼه پۀ افغان فلسفيانه روايت کښې د پښتنو لۀ خوا خورا اضافه کېږي. اوس چې د پښتو د ليکدود نه راپېل کېدو سره را منځ ته شوي علمي روايت باندې رڼا اچول يو اوږد بحث دے او د حق ادا کولو د احساس او ضرورت تر مخه بايد چې ځان له بحث ورباندې وکړم. دلته ئې د اجمالي خاکه وړاندې کولو پۀ لړ کښې د درې نومونو يادونه کوم، کومو چې ټول پۀ ټوله دورونه پۀ خپله اغېزه کښې را وستي دي. پۀ دې کښې وړمبے نوم د ‘پير روښان’ دے چې د خپلو تعليماتو تر مخه ئې لويه عرفاني، سياسي او ادبي حلقه لرله. دوېم نوم د ‘خوشحال خان خټک’ دے چې يوه اوږده زمانه ئې پۀ خپله اغېزه کښې ساتلې ده او دا ځکه هم چې د خپل شعر او عمل د لارې ئې د يو بشپړه سړي ‘پښتون’ عکاسي کوله. دې لړ کښې درېم نوم د باچا خان دے چې د چا د سياسي عمل او ښونو پۀ رڼا کښې د عدم تشدد د فروغ د پاره هم يو لوے لټرېچر رامنځ ته شوے دے چې دا ټول د افغان فلسفيانه روايت سوچه نمائندګي کوي. د دې ځائي فلسفيانه بنسټونو تر څنګ پۀ شلمه صدۍ د افغانانو د نورې نړۍ سره ځانګړي تعلقات جوړېدل، پۀ افغان وطن کښې د پوهنتونونو جوړېدل او بيا پۀ تېره تېره د ثور کودتا او نائن الېون پۀ دې خاورې نېغ پۀ نېغه اثراتو هم دلته ډېر څۀ پۀ ليکلې بڼه رامنځ ته کړي کوم چې زمونږ پۀ فلسفيانه روايت کښې اضافه کړې ده – خو پۀ دې به يو څۀ بحث پۀ راروانه برخه کښې کوم، ځکه چې دا هر څۀ تقریباً د افغانستان د استقلال نه پس رامنځ ته کېږي؛ البته د بحث پۀ دې برخه کښې مې دومره وکړے شو چې پۀ تاريخي افغانستان کښې مو پۀ هغه علمي روايت رڼا واچوله چې عموماً ټولې نړۍ او خصوصاً هند، پارس او اسلامي علمي روايت سره ئې پۀ شراکت کښې لرو او پۀ دې لړ کښې د افغانانو پۀ حقله دا وئيل چې دوي هېڅ نۀ لرل، د يو علمي خيانت نه زيات به څۀ وي؟

 

[3]  د افغانستان د استقلال نه پس فلسفيانه روايت

3.1 د افغانستان استقلال:

د ‘روهالوجي’ د پېښلیک )کرونولوجي( تر مخه پۀ 1600 عيسوي کښې د ايسټ انډيا کمپنۍ منظوري وشوه او تقریباً د خوشحال خټک د زېږون د کال سره سم 1613 عيسوي کښې دا کمپني هندوستان ته راغله او دلته ئې بېوپار شروع کړو. چا ته څۀ پته وه چې دا کمپني به د يو لوے استعمار برخه وي او د دۀ اغېزه به نۀ يواځې پۀ هندوستان بلکې پۀ خواوشا وطنونو هم پرېوځي. دې دوران پۀ پښتنه سيمه د مغلو سره مزاحمتونه شوي دي، تر دې چې احمد شاه بابا د ايسټ انډيا کمپنۍ د لارې پېرنګي استعمار د هندوستان پۀ بشپړه توګه نيولو (1857) نه پوره یوه صدۍ وړاندې (1757) د ډيلي تخت نېولے ؤ خو ولې پېرنګے تر نولسمې صدۍ پۀ ټول هندوستان راخور او د خپل استعماري هوس او د افغانستان پۀ مرکزي اسيا کښې اساسي حېثيت دې ته مجبور کړو چې تر دې خاورې هم وغزېږي نو داسې د افغانانو د مزاحمت مخه چې يوه زمانه ايرانيان، مغل، مرهټه او سيکهان وغېره وو، اوس پېرنګے هم شو او پۀ دې لړ کښې درې ‘اېنګلو-افغان’ جنګونه وشول چې درېم جنګ پېرنګے دې ته مجبور کړو چې د افغانستان استقلال ومني. د دوي تر منځ دا پرېکړه پۀ اتم اګست 1919ز کښې د راولپېنډۍ پۀ امن کانفرنس کښې وشوه او داسې د دې کال پۀ نولسم اګست د افغانستان د استقلال غږ وشو )خټک ډ. ر.، 2013، مخونه (98-97, 82, 81, 80).

پۀ 1919ز کښې افغانستان د تاريخ پۀ يو نوي پړوا کښې داخل شو او غازي امان الله خان چې يو روښان فکره بادشاه ؤ، د افغانستان د ترقۍ د پاره ئې هم د روښان فکرۍ لار ونیوله. کۀ څۀ هم دے د تنګ نظرو د مزاحمت سره پۀ مخ شو خو ولې د دۀ مشن محمد نادر شاه او محمد ظاهر شاه غوندې افغان بادشاهانو مخ پۀ وړاندې بوتلو او داسې د افغانستان خپلواکه بهرنۍ پاليسي، ائين، د سکولونو، کالجونو او يونيورسټيانو انعقاد، پۀ افغانستان کښې د جديد او معاصر علومو د زدکړو د پاره خلق هڅول، پښتو ژبه دولتي کېدل او پۀ دې کښې د تحقيق او تنقيد د پاره لارې هوارول او دې ته ورته نور ډېر څۀ منځ ته راتلل د دې استقلال مېوې وې او داسې پۀ يو ډول د افغانانو جديد علمي فکري سفر هم دلته نه پېل کېږي – خو ولې بيا هم دا پۀ افغان علمي او فلسفي روايت کښې يوه نوې اضافه ده چې زمونږ د روايت د لرغونو عناصرو پۀ ودې تمامېږي. پۀ دې لرغونو عناصرو کښې مونږ سره زمونږ پۀ علمي روايت کښې مېټافزکس )خصوصاً الٰهياتي بڼه( او د قام او وطن مينه دوه اهم عناصر دي، د کومو چې تر ټولو زيات فروغ د شاعرۍ د لارې شوے ؤ، او اوس د استقلال تر مخه رامنځ ته شوي جدت چې پۀ خپل ځان کښې ئې سياسي او اکېډيمک نوښتونه لرل، د شاعرۍ تر څنګ پۀ تحقيق و تنقيد او نېغ پۀ نېغه فلسفيانه ليکونو کښې اضافه وکړه.

 

3.2 د استقلال نه پس د دورې د بحث سکيم:

د افغانستان د استقلال نه پس افغان فلسفيانه روايت کۀ څۀ هم پۀ مجموعي ډول يوه بڼه لري خو ولې پۀ خپل ځان دننه ګڼ اړخونه هم لري او پۀ دې بحث کولو او پوهېدلو کښې د اسانيتا د ضرورت تر مخه دا بحث بايد پۀ څو برخو ووېشلے شي. اوس چې زمونږ د علمي روايت زياتره بڼه شاعري ده نو د دې سکيم يوه برخه به شاعري او شاعران وي چې يو څۀ فلسفيانه بڼه ئې لرلې وي، بله برخه به د استقلال ځان سره راوړي د اکېډيمک نوښتونو وي او درېمه برخه به يو څۀ متفرقات وي چې هڅه به مې دا وي چې بحث تر خپل انجام ورسوم.

3.2.1 شاعران:

پۀ لرغوني يونان کښې نۀ يواځې دا چې د دوي فکري منبع د ‘هومر’ نظمونه وو بلکې د زينوفېنيز (Xenophanes) او د پارمينډيز (Parmenides) غوندې فلسفيانو افکار هم پۀ شعري بڼه رامنځ ته شوي وو خو ولې بيا هم پۀ معاصره مغربي فلسفه کښې دا سوال راپورته کېږي چې ايا شاعري فلسفه کېدے شي کۀ نه؟ دې سوال ته ځواب ويونکو نه يو رېچرډ روټري (Richard Rorty) دے. د هغۀ پۀ خيال شاعري پۀ يو ډول مکالماتي فلسفه (Conversational Philosophy) ده چرته چې منظم فلسفيان (Systematic Philosophers) د نوو حقيقتونو پۀ لټون وي نو دوي يعني کنورسېشنل فلاسفرز د خپل اولس سره د ريډمپټېو ټرتهـ (Redemptive Truth) پۀ مکالمه بوخت وي (Overgaard, Gilbert, & Burwood, 2013, pp. 148 – 149). کۀ وګورو نو دا ډول مکالمه خو لۀ يوې اوږدې مودې نه زمونږ پۀ شعر کښې روانه وه او لا دوام لري چې ښۀ مثالونه ئې روښانيان او خدائي خدمتګاران دي – روښانيانو د پیر روښان تعليمات پۀ شعر کښې تر اولس رسولي وو او خدائي خدمتګارانو د باچا خان د سياسي بصيرت تر مخه خپله مقدمه د شعر او ادب د لارې مخ پۀ وړاندې وړې ده؛ خو د دې ترڅنګ مونږ پۀ شلمه صدۍ کښې د فلسفيانه شعر پۀ حواله درې ستر نومونه لرو چې افغان فلسفيانه روايت ته مټ ورکوي – پۀ دوي کښې يو نوم د ‘غني خان’ دے، يو نوم د ‘بهاءالدين مجروح’ او يو نوم د ‘پروفېسر راز محمد راز’ دے؛ خو پۀ دې برخه کښې به مونږ د غني خان او پروفېسر راز پۀ باب له خبرې کوو او د مجروح يادونه به د يو اکېډيميشن پۀ توګه ځکه کوو چې د هغۀ د زيار زياتره برخه پۀ حېثيت د يو اکېډيميشن ډېره ښکاره ده.

  • غني خان:

عبدالغني خان د ‘فخرِ افغان’ خان عبدالغفار خان باچا خان زوے پۀ 1914ز کښې پۀ اتمانزو کښې زېږيدلے دے. ابتدائي زدکړې ئې د اتمانزو د جومات ملا نه پېل کړې وې او بيا د پېښور نېشنل هائي سکول کښې داخل کړے شو – خو چې کله باچا خان پۀ 1921ز کښې پۀ اتمانزو کښې ازاده مدرسه پرانسته نو دے ئې هم دلته داخل کړو د غني خان اردو او عربي د ښۀ والي د وجې پۀ 1927 کښې د پنجاب پوهنتون نه د مېټرک اېګزام پاس کړو او ورپسې جامعه ملي ډيلي کښې داخل کړے شو خو چې پۀ افغانستان کښې د سخت دريځه قوتونو لۀ خوا د امير امان الله خان مخالفت شروع شو نو باچاخان دے د ځپل شوو افغانانو د طبي مرستو د پاره واپس را وغوښتو او دلته چې دوي پۀ دې لړ کښې د افغان ريډ کريسنټ (Afghan Red Crescent) پۀ نوم ټولنه جوړه کړې وه، برطانوي سامراج ورته پۀ افغانستان کښې د داخلېدو اجازت نۀ ورکولو. پۀ دې پسې غني خان د زدکړو د پاره انګلستان او بيا امريکا ته لاړ خو کله چې باچا خان دلته ګرفتار کړے شو نو هغه دې ته مجبور شو چې زدکړې پۀ نيمه کښې پرېږدي او بېرته خپل کور ته راشي. غني خان چې کله واپس وطن ته راغے نو باچا خان هغه د مشرقي کلتور سره د اشنا کولو د پاره د جواهر لال نهرو خوا ته اله اباد ته واستولو – دلته هغه د نهرو پۀ کور اوسېدو او بيا د ټېګور جوړې کړي تعليمي ادارې ‘شانتي نيکېتن’ (शान्तिनिकेतन) کښې داخل شوـ خو ولې هغۀ دلته هم کومې زدکړې سر ته ونۀ رسولې شوې؛ خو د دې هر څۀ باجود غني خان يو لوے شاعر، نثرنګار، مجسمه ساز او ارټسټ ؤ؛ د خپل فن پۀ ټولو ډګرونو کښې ئې نوښتونه لرل او دا نوښتونه د هغۀ فن او شخصيت ته ځانګړتيا بخښي. د دې تر څنګ هغه چې پۀ 1945 پۀ انتخاباتو کښې د ‘صوبه سرحد’ نه د هندوستان مرکزي اسمبلۍ ممبر د دوه دېروشو کالو پۀ عمر کښې منتخب شو نو داسې ئې تر ټولو د کم عمره پارلېماني ممبر وياړ هم تر لاسه کړو او بيا د هغه انتخاب د وياړ تر حده نۀ ؤ محدود بلکې پۀ پارلېمان کښې ئې د خپلې صوبې پۀ حقه نمائندګي هم کړې ده Sahibzada, 2016) مخونه (x-xxix.

د غني خان درې شعري ټولګې ‘د پنجرې چغار’، ‘پلوشې’ او ‘پانوس’ پۀ نومونو چاپ دي او هم داسې ئې ‘خان صاحب’ پۀ اردو، ‘دي پټهانز’ پۀ انګرېزي او ‘ګډې وډې’ پۀ پښتو کښې نثري اثار چاپ دي. د غني خان ‘کليات’ د افغانستان د قومونو او قبائیلو د وزارت لۀ خوا چاپ شوي دي. پۀ پښتو ادب کښې د غني خان پۀ حقله ټول پۀ يوه خولۀ دي چې هغه يو لېونے فلسفي يا فلسفي شاعر ؤ، خو ولې داسې ډېر کم شوي چې د هغۀ فلسفيانه څېړنو ته سنجيده پاملرنه شوې وي. نن سبا عموماً داسې ګڼلے شي چې د هغۀ شاعري د تصوف پۀ اغېزه کښې وه او خامخا ئې د شاعرۍ صوفيانه تشريحات کېږي خو ولې داسې نۀ ده. د غني خان پۀ شاعرۍ کښې چې ما ته کوم جوت او مهم فلسفيانه اړخونه ښکاري، هغه د هغۀ جمالياتو ته رسائي او د وجدان بنسټيز حېثيت دے. د غني خان چې پۀ خپله شاعرۍ کښې خداے سره بېباکانه مکالمه، د جبر او اختيار او د مرګ او ژوند بحثونه نۀ يواځې پۀ هغۀ د وائيټلسټک مېټافيزيسېسټو اغېزه پۀ ګوته کوي بلکې د دوي پۀ صف کښې ئې د يو اهم فلسفي پۀ توګه هم ودروي.

غني خان پۀ پینځلسم مارچ 1996ز کښې د اوږدې بېمارۍ لۀ کبله مړ شو او پۀ رځړو/ اتمانزو کښې خاورو ته وسپارلے شو.

  • پروفېسر راز محمد راز:

پروفېسر راز محمد راز د ملک دين محمد ترين زوے پۀ وړومبي مارچ 1951ز کښې پۀ پښين کښې زېږيدلے دے. تر څوارلسم ټولګي زدکړې ئې د بلوچستان پوهنتون نه او د ماسټرز زدکړې ئې د کراچۍ پوهنتون نه پۀ تاريخ کښې کړې وې. د لوړو زدکړو نه پس د بلوچستان پۀ بېلابيلو کالجونو کښې د تاريخ د استاد پۀ توګه پاتې شوے دے او اخر د پښين ډګري کالج پرنسپل رېټائر شوے. پروفېسر راز د کېنسر مرض سره د يوې اوږدې مودې نه پۀ مخ ؤ او اخر پۀ 24م جون 2013ز ئې د هم دغه مرض د وجې لۀ دې دنيا سترګې پټې کړې )مشال راډيو، (2013..

د پروفېسر راز تر دې دمه اووۀ کتابونه چاپ دي چې پۀ کښې درې ناولونه ‘عائشو، لمر او باران اوري’، ‘کابل ړنګ دے ميني ژاړي’ او ‘دي هولي سېنرز’ شامل دي. درې شعري ټولګې ‘د صليب پۀ دائرو کښې مات وزري زاڼي ژاړي’، ‘اوشنک ګاډس’ او ‘خزان زما پۀ اوښکو ژاړي’ دي – پۀ خپل فلسفيانه نظام باندې ليکلے یو کتاب ‘کاسمک سېکسولزم’ (Cosmic Sexualism) لري. پۀ دې کښې ‘دي هولي سينرز’ ناول پۀ اردو ژبه ليکلے شوے دے، پاتې نور ټول پۀ پښتو ژبه دي. پروفېسر راز د ژوند د ابتدا پۀ حقله د سائنس او مذهبونو مروجه نظرونو سره اختلاف لري او پۀ ځاے د دې نظرونو خپل نظر وړاندې کوي کوم چې هغۀ کۀ يو خوا پۀ خپلې شاعرۍ او ناولونو کښې ځاے پۀ ځاے وړاندې کړے دے نو بل خوا ئې پۀ دې يو تفصيلي کتاب ‘کاسمک سېکسوليزم’ ليکلے دے. ‘کاسمک سېکسوليزم’ د راز د فلسفيانه نظر نوم هم دے چې لکه د هېګل (Hegal) غوندې ئې د يو بشپړ سسټم د متعارف کولو هڅه کړي ده، راز لکه د ‘هيلوزوازم’ (Hylozoism) د مکتب منونکو ټوله ماده ژوندۍ او احساس لرونکې ګڼي. د هغۀ پۀ خيال کله چې کائنات د سترې چاودنې (Big Bang) نه پس پۀ زمان او مکان کښې شته شو نو پۀ اصل کښې دا د زمان او مکان کېفيتي مباشرت ؤ چې نوي نوي کائناتونه او انواع (Species) ئې پېدا کړل او دې مباشرت ته هغۀ د ‘کائناتي همه جنسيت’ نوم ورکړے دے. هغه دا ګڼي چې کائناتي عناصر ځانګړے ژوند، احساس، د ژوند د زېږولو خدائي صفات لري نو داسې نۀ شي کېدے چې د دې عناصرو تر منځ کوم مړ تعامل (Interaction) روان وي، بلکې د دوي تر منځ يو ژوندے مباشرت (Intercourse) دوام لري کوم چې لمحه لمحه نوي تخليقونه کوي )راز، 2011، مخونه (7-5. لکه څنګه چې ما يادونه وکړه چې پروفېسر راز د ژوند، د کائنات پۀ حقله لکه د هېګل يو منظم فلسفيانه نظر لري نو ځکه هغه پۀ خپل کتاب ‘کاسمک سېکسوليزم’ کښې د جمالياتي خداے، تخليقي او تنقيدي تهيوري، انساني تقدير، ښائست، زمان او مکان، مرګ او د مرګ مينې غوندې فلسفيانه مباحثو ته هم خپلو فلسفيانه چشمو کښې ګوري او څېړنه ئې کوي. پۀ يادو مباحثو کښې چې ما ته کوم ډېر اهم بحث ښکاري، هغه د ‘جمالياتي خداے’ او د هغۀ نه راجوړې شوې ادبي تهيورۍ دے. هغۀ وائي چې جمالياتي خداے د ملا متعارف کړي خداے نه بدل او د ګناه پۀ جبر خبر زړۀ او ذهن لري او پۀ جار وائي چې زۀ ښکلے يم او ښکلا خوښوم او داسې پۀ انسان تخليق )زېبا هنرونو( کښې خپلې موجودګۍ ته اماده اوسي او داسې جمالياتي خداے د تصور پۀ نتيجه کښې هغه زياتوي چې بايد د زېبا هنرونو او د مذهب تر منځ دې تېره کرښه راکاږلې شي او د هنر او تخليق کار دې بېباکه جنسي اظهار وي )راز، 2011، مخونه (21,23,25,26.

د راز د فلسفيانه نظر سره اختلاف او اتفاق د هر چا پۀ خپل ځاے خو پۀ حېثيت د يوسسټم لرونکي فلسفي چې هغۀ څۀ هم وئيلي، مونږ نه د سنجيده مطالعې تقاضه کوي او لۀ بده مرغه تر دې دمه زمونږ علمي حلقه کښې ‘راز يو راز’ پۀ کليشې خلقو ځان خلاص کړے دے.

 

3.2.2 اکېډيميا او اکېډيميشنز:

پۀ کال 1931ز کښې د کابل پوهنتون بنياد کېښودے شو او پۀ ورپسې کال د زدکړو د پاره فعال کړے شو او داسې پۀ افغانستان کښې پۀ يو ډول د ځائي لوړو زدکړو رسمي سفر هم دلته نه پېل شو. دلته نه محصلينو ته د نورو زدکړو د پاره د بهر ملکونو د سکالرشپس مواقع هم پۀ لاس ورغلل .بهر ته تلونکي محصلينو کښې د فلسفې پۀ حواله لوے نوم د سيد بهاءالدين مجروح دے چا چې نۀ يواځې پۀ فلسفه کښې پي اېچ ډي کړې وه بلکې د چا پۀ هڅو چې پۀ کال 1974ز کښې پۀ کابل پوهنتون کښې د فلسفې څانګه پۀ وجود کښې راغله، پۀ کومه چې او هم دولس فېکلټي ممبرز دي د کومو نه چې دوه پي اېچ ډيز او تقریباً شپږ ماسټرز دي (Kabul University, 1932). د کابل پوهنتون پۀ افیشل ويبپاڼه کښې د دې څانګې سلېبس هم موجود دے او د سابقه فېکلټي ممبرز نومونه هم؛ خو ولې د دوي روان رېسرچز پۀ حواله پۀ کښې څۀ معلومات نشته چې د دوي د فعاليت ترې سمه اندازه شوې وے – بيا هم د دوي د اېکس فيکلټي ممبرز د نومونو، چې د افغانستان پۀ حواله مهم نومونه دي، پۀ قياس مونږ وئيلے شو چې دلته به تر څۀ حده کار برابر روان وي خو بيا هم د افغان فلسفيانه روايت پۀ نوم د مخصوص سبجېکټ تقاضه به  د دوي پۀ ذمه پور وي ځکه چې سلېبس کښې داسې کوم مضمون زما تر نظره تېر نۀ شو.

د کابل پوهنتون تر څنګ د پېښور پوهنتون چې د جوړولو وړومبے قرارداد ئې پۀ 1937 کښې د هغه وخت منتخب خدائي خدمتګارانو لۀ خوا پۀ پارلېماني فورم باندې وړاندې کړے شوے او منظور شوے ؤ، خو د هغه وخت استعمار او مسلم ليګ د خنډ کېدو د وجې ئې قيام وځنډيدو )سهيل خان، 2017، مخونه (9-4 او بيا پۀ 1950 کښې د پوهنتون بنياد کېښودے شو. پۀ پېښور پوهنتون کښې پۀ 1962 کښې د فلسفې څانګه پرانستې شوه. پۀ دې څانګه کښې نن سبا شپږ فېکلټي ممبرز دي چې دوه پي ايچ ډيز او نور ماسټرز دي. پېښور پوهنتون او کابل پوهنتون چې شريک مرام ئې پۀ پښتون افغان وطن د فلسفې وده ده، بايد پۀ دې لړ کښې يو بل ته مټ ورکړي او اکېډيمک تعلقاتو ته دې د شريک کنفرانسونو، سمينارونو او ريسرچ د لارې دوام ورکړي.

اوس لکه څنګه چې بره مو يادونه کړي وه چې پۀ اکېډيميشنز کښې تر ټولو اهم نوم د بهاءالدين مجروح دے نو بايد چې د هغۀ پۀ حواله ځانګړې خبره وکړو.

  • بهاوالدين مجروح:

سيد بهاوالدين مجروح د سيد شمس الدين زوے پۀ دولسمه فرورۍ 1928ز کښې د کونړ اسمار اولسوالۍ پۀ ‘شين کوړک’ کلي کښې زېږېدلے ؤ. ابتدائي زدکړې ئې هم دلته د جومات ملا نه پېل کړې او بيا لوړو زدکړو د پاره د کابل ‘استقلال لېسه’ کښې داخل شو. دلته نه ئې پۀ فلسفه کښې زدکړې مکمل کړې او پۀ ښو درجو سره د فارغېدو پۀ وجه نورو زدکړو د پاره فرانس ته ولېږلے شو. هلته ئې ‘سوربن’ او ‘مونټ پليې’ پوهنتونونو نه پۀ فلسفه او سائيکالوجي کښې لوړې زدکړې وکړې. د دې تر څنګ مجروح د لندن او ميونخ پوهنتونو نه د انګلش او جرمن ادبيات هم ووئيل. هر کله چې استاد مجروح خپل هېواد ته بېرته راغے نو کابل پوهنتون کښې د تدريس دندې سره وابسته شو چې بيا د پوهنتون پۀ نورو لوړو څوکیو هم پاتې شو. دې سره مجروح پۀ نورو اهمو دولتي څوکیو هم، لکه د افغانستان د سفير پۀ توګه او د ‘کاپيسا’ د والي پۀ توګه، د خپلو هېواد والو خدمت کړے دے. د ثور کودتا نه پس مجروح پېښور ته کډه وکړه او پۀ پېښور کښې ئې هم خپلې هلې ځلې جاري وساتلې او د افغانانو د اطلاعاتو مزکر ئې پرانستو. بهاءالدين مجروح د خپل وطن د پاره د مسلسل خدمت د وجې افغان دښمنه قوتونو پۀ پېښور کښې پۀ یوولسمه فرورۍ 1988ز کښې ووژلو. د ويکيپيډيا د لسټ تر مخه د مجروح ليکلي اثار دا دي؛ ‘اژدهای خودي’ )پښتو ژباړه: ‘ځانځاني ښامار'(، ‘د جبر او اختيار ډيالکټيک’، ‘اجتماعي احساس د الفرډ اېډلر پۀ روانشناسۍ کښې’ )د ماسټرۍ تهيسس(، ‘د ځان تربيه زمونږ پۀ روانشناسۍ’، ‘دشمن را بشناسید’، ‘صوفي او نوې دنيا’، ‘زردشت ووئيل داسې’، ‘پيام صوفي بت شکن به بت پرستايي قرن ۲۰’، ‘بودا چنين گفت’، ‘سيد جمال الدين و برخورد شرق و غرب’، ‘منازل السايرين يا صد ميدان حکيم سنائي’، ‘نا اشنا سندرې’،’Afghan Intellectuals in Exile: Philosophical & Psychological Dimensions’.

د مجروح د اثارو نه يو اهم اثر ‘د جبر او اختيار ډيالکټيک’ دے چې پۀ وړومبي ځل پۀ 1974ز کښې چاپ شوے دے. دا کتاب پۀ دوو برخو کښې وېش دے چې يوه د کتاب اصل موضوع ده چې د جبر او اختيار پۀ جدلياتو پۀ کښې رڼا اچولې شوې ده او دوېمه برخه ضمايم دي چې د فلسفې بنيادي موضوعات او اصطلاحات پۀ کښې زده کوونکو د پاره بيان شوي او تشريح شوي دي. د کتاب د اصل موضوع برخه پۀ مقدمې، درې برخې بحث او د ټول بحث پۀ نتيجې باندې مشتمل ده. مجروح د بحث پۀ پېل کښې ښکاره کوي چې فلسفيانه سوالونه پۀ هر دور کښې نوي بحثونه غواړي او دا ځکه هم چې د هر دور خپل مخصوص اقتصادي، اجتماعي او سياسي شرائط وي او پۀ دې بنياد هغه جبر او اختيار پۀ جدلياتي عمل د نوي سره بحث کول غواړي. پۀ دې لړ کښې مجروح زياتوي چې فلسفه چې د سوالونو د ځوابولو عمل دے، بايد سوال واضح پورته کړے شي څو چې رسا ځواب ورته وئيلے شي او بيا د خپل بحث د پاره اساسي سوالونه راپورته کوي چې پۀ دا ډول دي:

ايا انسان د طبيعت او د ماوراء الطبيعت پۀ مقابل کښې مختار دے کۀ مجبور؟ ايا انسان د خپل ځان پۀ مقابل کښې مختار دے کۀ مجبور؟ او ايا انسان د بل انسان پۀ مقابل کښې مختار دے کۀ مجبور؟

د دې سوالونو پۀ نتيجه کښې استاد مجروح د انسان درې ډوله تړونونه پۀ ګوته کوي چې د انسان د طبيعت سره تړون، د انسان د خپل نفس سره تړون او د انسان د بل انسان سره تړون دي )مجروح ډ. س.، 2015، مخونه (53-52 او داسې د دې تړونونو تر مخه بحث تر نتيجې رارسوي او دا نتيجه به پۀ دوه نقطو کښې داسې وي چې:

  • د جبر او اختتار بحث يو مېټافزيکل بحث نۀ دے بلکې دا د انسان د پاره يوه محسوسه او حياتياتي مسئله ده او مېټافزسېسټس چې انسان پۀ مجموعي ډول نۀ مشاهده کوي او د هغۀ طبيعت سره، خپل نفس سره او نورو انسانانو سره تړون او تاريخي واقعياتونه لۀ پامه غورځوي، کله هم د جبر او اخيتار مسئله نۀ شي هوارولے او بيا دا ځکه هم چې دوي نه د خپلو مبهمو مفکورو د پاللو پۀ ټس کښې تل د بحث اصل موضوع ‘انسان’ پاتې وي.
  • انسان چې پۀ بشپړه توګه نۀ اختيارمند دے او نۀ مجبور او هغه پۀ بره ياد درېو واړو تړونونو کښې د خپلې پوهې او شعور پۀ بنياد اختيارمند کېدے شي، او هم داسې جبر او اختيار د يو بل مقابل نۀ دي بلکې هم دا جبر خو دے چې انسان ترې پۀ تدريجي ډول يا پۀ زماني جريان کښې اختيارموندي )مجروح ډ. س.، 2015، مخونه (130-128.

د بحث مرکزي موضوع د جبر او اختيار جدليات کۀ يو خوا پۀ نړيواله سطح پۀ فلسفيانه مباحثو کښې يوه اهمه اضافه ده نو بل خوا پۀ مېټافزکس ګزار هم دا مباحثه د ‘سوفسټو’، د ‘کانټ’ او د ‘لاجيکل پازيټوسټو’ لۀ خوا پۀ مېټافزکس شوي ګزارونو پۀ قطار کښې ودروي خو ولې لوستونکي دې بايد پۀ دې مغالطه کښې نۀ پرېوځي چې د مجروح دا بحث به د سوفسټو، د کانټ او د لاجيکل پازيټوسټو کوم تسلسل وي – بس دومره ده چې ټولو پۀ خپل خپل ډول پۀ مېټافزکس ګزارونه کړي دي کوم چې د جبر او اختيار تر څنګ د فلسفې يو بل اهم بحث دے او د دې هر څۀ پۀ بنياد د مجروح ارزښت د هېڅ لوړې پایې فلسفي نه کم نۀ دے.

 

3.2.3 متفرقات:

د متفرقات نه ښکاره ده چې د افغان فلسفيانه روايت هغه بحثونه چې پۀ يو کلاس کښې ئې کۀ څۀ هم نۀ شو راټولے خو ولې د يادونې وړ دي – پۀ دې کښې د افغان فلسفيانه روايت سره ځینې منسوب نومونه، ځینې شوي فلسفيانه ليکونه او تحقيقونه، ځینې فلسفيانه مجلې او فلسفيانه ژباړې راځي.

 

  • د ويکيپيډيا لسټ:

د ويکيپيډيا افغان فلاسفرز لسټ کښې څلور نومونه سيد جمال الدين افغاني، صديق افغان، سېف الدين جلال او سيد حسن اخلاق درج شوي دي (Wikipedia, n.d). پۀ دې کښې جمال الدين افغاني چې د استقلال نه وړاندې د دورې سره ئې تړون دے خو ولې پۀ فلسفه کښې د افغانانو پۀ حواله ډېر يادولے شي نو بايد چې د نورو تر څنګ پۀ دۀ هم لنډه خبره وکړم، البته مونږ ته اوس هم پۀ ويکيپيډيا خپل ډېر مواد خپرول را پاتې دي.

  • سيد جمال الدين افغانے:

سيد جمال الدين د سيد صفدر زوے پۀ کال 1838ز کښې پۀ اسعد اباد ‘کونړ’ کښې زېږيدلے ؤ. د امير دوست محمد خان پۀ وخت کښې د دوي کورنۍ پۀ کابل کښې اباده شوه او د اتلس کالو عمر ته چې رسېدو نو صرف، نحو، معاني، بيان، نوے او زوړ تاريخ، تفسير، حديث، فقه، اصول، عقائد، کلام، منطق، رياضي، هندسه او طب ئې وئيلي وو. د علم تندې د خړوبولو د پاره کونړ او کابل او بيا هند پورې تللے ؤ )مجروح س. ب.، 2017، مخونه (57-55. سيد جمال لۀ هغه کسانو ؤ چې د پان اسلامزم سخت پلويان وو او پۀ اسلامي فکري روايت کښې د هغۀ يادونه پۀ دې حواله د سر کسانو نه کېږي. پان اسلامزم چې پۀ اسلامي نړۍ کښې پۀ يو ډول د استعمار پۀ ضد د مزاحمت غورځنګ ګڼلے شي نو بل خوا د تاريخي شواهدو تر مخه د ‘ډرومنډ وولف’ او ‘پالمرسټن’ غوندې کسانو لۀ خوا د روس او ترکي د جنګ نه پس د راپورته شوې ‘ختيځې پوښتنې’ (Eastern Question) ته پۀ يو ډول وئيلے شوے ځواب ؤ د کوم پۀ بنياد چې دوي د اسلامي ملکونو يو بلاک جوړول وو )ادارتي نوټ، 2017، مخ (6. سيد جمال الدين د دې فکر د فروغ د پاره پۀ بېلابېل هېوادونو کښې پاتې شوے ؤ – هغۀ د مصر پۀ ‘الازهر پوهنتون’ کښې نهه کاله درس او تدريس سره هم وابسطه پاتې ؤ. د ژوند پۀ اخري ورځو کښې ترکي کښې اوسېدلو او هم هلته د کېنسر د ناروغتيا د وجې پۀ اتم مارچ 1898 کښې مړ شو او پۀ ترکي کښې ښخ کړے شو خو ولې وروسته پۀ 1944ز کښې د هغۀ جسد د دواړو ملکونو، ترکي او افغانستان، پۀ رضا افغانستان ته راوړلے شو او د کابل پوهنتون پۀ احاطه کښې خاورو ته وسپارلے شو.

  • صديق افغان:

 محمد صديق افغان پۀ کابل کښې پۀ 1958ز کښې زېږيدلے دے. رسمي زدکړې ئې بلخ او بيا کابل نه کړې دي او پۀ رياضي کښې دکتورا ئې د روس نه کړې ده. د کابل پولي ټېکنيک انسټېټيوټ کښې ئې پۀ رياضي کښې نوي موندنې کړې وې چې پۀ ويکيپيډيا ئې بيان څۀ پۀ دا ډول درج دے؛ “ښاغلي افغان پۀ نړۍ کښې د فلسفي )فلسفيانه( رياضي بنسټ کښېښود چې پۀ دې کړنې سره ئې د رياضي علم يوې نوې مرحلې ته دننه کړو او وئې کړے شول چې لۀ يو معلوم څخه پۀ زرګونو مجهوله پۀ لاس راوړي او د انټيګرېشن پۀ طريقه ئې پۀ دوه اړخيز او درې اړخيزه )دوه بُعدي او درې بُعدي( [2D & 3D] توګه تر مطالعې لاندې ونيسي چې پايلو ئې ډېرو ناحل شوو طبعي او اجتماعي مسائلو ته لار پرانسته. د نوموړي دا ګام د بشريت پۀ تاريخ کښې بې ساري بلل کېږي او دا لومړے ګام دے چې ورسره اجتماعي علوم د رياضيکي اعدادو پۀ وسيله تحليل او څېړل کېږي. صديق افغان د کېفي اعدادو مطالعه د کومې مطالعې پۀ څنګ کښې مطرح او عملي کړه چې دې سره کېدے شي هغو موضوعاتو او پانګو ته لاس رسې پېدا شي چې پۀ راتلونکي پورې اړه لري او راتلونکے بيان کړي. د افغان اثرونه: ‘مربعات و مکعبات اسرار آمېز’ – ‘د محمد نقي بخشي پۀ ليکنه’، ‘نظم قران کريم از ديدګاه رياضي فلسفي’ – ‘د محمد نقي بخشي پۀ ليکنه’، ‘آرايه عکس بينوم نيوتون برای علوم کيهاني تاريخ کشورها از ديدګاه رياضي فلسفي’ – ‘د صديق افغان لاس ليکنه’ )ويکيپيډيا( – د دې تر څنګ صديق افغان د “World Philosophical Math Research Centre” بنياد هم ايښے دے.

  • سېف الدين جلال:

سېف الدين جلال د جلال الدين جلال زوے پۀ کابل کښې پۀ 22م مارچ 1958ز کښې زېږېدلے دے. سېف الدين جلال لکه خپل پلار شاعر دے او د جرمني ښار ‘همبرګ’ کښې پاتې کېږي. د سېف جلال يو کتاب پۀ 2012 کښې God isn’t a democrat پۀ نوم چاپ شوے دے.

 

  • سيد حسن اخلاق:

سيد حسن اخلاق پۀ 1976زکښې د ‘باميان’ پۀ ‘سيغان’ کښې زېږيدلے دے. د څلور کالو پۀ عمر کښې ئې ايران ته کډه وکړه او هم هتله ابتدائي زدکړې ئې د ‘مشهد’ نه وکړې. د اسلامي زدکړو ‘رضوي پوهنتون’ نه ئې ديني او فلسفي زدکړې وکړې او ورپسې پۀ مغربي فلسفه کښې د ‘امام خمېني نړيوال پوهنتون’ نه ئې ماسټرر او ‘علامه طباطبائي پوهنتون’ نه دکتورا وکړه. د اخلاق د فلسفې پۀ حواله چاپ کتابونه دا دي: ‘از مولانا تا نیچه’، ‘گفتمان فلسفی اسلام و غرب’، ‘سنت روشن اندیشی در اسلام و غرب’ او ‘از سنّت بلخ تا مدرنیّت پاریس’.

د بحث پۀ دې موقع يو ځل بيا دا يادونه کول ضروري ګنم چې د جمال الدين افغاني تر څنګ د صديق افغان، سېف الدين جلال او سيد حسن اخلاق يادونه دلته د ويکيپيډيا د لسټ تر مخه وشوه، خو ولې بيا هم نۀ يواځې د دوي پۀ حقله نور تحقيق ته اړتيا پۀ خپل ځاے ده بلکې د ويکيپيډيا لسټ بشپړه کول هم زمونږ پۀ ‌ذمه راپاتې دي.

  • ارباب سکندر خان خليل

ارباب سکند خان خليل د ارباب سعادت خان زوے پۀ بر تهکال پېښور کښې پۀ کال 1912ز کښې پۀ 21م مارچ زېږيدلے ؤ )خليل، 1999، مخ (222. هغۀ خپل سياسي تړون د باچا خان د فکر تسلسل نېشنل عوامي ګوند سره لرلو او پۀ دې لاره ئې جېلونه هم ګاللي دي. ارباب سکندر پۀ 24م اپرېل 1972 د پښتونخوا ګورنر مقرر شو خو لنډ د حېدر اباد ټرېبونل کېس د وجې نۀ يواځې پۀ 15م فرورۍ 1973ز د خپل منصب نه برطرف کړے شو او جېل ته هم واچولے شو. دراصل حېدراباد ټرېبونل کېس پۀ پاکستان کښې پۀ قامپرست قوتونو د پاکستان د ماتولو او د پښتونستان او ازاد بلوچستان د جوړولو پۀ الزام راجوړ ؤ. ارباب سکندر پۀ 1979ز کښې د جېل نه راخلاص شو او ورپسې لنډ پۀ اووم مارچ 1982 کښې پۀ خپل کلي کښې ووژلے شو.

[د پاکستان لۀ خوا  د مذهب پۀ نوم افغانستان کښې د بلوه کړي ‘فساد’ لړۍ کښې ارباب سکندر خان خلیل د پښتون قامي غورځنګ لۀ خوا وړومبے شهید ګڼل کېږي. یاده دې وي چې د دۀ مبینه قاتل محمد طاهر بیا وروستو پۀ سوات کښې د دغه فسادیانو پۀ ضد عملیاتو کښې ووژل شو – یعني هغۀ ارباب شهید ‘تبلیغ له پۀ نۀ تلو نۀ ؤ وژلے – ‘پښتون'[

ارباب سکندر خان هم د عملي سياست او هم د قلم د لارې د خپل قام خدمت کړے دے. د هغۀ شپږو نه زيات کتابونو چاپ دي چې پۀ کښې ‘فلسفه زړه او نوې’ د ځانګړي ارزښت وړ ده. دا کتاب پۀ 1966 کښې ‘دار التصنيف’ پېښور نه چاپ شوے دے. دا پۀ پښتو کښې وړومبے هغه باقاعده کتاب دے چې يوناني، هندي او چيني فلسفيانه روايتونو باندې رڼا اچوي. د فلسفې داسې کتاب ليکل ډېرې مطالعې ته اړتيا لري او پۀ دې لړ کښې دا پته نشته چې دۀ دا مطالعه څنګه برابره کړې ده او څومره استفاده ئې پۀ دې حواله د نورو کتابونو نه کړې ده – البته پۀ کتاب کښې د باريکو غلطیو نه داسې ښکاري چې دا د فلسفې د ژورې مطالعې نه پس د خپلې حافظې نه ليکلے شوے دے او بيا د ارباب سکندر د دې کتاب پۀ حواله اجمل خټک وائي چې دا هغۀ د خپلو يو څو نورو کتابونو تر څنګ پۀ جيل کښې ليکلے دے )خټک ا. ، 2005، مخ (397. د فلسفې پۀ تاريخ راټولو او ليکلو کۀ څۀ هم څوک فلسفي نۀ شو ګڼلے خو ولې د ارباب سکندر پۀ پښتو کښې د داسې موضوع بنياد کېښودل پۀ خپل ځاے مهم او د يادولو او ستائيلو وړ دي.

  • ګل باچا الفت

استاد ګل باچا الفت د مير سيد باچا زوے پۀ کال 1909ز کښې د لغمان پۀ ‘عزيز خان کڅ’ کښې زېږېدلے ؤ او پۀ 19م دسمبر 1977 کښې د زړۀ د ناروغۍ د وجې لۀ دې فاني دنيا نه لاړ. استاد الفت کومې رسمي زدکړې نۀ وې کړي خو ولې بېلابېلو استاذانو نه فقه، منطق، حديث او تفسير ئې وئيلي وو. هغه پۀ بېلابېلو صحافتي او تدريسي دندو باندې د پاتې کېدو تر څنګ جلال اباد او لغمان نه د ملي شوريٰ وکيل هم منتخب شوے ؤ )الفت، 2008، مخونه (24-23. د استاد ګڼ منظوم او منثور اثار چاپ شوي دي چې پۀ دې کښې يو اثر د منطق هم دے کوم چې د پښتو ټولنې لۀ خوا پۀ 1956 کښې چاپ شوے دے. دا کتاب کۀ څۀ هم پۀ بشپړه ډول د منطق پوره ضرورت نۀ ترسره کوي، خصوصاً کوم منطق چې د ديني مدرسو پۀ ځاے پۀ پوهنتونونو کښې وئيلے کېږي خو ولې بيا هم دا تر دې دمه زما د مطالعې تر مخه پۀ منطق ليکلے يواځېنے د پښتو اثر دے. دا اثر هم نن سبا ناپيد دے.

  • محمد صديق روهي:

محمد صديق روهي د محمد حسېن خان زوے د ‘خوست’ ولايت مرکز د حېدرخېلو د ‘سموات’ پۀ کلي کښې پۀ کال 1934 کښې زېږيدلے دے او د 1992 د مۍ پۀ مياشت کښې د اوږدې ناروغۍ لۀ کبله مړ شو او هم هلته ‘مونشن ګلادباخ’ پۀ ښار کښې امانت خاورو ته وسپارلے شو چې وروسته خپلې پلرنۍ هديرې کښې ښخ کړے شو. استاد صديق روهي د ادبياتو لوړې زدکړې لۀ کابل پوهنتون نه کړې وې او بيا د لبنان د ‘بېروت پوهنتون’ نه ئې ماسټرز کړے ؤ. صديق روهي پۀ بېلابېلو موضوعاتو د لسو نه زيات کتابونه ليکلي دي؛ پۀ دې کښې يو کتاب د ‘فلسفې اصطلاحات او مسئلې’ د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې جرمني لۀ خوا پۀ 2011ز کښې چاپ شوے دے. پۀ دې کتاب کښې د خپرندويې ټولنې يادښت پۀ پاڼه ليکل شوي دي چې دا ليکونه دې نه وړاندې پۀ مجلو کښې چاپ شوي وو خو د خپل ارزښت لۀ مخه مونږ پۀ کتابي بڼه چاپ کړل. کۀ وکتے شي نو دا هم لکه د ارباب سکندر خان خليل غوندې د فلسفې يو تعارفي کتاب دے خو چرته چې د هغۀ مېتهوډ د فلسفې تاريخ دے نو د دې کتاب مېتهوډ د فلسفې مسئلې دي. د استاد روهي دا کتاب د هغۀ د ژوند د دورانيې پورې د فلسفې پۀ حواله يو اپډېټډ کتاب ؤ چې پۀ خپل وخت کښې به ئې د افغان اولس د فلسفې سره اشنایۍ پۀ لړ کښې خپل مهم رول لوبولے وي او پۀ دې بنياد د دې کتاب يادونه هم ضروري وه.

  • ډاکټر کبير ستورے

ډاکټر کبير ستورے د لعل محمد خان زوے پۀ 1942ز کښې د کونړ ولايت پۀ ‘تنر کلي’ کښې زېږېدلے ؤ. ابتدائي زدکړې ئې د خپل کلي نه وکړې او لوړو زدکړو د پاره کابل ته راغے او ‘رحمان بابا لېسه’ کښې داخل شو. 1964ز کښې دلته نه پۀ ښو درجو سره د فارغېدو نه پس د نورو زدکړو د پاره د دولت لۀ خوا جرمني ته ولېږلے شو او هلته ئې د ‘فرانکفورټ’، ‘کولن’ او ‘ماربورګ’ پۀ پوهنتونو کښې د فلسفې، سياسياتو او د سائيکالوجۍ زدکړې وکړې، د دې تر څنګ افغان زده کوونکو ته د ورپېښو ستونزو د حل د پاره ئې هم هلې ځلې کولې او داسې د خپلو نورو ملګرو سره ئې Afghan Student Association جوړ کړو. د ستوري سياسي فعاليت چې زياتېدو نو اخر ئې د يو ګوند Pukhton Social Democratic Party شکل واخستو چې ستوري ئې تر مرګه ابياري کوله.

ډاکټر کبير ستوري کۀ يو خوا شاعرۍ کښې د قام د يو والي د پاره شعرونه وئيل نو بل خوا ئې د سائيکالوجۍ پۀ ميدان کښې هم خپلې هلې ځلې جاري ساتلې. هغه د International Association of Applied Psychology غړے هم شو.

ډاکټر کبير ستورے د يوې اوږدې ناورغتيا نه پس پۀ څلورم اپرېل 2006ز کښې مړ شو او پۀ ‘تنر’ کښې پۀ خپلې پلرنۍ هديره کښې خاورو ته وسپارلے شو.

ډاکټر کبير ستوري د شاعرۍ تر څنګ پۀ پښتو کښې د سائيکالوجۍ پۀ حواله هم اهم کتابونه ليکلي دي چې کۀ يو خوا پۀ پښتو کښې د سائيکالوجۍ پۀ حواله موضوعاتي اضافه ګڼلے شو نو بل خوا د پښتو لوستونکو ته د خپلو سائيکالوجيکل ستونزو پۀ حل کښې مټ هم ورکوي او بيا د ستوري د ليک دا خاصه هم ده چې د مغرب د پوهانو تر څنګ پۀ دې حواله خپل نوموړي ليکوالان هم د پامه نۀ غورځوي چې يوه بېلګه ئې د ‘وېرې’ پېژندکلو کښې د خوشحال خټک د وېرې د نظر يادونه ده چې د هغۀ د يو شعر:

زۀ خوشحال کمزوے نۀ يم چې به ډار کړم
پۀ ښکاره نعرې وهم چې خولۀ ئې راکړه

پۀ رڼا کښې ئې پۀ ګوته کوي او وائي چې لکه د ‘اېډلر’ خوشحال خټک هم  وېره د ډار زېږندو ګڼي )ويره؛ 2008 څلوم چاپ(. د ډاکټر کبير ستوري د چاپ کتابونو فهرست داسې دے:

  • سكروټه )شعري ټولګه( چاپ 1976، جرمني
  • پښتونخوا )شعري ټولګه( چاپ كال 1977، جرمني
  • وېره )ساپوهنه( چاپ كال 1985 – دوېم ځل 1990، جرمني – درېم ځل 2001، پېښور
  • د هوښيارتيا د كلتوري بڼو تله )ساپوهنه(، چاپ كال 1985، جرمني.
  • د وېرې تله )ساپوهنه( چاپ كال 1985، جرمني
  • ژوندي خيالونه )شعري ټولګه( چاپ كال 1997، پېښور، پښتونخوا
  • د قلم توره چاپ كال 1999، پېښور، پښتونخوا
  • د هوښيارتيا تله )ساپوهنه( چاپ كال 2000، پېښور، پښتونخوا
  • ژبساپوهنه )ساپوهنه( چاپ كال 2000، پېښور، پښتونخوا
  • سندريز پېغام )شعري ټولګه(، چاپ كال 2002، پېښور، پښتونخوا
  • د هوښيارتيا كلتوري بې پلوه تله )ساپوهنه(، چاپ كال 2004، پېښور، پښتونخوا
  • د پيداېښتي بڼو د هوښيارتيا تله )ساپوهنه(، چاپ كال 2004، پېښور، پښتونخوا
  • خوږې مسرۍ )شعري ټولګه( چاپ كال ) 2006د ستوري مرګ نه څو ورځې وروسته چاپ شو(.

سرچينه: http://www.kabirstori.com

  • محمد اکبر کرګر:

محمد اکبر کرګر پۀ کال 1953 کښې د کونړ پۀ ‘مزار دره’ کښې زېږېدلے دے او د کابل پوهنتون نه ئې ادبياتو او فلسفې زدکړې کړې دي. د ښاغلي يو تحقيقي اثر ‘د بايزيد روښان عرفاني او فلسفي څهره’ پۀ نوم پۀ 1970 کښې د افغانستان د علومو اکېډيمۍ لۀ خوا چاپ شوے دے. د تحقيق پۀ لړ کښې مونږ داسې فلسفيانه څيړنو ته ډېره اړتیا لرو کومې چې به نۀ يواځې زمونږ پۀ افغان فلسفيانه روايت کښې اضافه کوي بلکې د دې روايت پۀ تشريح او تفسير کښې به هم اهم رول لوبوي او بايد مونږ د څېړنو پۀ لړ کښې دا ډول څېړونو ته خصوصي وخت او ارزښت ورکړو.

  • شېر اقا حرکت او ‘حرکت’ خپرونه:

شېر اقا حرکت د سيد ميا ګل زوے پۀ 5م دسمبر 1943 کښې د کونړ پۀ ‘مزار دره’ کښې زېږيدلے دے. ابتدائي زدکړې ئې مزار دره بيا ‘ننګرهار’ نه کړې دي او بيا د کابل طب پوهنتون کښې داخل شو. دلته يو څۀ موده تېرولو نه پس هغۀ د هغه وخت شوروي اتحاد ‘يوکرائن’ جمهوريت مرکزي ښار ‘کېف’ کښې د هوائي زدکړو پوهنتون (KBAUY) کښې داخل شو. دلته د ماسټرز کولو نه پس وطن ته راغے او د هوائي زدکړو پوهنتون کښې د تدريس پۀ دنده بوخت شو. يو څۀ موده پس بيا يوکرائن ته پۀ خپل دې فيلډ کښې د نورو زدکړو پۀ اراده لاړ. هلته ئې د هوائي زدکړو تر څنګ پۀ فلسفه کښې هم زدکړې پېل کړې او پۀ رسمې توګه ئې د فلسفې ډپلومه تر لاسه کړه او غوښتل ئې چې پۀ دې ډګر کښې هم دکتورا وکړي خو ولې پۀ هوائي زدکړو کښې د خپلې مقالې د دفاع نه پس افغانستان ته بېرته راغے او پۀ خپل فيلډ کښې ئې بېلابېلې وظيفې تر سره کړې. خو بيا هم فلسفې سره تړون ئې شلېدو ته پرې نۀ ښودو او پۀ پښتو کښې ئې پۀ فلسفه درې اهم کتابونه ‘د عېنيت فلسفه’، ‘سياست د سيالانو لوبه’ )سياسي فلسفه( او ‘حرکت د لوے تکوين او ډياليکټک فلسفه’ وليکل. د حرکت د فلسفې مرکزي بيان پۀ درېو ټکو کښې راټول کړے دے – لوے خداے، لوے علم، لوے جهان.

د ‘عېنيت فلسفه’ نومې کتاب کښې ډاکټر شېر اقا حرکت د حرکت د سرخط لاندې پۀ يوه ليکنه کښې د يوې خپرونې يادونه کوي چې پۀ کښې علمي، سياسي، ټولنيز او اقتصادي مسائل پۀ فلسفيانه بنيادونو څېړلے او خپرولے شي. حرکت د خپلې خپرونې د ځانګړتيا پۀ حقله وائي چې مونږ لۀ اولې ورځې دا ښکاره کوو چې مونږ بې طرفه )غېر جانبدار( نۀ يو او زمونږ طرف د هر څۀ نه اول خپل هېواد افغانستان او افغان اولس دے او داسې پۀ خپلو هېوادوالو غږ کوي چې حرکت سره د پښتو او دري د ليکونو د لارې پۀ دې لړ کښې مرسته وکړي )حرکت، 2011، مخونه (55-51.

  • ‘انسان’ مجله:

درې مياشتنۍ ‘انسان’ مجله چې د کابل نه پۀ وړومبي ځل پۀ 2013 کښې چاپ شوه او تر دې دمه پېنځۀ ګڼې ئې چاپ شوې دي. ‘انسان’ مجله د هرې ګڼې د پاره ځانګړي فلسفيانه موضوع ټاکي چې کليدي بحث بيا پۀ هم هغه موضوع کېږي. تر دې دمه د چاپ شوو ګڼو موضوعات هنر او خلاقیت، جګړه، هیومانیزم، ښځه او اخلاق دي. د مجلې د خپرولو تر څنګ ‘انسان’ مجلې ادارتي ګروپ خپل ليکونه پۀ وېپپاڼې (http://insan.af/ هم خپروي. د دوي هدف پۀ افغان وطن کښې د فلسفې خپرول او د مکالمې د عمل بحال کول دي. ‘انسان’ مجله د خپلې ادارې لۀ خوا فلسفيانه اثار هم چاپ کوي چې د دې لړۍ پېل ئې د ډاکټر بهاء الدين مجروح کتاب ‘د جبر او اختيار ډيالکټک’ نه کړے دے. د ‘انسان’ مجلې هڅو نه ښکارېږي چې دوي د خپل مرام پۀ لاره سنجيده دي او د کوم فېشن لۀ خوا شوشا نۀ جوړوي. د دوي د زيار پۀ بنياد دوي نه هيلې لرل به بې ځايه نۀ وي.

  • ژباړې

د يوې ژبې او د قام پۀ ترقۍ کښې يو اهم عنصر د علمي مواد ژباړلو راژباړلو عمل هم دے. لکه څنګه چې مونږ د روايتونو پۀ بحث کښې وئيلي وو چې بېلابېل قامونه د بېلابېلو تجربو نه راتېر شوي او راتېرېږي؛ نو داسې د دوي د علمي او فکري روايتونو موضوعات هم بېلابېل وي او د ژوند د بشپړ او هر اړخيز جاج د پاره هغوي ته رسائي ډېره اهمه وي، او بيا ژباړې نۀ يواځې لۀ نورو ژبو مهمې دي بلکې نورو ژبو ته خپل علمي او فکري مواد ژباړل هم ډېر اهم وي. پۀ پښتو کښې د دواړو ډول ژباړو فقدان دے – لکه څنګه چې ما د استاد الفت پۀ بحث کښې يادونه کړې وه چې مونږ تر دې دمه د لاجک )منطق( انټروډکټري کتاب پۀ پښتو کښې نۀ لرو او داسې نۀ مونږ خپل فکرونه پۀ کومه منظمه بڼه نورو ژبو ته ژباړلي لرو. ما سره د اختلاف کوونکو پۀ ذهن کښې شايد چې د نن سبا پۀ درځنو ژباړه شوي کتابونو دليل ګرځي او زۀ هم پۀ دې ژباړو نېغ پۀ نېغه سره کرښه نۀ راکاږم او نۀ د راکاږلو توان لرم خو ولې ورته خوشبنيه هم نۀ يم. دلته شوې اکثر ژباړې لا خو د اصل ژبې نه نۀ کېږي يا ټکي پۀ ټکي د هغې ژبې نه وشي او پۀ داسې دواړو ډولونو کښې ژباړې وخو شي، خو ولې د موضوع اصل روح ترې مجروح پاتې شي. د ژباړو پۀ لړ کښې بله ستونزه چې کومه مونږ لرو، هغه د ژباړو ګډوډ سيکونس کښې چاپ کېدل دي. د فلسفې تاريخ چې يو مسلسل د زنځير پۀ مثال دے او پۀ داسې کېدو ئې د سر او اخري کړۍ پته نۀ لګي او د لوستونکي ډېره توجه ځان ته نۀ شي راړولې. د ګډ وډ سيکونس يوه بله ستونزه دا هم ده چې مونږ داسې ژباړې هم وکړو چې معاصر انساني فکر ترې ډېر وړاندې تللے وي نو داسې ژباړه زمونږ پۀ معلوماتو کښې د اضافې د پاره ښه خو به وي خو ولې څۀ پرېګمېټک بڼه نۀ لري او داسې دا مونږ پۀ دې کنټراډکشن کښې هم اچوي چې يو خوا مونږ ته د فلسفې پۀ سيکونس د مطالعې ضرورت دے، بل خوا د معاصره فلسفو هم؛ نو پۀ داسې لړ مونږ بايد چې يواځې ژباړې نۀ بلکې ورسره د تحقيق او تنقيد عمل هم دوامدار وساتو او لۀ بده مرغه دلته د دې رجحان سخت کمبوت دے.

د ژباړو پۀ لړ کښې مونږ کومه ژبنۍ اتهارټي هم نۀ لرو او د دې بده نتيجه دا ده چې د هرې دوېمې ژباړې اصطلاحات يا خو د نورو ژبو وي يا پۀ خپله ژبه کښې د يو بل نه بدل وي. کۀ مونږ پۀ سنجيده توګه کار کول غواړو نو د ژباړو تر څنګ به د دې ستونزو حل هم لټوو. پۀ دې لړ کښې دې بايد کنسرن دولتي ادارې او اهل قلم خلق د سنجیدګۍ مظاهره وکړي.

د ژباړو عمومي بحث نه پس زۀ نۀ غواړم چې د کومې مخصوصې فلسفيانه ژباړې يادونه وکړم، ځکه چې پۀ دې لړ کښې ما داسې کومه ژباړه نۀ ده ترلاسه کړې چې زما د تندې د پاره اوبۀ ګرځېدلې وي.

 

نتيجه:

مونږ د بحث پۀ شروع کښې دا دعويٰ کړې وه چې هېڅ قوم او تهذيب به داسې نۀ وي چې څۀ نه څۀ فلسفيانه نظر ونۀ لري او بيا مو پۀ فلسفه کښې د افغان د برخې پۀ لړ کښې د فلسفې نورو روايتونو ته مخه وکړه، چرته چې مونږ څلور خبرې پۀ ګوته کړې– اوله خبره دا وه چې د فلسفې د روايتونو مطالعه ولې ضروري ده؟ دوېمه خبره دا وه چې د دې روايتونو د سر بحثونو کومه کومه فلسفيانه بڼه لرله او د نن فلسفيانه بحثونو نه څومره بدل وو؟ درېمه خبره د قياس ارايۍ پۀ حقله وه چې د روايتونو پۀ لړ کښې څومره کار د قياسونو نه اخستے شوے دے؟ او څلورمه خبره د افريقائي فلسفيانه راويت پۀ لړ کښې وه چې هغوي څنګه پۀ معاصره فلسفه کښې خپل ځانګړے ځاے جوړ کړے دے؟

د دې ټولو خبرو پۀ نتيجه کښې مونږ هغه بت مات کړو چې ګوندې افغانان پۀ فلسفه کښې کومه برخه نۀ لري او بيا د يو شته روايت پۀ نيشت حسابولو مو هم خبره وکړه او داسې مونږ د بحث دوېمې برخې ته راغلو او د تاريخي افغانستان پۀ بېلابېلو پړاوونو کښې مو د افغانانو د علمي او فکري ورکړو جائزه واخسته. بيا پۀ درېمه برخه کښې مو د استقلال نه پس د افغانانو پۀ فلسفيانه کار او زيار خبره وکړه. دا ټول بحث مونږ ته د افغان فلسفيانه روايت يوه عمومي خاکه وړاندې کوي چې د وشوامېترا، زرتشت او پانيني نه راپېل کېږي او تر ‘انسان’ مجلې رارسي او لا دوام لري – خو دا عمومي خاکه مونږ نه د دې روايت د بشپړه کولو تقاضه هم کوي. کۀ مونږ وګورو نو هندوستان او ايران پۀ دې لړ کښې غټ غټ کتابونه چاپ کړي دي؛ هندوستان د ‘رادهے کرشنن’ پۀ ادارت کښې دوه ټوکه کتاب (History of Philosophy Eastern and Western) چاپ کړے دے چرته چې دوي نۀ صرف د فلسفې تاريخ وړاندې کړے بلکې د خپل هندي فلسفيانه روايت د لرغونتیا مقدمه ئې هم وړاندې کړې ده او هم داسې د پارسي فلسفيانه روايت شپږ ټوکه (An Anthology of Philosophy  in Persia) کتاب د سيد حسېن ناصر او د امين رضوي پۀ ادارت کښې چاپ شوے دے چې پۀ تاريخي توګه ايران سره متعلقه خلق ئې راټول کړي او خپل کړي دي. اوس افغانستان، چې د اے جے ټوئن بي (Arnold J. Toynbee) پۀ خولۀ چې پۀ دې خطه کښې د يو فکري او تهذيبي Round About حېثيت لري، کوم داسې چاپ کتاب نۀ لري او لکه چې ما بره اشاره هم ورته وکړه چې پۀ دې ډګر کښې د يو بشپړه تحقيق ضرورت دے چې لا زمونږ غاړې پرې بندې دي.

عموماً چې يو بحث انجام ته رسي نو کنکلوژن ئې ‘قصه څۀ ده؟’ (What was the case?) سوال نه ‘قصه بايد څنګه شي؟’ (What ought to be the case?) ته راځي نو چې کېس څۀ ؤ؛ شايد ما ئې ايله سر پۀ ګوته کړو او پۀ دې لړ کښې د ډېرې خوشبنيۍ نه زيات د نورو څېړنو پۀ اراده يم. پۀ ويړ کائيات کښې د بلېک هول تصوير اخستل کۀ هر څومره لويه کارنامه وي، وي به – خو ولې د ويړ کائنات بشپړه مطالعه د ټولو انسانانو پۀ ذمه پاتې ده. داسې د افغان فلسفيانه روايت د بشپړتوب تقاضه هم لۀ مونږ نه ده. کله چې قصه زمونږ  غاړو ته راځي نو داسې دا پۀ يو ډول هغه مقام دے چې استاد مجروح مونږ ورته د پوهې او شعور پۀ بنياد اختيارمند بولي، قصه چې څۀ هم وه – څۀ د حالاتو جبر او څۀ زمونږ ناپامي، خو ولې قصه بايد څنګه شي؟ پۀ دې لړ کښې مونږ ته ګړندي ګامونه پورته کول پۀ کار دي. مونږ بايد خصوصاً د فلسفې سره پۀ اکېډيمک توګه وابسته خلقو او عموماً د ټولو اهل قلم افغانانو خدمات پۀ دې لاره پۀ کار راولو او پۀ اول فرصت کښې لکه د هند او پارس د تاريخي افغانستان نه تر دې دمه د خپل فلسفيانه روايت يوه بشپړه تاريخي څېړنه وکړو او چاپ ئې هم کړو. هم داسې پۀ خپلو علمي او ادبي سیمینارونو کښې د فلسفې مباحثو ته مهم ځاے ورکړو څو چې دا روايت د يو عمومي روايت ځاے وموندي. د دې تر څنګ يوه اکېډيمک ژبنۍ اتهارټې رامنځ ته کړو کومه چې مونږ ته سټېنډرډ ټرمېنالوجيز د ژبپوهنې د اصولو پۀ رڼا کښې راکړي څو چې زمونږ ليک او ژباړو کښې يوشان والے راشي. پۀ دې لړ کښې افغانستان چې پۀ سياسي توګه د سټېبليټي پۀ طرف روان دے، د دولت ذمه وارۍ لا زياتېږي خو ولې پۀ حېثيت د خپلواکه اولس زمونږ زمه دارۍ هم يو څۀ کمېږي نۀ؛ هغه سارتر څۀ ښۀ وئيلي چې؛

“Man is condemned to be free; because once thrown into the world, he is responsible for everything he does. It is up to you to give [life] a meaning.”

 

 

:Bibliographyمأخذونه/

Chatterjee, S., & Datta, D. (2016). An Introduction to Indain Philosophy. New Delhi: Rupa Publications India Pvt. Ltd.

Chimakonam, J. O. (n.d.). History of African Philosophy. Retrieved from The Internet Encyclopedia of Philosophy: https://www.iep.utm.edu/afric-hi/

DK Limited. (2011). The Book of Philosophy. London: Dorling Kindersley Limited.

Kabul University. (1932). Philosophy Department Kabul University. Retrieved May 26, 2019, from Kabul University: http://ku.edu.af/en/page/social-science/886/philosophy-department

Majrooh, B. (2018). Majrooh’s Articles. Retrieved May 10, 2019, from Majrooh Philosophical Academy: http://majrooh.org/د-افغانستان-د-تاريخ-مهم-خصوصيات/

Mani, V. (1975). Puranic Encyclopedia. Delhi: Motilal Banadsidass.

Mastin, L. (2009, January). Retrieved May 10, 2019, from The Basics of Philosophy: https://www.philosophybasics.com/

Melchert, N. (1991). The Great Conversation. California: Mayfield Publishing Company.

Nasr, S. H., & Aminrazavi, M. (Eds.). (2008). An Anthology of Philosophy in Persia (Vol. I). London: I.B.Tauris & Co Ltd.

Overgaard, S., Gilbert, P., & Burwood, S. (2013). An Introduction to Metaphilosophy. Cambridge UK: Cambridge University Press.

Runion, M. L. (2007). The History of Afghanistan. Westport, CT: Greenwood Press.

Russell, B. (1948). History of Western Philosophy. London: George Allen and Unwin.

Sahibzada, I. A. (2016). A Breath of Fresh Air. Aga Khan Trust For Culture.

Smith, M. S. (1998). The Hundred Most Influential Books Ever Written. New York: Barnes And Nobel Books.

Thomas, H., & Thomas, D. L. (1954). Living Adventures In Philosophy. New York: Hanover House Garden City.

Toynbee, A. J. (1961). Between Oxus and Jumna. London: Oxford University Press.

W.T.Stace. (1920). A Critical History of Greek Philosophy. London: Macmillan And Co., Limited.

Wikipedia. (n.d.). List of Afghan Philosophers. Retrieved June 25, 2019, from Wikipedia:

 https://en.wikipedia.org/wiki/List_of_Afghan_philosophers

ازاد, م. ا. (2013). فلسفہ. (م. م. کھٹانہ, Ed.) لاہور: مکتبہ جمال.

ازاد, م. ا. (n.d.). ترجمان القران (Vol. II). لاهور: اسلامي اکادمي.

الفت, ګ. ب. (1387/2008). سريزه. In ا. يون, د الفت نثري کليات (pp. 9-63). يون کلتوري يون.

حبيبي, ع. ع. (1946). د پښتو ادبياتو تاريخ (Vol. I). کابل: پښتو ټولنه.

حبيبي, ع. ع. (2012). د افغانستان لنډ تاريخ. (ا. ع. بېنوا, Trans.) کندهار: علامه رشاد خپرندويه ټولنه.

حرکت, ډ. ش. (2011). د عينيت فلسفه. کابل: اسد دانش مطبعه.

خان, ډ. س. (2017, September). د دوړو دلاندې پروت د پېښور پوهنتون تاريخ. (ح. روغانے, Ed.) مياشتنې پښتون, pp. 4-9.

خټک, ا. (2005). قصه زما د ادبي ژوند (اوله حصه). چارسده: رياض بک ايجنسي.

خټک, ډ. ر. (2013). روهالوجي (دويم ed.). پېښور: يونيورسټي بک ايجنسي.

خليل, ه. (1999). دقلم خاوندان. پېښور: پښتو اکېډيمي پېښور پوهنتون.

خوېشکي, خ. خ. (2016). ګندهارا. (ب. م. عابد, Ed.) پراګ، چېک ريپلک: مشال راډيو.

راز, پ. ر. (2011). کاسمک سېکسوليزم. پشين: فکر نو ادبي فورم.

رفيع, ح. ا. (2010). د افغانستان لنډکے تاريخ (دويم ed.). جلال کوټ: ګودر خپرندويه ټولنه.

مجروح, ډ. س. (2015). د جبر او اختيار ډيالکټيک (دريم ed.). کابل: انسان مجله.

مجروح, س. ب. (2017). سيد جمال الدين افغانے او د ښتيځ او لوېديځ مخامختيا. (ص. ا. بدر, Trans.) کابل: کابل پوهنتون.

مشال راډيو. (2013). مشال راډيو. (ب. مياخېل

, Editor) Retrieved May 2019, 27, from https://www.mashaalradio.com/a/25025975.html

نوټ, ا. (2017, October). پان اسلام ازم د ډرومن وولف نه متحده مجلس عمل پورې. (ح. روغانے, Ed.) مياشتنۍ پښتون, p. 6.

تبصره وکړئ
شريک ئې کړئ

دا هم په زړه پورې مطلب دی

مضمون – بېدار اصلزے

پۀ غارونو کښې د اوسيدونکو انسانانو خاندانونه وو او د سيندونو پۀ غاړو ښاري رياستونه …