loader image
کور / نور ليکوالان

نور ليکوالان

د پښتو افسانې سل کلن بهیر (1917ز نه 2017ز پورې) – اسیر منګل

      مونږ هیله کوله چې د پښتو ادب یوه مجموعي خاکه به د استقلال د سلمې کلیزې پۀ ویاړ د ‘پښتون’ دې ځانګړې ګڼه کښې خوندي کړې شو خو دغه هیله د یو څۀ ناوړتیا یا نیمګړتیا لۀ امله نیمه خوا پاتې شوه. بیا هم د استاد اسیر منګل منندویه یو چې پۀ لږ وخت کښې ئې مونږ ته دا سیند لپه کښې راکړو – 2017ز او دې نه پس دې دوو کلونه د یو لوے فکري او فني بدلون ښکالو ځان سره راوړې. دې موده کښې د پښتو فکشن ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. زمونږ ښاغلي سمیع …

بشپړ متن

دودیز واله او مدرنیزم – محمد اکبر کرګر

    د استا اولسن پۀ باور پۀ افغانستان کښې تر نولسمې پېړۍ پورې پښتونولي د دولت ايديولوژيک بنسټ جوړولو خو دا د دې معنٰي نۀ لري چې د پښتونولۍ کود يا کدکس د ټولنې ايديولوژيک لارښود ؤ. د نوموړي پۀ باور سره افغان ټولنه يوه غېر متجانس او وېشل شوې ده نو لۀ دې کبله اسلام لۀ دې دريځ څخه د کلونو را پۀ دې خوا يو منل شوى او د ټولو لپاره د وحدت او يو والي فکتور پاتې شوى دى. دا ځکه چې اسلام نۀ يواځې د ټولنې د حقوقي او اخلاقي اصولو بنسټ جوړوي چې د …

بشپړ متن

پۀ افغانستان کښې د “خپلواکۍ” او “امن” پۀ حق کښې رايه پۀ کابل کښې د لر او بر افغان شريکه ملي ناسته پۀ کوئټه کښې د “طالبانو د اسلامي امارت” پۀ پښو کښې د “احمد شاه بابا د پټکي” غورځول

افغانستان کښې انتخابات تر سره شول. دا هغه بختوره ورځ وه چې د دې سپېره کولو د پاره لارې ستړې کړې شوې. کله د مؤقت حکومت جوړولو وړاندیزونه، کله د طالبانو سره شوو مذاکراتو کښې د دې د ځنډولو شرطونه او کله د بمي چاودنو لۀ لارې اولسونه ډارول – خو بیا هم  پۀ افغانستان کښې انتخابات تر سره شول؛ افغانانو د استعماريت، بلواکۍ او ترهګرۍ خلاف خپل شريک او يواځيني کانديد “خپلواک افغانستان” ته رايه ورکړه. افغان اولس پۀ انتخابي کمپاین کښې پرانستې او پراخه برخه واخسته. کاندیدان هغو سیمو ته هم کمپاین ته لاړل چې د “ټیویګانو” )میډیا( …

بشپړ متن

د ورځپاڼې ‘دنیا’ څخه پۀ مننه ارزانه پېسه او ګران ژوند – ‌ډاکټر لال خان – ژباړن: سعدالله مېوند

دې حقیقت نه به څوک هم مخ وانۀ ړوي چې پۀ نړۍ کښې د مادي او غېر مادي پرمختګ د پاره د جنګونو منځ نه وړل تر هر څۀ وړومبے ګام وي. د جنګي اقتصاد او جنګیالي رویو مخنیوي د پاره د سولې، امن او عدم تشدد بیانیه مخ پۀ وړاندې بوتلل او دې د پاره کار کول تر هر څۀ وړومبۍ ذمه واري وي. پۀ ملک کښې د مېشته قامیتونو د مسئلو ادراک، د هغوي پۀ وسیلو د هغوي حق تسلیمول او فېصله سازۍ کښې د هغوي شرکت یقیني کول د ریاست بنیادي ذمه واري وي – دا خبره …

بشپړ متن

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن ټاکنې – طارق پښتونیار

جون 2019ز پښتون سټوډنټس فیډرېشن د عوامي نیشنل ګوند یو ذیلي تنظیم دے؛ دا ځان له یو خپل ائین، منشور او تګلاره لري. پۀ دغه تناظر کښې پېښور پوهنتون خپل ائیني وخت سر ته رسولے ؤ چې د هغې پۀ نتیجه کښې د پېښور پوهنتون تنظیم تحلیل کړے شو او د نوې کابینې د رغوڼې د پاره پۀ یو کم دېرشم مارچ 2019 ارګنائزنګ کمېټي وټاکلې شوه. د ارګنائزنګ کمیېۍ چئیرمېن د پښتو څانګې د PHD سکالر طـارق پښتون يار وټاکلے شو او سترسکتر میا صدیق – دې نه علاوه درې ممبران فهیم وزیر، علي يوسفزے او د اسلامک سنټر …

بشپړ متن

سلېمان بن غورم بن وړسبون بن بېټن – منور خان مروت

طائب او سلېمان د غورم زامن او د وړسبون نمسي وو. د طائب او سلېمان قبیلې ته خلق ‘طائب خېل’ وائي. پۀ خپلو منځ کښې د بې اتفاقۍ د انتها لۀ وجې د طائب او سلېمان اولاد سره ګډ وډ پروت دے. د طائب او سلېمان اولاد پۀ بېټنو کښې فقیره کورنۍ ده. د تعداد نه ډېر کم دي نو ځکه مغلوب راغلي دي. د سلېمان درې زامن مانئ، اسلام دین او ګل دین وو. د مانئ او ګل دین هېڅ پته نشته، البته د اسلام دین پۀ حقله ځینې بوډاګان وائي چې تۀ ته یو ښۀ سړي د مچي …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار شېخ رحیم الله – اعجاز خټک

خدائي ختدمګار شېخ رحيم الله کلے: کوزه لاچۍ )لاچي پايان( ضلع: کوهاټ د زېږون کال: 1910ز د مړينې نېټه: اتلسم کتوبر، 1982ز تعليم: ابتدائي سکول زدکړه ئې کړې وه. پۀ اردو، پښتو او فارسۍ کښې ئې ليک لوست کولے شو. تحرير ئې ډېر خوش خط ؤ. پېشه: حکمت – پۀ لاچۍ بازار کښې ئې د پنساري دکان ؤ. سياسي وابستګي: خدائي خدمتګار تحريک لاچۍ کښې سياسي ملګري: ارواښاد مير ولي نيکۀ، باد شاه ګل )اول) چې نامتو شاعر هم ؤ، ارواښاد عبدالرحمان، شېخ عثمان د بانډه فتح خان. د هندوستاند وېش نه وړاندي درې ځل پۀ 1930ز، 1935 او 1942 …

بشپړ متن

باچا خان او د قېد و بند دردونه – ژباړن: اتل افغان

احمد سلیم، ‘انگریز راج اور پشتون سیاست’، ۱۹۹۷، د څلورم څپرکي څخه ژباړه د قصه خوانۍ بازار 1930-40ز نه وروستو او “هندوستان پرېږدئ تحريک” 1942ز نه مخکښې لسيزې جائزه مونږ د سر جاج کننګهم او سکندر مرزا د بيانونو پۀ رڼا کښې اخستې ده. پۀ دې باره کښې پۀ خپله د باچاخان څۀ نظر ؤ او هغوي پۀ دې دوران کښې د صوبې سياسي ژوند ته پۀ څۀ نظر کتل، پۀ دې باب کښې به مونږ پۀ دې رڼا غورځوو. د 1930ز د قتل عام نه څو ګېنټې مخکښې باچا خان او د هغۀ څو ملګري ګرفتار شوي وو. د …

بشپړ متن

د پښتنو د یو والي نه د ‘ترقي پسندو’ او فرقه پرستو بنسټګرو بېزاري – علي زر خان علي

د ښاغلي اکبر سیال لیکنه ‘پۀ پښتو ادبیاتو کښې د تهذیب او تمدن نه د بېزارۍ بېلګې او شهادتونه’ مونږ د یو لنډي نوټ سره خپره کړې وه. هغه نوټ کښې مونږ پۀ لوستونکو سپارښتنه کړې وه چې ‘دغه پورته لیکنه یو ځل بیا د کلتوري تړون، cultural relativism او شعري پس منظر د شعور سره ولولي. د ښاغلي اکبر سیال دغه لیکنه د تهذیب او تمدن پۀ اړه د ارتقاء تمنا زېږوي او یو خوندور بحث ته لار پرانیزي’ – اوس چې دا لیکنه راغله )هسې راغلې خو هم فرورۍ کښې وه خو لۀ بده مرغه لۀ چاپه ځنډېدلې …

بشپړ متن

سائل د درد مند زړونو اواز – عبدالحمید زاهد

د سائل صاحب پۀ حقله زما او د صاحب شاه صابر قصه هو به هو يو شان ده. اول به د صاحب شاه صابر دا واقعه بيان کړم چې وائي: ‘ياد مې نۀ شي چې دغه کوم کال ؤ او د څۀ ورځ وه خو يو ماښام پۀ کلي کښې شور شو چې ښکته چم کښې مشاعره ده. د راڼیزۍ ادبي ټولنې لۀ خوا زمونږ د کلي ښاغلي ګل محمد صابر را جوړه کړې وه. مشاعره روانه وه، مشران پۀ کټونو کښې ناست وو او کشرانو پۀ زمکه درۍ خوره کړې وه. ما د خپلو همځولو پۀ څنګ کښې پۀ …

بشپړ متن