loader image
کور / مستقل ليکوالان / عامر عالم

عامر عالم

د سلو ورځو پوسټ مارټم – عامر عالم

  د پاکستان د انتخابي تاريخ د متنازعه ترین الېکشن پۀ نتيجه کښې پۀ وجود کښې راتلونکي د پاکستان تحريک انصاف وفاقي حکومت پۀ ملک کښې د سلو (100) ورځو دننه دننه د بدلون راوستو اعلان کړے ؤ او دغه اعلان د پاکستان تحريک انصاف مشر او پۀ موجوده وخت کښې د ملک وزير اعظم عمران خان د خپلې پارټۍ د سل ورځني پلان سره تړلے ؤ. حکومت دا دعويٰ لري چې هغوي خپل سل ورځنے پلان عملي کړے دے او حکومت تر دې دمه کاميابۍ سره خپل سفر جاري ساتلے دے. خپل دې مضمون کښې به مونږ نۀ صرف …

بشپړ متن

‘احتساب کمېشن’ او د یو اویا نومونو ټوقه – عامر عالم

  لفظ احتساب داسې خوږ دے لکه شات، خو د هغه چا د پاره څوک چې خپله خاوره مخ پۀ ترقۍ ليدل غواړي او دا ګڼي چې پۀ ما کوم خلق مسلط دي؛ د دغه خلقو د بې ايمانۍ، ټګۍ، بد انتظامۍ او خرابې منصوبه بندۍ لۀ وجې زما خاوره هره ورځ پۀ شا راځي. پکار خو دا وو چې مونږ مخ پۀ ترقۍ تلي وے خو بيا هم مونږ ورځ پۀ ښکته يو. زما خپل خیال دا دې چې پۀ خصوصي توګه زمونږ د نن دور د ځوانانو او څۀ حد پورې زمونږ د مشرانو هم دا خيال دې …

بشپړ متن

مثالي پولیس او روایتي سیاست – عامـر عالم

“پۀ خېبر پښتونخوا کښې د پوليسنګ پۀ نظام کښې ښکاره بدلون راغلے دے ـــ خېبر پښتونخوا کښې د پوليس اېکټ وروستو پوليس پۀ مکمله توګه بااختياره شوي دي ـــ خېبر پښتونخوا يواځينۍ صوبه ده چې پکښې د پوليس ډپارټمنټ لپاره اصلاحات شوي دي ـــ” دا او داسې نورې ډېرې دعوې به زما اکثر لوستونکو اورېدلې هم وي او چې څوک دا دعوې ډېرې ډېرې کوي د هغوي د نومونو نه به هم خبر وي، زۀ ئې نوم اخستل نۀ غواړم ـــ خو د دغه دعوو پۀ ترڅ کښې به د خېبر پښتونخوا زمکني حقيقتونو ته ګورو او بيا به د …

بشپړ متن

پراجېکټ پشاور پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه – عامر عالم

    د صوبائي حکومت د سېلګرۍ د محکمې (TCKP) پهٔ مرسته ګڼ ژبيز ټيلي فلم پراجېکټ پشاور پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه “پراجېکټ پشاور” ــــ د خېبر پښتونخوا حکومت د يوې بلې ترقياتي منصوبې نوم نۀ دے کوم چې د اعلان کولو وروستو پۀ شا وغورځولے شي او د کرېډېټ اخستو پۀ چکر کښې ئې کله کله وزير اعليٰ صاحب اعلان کړي ـــ لکه د “پشاور اپ لفټ پراجېکټ” پۀ نوم يا د يو بل پراجېکټ پۀ شان ـــ “پراجېکټ پشاور” پۀ اصل کښې هغه ټيلي فلم يا د دې د ډائرېکټر او پروډيوسر پۀ قول هغه فلم …

بشپړ متن

د خېبر پښتونخوا نازولے احتساب کمېشن – عامر عالم

د خېبر پښتونخوا د احتساب کمېشن د نوم اورېدو سره سم ما ته د خپل پلار هغه ملګرے راياد شي کوم چې د غېر قانوني کار د نوم نه پۀ خوب کښې هم وېرېدو، خو پۀ اخري وخت کښې ورته خداے پۀ قهر شو او ایډيشنل سېکرټري تعينات شو. د خداے کړۀ وو، سېکرټړي صاحب خپلو بچو له هېڅ هم ونۀ کړل بلکې تر اوسه پۀ پېښور کښې د کرایه پۀ کور کښې ژوند کوي،د ريټائرمنټ نه وروستو د احتساب کمېشن نېک نظر پرې پرېوتو او د روژې پۀ بابرکته مياشت کښې هېڅ بې هېڅه ونيولے شو. يوه مياشت احتساب …

بشپړ متن