loader image
کور / مستقل ليکوالان / ډاکټر فضل رحيم مروت

ډاکټر فضل رحيم مروت

افغانستان کښې انقلابي شبکې اوغازي امان الله خان – ډاکټر فضل الرحیم مروت

      د شلمې پېړۍ پۀ اولني لسو کلونو کښې افغانستان نۀ صرف سیاسي بېلتون (Isolation) نه راووت بلکې د هېواد دننه نوي سوچ فکر چې د خارجي سیاسي، دستوري او اقتصادي مفکورو او شبکو د اثر لاندې خپل انداز کښې زړه ‘سټېټس کو’ (Status-quo) ماته کړه – افغانستان نه ګېر چاپېره هېوادونو کښې لبرالزم (Liberalism) او لۀ ټولو نه اهم د مشروطه خواهانو یا دستور خواهانو نضهتونه وو. د کابل ښار یو تکوني چوکاټ سیاست د شخصیاتو سیاسي کورنیو او ادارو کښې چورلېدو راچورلېدو. درې سیاسي کورنۍ – مصاحبان یا یحيٰ خېل، طرزي کورنۍ او چرخي کورنۍ درې …

بشپړ متن

‘پان افغانزم’ –’غازي امان الله خان’ او ‘باچا خان’ – فضل الرحیم مروت

      شلمې پېړۍ ته څوک د جنګونو او څوک د انقلابونو پېړۍ وائي خو د لوے افغانستان او افغانانو يا پښتنو د پاره دا پېړۍ د جنګونو پېړۍ هم وه او د انقلابونو پېړۍ هم. د شلمې پېړۍ افغانستان او کوزې پښتنونخوا تاريخ، جغرافيه، سياسي جوړښت او نهضتونه )تحريکونه( د نولسمې پېړۍ سياست او د امپريلستي قوتونو کشمکش د لویې لوبې د خېټې نه راوځي. پۀ لنډو ټکو کښې، د افغانستان او کوزې پښتونخوا سياسي جوړښت او ترکيب پۀ شلمه پېړۍ کښې داسې ؤ: افغانستان د انګرېز سره پۀ جنګونو اوتپلې شوو معاهدو کښې درې څېزونه بائيللي وو. …

بشپړ متن

د راب لاک هارټ ماونټ بېټن ته لېږلے يو رپورټ – ډاکټر فضل الرحيم مروت

‘پښتون’ – جولائي 2007 لاک هارټ ته د فخرِ افغان دغه درې وړاندیزونه هغه وخت هم د هغه وخت د ‘نیا پاکستان’ چې د هند پۀ ماتېدو جوړ شوے ؤ، پۀ تاوان نۀ وو؛ د ‘ون یونټ’ د ماتېدو پۀ غوښتنه کښې هم د هغه وخت د ‘نیا پاکستان’ چې د پاکستان پۀ خپلو ماتېدو جوړ شوے ؤ، پۀ تاوان نۀ وو؛ نن هم د نن د ‘نیا پاکستان’ چې فوج، عدلیې، الېکشن کمېشن او احتساب کمېشن ئې جوړولو کښې کردار ادا کړے دے، پۀ تاوان نۀ دي. بیا هم، د دې دور د معروضي حالاتو پۀ رڼا کښې د …

بشپړ متن

د وچو غرونو غږ الف جان خټکه – ډاکټر فضل الرحیم مروت

د پښتونخوا تاریخ پۀ خپله غېږ کښې لوے طوفانونه، تحریکونه، ملي جنبشونه او داسې اتلان لري چې خپل ځان او ژوند ئې د خپل قام پۀ ګټه پۀ یوه طریقه یا بله طریقه قربان کړل. زمونږ تاریخ کښې کۀ یو طرف ته پیر روښان (بایزید انصاري) او د هغۀ ملګرو او مریدانو د وحدت الوجود شکل کښې د پښتو ژبې پرمختګ او قامي پېوستون د پاره بې کچه هلې ځلې وکړې او بل خوا خوشحال خان بابا ډېر پۀ سائنسي (Scientific) انداز کښې پښتو ژبه، د قام یو والے او پۀ ښکاره ټکو سره قومي ریاست جوړښت روډمېپ (Roadmap) خپل …

بشپړ متن

مونږ به کله راپاڅو؟ – ډاکټر فضل الرحیم مروت

  مونږ به کله راپاڅو؟ د پښتون افغان اولس د پاره دا سوال ډېر زور او اهم دے چې مونږ به کله راپاڅو؟ د پیر روښان تحریک نه د لوے خوشحال بابا تر مبارزې او بیا هغۀ نه پس لوے افغانستان باندې د انګرېزي استعمار تېري، حملو او د تپلې شوو معاهدو او لاسلیکونو پۀ وجه پښتون او افغان اولس نور هم کشالو سره مخامخ شو. پلرنے هېواد ئې دړې وړې شو، استقلال ئې لۀ لاسه ورکړو او پښتون اولس پۀ خپل جغرافیائي هېواد کښې مختلفو اکائیانو (Units) کښې تقسیم کړے شو. شلمې پېړۍ کښې د باچاخان تحریک او د …

بشپړ متن