loader image
کور / مستقل ليکوالان / ډاکټر سهېل خان

ډاکټر سهېل خان

موسيقي – ډاکټر سهېل خان

موسیقي، چې مونږ ورته پښتو کښې ‘ټنګ ټکور’ وایو؛ د انساني تاریخ هومره زړه ده. دا د انسان د پېدائش سره د مور غېږ کښې د ‘الاهو’ نه واخله تر ‘للې للې للو’، ‘ډنګه ډیچه ډاسا’، د مېچن اوړۀ کېدو سره ‘شرنده شرېږي’، د چاټوري د شوملو سره ‘شخنده شخېږي – بلنده بلېږي’ نه واخله تر د غرونو لمن کښې د چینو او ژرندو لشکار سره – بیا د سیند پۀ غاړه چې څاروي اوبۀ نۀ څښکي نو د مالک یو شپېلي سره څاروي پۀ اوبو خولۀ کېږدي – او چې شپېلۍ بنده شي نو خپل مالک پسې سترګې اوچتې …

بشپړ متن

پۀ زولنو کښې د رڼا د مینار قصه د باچا خان د زندان احوال 2 – ډاکټر سهېل خان

]دوېمه برخه: د 1948 نه تر 1984 پورې[ د هندوستان د وېش نه پس باید چې د لا اِلٰه پۀ چغه جوړ ملک کښې د اسلام، جمهوریت، ائین او قانون علمداري وه، ولې پۀ دوه ویشتم اګست 1947 د ډاکټر خان صاحب منتخب حکومت ختمولو سره د ‘جمهوریت’ لاش د پېرنګي نه ازاد کړے شوي ‘ګورا قبرستان’ کښې خاورو ته وسپارلے شو. دغه د باني پاکستان جناح صاحب د ګورنر جنرل پۀ حېث د فرمان جاري کولو نه پس وشو. چونکې ‘خان قیوم’ سره اسمبلۍ کښې اکثریت نۀ ؤ – لۀ دې عمله ئې د خدائي خدمتګارو منتخب ممبران ګرفتارول …

بشپړ متن

پۀ زولنو کښې د رڼا د مینار قصه – ډاکټر سهېل خان

د باچا خان د زندان احوال1- )وړومبۍ برخه: د 1919 نه تر 1947 پورې( مۍ 1919 کښې باچا خان پۀ وړومبي ځل پېرنګي استعمار د ظالمانه ‘رولټ اېکټ’ خلاف د احتجاج کولو پۀ تور شپږ میاشتو د پاره زنداني کړے ؤ. د ازادۍ د رڼا د دغه مینار د یو اوږد زنداني تاریخ شروع د مۍ د میاشت نه شوې وه. اوس کال 2019 دے. د باچا خان د وړومبي زندان سل کلونه وشول. غلامان ذهنونه خپلې سوکړه سوکړه ‘ازادۍ’ نمانځلو کښې هم د خپل ذات د پېغور سره مخ وي خو ازاد، سرکش او لېوني روحونه دا غرور لري …

بشپړ متن

د قاضي عطاء الله تعلیمي خدمات – ډاکټر سهېل خان

ښاغلے قرېش ګل ایډوکېټ د خدائي خدمتګار بازمیر خان کاکا زوے او د 1969 نه 1973 پورې د نېشنل عوامي پارټۍ اٰفس سېکرټري پاتې شوے دے. خدائي خدمتګارې وینې او د تاریخي دستاوېزاتو سره مینې نن هغه پۀ دې مقام ودرولے چې د قامي تاریخ د معلوماتو او دستاوېزاتو یوه لویه پنګه لري. هغه دا قامي امانت د مختلفو کتابونو صورت کښې راتلونکو نسلونو د پاره د خوندي کولو هڅه کوي. د شهید قاضي عطاء الله جان پۀ ژوند د هغۀ د تالیف مخکتنه باچا خان مرکز کښې د فرورۍ پۀ اوویشتمه نېټه تر سره شوه. دې دستوره کښې د …

بشپړ متن

د ماسټر کریم ډائري – ډاکټر سهېل خان

    کال نولس سوه شپږ پنځوسم (1956) د ارواښاد ماسټر کریم دغه ډائري د ښاغلي عبدالله (ترناب) نه تر لاسه کړې شوې ده. د ډاکټر سهېل خان مننه چې دې ډائرۍ له ئې دا بڼه ورکړه. مونږ ئې د عبدالله او ډاکټر سهېل خان پۀ مننه د ‘پښتون’ لوستونکو ته وړاندې کوو. د ماسټر کریم ټول کال دې شپږ نیم مخونو کښې دے. سیاسي هلې ځلې، خپل نجي ژوند، د کور فکر، د قام جنګ، جرګې، جلسې، روزګار، شوخي، سیاسي دورې، د پولیس چاپې، قېد و بند، ملکي او عالمي سیاست باندې نظر ــــ د یو کال دا قیصه …

بشپړ متن

د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر – ډاکټر سهېل خان

  د ډاکټر سهېل خان دا څېړنیز زیار پروسکال د ‘باچاخان ټرست ریسرچ سنټر’ لۀ خوا د کتابګوټي پۀ بڼه خپور شوے ؤ. د خپلو لوستونکو پۀ غوښتنه دا لیکنه مونږ یو ځل بیا د ‘پښتون’ پۀ پاڼو دلته وړاندې کوو. د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر د بابړې د خونړۍ پېښې د پاره د هغه وخت د ریاستي دروغژنو الزامونو حقیقت د دې مقالې دوه برخې دي: وړومبۍ برخه کښې د بابړې د واقعې تاریخي پس منظر باندې رڼا اچولې شوې ده او دوېمه برخه کښې ددې “کربلائے ثاني” د سترګو ليدلي حالات بیان کړے شوي دي. …

بشپړ متن

د خپلواکۍ مبارز علامه عبدالرحیم پوپلزئ – ډاکټر سهېل خان

31-1890)مۍ (1944 ډېرن ایسوګلو (Daron Acemoglo) او جېمز رابنسن خپل معرکة الاراء تصنیف “Why Nations Fail” کښې لیکلي دي چې د تهذیب فرق دراصل د هېوادونو پۀ منځ کښې د معاش فرق دے. تر څو چې د ژوند تېرولو معیار د تهذیب، تمدن او معاش د لارې دائروي شکل کښې نۀ وي ځنګېدلے، تر هغې به د نړۍ د هېوادونو منځ کښې د قامونو لاندیز او پرمختګ اصولي معیار نۀ شي ټاکلے.[1] دا خبره علامه عبدالرحیم پوپلزئ د اخبار نوجوان سرفروش اداریه کښې کوي چې کال 1927ز کښې چاپ دے[2]، لیکلې ده. ټهیک پۀ هغه کال 1890ز چې باچاخان نړۍ …

بشپړ متن

سعادت خان جلبل، ډ. سهیل خان

د پښتنو خاوره د هر قسم قدرتي وسائلو نه ډکه ده. دې سره پۀ بشري صلاحيتونو هم غني ده. خو بيا هم د قدرتي وسيلو مقابله کښې ئې د علم او فکر مېدان نيمګړے نېمه خوا دے. بله خبره دا ده چې پښتنو کښې انفرادي هڅې د تاريخ پۀ پاڼو کښې ډوبې دي، يا دا هم کېدې شي چې علم وفنون دا ځانګړتيا کمه هم وي. البته اجتماعي تحريکونو باره کښې خو مونږه دا پۀ دعوې سره وئيلے شو چې دا کم دي. د پښتنو تاريخ د دغه اجتماعي تحريکونو او شخصياتو تجربې پۀ خپله لمنه کښې خالي کړي دي. …

بشپړ متن

د پېښور پوهنتون  تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان

د پېښور پوهنتون  تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان د پېښور پوهنتون جوړولو دا بل پۀ يوويشتم مارچ 1947ز منظور شو او سليکټ کمېټۍته حواله شو، کومې کښې چې دا پنځلس ممبران شامل وو. اٰنرېبل وزير اعليٰ، ډاکټر خان صاحب اٰنرېبل قاضي عطا الله خان، ريونيو منسټر اٰنرېبل لالا مهرچند کهنه، فنانس منسټر خان صاحب سردار اسد الله جان خان، لالا مدن لال مهتا، سيد قائم شاه، خان عبدالقيوم خان سواتي، سردار ايشر سنګهـ، خان عبدالقيوم خان بېرسټر، خان حبيب الله خان، خان سردار بهادر خان،نواب قطب الدين خان، ډپټي سپيکر اٰنرېبل يحيٰ جان خان، وزير تعليم، دي …

بشپړ متن