loader image

اداريه

اداریه – اګست ۲۰۱۹

د افغانستان سل کلن استقلال او ‘پښتون قامي تحریک’       “افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ هغه وخت کښې واقعي خپلواک نۀ وو او پۀ جزوي توګه د برطانوي يا اتحادي ځواکونو تر واک لاندې وو( چې بلواکه مسلمانان به پر ځان راټولوي او د خپلواکۍ او ازادۍ پر لاره به د هغوي راهنمائي کوي.”(1) دا خبره بل چا نۀ بلکې د شوروي روسيې لوی انقلابي موسس ولاديمير لېنن پۀ نومبر 1919ز کښې د افغانستان د خپلواکۍ د اتل او روښانفکره باچا اعليٰحضرت امان الله خان پۀ نامه پۀ …

بشپړ متن

دنیا دې د افغانستان وینو سره یو بل خیانت ته پرې نۀ ښودې شي

د افغانستان پۀ وجود چې کوم پرهرونه وروستو جوړېدل، باچا خان او ولي خان هغه پرهرونه پۀ خپلو روحونو انګېرلي )محسوس کړي( وو. د افغانستان د زړۀ څړیکې باچا خان او ولي خان خپلو زړونو کښې زغملې وې او پۀ افغانستان کښې توې شوې وینه هغوي د خپلو ژبو نه وئیلې وه. هغوي چغې وهلې، “دا د کفر او اسلام جنګ نۀ دے” – د هغوي کوکارې چا نۀ اورېدې چې “دا د روس او امریکې جنګ دے” – د هغوي نعرو ته غوږونه کاڼۀ شوي وو چې “لۀ افغانستانه د بارودو سرډ مۀ جوړوئ!”. د افغانانو وینو د امو …

بشپړ متن

مشتعله بیانیه او Tragedy of blunders

  د پاکستان او هند تر منځه وریته دښمني د پاکستان د وفاقي حکومتونو او اپوزیشنونو غوندې ‘فرېنډلي اپوزیشننګ’ کوي چې کله کله پکښې ‘دهرنا راج’ هم وشي، هېنډ شېک هم وشي، سمجهوته اېکسپرېس هم وچلېږي، کرتار پور اوپننګ هم وشي او کله کله ‘فرېنډلي فائرنګ’ هم وشي. څۀ کارونه د نړیوال استثمار راوړو د پاره کېږي لکه چې د امیر سلمان د راتګ نه وړاندې د کرتارپور لاره پرانستې شوه او څۀ بیا د جنګي اقتصاد د برقرار ساتلو د پاره ‘د جنګي جنون د نارملائز’ کولو پۀ نیت کېږي. د کرښې دواړو خواو ته دا جنګي جنون پۀ …

بشپړ متن

اداريه – جولائي 2019

پاکستان نېشنلیانو د پاره مېرنے دے، خو خپل د چا دے ؟ د جولائي میاشت سره تړلې درې واقعې لوستونکو ته یادوو: 28 جولائي 2017: ‘وزیر اعظم’ میا نواز شریف د خپلو اثاثو دننه ‘د دوبۍ تنخواه’ نۀ ښودلو باندې د ارټیکل 62 ترمخه نا اهله کړے شو. 29 جون 2018 : پېرس کښې د فنانشل اېکشن ټاسک فورس (FATF) لۀ خوا شوې غونډه کښې پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو د پاره د مني لانډرنګ لړ کښې د خامیو او کوتاهیو پۀ تور ‘ګرے لسټ’ کښې شامل کړے شو. 10 جولائي 2018: پېښور کښې خودکش بمي چاودنه – د …

بشپړ متن

اداريه – جون 2019

بادشاه وزیره یاره! د فرښتو برخې سپېرې دي فرښتو رب ته ووئیل، ‘دوي’ به زمکه کښې فساد کوي او وینې به تویوي. خداے ورته ووې، زۀ چې پۀ څۀ پوهېږم تاسو پرې نۀ پوهېږئ. بیا خداے هاروت ماروت زمکې ته د هغوي پۀ لاپه راولېږل، د زمکې ‘زهريٰ’ اسمان ته وختله او هاروت ماروت پۀ زمکه لۀ ژبو ځوړند – بیا د لوط قوم ته فرښتې راولېږلې شوې. د لوط قوم باندې عذاب راغلو – هلته قمر باجوه، عمران خان، قمر باجوه، خادم حسېن رضوي او جسټس جاوېد اقبال لاړل. د فرښتو او زمکې خبره زړه هم ده او عجیبه …

بشپړ متن

اداريه – مۍ 2019

‘یاغستان نمبر’: نومبر 1946 نه اپرېل 2018 پورې د ‘پښتون’ د نومبر 1946 ځانګړې ګڼه د ‘یاغستان نمبر’ پۀ نامه د ‘قبائیلي سیمو’ پۀ حواله وه. دغې ګڼه کښې د اداریې پۀ ځاے ‘وزیر مسید وروڼو ته د باچا خان تقریر’ ؤ. او ورپسې هاغه ‘هندوه سپاسنامه’ وه چې جواهر لال نهرو ئې ‘مسلمان ځواب’ کړے ؤ. د هندوستان د وېش نه یو اویا کاله پس د اسلامي جمهوریه پاکستان ایوانونو د ‘فاټا مرجر’ صورت کښې هاغه ‘هندوه سپاسنامه’ بې د تاریخي حوالې ورکولو داسې ومنله، څنګه چې ئې څلوېښت کاله زوړ ‘مسلمان جهاد’ ته ‘فساد’ ووئیلو )هر څو کۀ …

بشپړ متن

اداريه – اپريل 2019

کال 2019 او خدائي خدمتګار اپروچ دا خبره د 1929 نه 2019 ته رارسېدلې ده – دا قصه د لس اتیا کلونو ده – دا داستان د سپین سترګي پېرنګي نه د چلمارانو او چړمارانو مخې ته د ودرېدلو داستان دے – دا المیه د پېرنګي د جېلونو، بندونو، بندېزونو، دفعه اېک سو چوالیس، قصه خوانۍ، سپین تنګي، ټکر او میروس ډهېرۍ نه راتېره شوې؛ د خدائي خدمتګارو د منتخب حکومت ماتولو ترڅ کښې د وړومبۍ ‘پارلېمان دښمنۍ’ او پۀ بابړه کښې د شپږ سوه څلور پُر امنه جلوس کوونکو د وړومبي ‘ریاستي قتلِ عام’ پورې ده – د عوامي …

بشپړ متن

اداريه – مارچ 2019

مشتعله بیانیه او Tragedy of blunders د پاکستان او هند تر منځه وریته دښمني د پاکستان د وفاقي حکومتونو او اپوزیشنونو غوندې ‘فرېنډلي اپوزیشننګ’ کوي چې کله کله پکښې ‘دهرنا راج’ هم وشي، هېنډ شېک هم وشي، سمجهوته اېکسپرېس هم وچلېږي، کرتار پور اوپننګ هم وشي او کله کله ‘فرېنډلي فائرنګ’ هم وشي. څۀ کارونه د نړیوال استثمار راوړو د پاره کېږي لکه چې د امیر سلمان د راتګ نه وړاندې د کرتارپور لاره پرانستې شوه او څۀ بیا د جنګي اقتصاد د برقرار ساتلو د پاره ‘د جنګي جنون د نارملائز’ کولو پۀ نیت کېږي. د کرښې دواړو خواو …

بشپړ متن

اداريه – فروري 2019

تړتړۍ ژبه د خیسور د حیات خان ژاړي بې وسي خپله پۀ خپله تړتړۍ ژبه حیات خان د خیسور ــــ جاري کړے حکم سالار د سپاه ـــ ‘وتړئ پۀ زندانونو کښې سړي د دې کلي!!! بې ستره کړئ درشلې د دې کورونو!!! کښېنوئ وېره سترګو کښې د ماشومانو د دې وطن!!! جاري کړے حکم سالار د سپاه ــــ تالا کړئ دوکانونه، مارکیټونه، مېلې او بازارونه!!! وراتۀ کړئ ګلونه او سکارۀ کړئ اونې د دې بڼونو!!! ړنګ کړئ کورونه، کوڅې او ونړوئ دا ښار!!! تړتړۍ ژبه د خیسور د حیات خان ـــــ نۀ لري خپلې نندارې له سترګې دومره هم، لکه …

بشپړ متن

اداريه – جنوري 2019

باچاخان، خان عبدالولي خان، افغان امن مذاکرات او نېشنل اېکشن پلان نوے کال دې هر چا د پاره د یو پُر امنه، سوکاله او هوسا ژوند زېرے شي ـــ دې نوي کال کښې چې د فخرِ افغان باچاخان او رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان د تلینونو ورځې راځي نو مونږ به د خپلې نظریې او خپل سیاست سره خپل پخوانے تړون بیخي د یوې نوې جذبې پۀ لېونتوب نوے کوو. دې ملک کښې ډېر زوړ غېر جمهوري روایت د نور کله نه زیات شدت سره لکه جاکړ روان دے. د عدلیې د تلې چابړي د خپلو او مېرنو کېسونو بې …

بشپړ متن