loader image
کور / مستقل ليکوالان / ګل محمد بېتاب

ګل محمد بېتاب

نۀ مسټر او نۀ مُلا –

ګل محمد بېتاب   وائي چې کارغۀ د زرکې چال زده کولو نو خپل ترې هېر شو؛ زۀ چې د کوم شخصيت خبره کوم هغۀ سره هم دغه ټوقه شوې ده چې پۀ مختلفو رنګونو ئې ځان رنګ کولو نو خپل رنګ ئې ورک شو. د شخصيت نه ئې د مختلفو رنګونو ملغوبه جوړه شوه چې پۀ ساده ټکو ورته ‘د چڼو ترکاري’ وئيلې شو. کۀ يو خوا پکښې د غوښې تيکې وي نو بل خوا پکښې د کدو او تورۍ پوټي، بينګلۍ، ټېنډې، تور باتينګڼ، الوګان اوکچالان ليدے شي – کله چې ترې بنده نمړۍ خولې ته کړي نو …

بشپړ متن

فرمائشي خاكه – ګل محمد بېتاب

د تېرو خواوشاه نولس كالو راهسې راته هغه د چا خبره دا يو زړۀ وائي چې يوه فرمائشي غوندې خاكه وليكه؛ خو دا بل زړۀ راته وائي چې خاكه فرمائشي نۀ وي او كۀ داسې شي نو هغه به خاكه نۀ وي، ځكه پوهان وائي چې د كوم بنده سره د چا عقيدت وي نو پۀ هغۀ خاكه نۀ شي ليكلې كېدې. دغه شان د كوم بنده نه چې د چا نفرت وي، پۀ هغۀ هم خاكه نۀ شي ليكلې. پۀ دې لحاظ خو خبره سمه ده ولې چې نۀ زما د دغه سړي سره عقيدت دے او نۀ نفرت …

بشپړ متن

د پښتو وړومبۍ خاکه – ګل محمد بېتاب

دا ليکنه محض د يو څو مغالطو لرې کولو پۀ خاطر کولې شي ګنې نو کوم خاص ضرورت ئې نۀ ؤ؛ ولې چې اکثر پښتو ليکونکي د پښتو ژبې نامتو شاعر محقق او منحرف شوے خدائي خدمتګار قاضي عبدالحيم اثر افغاني د دې باني ګڼي. دۀ پۀ حقيقت کښې پۀ عبدالخالق خليق صاحب يو غېر رسمي مضمون ليکلے ؤ کوم چې د خاکې پۀ صفاتو پۀ هر ډول پوره ؤ او ليکونکو بيا دغه مضمون ډېر وخت وروستو خاکه وګرځوله. د اثر افغاني صاحب دا ليک وړومبے پۀ ‘انصاف’ اخبار کښې پۀ مۍ 1949ز کښې، بيا وروستو د عبدالخالق خلیق …

بشپړ متن

خط – ګل محمد بېتاب

محترم چېف ايډيټر صاحب! سلامونه. پس د سلام نه عرض دا دے چې د نوموړي ليکوال او اديب کاکاجي صنوبر حسېن مومند “د خوبانو خطونه” مې پۀ چاپ شکل کښې وليدو کوم چې د “باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر” لۀ خوا چاپ شوے دے. تاسو دې نه وړاندې هم د کاکاجي د مقالو کتاب او د هغۀ يو بل اثر “د امام الهند شاه ولي الله د عمرانيات او معاشيات فلسفه” چاپ کړي دي چې د دې داد نۀ درکول به يقيناً چې زياتے وي. پۀ دې کتاب “د خوبانو خطونه” کښې ستاسو او ستاسو د ټولو ملګرو خصوصاً د سجاد …

بشپړ متن

خاکه سر منشي – ګل محمد بېتاب

د شکل صورت پۀ لحاظ دې سړي کښې هېڅ انفراديت نشته؛ بس داسې دے لکه عام طور چې د پښتونخوا د غرئيزو سيمو خلق وي. د سوات پۀ ښکلې سيمه اکثر اوسېدونکي هم د دۀ غوندې وي. البته دۀ کښې کۀ خامخا کومه خوبي لټوو نو هغه به دا وي چې د سور سپين رنګ سره ئې وېښتۀ هم سرۀ وو. سوربخن او سرۀ برېت ئې وو او ږيره به ئې خرېله. کېدے شي وجه ئې دا وي چې څوک ئې شاه ګل ونۀ ګڼي، ځکه هغه د پښتو متل دے چې ’هر سور ږيرے شاه ګل نۀ وي‘؛ خو …

بشپړ متن

ګل محمد بېتاب

  دې کښې شک نشته چې پښتو ژبې ته خاکه نګاري د اردو او ا نګرېزۍ ژبو د لارې راغلې ده. خاکه څۀ ته وائي او پۀ پښتو کښې وړومبۍ خاکه کله او چا ليکلې ده. دا بحث تفصيل غواړي ولې چې د خاکې ليکلو ابتداء پۀ پښتو کښې هم لکه د اردو ژبې د يو غېر رسمي مضمون نه کېږي. اردو کښې وړومبے خاکه نګار فرحت الله بېګ ګڼلے شي چې هغۀ پۀ خپل استاد نذير احمد يو غېر رسمي مضمون ليکلے ؤ او وروستو ليکوال هغه د اردو ژبې وړومبۍ باقاعده خاکه تسليم کړې ده. دغه شان پۀ …

بشپړ متن

تیت پرک (خاکه) – ګل محمد بېتاب

  د اتمان خېلو متعلق چې کومې ټوقې نزدې قبيلو جوړې کړې دي، هغه صحيح دي او کۀ نۀ، خو زمونږ د دې اشنا متعلق چې ما ته هډو دا معلومه نۀ وه چې دے د کومې قبيلې سره تعلق لري؛ ولې چې دے پۀ اشنغر تنګي ګل اباد کښې اوسېدو، د مشهورو شاعرانو فضل غني غني، اختر منېر منېر او شاکرالله جلبل سره به اکثر يو ځاے ؤ نو ما وې هم د دوي څوک خپل خپلوان به وي ـــ خو څو کلونه وروستو يوه ورځ ما د يو ملګري سره دا خبره کوله چې زمونږ دا اشنا چې …

بشپړ متن

د غر هومره سړے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

زما د ډېرې مودې نه خيال ؤ چې پۀ سعدالله جان برق به څۀ ليکم خو چې هرځل مې خپل دې خيال ته دعملي جامې اغوستو فکر کړے نو ناکامه شوے يم. ولې چې زما پۀ خيال پۀ داسې سړي ليک کۀ ناممکن نۀ دے نو ګران ضرور دے. دا کار نۀ پۀ اٰمد کېدو او نۀ پۀ اٰورد، نو بس ترې قلار به شوم؛ خو اخر مې فېصله وکړه چې یه هلکه! راشه توکل کړه او ځان د يوسف پۀ خريدارو کښې شامل کړه! سبا له خو به خلق وائي چې دۀ هم پرې څۀ ليکلي دي کۀ ښۀ …

بشپړ متن