loader image
کور / مستقل ليکوالان / لياقت سيماب

لياقت سيماب

کرتارپور راهداري او د تورخم او چمن پاټکونه – لیاقت سیماب

  پۀ دولسم نومبر کال 2019ز د پاکستان وزيراعظم (!) عمران خان د کرتار پور راهدارۍ باقاعده پرانسته وکړه. پۀ دغه لار به د هند سکهان کرتارپور کښې د سکهـ مذهب د باني ګرو نانک د قبر زيارت کولو ته راتللے شي. کرتارپور د پاکستان او بهارت د پولې نه 4.7 کلوميټر فاصله باندې د پاکستاني پنجاب د نارو وال ضلعې شکر ګړهـ کښې اباد يو ښارګوټے دے. دا ځاے د سکهـ مذهب باني ګرو نانک پۀ 1504ز کښې اباد کړے دے، ولې د کرتار پور پۀ نوم يو بله عبادت خانه د سکهانو پينځم ګرو ‘ارجان دېوجي’ د هندي …

بشپړ متن

د ډاکټر نجیب الله دملي روغې جوړې سیاست – لیاقت سیماب

      کله چې د ستمبر اتۀ ویشتمه نېټه راشي نو د شهید ډاکټر نجیب الله یاد را تازه شي. ډاکټر نجیب الله صرف د افغانستان د جمهور رئیس نۀ ؤ، بلکې یو قام پروره اولس دوسته افغان مشر هم ؤ. دۀ پۀ ډېره ځوانۍ کښې د سیاسي شعور او پوهې کالي اغوستي وو. دے پۀ شپږم اګست کال 1947 کښې کابل کښې د غلجیو احمد زي قبیله کښې زېږېدلے ؤ. ابتدائي زدکړې ئې د کابل مشهورې تعلیمي ادارې ‘حبیبیه’ لېسې څخه کړې وې. اخري سند ئې پۀ طب کښې د کابل د طب پوهنتون نه پۀ کال 1975 …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

. د افغانستان د اولسمشر ډاکټر اشرف غني پاکستان ته سفر د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني پۀ اووۀ ويشتم جون پاکستان ته راغلو؛ پاکستاني واکمنو سره ئې رسمي خبرې اترې وکړې، شپه ئې پاکستان کښې وکړه، لاهور ښار ئې هم وکتلو او پۀ اتۀ ویشتم جون کابل ته ستون شو. د ډاکټر اشرف غنې دغه سفر پۀ دې اساس د اهميت وړ دے چې دے د پاکستان نه سخت مرور ؤ. څو ځله پاکستان وغوښتل چې نوموړے د پاکستان دوره وکړي، ولې دے مسلسل مرور ؤ. اخر درې نيم کاله پس واوره ويلې شوه او ډاکټر اشرف غني سره …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

قبائلي سیمو کښې ائیني اصلاحات پۀ اتۀ ویشتمه مۍ 2018 د وفاق د انتظام لاندې قبائیلي سیمې (FATA) د یو ائیني ترمیم تر مخه د خېبر پښتونخوا باقاعده برخه جوړې شوې او دې علاقو نه د فرنټئیر کرائمز ریګولېشن توره بلا پاڅېدلې ده – ولې دغو سیمو کښې د ملک عام قوانین لا تر اوسه پۀ پوره توګه نۀ دي عمل کښې راوستے شوي. د دې غټه وجه د ملک د واکمنو نا اهلي، نا پوهي او د منصوبه سازۍ نیشتوالے دے. د زوړ نظام نه چې کومو خلقو ناجائزې فائدې اوچتولې، د هغه خلقو کردار هم د ائیني اصلاحاتو …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  اسلام اباد او دوه قتلونه د پښتونخوا د پولیسو د یو افسر طاهر داوړ د تښتولو، پټولو او بیا د هغۀ د مرګ خبر ټوله نړۍ کښې د یوې سیاسي پېښې پۀ حېث خور شو. د دې نه مخکښې د یو نامتو دیني عالم او سیاسي مشر مولانا سمیع الحق د قتل خبر هم د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسېدو. دې دواړو قتلونو کۀ ډېرې ژبې ګویا کړې نو ډېرې خولې خاموشه هم پاتې شوې. مولانا سمیع الحق راولپنډۍ کښې د خپل هغه کور پۀ کوټه کښې پۀ چړو چاقوانو ووژلے شو چې پۀ یوې داسې مخصوصه ابادۍ کښې …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  ضمني انتخابات ته یوه کتنه د اکتوبر پۀ څوارلسمه نېټه ټول پاکستان کښې د صوبائي او قومي اسمبلیو هغه چوکیو د پاره انتخابات وشول چې هغه ممبرانو خالې کړې وې چې د یوې نه ئې زیاتې چوکۍ ګټلې وې او یا هغه چوکیو باندې انتخابات وشول چې د نور څۀ وجوهات لۀ کبله پرې پۀ پنځویشتمه جولایۍ انتخابات نۀ وو شوي. دغه شان پۀ یویشتم اکتوبر پۀ هغه چوکیو باندې انتخابات وشول چې د عامو انتخاباتو نه پس پۀ څۀ وجه ممبرانو خالي کړې وې. دې انتخاباتو د عامو انتخاباتو نه مختلفې نتیجې ورکړې. روایات خو دا دي چې …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

مني بجټ د عمران خان نوي وفاقي حکومت پۀ خلاص مټ قومي اسمبلۍ کښې د بجټ د پاسه نوے بجټ پېش کړو. دا رقم بجټ ته مالیاتي ژبه کښې ‘مني بجټ’ یا ‘ورکوټے بجټ’ وئیلے کېږي. پخوا چې به کله یو حکومت بې وخته څۀ مالیاتي حکمنامه جاري کړه یا به ئې څۀ نوي محصولونه لګول نو خلقو به دې ته د ‘مني بجټ’ نوم ورکړو. خو حکومت به دا پۀ ځان یو الزام وګرځولو او د دې تردید به ئې وکړو. موجوده حکومت د مني بجټ تور نۀ صرف پۀ ځان پورې کړو بلکې پۀ دې فخر هم کوي. …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  د 2018 د عامو انتخاباتو د نتیجو نتیجې پۀ پیځویشتمه جولایۍ 2018 ټول پاکستان کښې د قومي او صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابونه وشول. د دې انتخاباتو نتیجه کښې د الېکشن کمېشن د اعلان مطابق قومي اسمبلۍ کښې پاکستان تحریک انصاف پۀ 272 چوکیو کښې یو سل پینځلس چوکۍ تر لاسه کړې دي. مسلم لیګ نون 63 او پیپلز پارټي 44 چوکۍ ګټلو کښې بریالي شوي دي. پاکستان تحریک انصاف سره ساده اکثریت نشته، ولې قومي اسمبلۍ کښې یواځنے غټ ګوند دے. دغه شان تحریک انصاف پۀ پښتونخوا کښې شپږ شپېتۀ چوکۍ ترلاسه کړې دي. دا د پښتونخوا د …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  پۀ عامو انتخاباتو یو نظر پاکستان کښې د قومي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابي سرګرمۍ پۀ ټول ملک کښې پۀ درز کښې روانې دي. د انتخابي عمل ټولې مرحلې سر ته رسېدلې دي او پۀ 25 جولائي به عام خلق د بالغ رایې دهۍ پۀ اساس خپلې رایې استعمالوي. هر ځل چې انتخابات کېږي نو د مخکښیني انتخاباتو نه پۀ بدل رنګ کښې وي. تېر ځل ملک پۀ خصوصي توګه پښتونخوا د ترهګرۍ ښکار وو او پۀ خاصه توګه عوامي نېشنل پارټي پۀ عملي توګه انتخاباتو ته نۀ وه پرېښودې شوې. عوامي نېشنل پارټي دا …

بشپړ متن

پۀ خبر زما نظر – لیاقت سیماب

  د انتخابي جلسو لړۍ پاکستان کښې د عامو انتخابونو سلسله شروع شوې ده – د مۍ مياشت اخر ته به د قومي او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو موده پوره شي. د دې پۀ نتيجه کښې به وفاقي او صوبائي حکومتونه ختم شي او د اساسي قانون تر مخه به پۀ وفاقي او صوبائي کچونو نګران (سرپرست) حکومتونه جوړشي. انتخاباتوکښې لا څلور مياشتې شته ولې سياسي ګوندونو د لويو لويو او وړو جلسو لړۍ شروع کړې دي. لويو لويو ښارونوکښې غټې غټې جلسې کېږي او وړو ښاريو اوکلو بانډوکښې وړې وړې غونډې روانې دي. جرګې مرکې هم شروع دي – …

بشپړ متن