loader image

م ر شفق

کیتي بیتي – م. ر. شفق

  د شاکر اورکزي د ځلک مخکتنه کوهاټ پرېس کلب، اتوار، اتم اپرېل، 2018ز – یویشتم رجب 1439ل کتاب کۀ د شعر وي او کۀ د نثر، د مخکتنې دستوره چې کولې شي نو ادب مئينانو ته يو شمېر ښېګړې ورسي، د کتاب دوستۍ جذبه وده وکړي، د کتاب ليکونکي ډاډګېرنه وشي، شريکوال د يو بل مخکتنه هم وکړي، د ژبې او ادب پۀ مسئلو هم د خيالاتو څرګندونه وکړې شي او د شعر او ادب پۀ حواله د ‘خپلې خاورې’ خوشبو هم محسوس کړي. ستا شاعري ‘شاکره’ درد لري، درمان هم لري ستا شاعري د خپلې خاورې ترجمانه هم …

بشپړ متن

باغي شاعره الف جان خټکه – م ر شفق

باچا خان چې پۀ کال 1928 کښې ”پښتون“ رساله جاري کړه نو د ازادۍ او قامولۍ تحریک پۀ قلمي او ادبي محاذ زړۀ پورې پرمختګ وکړو او پښتو شعر او ادب نوې غزونې وکړې. خدائي خدمت ګار تحریک ښۀ پۀ زور شور کښې روان ؤ؛ دقومي ازادۍ تحریک دپاره ادیبان شاعران را وړاندي شول. د باچا خان ”پښتون“ مجلې لیکونکو کښې یو څو مېرمنې هم وې. دغو کښې س ب ب )سیده بشريٰ بېګم( او د احمدي بانډې کوها ټ الف جان خټکه زیات شهرت لري. محترمې س ب ب د پینځۀ اتیا )85( کالو پۀ عمر کښې د وفات …

بشپړ متن

عوامي نېشنل پارټي د قیادت بحران سره مخ ده؟ – د م ر شفق خط

د انټرا پارټي انتخاباتو پۀ حواله د ښاغلي مشر م ر شفق خط اسلام اباد 8م رمضان المبارک 1440هـ ډېر خوږ او ګران حیات روغانی صاحب! السلام علېکم ورحمة الله وبرکاته. د مۍ 2019 ‘پښتون’ ګڼه پۀ تاریخي، ادبي، علمي او سیاسي لحاظ ډېره اهمه ده او پۀ رېکارډ د ساتلو ده. ما چې پۀ خپل نظر د شروع نه تر اخره ښه پۀ غور او ټکي پۀ ټکي ولوسته نو خوښه مې شوه. هره لیکنه پۀ خپله موضوع زړۀ پورې او معلوماتي ده – نوي زلمي ترې استفاده کولې شي. ټول لیکونکي د ستائیلو جوګه دي. د ښاغلي حبیب …

بشپړ متن

“قوم” “ولي” او “د فکر ملغلرې” – م.ر.شفق

مونږ د ګران محمد رشتين ولي خټک، محمد علي بخت ناک خټک، دمساز خټک، انجينئير محمد يحيٰي خان خټک او دينار خټک مننه او ستائينه کوو چې دوي د خپل خوږ محترم پلار او د پښتو محقق، اديب او شاعر ډاکټر راج ولي شاه خټک “د فکر ملغلرې” را ټولې کړې دي. ورسره د ‘پاک امارات پښتو ادبي ټولنه’ دوبۍ ملګري پۀ تېره تېره سلطان باش خېل او شېر ولي خان اورکزے هم د ستائینې جوګه دي چې “د فکر ملغلرې” ئې د پښتو پۀ مئينانو کتابي شکل کښې پېرزو کړلې. د ولي د فکر ټولې ملغلرې ما امېل نۀ …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار او ‘ګمنام سپاهي’ – م ر شفق

د ارواښاد ايوب صابر د مشهور نظم “ګمنام سپاهي” نه يو څو مصرعې راخلم: هر مؤرخ دے غافل هر محقق دے اودۀ هر مصور ملامت هر صحافي قصور وار هر يو اديب ګناه ګار زۀ يو سپاهي يم يو تورزن د دنيا پۀ هر مېدان کښې جنګېدلے يم ولې څوک داسې مؤرخ هم شته دے چې ئې پۀ ما هم څۀ تحقيق کړے دے؟ د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک هر يو خدائي خدمتګار د قومي اتل درجه لري خو د زرګونو او لکهونو پۀ شمېر خدائي خدمتګاران داسې تېر شوي دي چې خاص د الله د رضا د پاره …

بشپړ متن

شخصيانه محمد ظهور الحق: یو علمي ادبي شخصیت – م ر شفق

يو تأثر: “محمد ظهور الحق يو علمي ادبي شخصيت” ډېر ښکلے مضمون دے. د طورو “شخصيات” پۀ اما کما د علم و دانش خواږۀ وېشي. د کلپاڼۍ اوبۀ پۀ طورو کښې ډنډ شوې نۀ دي. پۀ “دوبندو” کښې “بلړ” له کونجي ورکړي او پۀ ” لنډي” درياب ورګډې شي نو د روهستان نه پۀ پنجاب وروخېژي او وړاندې ځي. د طورو د عالمانو افکار لکه د درياب پۀ ښکته هم ځي او لکه د باد پۀ غرونو بره هم الوځي. افغانستان کښې د پنج شېر پۀ غرونو کښې ما د طورو د عالمانو شاګردان پۀ امتياز پېژندلي وو. د علم …

بشپړ متن

تاثرات ژوندے ولي – م ر شفق

“باچاخان ” پۀ بنيادي توګه د خدائي خدمتګار او پۀ انسانيت مئين ؤ. عدم تشدد، مينه او امن د هغۀ مذهبي عقيده وه. د دې د پاره به ئې د حضور پاک صلي الله عليه وسلم د مکې ژوند حواله ورکوله. پۀ صبر استقامت ئې د قوم د اصلاح او قامولۍ تحريک شروع کړے ؤ. سياست ئې د قوم او ملک خدمت ګڼلو. او د قوم خدمت له ئې د عبادت درجه ورکړې وه. او پۀ دې اصولو ئې خدائي خدمتګارو له تعليم او تربيت ورکړے ؤ. پۀ دې وجه د هندوستان د ازادۍ پۀ جدوجهد کښې د باچاخان او …

بشپړ متن

د باچاخان اخباري بیانونه – م ر شفق

جنوري کال 1983ء کښې باچاخان د ليډي ريډنګ هسپتال پېښور( بولټن بلاک) کښې داخل ؤ. د راولپنډۍ ورځپاڼه “جنګ” کښې به د باچاخان د خولې څۀ نا څۀ بيان شائع کېدلو. يو څو بيانونه ترې ما پښتو کښې رانقل کړي وو. د “پښتون” لوستونکو ته ئې د ياد تازه کولو پۀ خاطر وړاندې کوم. بل مقصد ئې دا هم دے چې د باچاخان غوندې پاک سپېځلي شخصيت باره کښې اوس هم ” بې بنياده هشمشې” خپرولي شي. غواړم چې د دغو تېروتنو مخ نيوے وکړے شي. د باچاخان هره وېنا او هر بيان صفا، ساده او رښتيا وي. او هېڅ …

بشپړ متن

اکرام الله ګران: فکر او فن مينه لرو خو د الفاظو ژبې ګونګې مو دي “ګران” له ورځو چې لږ اظهار د محبت وښائي – م. ر. شفق

  دا ستمبر کال 1966ز ؤ. زما د شعر شونډه ايله قدرې شنه شوې وه. “اندېش اقبال” سره يو ځاے زۀ هم د پښتو ادبي جرګې مردان پۀ کاروان کښې “بخشالي” ته روان شوم. هلته د شپې ناوخته پورې يوه درنه تاريخي مشاعره [1] وشوه چې صدارت ئې د پښتو د جمال او جلال شاعر اجمل خټک کوۀ. د سټېج سکتر فرائض ښاغلي فضل اکبر سېف ګجراتي ترسره کول. د پښتونخوا د ګڼو سيمو نامتو شاعرانو پۀ خپل راتګ د مشاعرې خوند رنګ سېوا کړے ؤ او د خواو شا علاقو خلق ورله لکه د ماشو مېږو راچلېدلي وو. د …

بشپړ متن

‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ – م. ر. شفق

  ‘د ګلو اونه’ مولانا محمد عنایت الله ّٰ یو مجاهد عالم او خدائي خدمتګار د هوتي مردان، مندڼ يوسفزيو پۀ سيمه کښې ‘تورو’ (طورو) ياد کلے دے – دا کۀ يو خوا د نوابانو خانانو کلے دے نو بل خوا د ډېرو لويو ديني عالمانو،خطيبانو او مدرسانو مرکز پاتې شوے دے چې شهرت ئې پۀ اما کما خور ؤ او لۀ دې کبله به ورته ‘د يونان ټکړه’ او دوېم بخارا وئيلي شو- پۀ ‘تورو’ کښې د عبدالعزيزي حسني ساداتو يوه کورنۍ اباده ده چې مورث اعليٰ ئې نور العلماء شېخ نور محمد المعروف اخوند يونس ګېلاني او ‘خاودبابا’ …

بشپړ متن