preloder
کور / مستقل ليکوالان / ميډيا سيل

ميډيا سيل

د خېبر پښتونخوا نوو ضلعو د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ انتخابي منشور

اے اېن پي ‘قبائیلي سیمې’ – چې یو وخت کښې پېرنګ د خپلو مفاداتو د پاره د ‘ازاد قبائل’ پۀ رومانوي احساس سره د ژوند، پرمختګ او تهذیب نه شوکولي وو، نن د ‘خېبر پښتونخوا’ برخه ده. نن د پاکستان هر سیاسي ګوند فخر سره وائي چې د ‘فاټا’ خېبر پښتونخوا سره یو کولو کښې ئې کردار ادا کړے دے او عوامي نېشنل پارټۍ د دغه سیاسي ګوندونو مننه هم کړې ده – خو دا یو حقیقت دے چې د عوامي نېشنل پارټۍ نه بغېر دغه سیمې خېبر پښتونخوا سره یو کول د بلې کومې پارټۍ د منشور برخه قدرې …

بشپړ متن

ANPMarkaz – میډیا سِل

ANPMarkaz د کوګا مهاجر کېمپ د زمکې د پېسو ورکولو قرارداد: د جنورۍ پۀ وړومبۍ نېټه پۀ خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل ګوند پارلېماني مشر سردار حسېن بابک د يو قرارداد لۀ لارې د مرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې پۀ بونېر کښې لۀ تېرو پینځۀ دېرش کلونو راهسې پۀ څوارلس سوه کناله زمکه د کډوالو کېمپ جوړ دے او د زمکې خاوندانو ته د څو کلونو راهسې پېسې نۀ ورکولې کېږي. دغه زمکه د کروندې جوګه ده او د پېسو نۀ ورکولو لۀ کبله ځائي کروندګر د مالي مشکلاتو سره مخ دي. د دغه قرارداد لۀ لارې …

بشپړ متن

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د پارلېماني لیډر سردار حسېن بابک وېنا – ANP میډیا سِل

    ښاغلي سپیکر صاحب! زمونږ د صوبې خپل امدن، بېروني امداد او مرکز نه چې کومه برخه ترلاسه کېږي، دا درې واړه چې یو ځاے شي نو زمونږ بجټ ترې جوړېږي. ښاغلي سپیکر صاحب! کله چې دې نه تېر صوبائي حکومت دعويٰ کوله او دا موجوده حکومت دعويٰ کوي چې حکومت بهترین دے، پۀ ګورننس مونږ فوکس کړے دے، ادارو کښې مو سیاسي اثر او سفارشي کلچر مو ختم کړے، مېرټ او شفافیت مو راوستي، اقرباء پروري مو ختمه کړې ده – دغه لاپې خو ډېرې خوږې دي خو زۀ به پۀ دې خبرې کول غواړم. زۀ به د …

بشپړ متن