preloder
کور / مستقل ليکوالان / نور احمد فطرت

نور احمد فطرت

ستر شاعر قاضي ملا عبدالسلام اچکزی – نور احمد فطرت اچکزی

مذهب، وژن او اسلامي تهوارونه د يو معلوماتي کتاب مطابق دا وخت پۀ نړۍ کښې غوټ لس مذهبونه شتون لري. د هر مذهب د ښودنې او روزنې طرېقه جدا ده. د اسلام علاوه بدهـ مت، بهائي (Bahaism)، تاومت، جېن مت، زرتشت )د زرتشت باني زرتشت ؤ، دۀ ښو ته د ‘اهورمزدا’ او بدو ته ‘اهرمن’ نامه ورکړې وه. ‘ژند اوستا’ د اور پالو مقدس کتاب دی. د دوي عبادت ګاه ته اتش کده وئيلې کېږي(، شنټومت، سکهـ مت، کنفيوشس مت، هندو مت، يهوديت او عيسائيت د يادولو وړ دي. د پېروکارانو د شمېر پۀ لحاظ عیسائيت د نړۍ د لوړې …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار تنظیم – نور احمد فطرت

د پښتو ادب لمړۍ دوره لۀ دوېمې هجرۍ پېړۍ څخه پېل کېږي او د يوولسمې هجرۍ پېړۍ تر اوائلو پورې دوام کوي. د پښتو د لومړۍ دورې پۀ اثارو کښې يواځې د سلېمان ماکو د ‘تذکرة اولياء’ د بشپړ کتاب ځينې برخې مونږ ته رسېدلې دي. د پښتو ادبياتو د تاريخ دوېمه دوره چې منځنۍ )متوسطه( دوره هم ورته وئيلې شو، د لسمې هجري پېړۍ تر لومړيو دوو درېو لسيزو رسېږي. د پښتو د ادبي تاريخ دوېمه دوره لۀ لومړۍ دورې څخه پۀ هر لحاظ کامل توپېرونه لري. پۀ دې دوره کښې پښتو ادبيات د افغانستان، پښتونخوا او هند پۀ …

بشپړ متن

د نفوسو بم – اشتیاق بېګ – ژباړن: نور احمد فطرت اڅکزی

د پاکستان پۀ ابادۍ کښې د تېرو څو لسېزو څخه چې کومه زياتونه را روانه ده، دغه هر ژوندي ساه پۀ حېرت کښې اچولې ده. د مسئلې دروندوالي ته پۀ کتلو سره د پاکستان د سترې محکمې (سپريم کورټ) مشر ثاقب نثار (ثاقب صاحب اوس پۀ جنورۍ کښې ريټائرډ شو) پۀ اسلام اباد کښې “پۀ زياته ابادۍ د پاملرنې” تر سر ليک لاندې د يو سيمينار اهتمام کړی ؤ چې د عمران خان نه علاوه د عدليې حاضر او تقاعد (Retired) شوي څارنوالان، ايالتي مشران وزيران (Chief Ministers) وفاقي وزيران، علماء کرام، ايالتي وزيران او نورو ډېرو خلقو ګډون وکړو. …

بشپړ متن

ورځپاڼه ‘جنګ’، حرف تمنا، د خالي ورځ، 28 جنوري 2006ز – ليکوال: ارواښاد ارشاد احمد حقاني – ژباړن: نور احمد فطرت، چمن

د ای اېن پي د لارښود ارواښاد خان عبدالولي خان د وفات څخه چې د هند د نيمې اوچې او پۀ ځانګړي ډول د پاکستان د سياسي تاريخ ډېرې دروازې وتړل شوې او د دۀ پلار د برصغير د ازادۍ پۀ ملي هڅو کښې د کانګرس او خدائي خدمتګار د دريځونو څخه څو لسیزې سرګرم پاتې شول. د دواړو د پلار زامنو د سياسي کردار د جوتولو څخه دا وئيل کېدی شي چې دا د نيمې پېړۍ قيصه ده، د دوو څلورو کلونو خبره نۀ ده. خان عبدالولي خان او عبدالغفار خان چې پۀ سياست کښې کوم کردار ادا کړی …

بشپړ متن

د شپاړسم دسمبر 2014 د اٰرمي پبلک سکول سترې سانحې ته – نور احمد فطرت

    پۀ شپاړسم دسمبر کال دوه زره څوارلس کښې د پېښور پۀ عسکري ښونځي او لیسه یو خونړی برید تر سره شوی ؤ. پۀ دغه ظالمانه او مجرمانه یرغل کښې د سرکار د اندازې مطابق یو نیم سل (150) کوچنیان، د ښونځي عمله لکه محمد شفیق چې د دغه سکول کلک ؤ، طاهره قاضي چې د دغه تعلیمي ادارې مدیره وه ـــ دغه رنګ ثابت غني، یاسین خان، همایون، طاهر الله او ګل شېر سره داسې نور ځوانان چې د دغه ځای ښائسته ښائسته زده کوونکي وو، قتل کړی شوي وو. د دغه فرعوني حملې پۀ رنګ نور شلګونه …

بشپړ متن

د تاريخي ښار چمن پۀ ادبي حوزه کښې د ذوالقرنين )باچا( د شاعرۍ ارزښت – نور احمد فطرت

  مونږ ليکوالانو يو وخت پۀ يوه ستره او درنه ادبي غونډه کښې د ځانګړي مېلمه پۀ حېث تحصيل ناظم ارواښاد جلال الدين خان اڅکزي رابللے ؤ. دغه د ادبي کتابونو د مخ کتنې پۀ وياړلې دستوره کښې جلال الدين خان ووئيل، نړۍ او نړېوالو ته لمړى شعور راغلى اوبيا پېسه ورته راغله خو مونږ د دغه سېمې هغه بدبخته وګړي يو چې لۀ يوې او بلې لارې ښۀ پرېمانه پېسه اواقتصاد راته راغلي لېکن شعور لا تر اوسه نۀ دے راته راغلے. دۀ زياته کړه چې ځکه نو زمونږ سره روپۍ يا پېسه خو شته خو د دغه اقتصاد …

بشپړ متن