loader image

پښتون

د پخواني اولس مشر حميد کرزي پېغام

د افغانستان خاوره چې څنګه د استقلال نه وړاندې د عالمي طاقتونو لۀ خوا د خپلې بقاء جنګ سره مخ وه؛ د استقلال حاصلولو نه پس هم دا سل کلونه افغانانو د استقلال قیمت د خپلو سرونو او خپلو وینو پۀ بیعه ورکړے دے. زما پۀ خیال دنیا همېشه افغانستان ته د یو عام ملک پۀ سترګه کتلي دي خو افغانستان ته چې “د اېشیاء زړۀ” وئیلے شي نو دا هسې نۀ ده – افغانستان د دنیا د نیمې ابادۍ پۀ منځ کښې پروت دے – افغانستان د جنوبي اېشیاء، منځنۍ اېشیاء، روس او یورپ تر منځ یو مهم کاریډور …

بشپړ متن

1929-1928 استقلال، افغانستان او ‘پښتون’ (مۍ 1928، مخونه 41-37) – ‘پښتون’

        مولانا عبدالمجید افغاني، مشن کالج، پېښور د افغانستان ملکه او د یورپ لباس د شاه افغانستان سياحت او د يورپ سفر يو داسې سفر دے چې د دنيا پۀ شاهانه سياحتونو کښې به د دې نظير پېدا نۀ شي، نۀ د کوم بادشاه دومره عزت کله شوے دے. پرونۍ خبره ده چې افغانستان د دنيا پۀ وحشي قومونو کښې حسابېدو. نۀ د هېڅ عزت حقدار ؤ، نۀ پۀ کښې موجوده تهذيب ؤ، نۀ تعليم، نۀ ترې نه د چا څۀ امېد کېدے شو چې دا وحشي قوم به هم کله د دنيا پۀ مهذب قومونو کښې …

بشپړ متن

د افغانستان کرونالوژي/پېښلیک (د 1919 نه تر 2019 پورې) – نائیله شمال صافۍ

        افغانستان د استقلال نه پس: 1919 د امير حبيب الله خان د وژلو نه پس د هغۀ زوي امان الله خان واک تر لاسه کړو؛ درېم اېنګلو-افغان جنګ (3rd Anglo-Afghan War) وشو او پۀ پاې کښې ئې افغانستان خپلواکي وګټله؛ د افغان او شوروي اتحاد تر منځ د پولې معاهده وشوه. 1920 د هندوستان مهاجرين راغلل او پۀ کابل کښې د مهاجرو انجمن پۀ وجود کښې راغلو؛ افغانستان کښې د ‘حکومت مؤقته هند’ اعلان د راجه پرتاب صدارت، د برکت الله وزارت عظميٰ او مولانا عبېدالله سندهي د منتظم وزیر پۀ توګه وشو. د بخارا )ازبک( …

بشپړ متن

د افغانستان پۀ تاریخ کښې نیمګړی څپرکی – د افغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني

        د افغانستان د اسلامي، اسیائي او افریقائي محدودو هېوادونو لۀ جملې څخه هغه هېواد دی چې پر 1298ز کال ئې خپلواکي تر لاسه کړه. هغه مهال هندوستان چې نننی پاکستان ئې هم برخه ؤ، لا هم تر ښکېلاک لاندې ؤ، چین هم د نړیوالو زبرځواکونو د سیالۍ ډګر ؤ او کورنۍ جګړه پۀ کښې روانه وه، خونړي انقلاب او کورنیو جګړو د روسیې وضعیت هم خراب کړی ؤ. پۀ اسلامي نړۍ کښې یواځې درې هېوادونو )ترکیې، عربستان او فارس( نسبي ازادي لرله خو لا ئې هم د افغانستان پۀ څېر باثباته نظام نۀ درلود. ترکیه د …

بشپړ متن

خدائي خدمتګار سالار “مرګیه! مۀ راځه درځمه” (حقیقت او شهادت) – محمد امین جان خان

        د خدائي خدمتګار سالار امین جان خان د ‘ذاتۍ ډائرۍ’ څخه دا واقعات ارواښاد فرید صحرائي مرتب کړي او چاپ کړي دي. تړون ئې پۀ دې لفظونو شوے دے: “د باچا خان پۀ نوم چې د خدائي خدمتګار تحریک غوندې د عظم تحریک باني ؤ.” مرتب کوونکي پرې د ‘مننه’ تر سر خط لاندې خپلې خبرې داسې لیکلې دي: “د بابړې د افسوسناکې واقعې او د دې د بې جوازه قتل عام پوره پنځوس کاله وشو. هسې خو د دې واقعې باره کښې مونږ ډېر څۀ د خلقو زباني اورېدلي دي، ولې پۀ تحریري توګه د …

بشپړ متن

د عوامي نېشنل پارټۍ خبرې – ‘پښتون’

‘قبائیلي سیمې’ چې انګرېز استعمار د خپلې چالاکه جنګي ستراتیژۍ تر مخه د یو ‘بفر زون’ پۀ حېث ساتلېې وې او هلته ئې هېڅ ډول اصلاحاتو ته لاره نۀ ورکوله، د برصغیر تقسیم نه پس هم پۀ کالونیل سنت هم د یو بفر زون پۀ حېث پرېښودې شوه. باچا خان بابا پۀ مارچ 1948 کښې پۀ پاکستان کښې دننه د تقسیم شوو پښتنو د ‘یو انتظامي یونټ’ )صوبې( مطالبه کړې وه چې دغه صوبې ته به د اساسي قانون /ائین تر مخه د خپلې ژبې، کلتور، تعلیم، تجارت، د پارلېمان انتخاب او ترقیاتي کارونو حقوق حاصل وي. عوامي نېشنل پارټۍ …

بشپړ متن

د عوامي نېشنل پارټۍ سوات د صدر ښاغلي ایوب اشاړي ويډیو پېغام – ‘پښتون’

ما نۀ مخکښې سیکیورټي غوښتې وه او نۀ به ئې وغواړم، دعويٰ به مې پۀ محمود خان وي. پۀ نهم جون د ګرانۍ خلاف زمونږ د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ هره ضلع کښې احتجاجي مظاهرې وې چې دغه لړ کښې پۀ سوات کښې هم عوامي نېشنل پارټۍ يو بهر پور پروګرام کړے ؤ، ځکه چې دې وطن کښې ګراني زياته شوې ده، غريب ډوډۍ پسې حېران دے، درميانه طبقه ئې هم مفلوجه کړه، شتمنه طبقه هم پۀ لاندې روانه ده. نو کۀ پۀ دې وطن کښې اٰفت، تکليف او مصيبت راځي نو عوامي نېشنل پارټي به لازماً د هغې خلاف …

بشپړ متن

د خدائي خدمتګار تحریک د بحالۍ پۀ موقع د ارباب عبد الغفور خان خلیل خطاب – ‘پښتون’

یو پنځوس نیم کاله زوړ دا پمفلټ د ارکائیوز نه د ډاکټر سهېل خان موندنه او پۀ ‘پښتون’ پېرزو ده. مشره ډاکټر سهېل خانه! مننه. یو پنځوس نیم کاله زوړ دا پمفلټ هماغه حالات لري چې د تاریخ برخه ده. نن نۀ صرف دا چې ‘ون یونټ’ مات دے، د اتلسم ائیني ترمیم سره دا خاوره خپله تاریخي نامه، خپله اسمبلي او خپل وزارتونه هم لري. لۀ بده مرغه، څنګه چې دې پمفلټ کښې د ګورنر جنرل د ‘اېجنټ’ پۀ صوبه مسلط کېدو نه پس پۀ ائین او قانون پښې ایښودې شوې وې، دغه رنګ نن هم پۀ صوبه مسلط …

بشپړ متن

تنظيمونه 2019 – ‘پښتون’

  د عوامي نېشنل پارټۍ د انټرا پارټي انتخاباتو لړۍ د ګوند د ائین پۀ رڼا کښې د صوبائي الېکشن کمېشنونو پۀ ټاکلي ترتیب د تپو او تحصیلونو نه تر ضلعو راورسېدله. د دې کرښو د لیکلو پورې چې څومره ضلعو کښې دا ټاکنې تر سره شوې دي، پۀ دې ترتیب سره ئې نومونه لیکل کېږي: عوامي نېشنل پارټي ضلعي انتخابات، 2019 ضلعي تنظیمونه صدر سینئیر نائب صدر جنرل سېکرټري د اطلاعاتو سېکرټري خېبر پښتونخوا: چترال ضلع عیدالحسېن غلام احمد ډاکټر سردار احمد خان – کوز کوهستان ضلع سرزمین خان دوراج خان دلاور خان حکمت خان بټګرام ضلع محمد ایاز …

بشپړ متن

غني خان مېله: سیمینار – ‘پښتون’

د جمعې پۀ ورځ، پینځلسم مارچ باندې باچا خان مرکز کښې د ‘غني خان مېله’ پۀ نوم د لېوني فلسفي خان عبدالغني خان د تلین ورځ ونمانځلې شوه. د دستورې صدارت ملي مشر اسفندیار ولي خان وکړو او مشر مېلمه ښاغلے هاشم بابر ؤ. د دستورې وېناوالو ښاغلو ډاکټر یار محمد مغموم، ډاکټر نصر الله جان وزیر، نور الامین ایسپزي او سمیع الدین ارمان خپلو وېناو کښې د غني د ژوند، فکر او فن مختلف اړخونه وڅېړل او پۀ دې خبره ئې زور راوړو چې پۀ اکادمي کچ باید د غني فهمۍ پۀ لړ کښې د کار دائره پراخه کړې …

بشپړ متن