loader image
کور / مستقل ليکوالان / شمس بونېرے

شمس بونېرے

افغانستان کښې د سیاسي، ادبي او مترقي تصور ارتقاء – شمس بونېرے

      د افغانستان او پښتون تاریخ د پینځۀ زرو کلونو نه راروان سینه پۀ سینه د موندلو اثارو او اوزارو او پۀ ګټو د راکښلو نخښو پۀ سلسله راروان او محفوظ دے. د هندوکشن د غرونو پۀ منځ کښې د ‘خراسان’ پۀ نوم پۀ قدیم کښې یاد شوے چې د نادر شاه د مرګ نه پس احمد شاه بابا قبضه کړے او د قبیلو مشرانو ورته د مشرۍ پګړۍ پۀ سر کړه او د افغانستان پۀ نوم پۀ وجود کښې راغے. تاریخ کښې د 1747ز د خپلواکۍ ورځ بختوره او ګټوره ورځ ده. دا هېواد او دا خاوره …

بشپړ متن

پاکستان پۀ مسئلو کښې ګېر پۀ حل او چل ئې د واک خاوندان نۀ پوهېږي – شمس بونېرے

پاکستان تاريخ او جغرافيه نۀ لري – خواهشاتو جوړ کړے او د یو مبینه خوب د تعبیر تحفه ده. د پاکستان جوړېدو نه پس پۀ دۀ مئين خلق خو يا وژلي شوي يا ترې حکومتونه اخستے شوي دي. عدليې بحال کړي خو ادارو دا فېصلې نۀ دي منلې. د پوځ او انتظاميې پۀ جنګ کښې پوځ د انتظاميې مشران د وطن نه شړلي دي. د پاکستان ادارو اقليت د اکثريت واکمن کولو د پاره د جمهوريت قتل کړے او د قامونو حقونه، ژبې، کلتور او ګوندونه ئې غېر قانوني کړي او د دې مشران ئې پۀ زندانونو کښې اچولي، ويشتلي، …

بشپړ متن

د عوامي نېشنل پارټۍ حالیه انټرا پارټي الېکشن – شمس بونېرے

عوامي نېشنل پارټۍ د راتلونکو څلورو کلونو د پاره پۀ پارټۍ کښې د صوبو او مرکز د پاره انتخابات سر ته ورسول. د اپرېل 2019 پۀ میاشت کښې پۀ پینځۀ اکایانو/ صوبو کښې د الېکشن د تکمیل نه پس پۀ دوېمه مۍ 2019 مرکزي انتخابات سر ته ورسېدل. عوامي نېشنل پارټي خپل تاریخ او مرحلې لري. د دې پارټۍ پۀ شا د باچا خان تاریخ او مبارزه پرته ده. باچا خان اصلاحي او علمي هلې ځلې پۀ 1910 کښې د غېر سیاسي تحریک پۀ شکل کښې شروع کړې. پۀ 1911 کښې مدرسه او بله 1915 کښې جوړه او علمي بحثونه …

بشپړ متن

د باچاخان مبارزه 1970 نه تر مرګه پورې – شمس بونېرے

د باچاخان شخصيت يو پرانستے کتاب دے او د دې کتاب بېل بېل بابونه او بېل بېل وختونه دي؛ ولې د دۀ کردار، عمل، مينه او هدف همېشه برابر پاتې شوي. د دۀ د شخصيت اندازه د دۀ د جېلونو، پښتنو کښې د سياسي شعور او ازادۍ مبارزه او د خپل قام د سفير پۀ توګه د دۀ د سفارت مقام او د هندوستان د نۀ اوسېدونکي پۀ حېث پۀ کال 1987ز کښې “بهارت رتن اېوارډ” او د تېر کال شروع د اټلي د پوپ نه د امن د استازي پۀ حېث ذکر او سلام د دې ښکاره مثالونه دي. …

بشپړ متن

د روانو حالاتو تجزیه – شمس بونېرے

    پاکستان کښې ګڼ ګوندونه وجودونه لري پۀ دې کښې څۀ جمهوري پارټۍ دي چې د وفاق د سالميت د پاره مبارزې يا حرکتونه کوي او څۀ ګوندونه مذهبي دي چې د شريعت د راوستلو او جهادي پروګرامونو د بېرغونو د لاندې مذهبي وفاقي ملک غواړي. دلته څۀ د ترقي پسندۍ پۀ نوم طبقاتي سياست کېږي، د سوشلسټ وفاقي حکومت ملګرتيا کوي. دلته پۀ دې وطن کښې افسر شاهي او فوځي ادارې پۀ خپله يو کلک او مضبوط قوت دے. کۀ د پارټۍ نوم او سياسي نظام نۀ څرګندوي، ولې پۀ سياست سوارۀ او د رېموټ کنټرول پۀ واسطه …

بشپړ متن

خېبر پښتونخوا او روان انتخابي جائزه – شمس بونېرے

  نسبتاً پۀ ښځو پېريان ډېر راځي او پۀ سړو کم او پۀ سياسي ليډرانو خلائي مخلوق زيات راځي. پۀ ښځو چې پېريان راشي نو دم ګرندے مُلا راشي، تعويز ښځې ته پۀ غاړه کړي، پېرے بند کړي او ښځې ته ووائي چې کۀ بيا پېرے راغلو نو تا به دوه درې ورځې پۀ کټ پورې کلکه تړم. ښځه غريبه وېريږي او بيا پرې پېرے نۀ راځي. د کومو خلقو چې پارلېمنټ او کرسۍ ته زړۀ کېږي نو خلائي مخلوق راشي او لېډر سره کښيني، ‘لېن دېن’ ورسره خلاص کړي، پۀ مټ ورته تعویذ او خپل مهر دواړه حواله کړي. …

بشپړ متن

د قلم مزدور د ادب او صحافت سرخېل – شمس بونېرے

نور البشر نوید د پښتو شاعرۍ، صحافت، ډرامه نګارۍ او لنډو قیصو پۀ حواله یو پېژندلے نوم دے. کۀ د شاعرۍ او لنډې قیصې پۀ حواله د هغۀ د استعداد او صلاحیت اعتراف کېږي نو ډرامه نګارۍ کښې هم د هغۀ د قیصې پلاټ، د هغۀ کردارونه او د هغۀ مکالمې ډېر زړۀ راکښون لري. د صحافت پۀ حواله ‘لیکوال’ مجله او ښاغلے نور البشر نوید لکه چې د یو وجود دوه نومونه دوه انکشافونه وي. ‘لیکوال’ بشر دے او بشر ‘لیکوال’. د هر ډول ستونزو، کړمو او پېچلو حالاتو پرته ‘لیکوال’ پینځویشت کلن سفر تر سره کړو. دا سفر …

بشپړ متن

د ډاکټر خان صاحب د وزارت د ختمولو پۀ باب د خفیه خطونو ترجمه – شمس بونېرے

    ډاکټر وقار علي شاه پۀ خپل کتاب ‘اسلام، نسليات او قام پرستۍ’ پۀ نوم ډېر ژور تحقيقات کړي او ښکاره کړي دي. دا مضمون د هغې د يو باب ژباړنه ده چې د وائسراے د خپل داخلي سېکرټري ماونټ بېټن پۀ واسطه کړي او د هغۀ د چاپ شوي کتاب ذکر او مصدقه صفحې لري. خط نمبر 3265 د اتم اګست 1947 کښې ليکي. ‘زۀ هدايات کوم چې د صوبې ګورنر لاک هارټ ته ووايه چې د ګورنر پۀ حېث پۀ يوولسم اګست غرمه خپل وزارت ختم کړي او کۀ ممکنه نۀ وي نو پۀ دولسم اګست سحر …

بشپړ متن

د ډاکټر سید وقار علي شاه د کتاب اسلام، نسلیات او قام پرستي – شمس بونېرے

د یوې اهم واقعې ژباړه زما مخې ته د ډاکټر صاحب دغه پورتنے کتاب د مطالعې د پاره پروت دے. د دې يوه داسې واقعه چې نن پرون اوسبا هرځاے راتلې شي، نو دا ژباړه د ‘پښتون’ مجلې پۀ واسطه ستاسو مخې ته ده. چې خان عبدالاکبرخان د افغان زلمي تنظيم صدر او ميا احمدشاه چې د دې تنظيم جنرل سکتر ؤ، بيانونه چې د کانګرس پۀ شرکت وو او دا مشترکه بيان ئې خورکړے ؤ: ‘دوه کاله مخکښې مونږ درې تنه ملګرو عبدالاکبر، ميا احمدشاه او عبدالغفارخان او څو نورو ملګرو د افغان جرګې دځوانانو د يو تنظيم بنياد …

بشپړ متن

د مولوي فضل محمود مخفي یادونه او زیارونه – شمس بونېرے

وختونه تحريکونه پېدا کوي، دغه تحريکونه تاريخونه جوړوي او هم دغه تاريخ شخصيتونه رامخې ته کوي او د تاريخ کتونکي دغه شخصيتونه خپل مشران او اتلان ګڼي. د پښتنو پۀ خاوره د روښانيانو تحريک، د خوشحال خان جنګونه او د واړو مغلو پۀ ضد عملونه او د پېرنګي پۀ ضد د باچا خان تحريک او مبارزې نه څوک هم انکار نۀ شي کولے. د پېرنګي پۀ ضد د هند پۀ خاوره ګاندهي، ابوالکلام ازاد، شېخ مولوي محمودالحسن، باچا خان، د سندهـ پۀ خاوره عبېدالله سندهي نو د پښتنو پۀ خاوره عبدالصمد خان، حاجي صاحب ترنګزئ او فضل محمود مخفي داسې …

بشپړ متن