loader image
کور / مستقل ليکوالان / طلال بېدار اصلزے

طلال بېدار اصلزے

افغانستان کښې د فلسفیانه روایت تاریخ او ارتقاء

ځینې بحثونه پۀ رښتيا هم څۀ ډېر ګونجلک نۀ وي خو ولې د هغوي پۀ حقله د سټيريو ټائپک اپروچ د مخه جوړ شوي بتان ماتول اړين وي – ‘پۀ فلسفه کښې د افغان برخه’ هم د داسې بحثونو نه يو بحث دے چې زمونږ پۀ علمي پنګې کښې ئې تل د يو اساسي سوال پۀ توګه سر راپورته کړے دے، خو ولې مونږ سټيريو ټائپک خلقو دې ته ډېر معذرت خواهانه ځوابونه وئيلي دي او پۀ ځاے د دې چې خپل علمي استعداد مو دې سوال ته د ځوابولو پۀ لړ کښې استعمال کړے وے، مونږ هم دا استعداد …

بشپړ متن

Prisms and Prisons: Religion, Abdul Ghaffar Khan and the Khudai Khidmatgars – ډېمن لېنچ – ژباړن: بېدار اصلزے

د خدائي خدمتګارو لار او زیار https://www.researchgate.net/publication/237713714 د ‘قام مذهبه’ شخړې (Ethnoreligious Conflict)، بنياد پرستۍ او مذهبي مبارزې پۀ رڼا کښې پۀ عدم تشدد امن شته کول د اېپلبي د کتاب (The Ambivalence of the Sacred, 2000) مرکزي بحث دے. پۀ دې مقاله کښې به مونږ د دې خبرې جاج اخلو چې څنګه د خدائي خدمتګارو مبارزه ‘قام مذهبه’ قامپرستۍ او بيا تر څۀ حده بنياد پرستۍ پۀ خپله اغېزه کښې اخستې وه او څنګه اسلامي قدرونو پۀ لويه ذخيره کښې دوي بيا هم د عدم تشدد پۀ زور کار کولو ته ملا وتړله؟ د خدائي خدمتګارو د عدم تشدد …

بشپړ متن

Structure, Chance and Choice for Abdul Ghaffar Khan and Khudai Khidmatgars – ډېمن لېنچ – ژباړن: بېدار اصلزے

د عبدالغفار خان او خدائي خدمتګارو جوړښت، موقع او انتخاب https://www.researchgate.net/publication/237294121 د مذهبي عدم تشدد د مبارزې پۀ تشکيل کښې عبدالغفار خان (1988-1890) او نور خدائي خدمتګاران مونږ سره د جوړښت، موقعې او انتخاب ښۀ مثالونه دي. خدائي خدمتګار تحريک پۀ عدم تشدد ولاړ يو داسې منظم تحريک ؤ چې د نولس سوه دېرشم نه نولس سوه شپږ څلوېښتم تر منځ ئې د لس زرو نه زيات خدائي خدمتګاران لرل کومو چې پۀ شمالي مغربي سرحدي صوبه چې اوس د پاکستان برخه ده، کښې د پېرنګي استعمار پۀ ضد کاميابه مبارزه کړي وه. د پښتنو د ټولنې جوړښت(Structure) : جغرافيائي …

بشپړ متن

د قېصر اپریدي ‘سړي نه تر عجب سړي’ پورې سفر – بېدار اصلزے

قېصر اپريدے د پښتو د معاصر ادب د هغه ليکوالانو او شاعرانو نه يو دے کوم چې ډېر سنجيده اخستل پۀ کار دي او د دې وجه دا ده چې قېصر اپريدي پۀ کومو موضوعاتو ليکل کړي دي، عموماً پۀ شعر کښې او خصوصاً پۀ نثر کښې، هغه مونږ ته پۀ پښتو ادب کښې د نوو مباحثو د پېل کولو دعوت راکوي او د هغۀ چاپ شوي کتابونو نه کۀ مونږ “جماليات يو نظرياتي جاج” او “تهذيب څېړنه او کره کتنه” وګورو نو دا خبره لا شدت اخلي چې دې خوا ته دې توجه وکړلې شي؛ خو ولې د پښتو …

بشپړ متن

مضمون – بېدار اصلزے

پۀ غارونو کښې د اوسيدونکو انسانانو خاندانونه وو او د سيندونو پۀ غاړو ښاري رياستونه او بيا کۀ د لرغوني چين د لاوتزي ‘ډاو ډي چنګ’ ؤ او کۀ د کنفيوشس ‘اېناليکټس’؛ يا د لرغوني هندوستان د چاڼکيه ‘ارتهـ شاستره’ ؤ کۀ د لرغوني يونان د پلېټو ‘ريپبلک’ او د ارسټوټل ‘پوليټکس’؛ او کۀ بيا د دې نه پس د عيسائيت او د اسلام شخړې وې؛ يا بيا کۀ د مینځنۍ دورې د جان لاک ‘لبرل ازم’ ؤ او کۀ د روسو ‘سوشل کنټرېکټ’ او کۀ د ميکاویلي ‘پرنس’؛ يا بيا دغو نه رازېږېدلے ‘کېپیټل ازم’ ؤ او کۀ ورته …

بشپړ متن

خوشحال خټک او د هغۀ د اېتهیکل کانټریبوشن پۀ حقله د شوي کار يوه تنقيدي څېړنه – بېدار اصلزے

خوشحال خټک او د هغۀ اېتهکس يا د اېتهیکل کانټريبوشن (Ethical Contribution) موضوع پۀ ډېرو حوالو خپل ارزښت د ادب او فلسفې طالبعلمانو ته لرلے دے او لري ئې هم او شايد ځکه خو چې هر ليکوال پۀ خوشحال خټک قلم خوځولے دے نو د اېتهکس پۀ حواله ئې خامخا خبرې کړي دي. پۀ دې ليک کښې به زما دا هڅه وي چې تر ممکن حده پۀ دې حواله د شوي کار تنقيدي جاج واخلم او هم داسې دا معلومه کړم چې ايا دا شوي ليکونه پۀ دې حواله مونږ کومې منطقي نتيجې ته رسولے هم شي او کۀ نۀ؟ …

بشپړ متن

خان عبدالغفار خان پۀ عدالت عالیه کښې – بېدار اصلزے

ہفت روزہ، افریشیا، لاہور، ۱۹ نومبر ۱۹۷۶، جلد ۲، شمارہ ۲۱، صفحات ۲۷ تا ۳۱   هغه وخت چې پۀ خان عبدالغفار خان باندې د تعزيرات پاکستان د 9133، 9134 او 9153 د دفعو تر مخه مقدمه چلېده او پۀ دې لړ کښې هغوي پۀ شپږم ستمبر نولس سوه شپږ پنځوسم د مغربي پاکستان عدالت عاليه ته دا ليکلے بيان ورکړے ؤ. مي لارډ! دلته دا دعويٰ کېږي چې پاکستان د اسلامي تصور تر مخه جوړ شوے اسلامي رياست دے؛ پۀ حديث شريف کښې راځي چې د يو ظالم او بې لارې شوي باچا پۀ وړاندې د حق خبره کول …

بشپړ متن